په دې پاڼه کې به تاسو د کووېډ-۱۹ واکسین، د کډوالو لپاره معلومات، د کډوالو لپاره د واکسین د ترسره کولو شرايط، تقويتي دوز، د ماشومانو لپاره واکسین، د واکسین خوندیتوب او د کووېډ-۱۹ پرمهال د توپیري چلند په اړه پوهاوی ترلاسه کړئ.

د کورونا ویرس یا د کووېډ-۱۹ واکسین اوس په متحده ایالاتو کې د هرچا لپاره شته. په متحده ایالاتو کې کډوال کولی شي واکسین ترلاسه کړي. په دې اړه ستاسو د کډوالۍ حالت مهم نه دی.
واکسین د ټولو لویانو او هغه کسانو لپاره چې د 18 کلن يا له دې څخه پورته وي او همداراز د 5 څخه تر 17 کلونو پورې ماشومانو لپاره د لاسرسي وړ دي.
که تاسو لږترلږه شپږ میاشتې وړاندي خپل د کووېډ واکسین ترسره کړی وي، نو سپارښتنه کیږي چې د تقويتي دوز په نوم ورپسې واکسین هم ترسره کړئ.
د کووېډ-۱۹ واکسینونه او ورسره تقویتي دوز یې وړیا دي.
تاسو کولی شئ دا واکسین په درملتونونو، د خوراکي توکو په پلورنځیو او ځايي روغتیايي کلینیکونو کې ترلاسه کړئ.
تاسو کولی شئ د لاندې وېب پاڼي له لاري خبلې سيمي ته نږدې د واکسين مرکز ومومئ:
- vaccines.gov
- 1.800.232.0233 ته زنګ ووهئ
- یا خپل ساحوي کوډ 438829 شمېرې ته ولېږئ
ډاډ ترلاسه کړئ چې د خپل کووېډ-۱۹ واکسین کارت په خوندي ځای کې وساتئ.
بې اسناده او نور تول کډوال، پناه غوښتونکي او مهاجرین هم کولی شي د کووېډ-۱۹ واکسین او تقويتي دوز ترلاسه کړي.
تاسو بايد د دولت له لوري پر روغتیايي معلوماتو باور ولرئ
د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکزونه (CDC) هغه دولتي اداره ده چې په متحده ایالاتو کې د روغتیا ساتني په برخه کې له هرچا سره مرسته کوي. تاسو کولی شئ د دوی پر معلوماتو باور وکړئ.همداراز تاسو کولی شئ چې پر خپلو سيمه ايزو روغتیايي چارواکو او روغتیايي خدماتو هم باور وکړئ. د هر ایالت، ولايت او ښار دولت د عامې روغتیا یوه اداره لري .
زه قانوني اسناد نه لرم او روغتیایي خدماتو ته اړتیا لرم
ستاسو د کډوالۍ قانوني حالت چې هرڅه وي، تاسو په متحده ایالاتو کې د روغتیايي خدماتو حق لرئ. کېدای شي تاسو د روغتیايي بیمې حق هم ولرئ.
د خپلې روغتیايي پاملرنې د حقوقو په اړه معلومات ترلاسه کړئ:
دلته نورې معلوماتي سرچینې هم شته:
- يووړیا کلینیک ومومئ (چې د هغو خلکو لپاره روغتیايي خدمات وړاندي کوي څوک چې پیسې نه شي ورکولی).
- یوروغتیایی مرکز ومومئ (چې د روغتیايي خدماتو په مقابل کې یواځې ستاسو څخه دومره پيسې اخلي چې تاسو يې د تاديې توان لرئ) . په ډېرو روغتیايي مرکزونو کې هرڅوک د کووېډ-۱۹ لپاره په وړیا ډول معاینه ترسره کيږي.
- کالیفورنیا ايالت د میډي-کل په نوم روغتیایي پوښښ لري. په دې مرکز کې د هغه کسانو لپاره روغتيايي خدمات وړاندي کېږي چې د عايد اندازه يې کښته وي او بې اسناده کډوال وي چې عمر يې د 25 کلونو څخه کم وي.
