د متحده ایالاتو په ښوونیز سیستم کې څه ډول کچې شتون لري؟

په متحده ایالاتو کې، دولتي ښوونځي له ۴ او ۶ کلونو ترمنځ عمرونو کې پیل او له ۱۶ څخه تر ۱۸ کلونو ترعمر پورې دوام پیداکوي. تاسو همدارنګه کولی شئ خپل ماشومان په کم عمر کې له ښوونځي مخکې برنامې ته ولېږئ. په متحده ایالاتو کې د زده کړې د بېلابېلو کچو، په امریکايي ښوونیز سیستم کېپه ښوونځي کې د ځای پر ځای کولو، او په ورته ټولګي کې د بېلابېلو کچو په اړه زده کړئ


عكس: iStock

د متحده ایالاتو په ښوونیز سیستم کې، ستاسو ماشومان باید د قانون له مخې د ځانګړو عمرونو ترمنځ د یو شمېر کلونو لپاره ښوونځي ته ولاړ شي. په متحده ایالاتو کې د دولتي ښوونځیو لپاره عمرونه او د کلونو شمېر له ایالت څخه ایالت ته توپیر کوي. تاسو کولیشئ په خپل ایالت کې یاد عمرونه او د کلونو شمېر پیداکړئ.

د متحده ایالاتو په دولتي ښوونځیو کې د زده کړې سیستم

د لومړني ماشومتوب زده کړه

لومړنۍ زده کړه یوه اصطلاح ده چې د کوچنيو ماشومانو د زده کړې په اړه د خبرو کولو لپاره کارول کیږي. حتی کله چې ستاسو ماشوم طفل وي، مهمه داده چې له دوی سره په لوستلو کې مرسته وکړئ، له دوی سره سندرې ووایاست او له دوی سره مرسته وکړئ دواړه ستاسو لومړۍ ژبه او انګلیسي زده کړي. په دې برخه کې څېړنې شتون لري چې هغه ماشومان ښیې چې دوه ژبې دي (له ۲ یا له هغې په زیاتو ژبو خبر کولی شي)، په خپله ډېر په ګټه کې دي نسبت هغو ته چې یواځې په یوه ژبه خبرې کولی شي. د ماشومتوب په لومړیو کې د زده کړې مرکزونه او د ورځنۍ پاملرنې مرکزونه د ۴ یا ۵ کلنو ماشومانو له لارې د اطفالو لپاره شتون لري.

له ښوونځي مخکې برنامه

له ښوونځي مخکې برنامه د (۳ او ۴ کاله عمر) لرونکو ماشومانو ته وده ورکوي. ځینې ښوونځي به ماشومان په ښوونځي کې په ۲ یا ۱.۵ کلنۍ کې په منلو پیل کوي. مخکینی ښوونځی له دوی سره مرسته کوي چې په ۵ یا ۶ کلنۍ کې ښوونځي ته چمتو شي. د ښوونځي څخه مخکې یوه لاره د هيډ سټارټ په نوم یادیږي. د ښوونځي څخه مخکې عمر لرونکي ماشومان د ټیټ عاید لرونکي کورنیو څخه کولی شي د هيډ سټارټ په برنامو کې برخه واخلي. هيډ سټارټ د دولت له لوري پرمخ وړل شوی د ټیټ لګښت لرونکي د ښوونځي د مخه مرکزونه دي. هيډ سټارټ د دولت له لوري پرمخ وړل شوی د ټیټ لګښت لرونکي د ښوونځي د مخه مرکزونه دي. تاسو کولی شئ ستاسو ته نږدې د هيډ سټارټ برنامې لټون وکړئ.

ابتدايي ښوونځی

ماشومان معمولاً ابتدايي ښوونځی د وړکتون (K) سره په ۵ کلنۍ کې پیل کوي او د ۵ یا ۶ ټولګي پورې دوام کوي. دوی ابتدايي ښوونځي د ۱۰ یا ۱۱ کاله عمرونو په شاوخوا کې پریږدي. ماشومان په یوه ټولګي کې له یوه ښوونکي څخه ګڼ شمېر مضامین زده کوي.

