د همجنسبازانو حقوق او قوانین

په متحده ایالاتو کې، همجنسبازان ځانګړي حقوق لري. ځینې حقوق په هغه سيمه پورې اړه لري چې تاسو پکې اوسئ.
په کار کې د همجنسباز د حقوقو په اړه، په ايډز (اېچ آی وي) د اخته کارکوونکو د خونديتوب، د استوګنې د حقوقو او په عامه ځايونو کې د تبعيضي چلند په هکله ځان پوه کړئ. د همجنسبازانو لپاره د قانوني خونديتوب په اړه معلومات ترلاسه کړئ.


عكس: iStock/FG Trade

LGBTQ يومخفف توری دی چې د ښځينه همجسنباز، نارينه همجنسباز، دوه اړخيز جنسي تمايل لرونکو اوهغه کسانو لپاره چې خپل جنسيت (له نارينه څخه ښځينه يا له ښځينه څخه نارينه) ته اړوي او يا هم بل ډول جنسيت ولري کارول کېږي. د همجنسباز او نورو تعریفونو په هکله ډېر څه زده کړئ.

په متحده ایالاتو کې، د همجنسبازانو د ټولنې سره تبعیض کول د قانون خلاف دی. تبعیض په دې معنا دی چې د عمر، جنس، جنسیت یا هم د جنسي تمايل له مخې د يوچا سره ځانګړی، غیر عادلانه یا تعصبي چلند وشي. هرڅوک قانون نه تعقیبوي او د همجنسباز د حقوقو په وړاندې چلند په ټول هیواد کې توپیر لري. په ډیری ایالتونو او ښارونو کې د تبعیض ضد قوانین شته. د خپل ايالت په قوانينو ځان پوهول اړين دي.

په کار کې د همجنسبازانو حقوق

ستاسو کارګومارونکی نه شي کولی چې د همجنسباز کېدو له امله له تاسو سره تبعیض وکړي. ټول کارکوونکي لاندې حقوق لري:

  • ستاسو کارګومارونکی نه شي کولی تاسو مجبور کړي چې د خپلي همجنسازۍ په هکله وغږیږئ.
  • ستاسو کارګومارونکی نه شي کولی چې تاسو ته سپکاوی وکړي یا ستاسو د جنسيت یا جنسي تمایل په اړه ټوکې وکړي.
  • ستاسو ګومارونکی نه شي کولی په تاسو ډېر کار وکړي یا تاسو ته په دې خاطر چې همجنسباز یاست سزا درکړي.
  • ستاسو ګومارونکی نه شي کولی د همجنسباز کېدو له امله تاسو له کاره ليرې کړي.

د دې اساسي حقوقو ور هاخوا، عامه او خصوصي کارکوونکي نور بېلابېل حقوق هم لري. عامه کارکوونکي د يو ښار، يو ایالت یا يو مرکزي دولت لپاره کار کوي، د بېلګې په توګه، هغه څوک چې په يو سيمه ایز دولتي ښوونځي کې کار کوي. شخصي کارکوونکي د تجارت او سوداګرۍ لپاره کار کوي، لکه فابریکې یا پلورنځي.

قانون عامه کارکوونکي د هغوی د هویت له امله له کاره د ايستل کېدو څخه ساتي. خو که تاسو په یوه خصوصي شرکت کې کار کوئ، کېدای شي ستاسو په دنده کې د ځورونې اړوند بېلابېل مقررات او قوانين موجود وي. کله چې تاسو خپله دنده پیلوئ، د پوښتنو لپاره د بشري منابعو له څانګې سره خبرې وکړئ. دوی به ستاسو پوښتنې او معلومات پټ وساتي.
که دا فکر کوئ چې ستاسو سره په کار کې توپیري چلند کېږي، کولی شئ د متحده ایالاتو د کارموندنې د مساوي فرصتونو کمیسیون (EEOC) سره شکایت ثبت کړئ. همداراز تاسو کولی شئ د امریکا د مدني ازادۍ اتحادیې (ACLU) ته د خپلې قضيې راپور ورکړئ.

په اېچ آی وي اخته کارکوونکي

د همجنسبازانو د ټولنې کسان پهانساني معافیتي ویروس (اېچ آی وي) د اخته کېدو ګراف لوړ دی. اېچ آی وي یو ساري وایروس دی چې ستاسو د بدن پر معافیتي سیسټم باندې برید کوي. دا ويروس کولی شي د اېډز په نوم ناروغي رامنځته کړي.

که تاسو اېچ آی وي لرئ، په ډیرو کارځایونو کې باید ستاسو حیثیت محرم وساتل شي. دوی نه شي کولی نورو کارکوونکو یا د کار څخه بهر نورو خلکو ته ووایئ چې تاسو په اېچ آی وي ککړ ياست.

