ایا زه کولی شم خپل بهرني سندونه او کریډیټ امريکي ته اولېږم؟

هر هیواد د ښوونځي مختلف سیسټم لري. تاسو ممکن نشئ کولی د کور څخه د خپل سند کار واخلئ کله چې تاسو له یو ځای څخه بل ځای ته ځي. زده کړئ چې کله او څنګه خپل بهرني سندونه ارزول کیږي او څه باید وکړئ که چيري تاسو د خپل سند په ترلاسه کولو کې ستونزې لرئ. شرکتونه ومومئ ترڅو ستاسو بهرني سندونه ارزونه وکړي او ستاسو د ارزونې په پایلې پوهه شې.


عكس: iStock

که تاسو غواړئ په متحده ایالاتو کې زده کړې پیل کړئ تاسو به اړتيا ولرئ چې، هغه زده کړې څرګندې کړئ چې په خپل هېواد کې مو ترلاسه کړي دي. تاسو به اړتیا ولرئ چې خپل بهرني تحصیلي اسناد مو ارزیابي شوي وي. کار ورکوونکي کېدای شي ستاسو د ديپلوم په اړه پوښتنه وکړي. حتی که تاسو د خپل هېواد څخه سند یا برى ليك ولرئ، تاسو کېدای شي اړتیا ولرئ چې په یوه دنده کې د کار ترسره کولو لپاره هغې ته ورته چې تاسو یې له کوره پر مخ وړئ، ډېر نور ټولګي یا ازموینې واخلئ.

مهم ټکي چې باید پرې پوه وئ

کله چې تاسو د بهرنيو تحصیلي اسنادو په اړه خبرې کوئ دلته یې د پوهیدو لپاره ځینې ګټور ټکي ښیو:

  • ترانسکرېپت – یو کاغذ دی چې په لېسه یا کالج کې ستاسو له لوري د اخېستل شویو ټولګیو لېست ښيي. زیاتره خلک دا له فراغت وروسته ترلاسه کوي. تاسو زیاتره کولی شئ د هغو ښوونځیو څخه چې تاسو پکې برخه اخیستې د ګڼ شمېر تحصیلي اسنادو امر ورکړئ.
  • علمي ارزونه – هغه ارزونه ده چې د یوه شرکت له لوري ترسره کیږي چې ستاسو په تحصیلي سند کې اړونده معلومات ژباړي او په اړه یې څېړنه کوي. دوی پریکړه کوي چې که چېرې هغه پوهه چې تاسو په خپل هېواد کې ترلاسه کړی ده په متحده ایالاتو کې له هغې سره ورته یا یو شان وي.
  • د ښوونځي کرېډېټونه – امریکایی ښوونځي او پوهنتونونه د کرېډېټ سیستم کاروي. کرېډېټ هغه شمېرې دي چې هر ټولګي یا کورس ته ټاکل شوي. ټولګي کېدای شي ۱، ۲، ۳ یا حتی ۴ کرېډېټونه ترلاسه کړي. مخکې له دې چې تاسو فارغ شئ، تاسو اړتیا لرئ یو ټاکلی مقدار کرېډېټونه ترلاسه کړئ.
  • برى ليك – یو ديپلوم له پوهنتون یا کالج څخه.

کله او څنګه بهرنۍ سندونه ارزول کیږي

تاسو به د بهرني سند ارزونې ته اړتیا ولرئ کله چې تاسو:

  • په امريکه کې کالج یا پوهنتون ته درخواست وکړئ. تاسو اړتیا لرئ د خپلې زده کړې کچه وښایاست. په خپل ښوونځي کې د نړیوال داخلې دفتر سره وګورئ. هر ښوونځی مختلف اړتیاوې لري.
    •  تاسو ممکن دې ته هم اړتیا ولرئ کله چې خپل ماشومان په عالي ښوونځي کې شامل کړئ. ډیر ښوونځي به د سند غوښتنه وکړي. د ښوونځي سره وګورئ. 

کله چې د دندو لپاره غوښتنه وکړئ، تاسو کولی شئ سند ته هم اړتیا ولرئ. مګر، دا به پورې اړه ولري که چيري تاسو یو غیر مسلکي یا يوه مسلکي دنده غواړئ.

  • بې مهارته دندې د سند، تجربې، یا اوږدې روزنې ته اړتیا نلري. د غیر مسلکي دندو مثالونه کیشیر، د خوراکې شیانو خرڅونکې، او د صفائي پاکوونکي دي. تاسو به د دې ډول دندې لپاره غوښتنه کولو لپاره د بهرني سند ارزونې ته اړتیا نلرئ.
  • مهارت لرونکي دندې یا مسلکي پوستونه سند، ځانګړي مهارتونه، او تجربې ته اړتیا لري. تاسو به د بهرني سند ارزونې ته اړتیا ولرئ. د مسلکي دندو مثالونه انجینر، ډاکټر او وکیل دي. 

