د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره دولتي امتیازات

د دولتي ګټو څخه هدف تر هغه وخته ستاسو د لومړنيو اړتیاوو چمتو کول دي ترڅو چې تاسو مستقل کېږئ. دلته به تاسو ته د هغه عمومي امتيازاتو په هکله معلومات وړاندې شي چې متحده ايالاتو ته راغلي نوي کډوال يې ترلاسه کوي لکه نغدي او روغتيايي مرستې، روغتیايي بیمه، د دندې ته د کډوال لارموندل، د کډوالو سره نغدي مرسته، د کډوالو ټولنیز خدمات او نور خدمات.


د کډوالو لپاره دولتي امتيازات د هغو راشنونو څخه توپیر لري چې تاسو یې د کډوالو په کمپ کې ترلاسه کړي وي. د کډوالو په کمپ کې راشنونه تر هغه وخته پورې دوام کوي چې تاسو په هغه کمپ کې اوسیږئ. په متحده ایالاتو کې، تاسو کولی شئ یواځې د یوې ټاکلي مودې لپاره دولتي امتيازات ترلاسه کړئ. کله چې تاسو کار پیل کړئ او د خپلې کورنۍ لپاره عاید ترلاسه کړئ، ستاسو څخه به دولتي امتيازات بند شي. ډیری کډوال وايي هغه وخت د وياړ احساس کوي چې ښه دنده ولري او په دې سره کولی شي چې خپل ځان او خپلې کورنۍ ته پاملرنه وکړي.

  • کېدای شي د کډوالو لپاره په دولتي امتيازاتو ځان پوهول پېچلي وي. تاسو باید د دولتي امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره ډیر دفتري کارونه (د اسنادو چمتو کول) بشپړ کړئ.
  • د کډوالو لپاره دولتي امتيازات ټولې پیسې نه دي. تاسو کولی شئ نورې مرستې هم ترلاسه کړئ لکه د دندې لپاره روزنه، د انګلیسي درسونه او نور خدمات چې ستاسو سره دا مرسته کولی شي چې په متحده ایالاتو کې په خپلو پښو ودرېږئ.

په متحده ایالاتو کې دد کډوالو د بیا میشتېدو دفتر (ORR) دا مسؤلیت لري چې هغه نويو راغلو کسانو ته فرصتونه برابر کړي چې په ټولنه کې د یو ځای کېدو په برخه کې مرستې ته اړتیا لري. د دې برنامې لپاره مسحق کډوال، پناه غوښتونکې، کیوبايي/هایټین کډوال، د مهاجرت د ځانګړو ویزو (SIV) لرونکي، د انساني قاچاق قربانیان او نور کسان دي.

د ORR له لوري برابر شوي خدمات په اساسي برخو کې دي لکه (نغدي او روغتيايي مرستې)، روغتیا، کارموندنه/اقتصادي پراختیا، یو ځای شوي او بې سرپرسته کډوال ماشومان شاملیږي.

دلته ځینې امتيازات او خدمات شته چې تاسو یې ترلاسه کولی شئ:

نغدي او روغتيايي مرستې

چې د CMA په نوم هم پیژندل کېږي، د ایالتي دولتونو او مرسته کوونکو ادارو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره پيسې د کډوالو سره د روغتيايي مرستو (RMA) تر نظارت لاندې ورکوي.

ټول کډوال چې متحده ايالاتو ته په لومړي ځل راځي روغتيايي خدمات ترلاسه کوي. د یو کډوال په توګه، تاسو باید د ډاکټر سره روغتيايي معاینه بشپړه کړئ. کېدای شي تاسو د ځینو ناروغیو پروړاندې واکسین ترلاسه کولو ته اړتیا ولرئ. ستاسو عمر، ستاسو د کورنۍ اندازې او ستاسو ایالت ته په کتو به د دولت له لوري د بېلابېلو روغتيايي برنامو مستحق شئ. ستاسو د بیا میشتېدو اداره به له تاسو سره د روغتيايي مرستې دغوښتني په برخه کې مرسته وکړي.

