په متحده ایالاتو کې دولتي ښوونځی

د امریکا په هر ایالت کې، ماشومان د زده کړې حق لري. دولتي ښوونځی یو وړیا ښوونځی دی چې د ټولو اتباعو او غیر اتباعو ماشومانو په خدمت کې وي. په دې پاڼه کې به تاسو د امریکا د ښوونې او روزنې قوانینو او حقوقو، د متحده ایالاتو زده کړې سیستم کې د زده کړې کچې ، دولتي ښوونځي ته د خپل ماشوم د نوم لیکنې د څرنګوالي، ستاسو د ماشوم ښوونځي کې کارکوونکو، د دولتي ښوونځي فعالیتونو، تاسو څنګه کولی شئ په ښوونځي کې خپل ماشوم سره مرسته وکړئ، . ستاسو ماشوم باید ښوونځي ته لاړ شي، او په متحده ایالاتو کې د نورو بېلابېل ډوله ښوونځیو په اړه زده کړئ.


عكس: iStock

د ښوونځي سیستم او د ښوونځي د بېلابېلو ډولونو او کچو په اړه دلته ولولئ. زده کړئ چې څرنګه په ښوونځي کې د خپلو ماشومانو نوم لیکنه وکړئ او د هغوی سره په فعال پاتې کېدو کې مرسته وکړئ. له هغه خلکو سره لیدنه وکړئ چې په دولتي ښوونځیو کې کار کوي. پوه شئ چې دوی څه کوي او څرنګه کولی شي ستاسو له ماشوم سره مرسته وکړي.

د امریکایي زده کړې قوانین او حقوق کوم دي؟

د ښوونې قانون وايي چې هرڅوک وړیا زده کړې ته د لاسرسي حق لري. زده کوونکي حق لري چې حجاب واغوندي او لمونځ وکړي. کله چې تاسو د خپلو ماشومانو ښوونځي سره خبرې کوئ تاسو د ژباړونکو حق لرئ. په متحده ایالاتو کې د ښوونې قانون او ستاسو د ښوونیزو حقوقو په اړه زده کړئ.

په متحده ايالاتو کي د ښوونیز سیستم کچې څه ډول دي؟ په ښوونځي کې ځای پرځای کول څه ډول دی؟

په متحده ایالاتو کې، دولتي ښوونځي له ۴ او ۶ کلونو ترمنځ عمرونو کې پیل او له ۱۶ څخه تر ۱۸ کلونو ترعمر پورې دوام پیدا کوي. خو تاسو کولی شئ خپل ماشومان په کم عمر کې د ښوونځي مخکې برنامې ته ولیږئ. د ښوونځي د بېلابېلو کچو په اړه زده کړئ. په ښوونځي کې د ځای پرځای کولو په اړه ولولئ.

څرنګه کولی شم خپل ماشوم په ښوونځي کې ثبت کړم؟

د دې لپاره چې په متحده ایالاتو کې مو ماشوم ښوونځی پیل کړي تاسو باید لومړی خپل ماشوم د یوه زده کوونکي په توګه ثبت کړئ. په دې معنا چې تاسو اړتیا لرئ ښوونځي ته مراجعه وکړئ او اړونده اسناد لاسلیک کړئ نو ښوونځی به وکولی شي ستاسو ماشوم ومني. کوم کاغذونو ته اړتیا لرئ او په دې اړه چې ستاسو ماشوم څنګه منل شوی ځان پوه کړئ. د ښوونځي د خوړو او شرایطو په اړه ولولئ. زده کړئ چې څه باید وکړئ که ستاسو ماشوم غیر حاضر وي او همدارنګه څرنګه به ښوونځي ته ځان رسوي.

زما د ماشوم په ښوونځي کې د ښوونځي کارکوونکي څوک دي؟

په امریکايي ښوونځیو کې ګڼ شمېر خلک کار کوي. البته چې دلته ښوونکي شتون لري، خو نور خلک هم دي چې ستاسو د ماشوم سره د مرستې لپاره شتون لري. د ځینو خلکو هغو خلکو په اړه زده کړئ چې تاسو به د خپل ماشوم په ښوونځي کې ورسره وینئ.