یو کارګومارونکی نه شي کولی له تاسو څخه دا وپوښتي چې آیا د دندې د وړاندیز مخکې تاسو په اېچ آی وي اخته واست. دوی کولی شي له تاسو څخه په هغه صورت کې روغتيايي پوښتنې وکړي چې:

  • که تاسو مناسبي استوګنې ته اړتیا ولرئ.
  • که (د دندې د وړاندیز وروسته) له نورو څخه هم ورته پوښتنې وشي.
  • که تاسو خپله دنده نه شئ ترسره کولی یا د خپل روغتيايي وضعیت له امله په خطر کې ياست.
  • که تاسو د خپلو ګټو لکه د کورنۍ او روغتيايي رخصتۍ قانون (FMLA) تنظيمولو ته اړتيا ولرئ.

تاسو دا حق لرئ چې د خپل روغتيايي وضعیت له امله مناسب استوګنځی ترلاسه کړئ. د بېلګې په توګه، دمه وکړئ، د ډاکټر سره مکرري لیدنې ولرئ، له کور څخه د کارکولو اجازه ترلاسه کړئ، د تفريح لپاره رخصت واخلئ او داسي نور. که تاسو د خپل روغتيايي وضعیت له امله د تبعیض سره مخ یاست، تاسو کولی شئ دEEOC سره اړیکه ونیسئ یا ۴۰۰۰-۶۶۹-۸۰۰ شمېرې یاهم ۶۸۲۰-۶۶۹-۸۰۰ (ټي ټي وای) ته زنګ ووهئ.

بې اسناده کارکوونکي

که تاسو اسناد نه لرئ، هم د نورو همجنسباز کارکوونکو په څیر ورته حقوق لرئ. هغه اداره چې د کار ځای فعاليتونه څاري ستاسو تابعیت نه شي لیدلی. ستاسو کارګومارونکی نه شي کولی د تبعيضي چلند په هکله ستاسو د راپور ورکولو له امله تاسو ته سزا درکړي، دا یو قانون دی. خو ستاسو ګومارونکی کېدای شي د کډوالو ادارې ته ستا په اړه خبر ورکړي؛ که څه هم ددې اجازه نشته، خو کله ناکله داسې پېښېږي. په کار کې د بې اسنادو کسانو د حقوقو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ .

په کور کې د همجنسباز حقوق

په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۵۰ سلنه همجنسبازان دا وايي چېکله د کور په لټه کې وي له دوی سره توپیري چلند شوی دی. د استوګنې حقوق یې په هر ایالت کې یوډول نه وي. فدرالي قانون تاسو د خپل کور د مالک د توپیري چلند څخه ساتي. همداراز، د اېچ آی وي/ايډز لرونکو خلکو پروړاندې تبعیض کول غیر قانوني دي او د عادلانه استوګنې قانون ددوی ساتنه کوي.

اوس، د کولمبيا ډیری ایالتونه او ولسوالۍ د هغه قوانینو ملاتړ کوي چې د جنسیتي توپیر مخه نیسي. که تاسو په هغه ایالتونو کې يو جايداد په کرایه اخلئ يا يې رانيسئ:

  • خلک نه شي کولی ستاسو د جنسيت په اړه پوښتنه وکړي یا له تاسو څخه ستاسو د جنسي تمایل په اړه وپوښتي.
  • خلک نه شي کولی تاسو د همجنسازۍ له امله ليرې کړي.
  • خلک نه شي کولی په دې خاطر چې جنسيت مو اړولی يا همجنسباز ياست، تاسو دې ته مجبور کړي چې ځای پرېږدئ. که تاسو کرايه ليک يا يو تړون ولرئ، دا ستاسو قانوني حق دی چې هلته پاتې شئ.

بېځايه کول

د همجنسبازانو بېځایه کول ډېر احتمال لري. که تاسو دا مهال بې کوره یاست، تاسو یواځې نه یاست. تاسو کولی شئ د شپې تېرولو لپاره د يو سرپناه په لټه کې شئ. هغه استوګنځي او سرپناه چې همجنسباز پکې اوسي، کېدای شي د دوی پتې خپرې نه کړي. دا د هغه خلکو د خوندیتوب له امله چې هلته ژوند کوي.

تاسو تهنږدې د همجنسبازانو د ټولنې مرکز کېدای شي ستاسو سره د داسې سرپناه په موندلو کې مرسته وکړي چې څرګنده شوی نه وي. دوی کېدای شي ستاسو سره د اوږدې مودې استوګنځي په موندلو کې هم مرسته وکړي.

خوندي ځای دا د هغه ځوانانو لپاره يوه ملي برنامه ده چې بېړنۍ مرستې او خوندیتوب ته اړتیا لري، د سېف پلېس په نوم اړونده ادارې هغه ‘خوندي ځایونه’ په ګوته کوي چې همجنسباز خلک کولی شي په بیړنيو حالاتو کې هلته ولاړ شي. دا ځایونه کېدای شي کتابتونونه، د اطفائيې ودانۍ، ټولنیز خدمات او داسي نور ځایونه وي. دوی به تاسو خوندي وساتي او ستاسو سره به مرسته وکړي. که دوی ستاسو سره د ستونزو په هواري کې مرسته ونه کړي، بل داسي څوک به پيدا کړي چې له تاسو مرسته کولی شي.

