والدین غواړي خپل ماشومان يې د زیان او ناروغۍ پروړاندې خوندي وي. دا زده کړئ چې واکسین څه شی دی او څنګه کار کوي . دا چې د خپلو ماشومانو لپاره څنګه واکسین ترلاسه کړئ، ستاسو ماشومان باید کوم ډول واکسين واخلي او د ماشومانو د روغتیا په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

د ماشومانو لپاره واکسینونه څه شی دی؟
واکسین يوه ماده ده چې په ناروغۍ د يو چا د اخته کېدو مخه نیسي. واکسینونه چې (د معافیت په نوم هم یادیږي) د خلکو سره دا مرسته کوي چې درملنې ته د اړتیا پيدا کېدو مخکې د ناروغیو مخه نیسي. دوی د ناروغۍ پر وړاندې معافیت رامنځته کوي. په لنډه توګه ویلی شو چې د ماشومانو لپاره واکسينونه په دې معنا دي چې د واکسېن کېدو وروسته په هماغه ناروغي د ماشومانو د اخته کېدو احتمال ډېر کموي.
څنګه د خپلو ماشومانو لپاره واکسین ترلاسه کولی شم؟
په متحده ایالاتو کې ماشومان په منظم ډول واکسین ترلاسه کوي ترڅو د دوی په سالم ساتلو کې مرسته وکړي. ډاکټران او د روغتیا کارپوهان یو مشخص مهالویش لري چې د ماشومانو د واکسینولو پر مهال يې تعقيبوي. دا مهمه ده چې ستاسو ماشومان بايد واکسینونه پر خپل وخت ترلاسه کړي ځکه چې دا له دوی سره مرسته کوي چې سالم او له ناروغۍ خوندي پاتې شي.
ستاسو د ماشومانو لپاره واکسين د ماشومانو د واکسین په دفتر کې ترلاسه کېدای شي. د ماشومانو د ناروغیو کارپوه د ماشومانو ډاکټر دی. که ستاسو ماشوم ډاکټر ونه لري، تاسو کولی شئ د خپل سيمه ايز روغتیايي مرکز سره اړیکه ونیسئ، یا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي د مرکزونو (CDC) له لوريد ماشومانو لپاره د واکسین برنامه وګورئ.
کوم واکسينونه دې چې زما ماشومان ئې بايد وکړي؟
تاسو کولی شئ دا معلومات وکړئ چې د ډاکټرانو له لوري د ماشومانو لپاره کوم ډول واکسین په کوم عمر کې وړاندیز کیږي. ډیری واکسینونه باید د ماشوم د ژوند په لومړیو کې ورکړل شي. که تاسو کومه پوښتنه لرئ له خپل ډاکټر څخه يې وکړئ.

قانوني مرسته، د انګلیسي ټولګي، روغتون، د استوګنې ځای مرسته، او نور ومومئ. د ګوګل نقشې سره او په متحده ایالاتو کې د مهاجرینو لپاره د خدماتو لیست لټون وکړئ.
د ماشومانو روغتیا
په متحده ایالاتو کې ستاسو د ماشومانو د روغتیا او روغتیايي پاملرنې په اړه د لا ډېرو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دوې ښې ویبپاڼې شته.
Kids Health دا یوه ویب پاڼه ده چې د ماشومانو د روغتيا اړوند بېلابېل موضوعات د والدینو او ماشومانو سره شريکوي. کله چې تاسو دې ویبپاڼې ته ورشئ “For Parents” وټاکئ. تاسو به د ماشومانو لپاره د واکسینونو او د ماشومانو روغتیا په اړه ډیر ګټور معلومات ومومئ. تاسو کولی شئ په دې ويب پاڼه کې د خپل ماشوم د نورمالي ودې، د ماشومتوب د عادي ناروغیو او نور ډیر څه په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
thnomed د ماشومانو د روغتیا اړوند سرچینې پکې شته چې بېلابېلو ژبو ته ژباړل شوي دي.