د FindHello له لاري نږدې خدمات ومومئ

د سرچینو د اړونده مرکز محتويات په ژبو هم ژباړل شوي دي:

FindHello یو وړیا اپلیکیشن دی چې له تاسو سره ستاسو په سیمه کې د خدماتو په موندلو کې مرسته کوي. دا اپلکيشن د هېواد له ۲۵۰ څخه په ډېرو ښارونو کې له ۴۰۰۰ څخه ډېري سرچینې په ځان کې را نغښتي دي. دا معلوماتي سرچینې د افغانانو او نورو هغو کډوالو لپاره دي چې متحده ایالاتو ته نوي راغلي وي. دا اپلیکیشن په خپل لټونګر کې وکاروئ یا يې خپل تلیفون ته راښکته کړئ ترڅو ټولنیز خدمات، افغاني سازمانونه او د خوراکي توکو پلورنځي، انګلیسي ټولګي، روغتیايي خدمات، قانوني خدمات او نور ډېر څه پکې پیداکړئ.

(https://youtu.be/00RPyRU2GLk)