د ملنډو ضد قوانین

ملنډي وهل یوه عامه کلمه ده چې د خبرو له لاري د ځورونې لپاره کارول کیږي. په ملنډو وهلو کې ټول پوچ الفاظ او هر ډول ناغوښتل شوي فزیکي اړیکې شاملي دي. سایبري ځورونه دې ته ويل کېږي چې یو څوک په انلاین ډول سپکې خبري یا ګواښوونکي پیغامونه استوي. دا زیاتره د ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک له لارې پیښیږي.

ځورونه د هر عمر خلکو ته پیښېدای شي او دا په متحده ایالاتو کې یوه جدي مسئله ده. په ۲۱ ایالتونو او د کولمبیا سيمه کې دا د قانون خلاف دی چې يو څوک د جنسیت یا جنسي تمایل له امله وځورول شي. که څوک ستاسو په کاري ځای کې تاسو ځوروي، خپل مدیر ته ووایاست.

که ستاسو ماشوم په ښوونځي کې ځورول کیږي، تاسو باید د هغه له ښوونکي سره خبرې وکړئ. کېدای شي تاسو به په داسي ايالت کې و نه اوسېږئ چې هلته دې ځورونه غيرقانوني وي. خو آن د دغه قوانینو پرته هم بايد ښوونځي خپل زده کوونکي او کارکوونکي خوندي کړي. د ښوونځي مسؤولين به د ځورونکي کس سره خبرې وکړي. که ستونزه جدي وي، کېدای شي ځورونکی شخص به مجازات شي.

په عامه ځايونو کې تبعیض

ایالتي او ځایی قوانین به تاسو په عامه ځایونو لکه رسټورانونو، پلورنځيو او تیاترونو کې له توپیري چلند څخه خوندي کوي. هیڅ داسي فدرالي قانون نشته چې په عامه ځایونو کې دي تبعیض منع کړي.

په ښوونځیو کې خونديتوب

ښوونځي باید د همجنسبازانو د تبعيض اړوند شکایتونو ته ځواب ووایي. فدرالي قانون په دولتي ښوونځیو کې تبعیض او ځورونې منع کړي دي، همدار راز د هغه زده کوونکو ساتنه کوي چې د ظاهري بڼې او چلند له امله ځورول کېږي.

دا غیر قانوني ده چې ستاسو ښوونځی دا ښکاره کړي چې تاسو همجنسباز یاست.

که تاسو دا احساسوئ چې ستاسو سره په خپل ښوونځي کې توپیري چلند کیږي، په دې هکله چې هرڅه درته پېښېږي هغه مستند کړئ. د پیښې راپور د ښوونځي مسؤولينو ته ورکړئ. خو که پېښه نه وي شوې تاسو کولی شئ ددې وضعیت راپور ACLU ته ورکړئ.

قانوني خونديتوب

قانوني سازمانونه د هغو خلکو قضیې اخلي چې له توپیري چلند سره مخ شوي وي. په دې برخه کې عامي ادارې او د همجنسبازانو سازمانونه شته. د همجنسبازانو سازمانونه د ځانګړو اړتیاوو ملاتړ کوي او د همجنسبازانو د ټولنې لپاره ډیر کار کوي.

لامبدا لیګل د همجنسبازانو سره د قانوني مرستې لپاره تر ټولو لوی ملي سازمان دی. د لامبدا لیګل مرستندويه اداره کولی شي ستاسو قضیه وڅیړي او تاسو له ځايي استازو سره وصل کړي.

ACLU د هغه خلکو سره وړیا قانوني مرسته کوي چې د حقوقو څخه یې ناوړه ګټه پورته کیږي. ACLU د همجنسباز د حقوقو لپاره برنامې لري او د ځورول شويو همجنسبازانو استازیتوب کوي. که تاسو قانوني مرستې ته اړتیا لرئ، تاسو ته نږدې ACLU ومومئ.

په دې پاڼه کې ذکر شوي معلومات دمتحده ایالاتو دولت او نورو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. دا معلومات د لارښوونې په توګه دي او د امکان ترحده وخت پر وخت نوي کیږي. یو اېس اې هېلو نه په خپله قانوني مشوره ورکوي، او نه هم زموږ مواد بايد د قانوني مشورې په توګه په پام کې ونیول شي. که تاسو د وړیا، یا لږ لګښت اخيستونکي وکیل، یا قانوني مرستې په لټه کې یاست، موږ کولی شو دوړیا او لږ لګښت قانوني خدماتو په موندلو کې له تاسو سره مرسته وکړو.