ایا زه بايد د دولتي لګښتونو په اړه اندیښنه ولرم؟
نه، تاسو کولی شئ د کووېډ-۱۹ واکسین او تقويتي دوز ترلاسه کړئ. په دې کې به له تاسو څخه دولتي لګښت و نه ګرځول شي.
د بایډن د ادارې له لوري د ټرمپ د ادارې د 2019 کال د دولتي لګښتونو قانون پای ته ورسېد. د کډوالو د کورنیو د ساتنې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
که تاسو د کډوالۍ د غوښتنلیک لپاره روغتیايي معاینې ته اړتیا ولرئ، نو دې ته هم اړتیا ده چې د کووېډ-۱۹ پر وړاندې بايد واکسین شوي یاست.
که تاسو د واکسین لپاره پر شرایطو برابر یاست، بايد د ترسره شوي واکسین ټولې دورې بشپړې کړئ. د کډوالۍ د موخو لپاره د CDC کووېډ واکسین د شرایطو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
په یاد ولرئ چې، که تاسو د اړتیا وړ واکسینونو له ترسره کولو څخه انکار وکړئ، کېدای شي د کډوالۍ غوښتنلیک مو رد شي.
که د متحده ایالاتو څخه د باندې د کډوالۍ د ويزې لپاره غوښتنه کوئ، تاسو باید د نورو اړینو واکسینونو ترڅنګ د کووېډ-۱۹ واکسین هم ترسره کړئ.
د متحده ایالاتو د واکسین کولو د شرایطو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
هغه کسان چې عمرونه يې د 18 کلونو يا له دې څخه زيات وي، باید د واکسين تقويتي دوز ترلاسه کړي. واکسینونه د کووېډ-۱۹ پر وړاندې ستاسو د بدن ساتنه کوي. د واکسين تقويتي دوز ستاسو بدن ډېر خوندي کوي.
د واکسين د تقويتي دوز د ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید د فايزر، جانسن او جانسن يا هم موډرنا واکسینونه کړي وي. مهرباني وکړئ لاندې لارښوونې تعقیب کړئ:
- فايزر – بایو اېن ټېک – کولی شئ د خپل واکسين د دويم دوز څخه لږ تر لږه 6 میاشتې وروسته د واکسين تقويتي دوز ترلاسه کړئ.
- جانسن او جانسن – کولی شئ د خپل واکسين د لومړي دوز څخه لږ تر لږه 2 میاشتې وروسته د واکسين تقويتي دوز ترلاسه کړئ.
- موډرنا – کولی شئ د خپل واکسين د دويم دوز څخه لږ تر لږه 6 میاشتې وروسته د واکسين تقويتي دوز ترلاسه کړئ.
تاسو کولی شئ د خپل تقويتي دوز لپاره واکسینونه سره “ګډ او ترکيب کړئ” . دا په دې معنا ده چې تاسو کولی شئ د خپل تقويتي دوز لپاره هر ډول واکسین ترلاسه کړئ. مهمه نه ده چې تاسو لومړی کوم ډول واکسین ترسره کړی دی.
متحده ایالاتو د 12 څخه تر 17 کلونو ماشومانو لپاره د فایزر-بایو اېن ټېک واکسین اجازه ورکړې ده.
د ناروغۍ د مخنيوي مرکز CDC سپارښتنه کوي چې د 5 څخه تر 11 کلونو پورې ماشومان له لاندې واکسينونو څخه يو ډول ترسره کولی شي:
- د ماشومانو لپاره د فايزر-بایو اېن ټېک واکسین،
- د کووېډ-۱۹ واکسین لږ دوز، یا
- د یاد دوز دریمه برخه لویانو او تنکيو ځوانانو ته ورکول کیږي.

سرچینه: CDC
د ناروغۍ د مخنيوي مرکز CDC دا تضمین ورکوي چې د کووېډ-۱۹ واکسینونه خوندي او اغیزمن دي.
