د متحده ایالاتو د تابعیت اخېستو د ازموینې تمریني پوښتنې او ځوابونه

په دې پاڼه کې به تاسو د متحده ایالاتو د تابعیت اخېستو ازموینې پوښتنې او ځوابونه چې په بېلابېلو ژبو ژباړل شوي پیداکړئ. دې ته د مدني حقوقو يا تابعيت اخېستو ازموينه هم وايي.


د کورنۍ د تابعيت سند

USCIS اعلان کړی چې د متحده ایالاتو د تابعیت اخېستو ازموینه به نوره نه بدلیږي

د فبروري پر 22، د بایډن ادارې د ټرمپ د ادارې په واسه د رامنځته شوي د تابعیت اخېستو ازموینې نوې برخه لغوه کړه. دلته یې تاسو ته مهم موارد وړاندې شوي چې بايد پرې پوه شئ:

  • USCIS به له هر هغه چا څخه د 2008 کال د تابعيت اخېستو ازموینه اخلي چې د 2020 کال د دسمبر له 1 نېټې څخه مخکې، یا د 2021 کال د مارچ پر 1 نېټه يا له دې څخه وروسته يې غوښتنلیک وړکړی وي.
  • که تاسو د 2020 کال د دسمبر د 1 نېټې او د 2021 کال د فبرورۍ د 28 نېټې ترمنځ د تابعيت اخېستو لپاره غوښتنه کړې وي، نو ازموینې د 2008 کال یا د 2020 کال بڼې د اخېستواختیارلرئ.
  • که ستاسو د تابعيت اخېستو اړوند لومړنۍ مرکه د 2020 کال د اپریل پر 19 نېټه یا له دې څخه وروسته ترسره شوې وي، نو USCIS به له تاسو څخه د 2008 کال د نسخې له مخي ازموینه واخلي. دلته دا مهمه نه ده چې تاسو د تابعيت اخېستو لپاره څه وخت غوښتنه کړې ده.

د ازمويني لپاره د انګلیسي ژبې شرایط نه بدلیږي. د تابعيت اخېستو په مرکه کې د انګلیسي د ازموینې برخه د دې لپاره ده چې معلومه کړي تاسو په انګلیسي ژبه خبرې کولی شئ.

د USCIS یو مامور به له تاسو څخه پوښتنې کوي او تاسو به د هغه پوښتنو ته په انګلیسي ژبه ځواب ورکوئ.

ځيني استثناوي شته، د بېلګې په توګه د زړو او معلولینو اشخاصو سره به د تابعيت اخېستو په ازموينه کې د هغوی په ژبه کې مرسته کېږي. تاسو کولی شئ په دې اړه نور معلومات دلته زده کړئ.

د تابعیت اخېستو ازموینې پوښتنې او ځوابونه

د تابعيت اخېستو ازموينه په انګليسي کې د خبرو کولو ازموينه ده. د تابعیت اخېستو په ازموينه باندې د ځان پوهولو لپاره لاندې پوښتنې او ځوابونه وګورئ. په دې ځان ډاډه کړئ چې تاسو دا ازموينه د هغه وخت پر اساس ورکوئ چې تاسو د تابعيت اخېستو غوښتنه پکې کړې ده.

2008 – 100 پوښتنې او ځوابونه

دا مهمه نه ده چې تاسو څه وخت د تابعیت اخېستو لپاره غوښتنه کړې ده، تاسو کولی شئ د 2008 له نسخې څخه د 100 پوښتنو او ځوابونو سره يوځای وکاروئ. د USCIS مامور به ستاسو د مرکې په جریان کې له تاسو څخه د مدني حقوقو اړوند تر 10 پورې پوښتنې وکړي. د ازموینې په دې برخه کې د بریالي کېدو لپاره تاسو باید 6 پوښتنو ته سم ځواب ورکړئ.

2020 – 128 پوښتنې او ځوابونه

که تاسو د 2020 کال د دسمبر پر 1 نېټه یا له دې وروسته او يا هم د 2021 کال د مارچ له 1 نېټې څخه مخکې مو د تابعيت اخېستو غوښتنه کړې وي، کولی شئ د ازمويني لپاره د 2020 نسخه وټاکئ.د USCIS مامور به ستاسو د مرکې په جریان کې له تاسو څخه د مدني حقوقو اړوند تر 20 پورې پوښتنې وکړي. د ازمويني په دې برخه کې د بريالي کېدو لپاره بايد تاسو 12 پوښتنو ته سم ځواب ورکړئ.

