د دندې د غوښتنو لپاره یو غوښتنلیک ولیکئ.

د دندې د غوښتنې لپاره د غوښتنلیک جوړول لازمي دي. دا تاسو ته فرصت درکوي چې په دې اړه وغږیږئ چې ولې تاسو د دندې لپاره ښه یاست، په هغه شرکت یا سوداګرۍ کې خپله علاقه څرګند کړئ چیرې چې تاسو کار کول غواړئ، او تاسو به څنګه د دوی بریا کې رول ولوبوئ. لاندې اووه لارښوونې ولولئ چې تاسو سره به د عالي غوښتنلیک په لیکلو کې مرسته وکړي.


یو غوښتنلیک همېشه ستاسو له خلص سوانح سره یو ځای او لېږل کیږي. په خپله غوښتنلیک زیاتره هغه لومړنی اغېز ګڼل کیږي چې د ګمارنې ډیری مدیران، سوداګرۍ، او شرکتونه یې ستاسو په اړه حس کوي. دا یواځې یوه پاڼه اوږد وي او باید د هغه معلوماتو ملاتړ وکړي چې تاسو یې مخکې له مخکې په خپله خلص سوانح کې لرئ.

په آنلاین غوښتنو کې، ځینې وختونه د غوښتنلیک یو ځای کول اختیاري وي. تاسو باید تل دا پکې شامل کړئ ترڅو کار ګمارونکی ستاسو د خلص سوانح په لوستلو او له تاسو سره په مرکه کولو کې لېوالتیا پیدا کړي.

د عالي غوښتنلیک لیکلو لپاره اوه لارښوونې

1. د خپل غوښتنلیک لپاره هغه ورته بڼه وکاورئ چې د خپلې خلص سوانح لپاره مو کارولې.

د دندې غوښتنلیک او خلص سوانح لپاره غوښتنلیک باید د لیکنې ورته بڼه، اندازه او شکل ولري. حاشیې (د پاڼې په څنګونو کې فاصلې) یې هم باید یو شان وي. تاسو کولی شئ یواځې د خلص سوانح په پورته برخه (سرلیک) یې کټ او پېسټ کړئ چې ستاسو د اړیکې معلومات پکې شامل وي.

2. خپله خلص سوانح په خپل غوښتنلیک کې مه تکراروئ.

په خپله خلص سوانح کې د غوښتنلیک ټکي مه کاروئ؛ ځکه د کارګمارونکو لپاره یې لوستل ستړي کوونکي کیږي. پرځای یې، یوه کیسه ووایې یا د یوې لاسته راوړنې په اړه ډېر وضاحت ورکړئ. یوه بېلګه چې وايي تاسو په خپل پخواني شرکت کې د محاسبې دنده ترسره کړېده باید ستاسو په خلص سوانح کې غټو ټکر سره څرګنده شوي وي. یعنې هغه مهال تاسو په دې دنده کې د محاسبې تېروتې حل کړې او د شرکت پیسې مو خوندي کړې کولی شئ په دې ترتیب سره یې په اړه یوه کیسه کول غوره کړئ.

3. د هغه څه په اړه خبرې مه کوئ چې تاسو یې نه لرئ.

هېڅوک هغه ټول مهارتونه نه لري چې د دندې په محتوا کې لیکل شوي وي. که تاسو یې ۸۰٪ لرئ، نو تاسو ورته یو ښه نوماند یاست. هېڅکله ورته د مهارت د نه درلودو په اړه یادونه مه کوئ. پرځای یې، په هغه څه تمرکز وکړئ چې تاسو پکې ښه یاست.

خپل غوښتنلیک په دې موخه وکاروئ ترڅو ووایاست چې ولې تاسو په اړونده شرکت کې لېوالتیا لرئ.

