د افغان اتباعو لپاره د متحده ایالاتو د کډوالۍ په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ چې په دې کې د کډوالۍ د وېزو اوسني شته پروګرامونه هم شامل دي. د امتيازاتو او ټولنیزو خدماتو په اړه معلومات پیداکړئ. د کډوالۍ د مهمو امتيازاتو په اړه ځان خبر کړئ چې په دې کې له کورنۍ سره یوځای کېدل، د ګرين کارت لپاره د غوښتنلیک طريقه او نور ډېر څه شامل دي. د کډوالۍ د هر حالت لپاره مرسته ترلاسه کړئ چې په دې کې د کډوالۍ د ځانګړي ویزې (SIV)، کډوالو او د بشردوستۍ له مخې آزادېدونکي خلک پکې هم شامل دي.
د افغان اتباعو لپاره د کډوالۍ معلومات
د سرچینو د اړونده مرکز محتويات په ژبو هم ژباړل شوي دي:
متحده ایالاتو ته اخراج شوي افغانان د کډوالۍ مختلف حالتونه لري. د SIV پروګرام، مشروطه ازادي، پناه او نورو حالتونو باندي ځان پوه کړئ. دا زده کړئ چې په متحده ایالاتو کې د دایمي پاتې کیدو لپاره بايد تاسي نور کوم ګامونه واخلئ. همدارنګه، د شته امتيازاتو او خدماتو يو ګټور لیست ومومئ.
نور ولولئ
که تاسو د افغانستان لپاره لنډمهاله خوندي حالت TPS برنامه نه لرئ، تاسو کولی شئ همدا اوس د 2025 کال د می مياشتي تر 20 نېټې پورې درخواست وکړئ. که تاسو ته لنډمهاله خوندي حیثیت درکړل شي، دا به د 2025 کال د می تر 20مي نېټې پورې اعتبار ولري. ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو واجد شرايط یاست، او دا هم و پوهیږئ چې څنګه درخواست وکړئ. هغه کسان چې د لنډمهاله محافظت حالت (TPS) لري ده هغو معلومات ومومي.
نور ولولئ
دا مهمه ده چې د کډوالۍ د امتيازاتو لپاره د درخواست کولو په صورت کې یا که تاسو په توقیف کې یاست نو قانوني مشوره وغواړئ. ډیری سازمانونه د کډوالۍ چارو د وکیل یا معتبر استازي سره وړیا یا د ټیټ لګښت قانوني مرستې وړاندیز کوي. په دې ځان پوه کړئ چې څنګه د باور وړ مرستې ترلاسه کړئ. دا زده کړئ چې څنګه د خپل ځان استازیتوب وکړئ.
نور ولولئ
کډوال، پناه غوښتونکي، افغان مشروطه ازادي، او د SIV لرونکي کولای شي درخواست وکړي چې د کورنۍ ځینې غړي متحده ایالاتو ته راوغواړي. د کورنۍ د یوځای کیدو په اړه نور مالومات ترلاسه کړئ. د دې پروګرام په اړه مالومات ومومئ او دا چې څنګه درخواست وکړئ.
نور ولولئ
یو ګرين کارټ چې د دایمي اوسیدونکي د کارټ په نوم هم پیژندل کیږي، تاسو ته اجازه درکوي چې په متحده ایالاتو کې د تل لپاره ژوند او کار وکړئ. د ګرين کارټ ترلاسه کولو اړوند لارو چارو باندی مالومات ترلاسه کړئ. د درخواست کولو د مرحلو او ستاسو د مرکې لپاره د ځان چمتو کولو د څرنګوالي په اړه مالومات ترلاسه کړئ.
نور ولولئ