د کډوالو روغتيايي مرستې (RMA) یوه برنامه ده چې د کډوالو لپاره روغتیایي خدمات وړاندې کوي. تاسو کولی شئ له هغه نېټې څخه چې د کډوال یا پناه غوښتونکې په توګه متحده ایالاتو ته ننوتلي ياست بيا تر اتو میاشتو پورې د RMA امتيازات ترلاسه کړئ، له هغه نیټې څخه چې تاسو د يو پناه غوښتونکې په توګه وپېژندل شوئ، یا له هغې نېټې څخه چې تاسو د کډوالۍ د بیا میشتېدني د دفتر له لوري د انساني قاچاق د قرباني په توګه وپېژندل شوئ.

روغتيايي بیمه

ددې لپاره چې له مهاجرینو څخه تر اتو میاشتو پورې د لنډ مهاله روغتیايي بیمې لاندې ساتنه شوي وي. د اسانه پاملرنې د قانون (ACA) له مخې، کډوال کولی شي ځايي مارکېټ ته لاسرسی ولري ترڅو د ټیټ لګښت روغتیايي بیمه ترلاسه کړي او (که مستحق وي) د روغتيايي خدماتو او ماشومانو د روغتیايي بیمې پروګرام (CHIP) غوښتنه وکړي.

تاسو کولی شئ د بیمې پوښښ په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ۲۵۹۶-۳۱۸-۸۰۰-۱ (ټي ټي وای: ۴۳۲۵-۸۸۹-۸۵۵-۱) ته زنګ ووهئ یا د همدې ويب پاڼي دا برخهپه نورو ژبو معلوماتي سرچينې وګورئ.

دندې ته د کډوال لارموندنه

دا یوه برنامه ده چې د کډوالو سره د دوی د مسلکي پلانونو او د زده کړې د فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته کوي. دا برنامه له دوی سره د لارښوونې او روزنې په ترلاسه کولو کې مرسته کوي، همداراز د انګلیسي ژبې د مسلکي مهارتونو په ترلاسه کولو کې. د هغه ځایونو په اړه چې تاسو کولی شئ دا ډولمسلکي ملاتړ ترلاسه کړئ ډېر څه زده کړئ.

د کډوالو سره نغدي مرستې (RCA)

RCA یوه فدرالي تمویلېدونکې برنامه ده. فدرالي دولت ایالتونو ته ددې لپاره مرسته ورکوي چې هغوی د مستحقو کډوالو او هغه کسانو سره چې د بېلابېلو انساني اسبابو له امله مهاجر شوي وي لکه د قاچاق قربانيانو سره نغدي مرستې برابري کړي. د کډوالو سره دنغدي مرستو (RCA) برنامه په متحده ایالاتو کې د لومړیو اتو میاشتو په جریان کې کډوالو ته لږ اندازه پیسې ورکوي. تاسو به مجبور واست چې همدا پيسې مصرف کړئ ترڅو خپل لومړني لګښتونه لکه د خپل کور/اپارتمان کرایه او د بریښنا بیلونه ورباندي تادیه کړئ. تاسو باید د RCA د قراردادونو شرایط وګورئ او بیا میاشتني RCA چیکونه ترلاسه کړئ.