زما ماشوم په ښوونځي کې کوم کارونه کولی شي؟

په متحده ایالاتو کې ښوونځي د درسونو د ورکول سربېره نور ډېر څه کوي. ښوونځي او نور سازمانونه نور عالي فرصتونه، لکه ساحوي سفرونه، بهرني فعالیتونه، برنامې، د ښوونځي وروسته برنامې، او د دوبي کېمپونه وړاندې کوي. پیدا کړئ چې څرنګه له خپل ماشوم سره د ښوونځي په فعالیتونو کې برخه اخیستو لپاره مرسته وکړئ.

څرنګه کولی شم په ښوونځي کې له خپل ماشوم سره مرسته وکړم؟

د ښوونځي پیل کول دواړه هم په زړه پورې او هم سخت دي. تاسوبه اړتیا ولرئ څو په ښوونځي کې له خپل ماشوم سره مرسته وکړئ. زده کړئ چې څرنګه د ښوونځي په بهیر کې له خپلو ماشومانو څخه ملاتړ او له دوی سره په بریالیتوب کې مرسته وکړئ. د خپل ماشوم لپاره د ښوونې ملاتړ په اړه پیدا کړئ.

(https://www.youtube.com/watch?v=cbjxdPncdEs)

Therefugeecenter.org اوس USAHello.org دی.

آیا زما ماشوم باید دولتي ښوونځي ته ولاړ شي؟

په متحده ایالاتو ماشومان باید ښوونځي ته ولاړ شي. که تاسو خپل ماشومان ښوونځي ته و نه لیږئ، نو تاسو له ستونزو سره مخ کېدلی شئ.

تاسو کولی شئ غوره کړئ چې کوم ډول ښوونځي ته خپل ماشومان ولیږئ. ډېری ماشومان دولتي ښوونځيو ته ځي ځکه چې وړیا دی.

آیا کوم بل ډول ښوونځي هم شتون لري؟

په متحده ایالاتو کې، د دولتي ښوونځي سربېره د ماشومانو د زده کړې لپاره نورې لارې هم شتون لري.

خصوصي ښوونځي

دلته خصوصي ښوونځي شتون لري چې زده کونکي یې باید د ګډون لپاره پیسې ورکړي. ډیر خصوصي ښوونځي د کلیساګانو یا مذهبي سازمانونو لخوا اداره کیږي. هر خصوصي ښوونځی بېلابېل لګښتونه لري. ځینې یې خورا ډېر لګښت لري. که چیرې کورنۍ دومره پیسې ونه لري چې د خصوصي ښوونځي لګښت ورکړي نو ځینې بورسونه شته ترڅو له ماشومانو سره ښوونځي ته د تګ په برخه کې مرسته وکړي. خصوصي ښوونځي زیاتره د دولتي ښوونځیو په پرتله ځانګړي مقررات لري.

خپلواکه ښوونځي

د ښوونځي بل ډول یې خپلواکه ښوونځی دی. خپلواکه ښوونځي وړیا دي. خپلواکه ښوونځي د دوديزو دولتي ښوونځیو په څیر ورته علمي او قانوني اړتیاوې پوره کوي، خو دا د دولتي ښوونځیو په پرتله بېل اداره کوونکي لري، او هغه ښوونځي دي چې د دولت له لوري پرمخ وړل کیږي. خپلواکه ښوونځي اړ نه دي چې ټول هغه مقررات تعقیب کړي چې دولتي ښوونځي یې تعقیبوي. ستاسو ماشوم به د نوم لیکنې لپاره غوښتنلیک ته اړتیا ولري، او ډیری خپلواکه ښوونځي د انتظار لېست لري.

کورني ښوونځي

کورنی ښوونځی د زده کړې بله طریقه ده. د کورني ښوونځیو زده کوونکو ته د دوی د والدینو له لوري درس ورکول کیږي. د کورني ښوونځي په اړه په هر ایالت کې مقررات شتون لري. والدین په کورني ښوونځي کې د دولت د مقرراتو پیژندلو او له دې څخه د ډاډ ترلاسه کولو مسؤلیت لري چې اړونده مقررات تعقیب شوي.