خپل سند له خپل ښوونځي څخه ترلاسه کړئ. بیا یې د سند ارزونې شرکت ته وسپارئ. تاسو کولی شئ د کورس له لارې ارزونه یا عمومي ارزونه ترلاسه کړئ. دا پروسه وخت نیسي، څومره ژر چې تاسو کولی شئ پیل کړئ.

مضمون-په-مضمون ارزونه

د مضمون-په-مضمون په اړونده ارزونه کې، د تحصیلي سند ارزوونکی هر کورس یو په یو، ستاسو په تحصیلي سند کې تر کتنې لاندې نیسي. دوی په دې لټه کې وي چې آیا هغه ټولګي چې تاسو اخېستي دي له هغو سره یو شان دي چې په متحده ایالاتو کې ورته اړتیا لرئ.

د مضمون-په-مضمون ارزونه زیاتره هغه مهال ترسره کیږي کله چې تاسو غواړئ کالج یا پوهنتون ته د شاملېدو غوښتنلیک ورکوئ. دا ارزونه کېدای شي له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ ډالرو پورې لګښت ولري.

عمومي ارزونه

په عمومي ارزونه کې، د تحصیلي سند ارزونکی اړونده بهرني تحصیلي سند ته ګوري ترڅو ومومي چې که هغه سند چې تاسو د خپل هېواد څخه ترلاسه کړي دی په متحده ایالاتو کې د هغې سره یو شان وي. دا زیاتره هغه مهال ترسره کیږي کله چې تاسو د دندو لپاره غوښتنه ورکوئ. دا شاوخوا ۴۰۰ ډالره لګښت درلودلی شي.

څه به وشي که زه د خپل بهرني تحصیلي سند په ترلاسه کولو کې ستونزې ولرم؟

تاسو کېدای شي د خپل بهرني تحصیلي سند په ترلاسه کولو کې ستونزې ولرئ. هغه ښوونځی چې تاسو پکې برخه اخیستې وي کېدای شي وتړل شي یا کېدای شي په داسې سیمه کې وي چې خوندي نه وي. تاسو کېدای شي و نه شئ کولی د خپل ښوونځي څخه تحصیلي سند ترلاسه کړئ.

هغه څه دي چې تاسو یې کولی شئ په لاندې ډول دي:

  • که تاسو د کار لپاره د تحصیلي سند ترلاسه کولو هڅه کوئ، خپل حالت د اړونده شرکت د بشري سرچینو څانګې ته تشریح کړئ.
  • که دا د ښوونځي لپاره وي، د خپلې ستونزې په اړه د ښوونځي د داخلې څانګې ته زنګ ووهئ.

تاسو کولی شئ د خپل راتلونکي کار ورکوونکي یا د ښوونځي د داخلې له دفتر څخه پوښتنه وکړئ څوله تاسو سره د حل د موندلو لپاره همکاري وکړي.

د ارزونې پایلې

په متحده ایالاتو کې د خپل ديپلوم د بشپړولو لپاره کېدای شي په دې پوه وئ چې تاسو اړتیا لرئ نور اضافي ټولګي ونیسئ. دا پروسه کیدای شي ډېره سرخوږونکې واوسي. په یاد ولرئ چې د دې لپاره یو دلیل شتون لري. د بېلګې په توګه، په عراق کې یو مهندس او په متحده ایالاتو کې یو مهندس کېدای شي ورته دنده ترسره کړي. د زده کړې لپاره بېلابېل مقررات هم شتون لري.

که تاسو داسې دنده درلوده چې ستاسو په هېواد کې یې ډېرو زده کړو ته اړتیا درلوده، نو تاسو به شاید د نوي تصدیق ترلاسه کولو یا په متحده ایالاتو کې د ټولګیو اخیستو باندې کار کولو ته اړتیا ولرئ. ډاکټران، وکیلان او ښوونکي ټول د دې کار ترسره کولو ته اړتیا لري. د هغو دندو لپاره چې برى ليكونو ته اړتیا نه لري، د هغې لپاره تاسو کېدای شي نوي تصدیق ته اړتیا و نه لرئ. تاسو به کافي اندازه مهارتونه لرئ ترڅو وښيئ چې تاسو کولی شئ اړونده دنده ترسره کړئ.

که تاسو د خپلې ارزونې پایلو په اړه په تشویش کې یاست او نوره مرسته غواړئ، کولی شئ له هغه شرکت سره اړیکه ونیسئ چې ارزونه یې ترسره کړې ده. تاسو کولی شئ د ښوونځي له سلاکار سره هم ليدنه وکړئ. دوی به له تاسو سره ستاسو د ارزونې په لوستلو کې مرسته وکړي او دا به تاسو سره مرسته وکړي چې د ځان لپاره اړین ټولګي وټاکئ.

هغه شرکتونه چې بهرني تحصیلي سندونه ارزوي

دلته ډېری آنلاین شرکتونه شته چې وايي دوی د تحصیلي سندونو ارزونه کوي. محتاطه اوسئ! له دوی څخه ځینې یې درغلۍ دي. دوی کېدای شي له تاسو څخه شخصي معلومات یا پیسې واخلي.

صادق شرکتونه چې تاسو یې کارولی شئ لاندي دي: