د افغان سرچینو انلاین مرکز د USAHello له لوري پر مخ وړل کيږي.

خپور شوی په: 10/13/2021

د سمدستي خپرېدو لپاره
انګلیسي (English) | دري (Dari)

د اړیکې معلومات:
په متحده ایالاتو کې د دې ادارې مشره USAHello | سارا آئیوري
[email protected]

د افغان سرچینو انلاین مرکز د USAHello.org له لوري پر مخ وړل کيږي.
د Welcome.US له لوري USAHello د يو ملي همکار په توګه ټاکل شوی ترڅو د نويو راغليو افغانانو لپاره معلوماتي سرچینې وړاندې کړي.
دا مرکز په متحده ایالاتو کې د ژوند پیلولو په هکله اړین معلومات چمتو کوي چې په پښتو او دري ژبو ژباړل شوي دي.

د ۲۰۲۱ د اکتوبر ۱۲ متحده ایالات — USAHello په ډېر وياړ سره دافغان سرچینو مرکز د خدماتو د پيل اعلان کوي، دا یو ټولیز انلاین مرکز دی چې معلومات يې په مسلکي ډول په دري او پښتو ژباړل شوي دي، ترڅو له افغانانو سره مرسته وکړي چې دلته په متحده ایالاتو کې خپل ژوند پیل کړي. د معلوماتي سرچینو دا مرکز د وېزې د اختیارونو او د نويو راغلو افغانانو لپاره د امتيازاتو او خدماتو په اړه معلومات وړاندې کوي. سربېره پردې، د متحده ایالاتو د قوانینو، د دندې موندلو، له کورنۍ سره د یوځای کېدو او کډوالۍ، د امریکایي کلتور د پېژندلو، مالي چارو د مدیریت، روغتیايي پاملرنې، زده کړې او ډېرو نورو موضوعاتو اړوند ګټور معلومات برابروي. د دې وېب پاڼې ليدونکي کولی شي چې د FindHello وړيا اپليکېشن په کارولو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې له ۴۰۰۰ څخه زياتو ځايي سرچينو او خدماتو له چمتو کوونکو سره وصل شي.

کله چې د Welcome.US له لوري د USAHello څخه غوښتنه وشوه چې موږ به د نويو راغلو افغان ګاونډیو لپاره د لومړنيو معلوماتو د سرچينې په توګه کار کوو، نو يادې ادارې دا غوښتنه ډېره ژر ومنله ترڅو د راتلونکو بې ځایه شویو وګړو د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې مناسب ځواب ویلی وي. د افغان سرچینو مرکز له ګڼ شمېر محتویاتو څخه تشکیل شوی چې USAHello یې مخکې له مخکې وړاندې کوي. USAHello د Communications Essentials LLC سره په ګډه کار کړی ترڅو دلته په متحده ایالاتو کې د افغان تحریري ژباړونکو سره په اړیکه کې شي چې دري او پښتو ژبې پکې اضافه کړي. USAHello د هغو افغانانو په شمول چې په تېرو کلونو کې د SIV برنامې له لارې راغلي او دغه مرکز ته يې وده ورکړې ده او له دې څخه یې ډاډ ترلاسه کړی چې دا مرکز د اړونده معلوماتي سرچینو ګټوره ټولګه شي، د ټولو اشخاصو له هڅو څخه مننه کوي.

“د يو افغان-امریکایي په توګه، تېره میاشت زما د ټولنې د غړو او ټولو هغو افغانانو لپاره چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې بېلابېل کړاوونه تېر کړي وو يوه ډېره سخته مياشت وه. هغه وړتیا چې له مخې یې د شته کاري قوې پر اساس یادې ستونزې په ګوته شوې د میدالیا د GlobalWeekofGiving# له لارې او د USAHello ملاتړ کوونکې هڅې د دې سبب شوې چې زه حرکت وکړم، ځکه نو له دوی منندوی
-يم او د خدماتو یې قدرداني کوم. ” -صوفي حسېن، د میدالیا د نړیوال توپیر، مساوات، اړیکو او برنډ مشر

“USAHello مسلکي ژباړو ته لومړیتوب ورکوي، همداراز هغه ژباړل شوي مواد چې په متحده ایالاتو کې زموږ د ټولنې د نويو غړو د ملاتړ لپاره چمتو شوي، خورا مهم دي. ما دا له خپلې هغې تجربې څخه چې له عراق څخه متحده ایالاتو ته راغلم، زده کړي دي.”
– مروه الوبیدي، د USAHello د ژباړې او ټولنیزې برنامې مدیره

“د تاریخ په دې نازکو شېبو کې، زه ډېر خوښ یم چې د دغه مهربانې او پاملرونکې ډلې برخه یم.
USAHello د نويو امریکایانو سره د روښانه راتلونکو په جوړولو کې د مرستې لپاره تر ټولو وړاندې ده. د یو کډوال په توګه، کله چې زه لومړی ځل راغلم نو د متحده ایالاتو د ژوند په اړه د دقیقو معلوماتو په موندلو کې له ستونزو سره مخ شوم. اوس، له USAHello څخه مننه چې، رارسیدلي افغانان او نور نوي راغلي کسان به دقیقو او باوري سرچینو ته لاسرسی ولري.”
– آمر الفیاض، د USAHello د مدیرانو د ډلې غړی او د Communications Essentials LLC بنسټ اېښودونکی
_________________________________________________________________

USAHello یوه غیر انتفاعي اداره ده چې د کډوالو، مهاجرینو او پناه غوښتونکو سره د مرستې لپاره معلوماتي سرچینې چمتو کوي:

Welcome.US د ملي هڅو یوه برنامه ده چې د کډوالو هرکلی کوي، دوی خپل خدمات له هغه نویو افغان کورنیو راپیلوي چې په متحده ایالاتو کې ځای پرځای کیږي. Welcome.US د هغه امریکایانو لپاره چې غواړي په دې خدماتو کې برخه واخلي د ملاتړ جلبولو يو ګډ بهیر رامنځته کوي. ولسمشر بارک اوباما او میشل اوباما، ولسمشر جورج. ډبلیو بوش او لورا بوش، ولسمشر ویلیم جې کلېنټن او د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلېنټن په دې برنامه کې د افتخاري شریکانو په توګه د خلکو چوپړ کوي.

###