د RCA د برنامې د برخوال په توګه به تاسو د بيا میشتېدني له ادارې څخه د اتو میاشتو لپاره د خپلې قضیې د مدیریت خدمات هم ترلاسه کړئ. په متحده ایالاتو کې د پاتې کېدو لپاره کېدای شي لومړنۍ اته میاشتې د ننګونو سره مخ شي، او ستاسو د قضیې مدیر کولی شي ستاسو سره مرسته وکړي. ځینې وختونه، چې کله تاسو نوې ژبه زده کوئ او په متحده ایالاتو کې د ژوند سره ځان برابروئ، کېدای شي د يوې پېښي په هکله د غلط فهمۍ سره مخ شئ یا دا چې ولې تاسو باید ځینې شیان ترسره کړئ. ستاسو د قضیې مدیر کولی شي له تاسو سره په متحده ایالاتو کې د ژوند په تنظیمولو کې مرسته وکړي. زموږ وړاندیز دادی چې تاسو ترخپله وسه د خپلي قضیې د همکار سره په ډیرو غونډو او برنامو کې برخه اخلئ.

د RCA په برنامه کې ممکن نور شیان هم شامل وي ترڅو په متحده ایالاتو کې د ژوند کولو سره په ځان عيارولو کې له تاسو مرسته وکړي. په دې برنامه کې کېدای شي ستاسو د روغتيايي لیدنو مهالویش هم ځای ولري، تاسو ته د دولتي ترانسپورت د کارولو د څرنګوالي ښوونه کوي او ستاسو په ټولنه کې د نورو سرچینو او برنامو موندلو کې ستاسو مرسته کوي.

د کډوالو سره نغدي مرستې (RCA) هغو اشخاصو ته ورکول کیږي چې متحده ایالاتو ته له رسیدو وروسته تر ۸ میاشتو پورې د اضافي تضميني عاید (SSI) یا MFIP مستحق نه وي. د کډوالو د کارموندنې خدمات (RES) او د کډوالو ټولنیز خدمات (RSS) وړاندې کېږي، نو مستحق کسان په دغه موده کې پرځان بسيا کېږي. د RCA په برنامه کې برخه اخیستونکي کسان کېدای شي د RCA د صلاحيت پای ته رسیدو وروسته هم د کډوالو کاري او ټولنیزو خدماتو ترلاسه کولو ته دوام ورکړي.

FindHello CTA map
FindHello

تاسو ته د نږدې مرستې او سرچینو د لټون لپاره فاینډ هېلو وکاروئ. په خپله ټولنه کې د دندې لپاره مشورې، وکیلان، روغتیايي پاملرنه، د انګلیسي ټولګي او نورو خدماتو لپاره لټون وکړئ.

خپل لټون پیل کړئ

آیا زه د کډوالو لپاره د عمومې امتيازاتو مستحق يم؟

که تاسو په متحده ایالاتو کې له اتو میاشتو څخه د لږ وخت لپاره کډوال ياست، تاسو به د دولت څخه یو څه مرسته ترلاسه کړئ. ډیری کډوال د RCA لپاره مستحق وي، خو که تاسو کورنۍ، ماشومان يا د ډېر عمر لرونکي کډوال د ځان سره ولرئ کېدای شي د بلې برنامې لپاره مستحق اوسئ. کله چې د عمومي مرستي لپاره د يوې مناسبې برنامې غوښتنه کوئ، ستاسو د بیا میشتیدو اداره به ستاسو سره په دې برخه کې مرسته وکړې.

که تاسو فدرالي نغدي مرستې لکه د اړمنو کورنیو لپاره لنډمهاله مرسته (TANF) یا اضافي تضميني عاید (SSI) ترلاسه کوئ، نو بيا تاسو د کډوالۍ د نغدي مرستو د برنامې لپاره مستحق کس نه یاست. د دې معنا دا ده چې تاسو به یواځې د کډوالۍ نغدي مرستې (RCA) یا فدرالي نغدي مرستې لکه TANF یا SSI ترلاسه کوئ، دواړه مرستې پر يوه ځای نه شئ ترلاسه کولی. رامنځته کېدونکي بدلونونه او تغيرات د کوم دولتي کس له لوري اداره کېږي او مشخصېږي.

د کډوالو ټولنیز خدمات (RSS)

د کډوالو د ټولنیزو خدماتو برنامه متحده ايالاتو ته د راغلو کډوالو سره د پنځو کالو لپاره مرسته کوي. د کډوالو د ټولنیزو خدماتو په برنامه کې د کارموندنې خدمات، د دندې لپاره روزنه او د زده کړې خدمات شامل دي، چې په دې کې د دوهمي ژبي په توګه د انګلیسي ژبي لارښود، د کډوالۍ مرستې، د قضیې مدیریتي خدمات او نور ملاتړي خدمات شاملیږي.

د کډوالو ټولنیز خدمات دوې اصلي برخې لري. لومړۍ، د کارموندنې خدمات وړاندې کوي. په RSS کې د کارموندنې کارپوهان کولی شي له تاسو سره د مناسب کار په موندلو کې مرسته وکړي. د کارموندنې کارپوهان به لږترلږه په میاشت کې یو ځل ستاسو د کارموندني اړوند قضيه کې له تاسو سره اړیکه نيسي. دوی به د دندې د فرصتونو په اړه بحثونه کوي، د دندو لپاره به غوښتنليکونه لېږي او مرکې به کوي، د راتلونکو مرکو لپاره به تمرین او ډېر نور څه ترسره کوي.

د RSS برنامه ستاسو لپاره د قضیې په مدیریت کې هم مرسته کوي ترڅو تاسو خپلې کورنۍ ته پاملرنه وکړئ.

په قانوني مواردو کې تحريري او شفاهي ژباړونکي

په قانوني مواردو کې تاسو دا حق لرئ چې تحريري او شفاهي ژباړونکي ولرئ. که تاسو په انګليسي رواني خبري نه شئ کولی، نو ښه داده چې له ژباړونکي څخه مرسته وغواړئ. کېدای شي په قانوني معلوماتو پوهېدل سخت وي، آن که ستاسو په مورنۍ ژبه هم وي.

نور خدمات چې د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر (ORR) له لوري چمتو کیږي

  • د ORR د بې سرپرسته بهرنيو ماشومانو برنامه د هغه ماشومانو لپاره د لنډمهاله ساتني او پاملرني خدمات چمتو کوي چې له بهر څخه بې سرپرسته راغلي وي او د کډوالۍ حالت و نه لري.
  • ORR دانساني قاچاق پرضد د مبارزې برنامه (ATIP) له مخې د انساني قاچاق قربانیان معلوموي او هغوی ته خدمات وړاندې کوي او په متحده ایالاتو کې د بهرني قاچاقي قربانیانو سره مرسته کوي ترڅو د مهاجرو په څیر د دولتي امتيازاتو او خدماتو څخه برخمن شي.
  • د رضاکارو ادارو د همږغۍ برنامه د کډوالو او له کیوبا او هیتیان څخه د راغلو مهاجرو د ښه راغلاست او ځای پرځای کولو برنامې مخ ته وړي.
  • د ORR د بیرته راستنیدو برنامه د متحده ایالاتو هغه اتباعو او د هغوی نږدې خپلوانو ته مرستي برابروي چې په بهر کې له ستونزو وروسته بېرته متحده ایالاتو ته راستانه شوي وي یا په بهر کې د داخلي ناآرامیو یا طبیعي پیښو څخه تښتیدلي وي.

په دې پاڼه کې شته معلومات د کډوالو د میشتیدنې دفتر او د نورو باوري سرچینو څخه لاسته راځي. دا معلومات د لارښوونې په توګه دي او د امکان ترحده وخت پر وخت نوي کیږي. یو اېس اې هېلو نه په خپله قانوني مشوره ورکوي، او نه هم زموږ مواد بايد د قانوني مشورې په توګه په پام کې ونیول شي. که تاسو د وړیا، یا لږ لګښت اخیستونکی وکیل، یا قانوني مرستې په لټه کې یاست، موږ کولی شو دوړیا او لږ لګښت قانوني خدماتو په موندلو کې له تاسو سره مرسته وکړو.