روغتيايي بیمه

په متحده ايالاتو کې ډاکټر یا روغتون ته تلل د ډېرو پیسو لګښت ته اړتیا لري. له همدې امله دا مهمه ده چې روغتيايي بيمه ولرئ. دلته به تاسو په دې په اړه چېروغتيايي بيمه څه ده، روغتيايي بيمه څنګه ترلاسه کېږي، ددولتي برنامهونو بېلابېل ډولونه (روغتیايي مرستي، درملنه، CHIP او WICستاسو په کارځای کې روغتيايي بيمه، پخپله د بیمې فيس تادیه کول، د ارزانه روغتیايي پاملرني قانون اود کالج زده کونکو لپاره د بیمې په هکله معلومات ترلاسه کولی شئ.


woman looking up health insurance on computer

روغتیايي بیمه څه شی ده؟

روغتيايي یا طبي بیمه ستاسو او د روغتیايي بیمه کوونکې شرکت ترمنځ یو تړون دی چې له مخې يې روغتيايي بيمه کوونکی شرکت مکلف دی چې د میاشتني فيس په بدل کې تاسو ته د روغتیايي پاملرنې يوه برخه یا ټول لګښتونه تادیه کړي. د بیمې میاشتني لګښت ته قسط/کښت ویل کیږي.

د کډوالو لپاره روغتيايي خدمات د اصلي امريکايانو له هغو سره ډېر توپیر نه لري، خو دا يوڅه فکري ګډوډي رامنځته کولی شي.

په اسانه ټکو داسي ولی شو چې کله تاسو بیمه ولرئ او د روغتیايي لګښتونو سره مخ شئ، نو د بیمې شرکت د لګښت په تادیه کولو کې له تاسو سره مرسته کوي.

په عاجلو روغتیايي یا جراحي حالاتو کې کېدای شي په زرګونو ډالر لګښت وشي. د دې پرځای چې په ناڅاپي توګه روغتون ته لوړه اندازه پيسې تاديه کوئ، غوره داده چې هره میاشت څه اندازه فيس تادیه کړئ.

په عمومي توګه د مهاجرو او کډوالو لپاره روغتيايي بيمه د اصلي امریکایانو د هغې په څېر ده. روغتیايي بیمه عمر، دندي او اوسمهاله روغتیايي ستونزو ته په کتو توپير کوي، همداراز په دې پوري اړه لري چې د میاشتني فيس لپاره څومره پيسې تادیه کولی شئ او دا چې آیا تاسو د خپل کارګومارونکي له لوري بيمه کېږئ که يې خپله ترلاسه کوئ.

څنګه روغتيايي بيمه ترلاسه کولی شم؟

په متحده ایالاتو کې، تاسو کولی شئ چې:

  • چې د دولت د (عامې روغتیا) د بیمې په برنامه کې ځان داخل کړئ، يا هم
  • د خپل کارګومارونکي په مرسته د خپلې دندې له لارې بیمه ترلاسه کړئ، یا
  • پخپله ځان بېمه کړئ.

ځان په روغتيايي پوښښ کې راوستل د بیمه کیدو په څیر دي. دا دواړه په دې مانا دي چې تاسو د لوړو روغتیايي لګښتونو د تادیه کولو څخه خوندي یاست.

د دولت د روغتیايي بیمې برنامهونه

ایا تاسو مستحق یاست؟

د يوشي د مستحق کېدو هدف دادی چې تاسو يوڅه ترلاسه کولی شئ يا يې حقداره ياست. دا پرېکړه به دولت کوي چې آیا تاسو او ستاسو کورنۍ د دولتي برنامهونو مستحقه ده.

د دې پریکړې لپاره چې آیا تاسو مستحق یاست، دولت دې ته ګوري چې تاسو څومره پیسې ګټئ، څومره ماشومان لرئ او ستاسو عمر څومره دی.

د ځینو مهاجرو او کډوالو لپاره کېدای شي روغتیايي خدمات ارزانه یا وړیا وي، ځکه چې تاسو کېدای شي په لومړي سر کې ډېرې پیسې ونه ګټئ. کېدای شي تاسو د دولتي برنامه له لارې د روغتیايي پاملرني مستحق واوسئ.

روغتيايي مرسته

له اړمنو سره روغتيايي مرستې د عامې روغتیا یوه برنامه ده چې د هغه ايالت له لوري پرمخ وړل کیږي چې تاسو پکې ژوند کوئ. دا برنامه زړو او معلولو اشخاصو، ماشومانو، امیندواره مېرمنو، او ځینو هغه کورنیو ته چې ټیټ عاید ولري بیمه چمتو کوي. ځینې کډوالې کورنۍ چې په لومړي ځل متحده ایالاتو ته راشي، روغتیايي مرستي ورسره کېږي.

که تاسو اسناد نه لرئ او ستاسو ماشومان د متحده ایالاتو اتباع وي، کېدای شي دوی د روغتیايي مرستو مستحق شي.

د روغتيايي مرستو لپاره مستحق کېدل د ايالتي دولتونو له لوري توپیر کوي. د روغتيايي مرستو په اړه نور زده کړئ .

اړینه یادونه: د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې، د کورني امنیت د ریاست له لوري یوه خبرپاڼه خپره شوه چې (د اوږدمهاله روغتیايي مرسته کوونکو مؤسسو پرته) به دوی د عامه کورونو، یا بشپړوونکي غذايي مرستو د برنامې (SNAP) څخه د کډوالو د عمومي اړتياوو د پوره کولو لپاره لګښت نه اخلي. د عامه لګښتونو د قانون په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ .

درملنه

درملنه د عامې روغتیا يوه برنامه ده چې د متحده ایالاتو د دولت له لوري پرمخ وړل کیږي. د درملنې بیمه ټولو هغه کسانو ته چې عمر یې ۶۵ کاله يا له دې څخه لوړ وي او د هرعمر معلوليت لرونکو اتباعو لپاره شتون لري. د درملنې برنامه داسي پلان وړاندې کوي چې له مخې يې په نسخه کې د ليکل شويو درملو په لګښتونو کې مرسته وشي.

د درملنې په اړه نور زده کړئ.

CHIP

د ماشومانو د روغتیايي بیمې برنامه (CHIP) د ټیټ-منځني عاید لرونکو کورنیو ته د وړو ماشومانو د روغتیايي پاملرنې لپاره پیسې ورکوي. CHIP یوه ښه برنامه ده ځکه چې دا ستاسو د ماشومانو د ډاکټر او د روغتیايي پاملرنې لګښتونه تادیه کوي.

د کډوالو او مهاجرو د کورنیو لپاره دا مهمه ده چې خپل ماشومان د کلنۍ معاینې او واکسین لپاره ډاکټر ته بوځي.

که تاسو اسناد نه لرئ او ماشومان مو د متحده ایالاتو اتباع وي، دوی کېدای شي د CHIP د برنامې مستحق واوسي.

د خپل ایالت د CHIP برنامې لپاره لټون وکړئ .

WIC

میرمنې، تی خواره کوچنيان او ماشومان د (WIC) چې د روغتیايي پاملرنې يو برنامه ده د ايالتي دولت له لوري اداره کیږي او په ځانګړي توګه د پنځو کالو څخه د کم عمره ماشومانو، امیندواره مېرمنو اود شیدو ورکوونکو میندو سره مرسته کوي. دا برنامه پر دې تمرکز کوي چې د تغذيې، خوړو ورکولو، روغتیايي پاملرنې او ټولنیزي هوساینې خدماتو ته په لاسرسي کې پراختیا رامنځته شي.

که ستاسو عايد لږ وي او ماشوم ولرئ، دا درته یوه ښه برنامه ده. د WIC په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ او د خپل ایالت د WIC برنامېلټون وکړئ.

ځانګړې روغتيايي بيمه

ډیری امریکایان ځانګړې بیمه لري او عامه برنامې نه کاروي. دا ځکه چې ډیری وخت د خپلو کارکوونکو لپاره شرکتونه د ځانګړې روغتیايي بیمې لپاره تادیه کوي.

د کار ځای روغتيايي بيمه

کله چې تاسو د دندې په لټه کې یاست، باید د داسې دندې موندلو هڅه وکړئ چې روغتيايي بيمه ولري. دا به ستاسو له کورنۍ سره مرسته وکړي. ځکه د بيمې د لګښت ډیره برخه کارګومارونکی ورکوي او لږ مقدار يې کارکوونکی تادیه کوي. د اضافي پیسو په موخه، کارکوونکي زباتره کولی شي چې خپل مېړه یا مېرمن او خپل ماشوم د بيمې په همدغه پلان کې له ځان سره شامل کړي.

که تاسو خپله دنده پریږدئ، تاسو ته به دا اجازه درکړل شي چې د یو څه مودې لپاره د دولتي پلان له لارې چې کوبرا بلل کېږي، د بیمې په پوښښ کې پاتي شئ. کوبرا یواځې د یوې لنډې مودې لپاره دی او تاسو کېدای شي د بېمې ټول فيس په خپله تادیه کړئ، خو دا برنامه به تاسو د دندو تر مینځ وقفه کې د بيمې ترپوښښ لاندي وساتي. .

د ګومارونکي پرته د بیمې تادیه کول

که تاسو یو داسي ګومارونکی نه لرئ چې روغتیايي پوښښ درکړي، او يا تاسو د دولتي برنامه مستحق نه یاست، نو تاسو باید ځانګړې روغتيايي بيمه واخلئ. کېدای شي چې لګښت یې زیات وي. تاسو کولی شئ د ارزانه روغتيايي پاملرنې د قانون له مخې د خپل دغه فيس په ورکولو کې د مرستي مستحق واوسئ.

د ارزانه روغتيايي پاملرنې قانون

د ارزانه روغتيايي پاملرنې قانون (ACA) چې د “اوباما کېیر” په نوم هم یادیږي د متحده ایالاتو له ډېری اتباعو او قانوني اوسېدونکو څخه غواړي چې بايد روغتیايي بیمه ولري. خو دا تاسو ته دا اجازه هم درکوي چې د دولت په مرسته لږ لګښت لرونکې روغتيايي بيمه واخلئ.

کولی شئ وګورئ چې د ارزانه روغتيايي پاملرنې تر قانون لاندې روغتيايي پوښښ ترلاسه کړئ.

د کالج د روغتیايي بیمې پلانونه

د دې مستحق زیاتره هغه زده کوونکي وي چې د خپلو کالجونو له لارې روغتیايي بیمه اخلي. د مستحق کېدو لپاره بايد تاسو په یو لړ ځانګړو مضامینو کې شامل شوي یاست.

د کالج زده کوونکي کولی شي د خپل کالج یا پوهنتون سره يه دې اړه وغږیږي چې دوی کوم انتخابونه لري.