د متحده ایالاتو د کډوالۍ خبرونه او تازه معلومات
د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي اقامې پروګرام اعلان شو
مارچ 16, 2022په متحده ایالاتو کې میشت افغانان به ډیر ژر وکولای شي چې د لنډمهاله خوندي اقامې TPS افغانستان پروګرام لپاره غوښتنه وکړي. د کورني امنیت وزارت (DHS) دا اعلان د 2022 کال د مارچ پر 16مه نېټه وکړ.
د اوکراینیانو لپاره لنډمهاله خوندي اقامې پروګرام اعلان شو
مارچ 4, 2022په متحده ایالاتو کې مېشت اوکراینیان به ډیر ژر وکولای شي چې د لنډمهاله خوندي اقامې TPS اوکراین پروګرام لپاره غوښتنه وکړي. د کورني امنیت وزارت (DHS) اوسنۍ اوضاع ته په غبرګون کې د 2022 کال د مارچ پر 3مه نېټه دا اعلان وکړ.
د جنوبي سوډان لپاره د لنډمهاله خوندي اقامې TPS پروګرام تمدید شو
مارچ 3, 2022د کورني امنیت وزارت (DHS) د جنوبي سوډان لپاره د لنډمهاله خوندي اقامې (TPS) پروګرام د 18 میاشتو لپاره، د 2022 کال د مي مياشتي له 3مي نېټې څخه د 2023 د نومبر تر 3مي نېټې پوري غځوی.
USAHello د افغان سرچینو د مرکز پرانېسته کوي
اکتوبر 11, 2021موږ ویاړو چې د افغان سرچینو مرکز د پرانېستو اعلان کوو، دا یو ټولیز آنلاین مرکز دی چې د Communications Essentials LLC له لوري په مسلکي ډول په دري او پښتو ژبو ژباړل شوی ترڅو دلته په متحده ایالاتو کې له افغانانو سره د ژوند پیلولو په برخه کې مرسته وکړي. کله چې د Welcome.US له لوري غوښتنه وشوه چې زموږ د نویو افغان ګاونډیو لپاره د لومړنيو معلوماتو د سرچینې په توګه خدمات وړاندې کړو نو، USAHelo یې په اړه سمدستي د ډاډ ځواب ورکړ چې زموږ محتویات کولی شي د راتلونکو بې ځایه شویو شته اړتیاوې پوره کړي. د افغان سرچینو مرکز له ګڼ شمېر محتویاتو څخه تشکیل شوی چې یو USAHello یې وار له مخه وړاندې کوي.