د مدني حقوقو د ازموینې ځوابونه

هغه ځوابونه چې USCIS یې غواړي له تاسو واوري د هرې پوښتنې لاندې په pdfs کې د ▪ (نښې) وروسته ليکل شوي دي.

ځینې پوښتنې له یوه څخه زیات سم ځوابونه لري. کېدای شي د مدني حقوقو اړوند پوښتنو لپاره نور سهي ځوابونه هم وي، خو تاسو باید د پوښتنو او ځوابونو په پاڼه کې د ښودل شويو ځوابونو څخه یو په یاد ولرئ.

تاسو بايد د ډېرو پوښتنو لپاره یواځې یو ځواب زده کړئ. ځینې پوښتنې د 2 یا 3 ځوابونو غوښتنه کوي. تاسو اړتیا نه لرئ چې په ( ) کې ليکل شوي کلمې ووایاست البته که تاسو وغواړئ کولی یې شئ. مهرباني وکړئ پوښتنې په دقت سره ولولئ.

هغه ځوابونه چې کېدای شي بدلون پکې راشي

کېدای شي له تاسو څخه د يوه ټاکل شوي چارواکي د نوم غوښتنه وشي. د بېلګې په توګه، “د ولسي جرګې رئیس څوک دی؟” دا نومونه کېدای شي هغه وخت ته په کتو چې تاسو خپله ازموينه پکې ورکوئ بدل شوي وي.

کله چې په دې اړه خپله مطالعه پیل کوئ، نو د ازمويني څخه مخکې د USCIS ازموینې تازه شوې پاڼه وګورئ . دا چې تاسو د مدني حقوقو د ازمويني لپاره مطالعه کوئ، نو په ډاډه توګه په اوسنيو ځوابونو ځانونه پوه کړئ.

د مشرانو لپاره د مدني حقوقو ازموینه

که تاسو 65 کلن یا له دې څخه ډېر عمر لرئ او د 20 یا ډېرو کلونو راهيسي د متحده ایالاتو قانوني دایمي اوسیدونکي یاست، نو کولی شئ چې یواځې د مدني حقوقو د ازموینې هغه پوښتنې مطالعه کړئ چې په ستوري باندې په نښه شوي وي، لکه دغه نښه *.

تاسو کولی شئ د تابعیت اخېستو ازموینه په خپله ژبه هم ورکړئ، که چېرې:

  • تاسو د تابعيت اخېستو د غوښتني پر مهال 50 کلن یا له دې څخه ډېر عمر ولرئ او تاسو د 20 کلونو راهيسي دایمي استوګن پاتې شوی یاست؛ یا،
  • تاسو 55 کلن یا له دې څخه ډېر عمر لرئ او د 15 کلونو راهيسې د دایمي اوسیدونکي په توګه دلته پاتې شوی یاست.

د استثناوو او بدلونونوپه اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

man and woman with flags clapping
د متحده ایالاتو د تابعیت اخېستو د ازموینې وړیا ټولګی

USAHello په وړیا توګه يو انلاین ټولګی لري ترڅو د تابعیت اخېستو د ازموینې لپاره د ځان په چمتو کولو کې له تاسو مرسته وکړي.

ټولګي ته ورشئ

په دې پاڼه کې شته معلومات دUSCIS او نورو باوري سرچینو څخه په لاس راغلي دي. دا معلومات د لارښوونې لپاره دي او د امکان تر حده نوي کیږي. USAHello نه خپله قانوني مشوره ورکوي، او نه هم زموږ مواد باید د قانوني مشورې په توګه په پام کې ونیول شي. که تاسو د وړیا، یا ټيټ لګښت اخېستونکي وکیل، یا قانوني مرستې په لټه کې یاست، موږ کولی شو دوړیا او ټيټ لګښت د قانوني خدماتو په موندلو کې له تاسو سره مرسته وکړو.