جانبي عوارض
د واکسین د ترلاسه کولو وروسته، کېدای شي د معتدلي کچي څخه تر منځنۍ کچي پوري په بدن کې جانبي عوارض رامنځته شي. دا عوارض ځکه رامنځته کېږي چې ستاسو بدن د ویروس پر وړاندې د خوندیتوب پر رامنځته کولو باندې کار کوي. ستاسو د معافیت سیستم ستاسو بدن ته خبر ورکوي چې د ویروس د وژلو لپاره غبرګون وښيي.
په یاد ولرئ چې د هرچا بدن د واکسين پر وړاندي ځانته غبرګون ښيي. کېدای شي ستاسو د کورنۍ غړي يا ملګري بېلابېل جانبي عوارض ولري.
د جانبي عوارضو تر ټولو عامې نښې نښانې په لاندې ډول دي:
- د ستني لګولو په ځای کې پړسوب، سوروالی او درد
- تبه
- د سر درد
- ستړیا
- د عضلاتو درد
- ټوخی
- د زړه بدوالی
حقايق او ابهامات
دلته مو د ناروغۍ د کنترول او مخنيوي مرکزCDC څخه په لاس راغلي د کورونا ویروس د واکسین د ترلاسه کولو په اړه ځینې عمومي ابهامات او حقایق را اخيستي دي:
- ابهام: زه به د ماشوم په درلودلو کې ستونزه ولرم.
- حقیقت: هېڅ داسې شواهد نشته چې وښيي چې واکسین د امیندوارۍ یا اولاد په اخېستو کې ستونزې رامنځته کوي.
- ابهام: د واکسين ترسره کول به زما ډي اين اې (DNA) بدله کړي.
- حقیقت: د کووېډ واکسین ستاسو ډي اين اې (DNA) نه بدلوي. دغه واکسین ستاسو د بدن له طبیعي دفاعي سیستم سره کار کوي چې له مخې یې تاسو کولی شئ چې د بدن معافیت رامنځته کړئ.
- ابهام: د واکسين له ترسره کولو وروسته، به زما د کووېډ معاينات مثبت راوخېژي.
- حقیقت: هیڅ داسي تجویز شوي واکسین نشته چې د ویروس معاينات دې مثبت کړي (هغه معاينات چې په ویروس باندې ستاسو د اخته کېدو معلومات وړاندي کوي) .
- ابهام: د واکسين له ترسره کولو وروسته، به زه په کووېډ اخته شم.
- حقیقت: هېڅ داسي تجویز شوي واکسین نشته چې د ژوندي ویروس لرونکی وي. اړونده واکسین تاسو په کووېډ ناروغي نه اخته کوي.
د کووېډ-۱۹ د ويري له امله په ټوله متحده ايالاتو کې خلک د کرونا پر ضد له شته خدماتو څخه ګټه اخېستلی شي.
تاسو څه کولی شئ؟
- د توپیري چلند په اړه تاسو کولی شئ خپلې سیمه ییزې دولتی ادارې یا د مدني آزادۍ سيمه ییزې اتحادیې ACLU ته راپور ورکړئ.
- تاسو کولی شئ د آسیا پاسیفیک پالیسۍ او پلان جوړلو شورا ته د پیښې په اړه راپور ورکړئ.
- که ستاسو سره په کار کې توپيري چلند شوی وي، تاسو کولی شئ د متحده ایالاتو دولت ته رسمي شکایت وکړئ.
- د ناروغي د کنترول او مخنيوي مرکز CDC څخه د بدنامۍ په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
- د واشنګټن ایالت څخه د بدنامۍ ضد معلوماتي سرچینې ومومئ.
- زده کړئ چې که يو څوک تاسو تهدیدوي بايد څه وکړئ.
- کولی شئ د خپلو حقونو په اړه هم معلومات ترلاسه کړئ.
دا معلومات د باوري سرچینو څخه په لاس راځي، لکه د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکزونه (CDC) او د خوړو او درملو اداره (FDA). USAHello په خپله نه کومه قانوني او نه هم کومه طبي مشوره ورکوي، او نه هم زموږ له کومو موادو څخه د قانوني یا طبي مشورو په توګه ګټه اخېستل کېدای شي. که تاسو طبي مرستې ته اړتیا لرئ، خپل ډاکټر یا اړونده روغتیایي چارواکو ته زنګ ووهئ.