دا مهم دي چې کار ګمارونکی حس کړي چې تاسو په رښتیا غواړئ د دوی لپاره کار وکړئ. که تاسو آنلاین کومه دنده موندلې وي، د دوی ویب پاڼې ته ورشئ. د “اباوټ” برخه ولولئ او د دوی تولیداتو یا کاري خدماتو په اړه یې ځان پوه کړئ. د دوی “مېشن او وېژن” برخې هم وګورئ. دا هغه ځای دی چې شرکتونه پکې د دوی اهدافو په اړه خبرې کوي او د دوی شرکت لپاره حیاتي موارد پکې شامل وي. ددغو برخو له کتو څخه هغه څه غوره کړئ چې تاسو یې د شرکت په اړه خوښوئ او د بیا یې د غوښتنلیک په پای کې یادونه وکړئ.

5. د ځان په اړه وغږیږئ نه د ستاسو د کاري ډلې په اړه.

ډیری هېوادونه د یوې ټولنې یا ډلې برخه کېدو ته ارزښت ورکوي. په هر حال، متحده ایالات یو انفرادي هېواد دی؛ امریکایي کارګمارونکي غواړي ستاسو د ځانګړو وړتیاوو په اړه واوري. په کارګمارونکي باندې د اغېزې کولو لپاره “موږ” پرځای د “زه” کلمه وکاروئ. دا کېدای شي اسانه نه وي خو له تکرار سره به اسانه شي.

6. یو څه اړونده پلټنه هم وکړئ.

تاسو به اړتیا ولرئ چې د دندې د غوښتنې لپاره ستاسو په غوښتنلیک کې د اړونده شرکت د اړیکې معلومات هم ولیکئ. یو له هغه مواردو څخه چې تاسو یې باندې په اړه پوه واست د ګمارنې د مدیر نوم دی. ځینې وختونه، دا د دندې په محتوا کې هم لیکل کیږي. که نه وي، د شرکت په انټرنېټ یا لېنکډ اېن چې د دندو په موخه د اړیکو جوړولو وېب سايټ دیوګورئ،. که چېرې مو پیدا کړ، هغه په خپل غوښتنلیک کې واچوئ. دا به ګمارونکي ته وښیې چې تاسو د هغوی توضیحاتو ته پاملرنه کوئ او اضافي کار کوئ.

7. هغه څه یاد کړئ چې تاسو یې له نور په ځانګړي ډول کوئ.

دلته یو ښه فرصت شتون لري چې ډیری خلک به د هغه دندې لپاره غوښتنه وکړي چې تاسو یې غواړئ. یو غوښتنلیک ستاسو لپاره فرصت دی چې ووایاست کومو مواردو له تاسو څخه یو ځانګړی شخص جوړ کړی دی. دا به هغه مهال ډېر ګټور وي چې په دې په اړه خبرې وکړئ چې ستاسو مهارتونه څنګه کولی شي له اړونده ادارې لپاره ګټور ثابت شي. د بېلګې په توګه، تاسو کېدای شي په نور بهرنیو ژبو خبرې وکولی شئ چې دا ډېره د اهمیت وړ ده ځکه چې ډیری شرکتونه په نورو هېوادونو کې بېلابېل کارکوونکي یا دفترونه لري. تاسو کېدای شي د بېلابېلو کلتورونو له وګړو یا په داوطلب ډول کار ترسره کړی وي. ډاډ ترلاسه کړئ چې د دغو مواردو یادونه وکړئ.

د غوښتنلیکونو له ځینو بېلګو کار واخلئ

زموږ د غوښتنلیکونو په پاڼه کې، تاسو کولی شئ د غوره غوښتنلیکونو بېلګې پیداکړئ. دلته به تاسو په لومړي ځل د یوې دندې لپاره ساده غوښتنلیک او یا د یوې مسلکي دندې لپاره یو ساده غوښتنلیک پیداکړئ. تاسو به وکولی شئ په مایکروسافټ ورډ کې د دواړو لیکونو بېلګې راښکته کړئ او دا له خپل غوښتنلیک سره سم بدل کړئ.