منځنی ښوونځی (د ټیټې عالي لېسې په نوم هم یادیږي)

منځنی ښوونځی له ۶ م څخه تر ۸ م ټولګيو زده کوونکو ته درس ورکوي. د دوی عمرونه له ۱۰ څخه تر ۱۴ کلونو پورې دي. د منځني ښوونځي زده کوونکي معمولًا له یوه څخه بل ټولګي ته بدلیږي. دوی کېدای شي په یوه ښوونیزه ورځ کې ګڼ شمېر بېلابېل ښوونکي ولري. په کوچنیو ټولنو کې به، ماشومان منځني ښوونځي ته د تګ لپاره ښوونځی نه بدلوي. دوی به ابتدايي ښوونځي ته دوام ورکړي.

عالي لېسه

زده کوونکي د ۱۴ کالو او معمولاً ۱۷ یا ۱۸ کلونو ترمنځ عالي لېسې ته ځي. ټولګي د مضامینو له مخې برابریږي. یو زده کونکی کېدای شي په یوه ورځ کې ډېر ښوونکي ولري. ځینې زده کوونکي کولی شي لوړ ټولګي هم واخلي. ځینې زده کوونکي کولی شي هغه ټولګي هم پر مخ یوسي چې دوی د کار یا کالج لپاره اماده کوي. عالي لېسې په خپله کلبونه، فعالیتونه، سپورتونه، د کار مطالعې ترتیبات، او نورې بوختیاوې لري.

په امریکايي ښوونیز سیستم کې د ښوونځي ځای پر ځای کېدنه

د ښوونځي ځای پرځای کېدنه په دې معنا ده چې پریکړه وشي چې ستاسو زده کوونکی به په کوم ټولګي کې ځای په ځای کیږي. دا پدې معنا هم کیدای شي چې کله یو ښوونځی یو زده کوونکی د دوی په ټولګي کې ځای په ځای کوي.

ډېری کډوالو زده کوونکو کېدای شي هغه مهال چې دوی په کمپ کې وو یا له خپل هېواد څخه د وتلو په بهیر کې وو ښوونځي پريښي وي. دوی کېدای شي د ورته عمر یوه عادي امریکايي زده کوونکي په پرتله د بېلابېلو درجو په کچو کې وي. ځینې زده کوونکي کېدای شي په لوړه درجه کې وي مګر لاهم په انګلیسي خبرې نه شي کولی. هغه زده کوونکي کېدای شي په سختو ټولګیو کې ستونزه ولري تر څو چې دوی انګلیسي ښه زده کړې نه وي. په متحده ایالاتو کې ښوونځي ځینې وختونه زده کوونکي په غلطه درجه کې ځای پر ځای کوي.

ښوونځي به زما ماشوم څنګه ځای په ځای کړي؟

زده کوونکي کولی شي د ښوونیز کال له پیل څخه مخکې یا د ښوونیز کال په پیل کې ځینې ازموینې ورکړي. ازموینې کېدای شي لیکل شوي وي. دوی کېدای شي یو بالغ کس ولري څو زده کوونکي ته پوښتنې ولولي. دا د هر ښوونځي د ناحیې لپاره توپیر کوي.

که تاسو فکر کوئ چې ستاسو ماشوم په غلط درجه کې ځای په ځای شوی، کولی شئ له ښوونکي، مدیر، یا د ښوونځي له اړونده ډلې سره خبرې وکړئ چې ستاسو ماشوم یې ازمویلی او ځای پر ځای کړی دی.

  • پوښتنه وکړئ چې، “ستاسو دلیل څه و؟” ښوونځی کولی شي له تاسو سره د دوی د پرېکړې په پوهېدو کې مرسته وکړي.
  • ولې تاسو فکر کوئ چې اړونده ځای پر ځای کېدنه غلطه ده. دوی کېدای شي د ځای د بدلون وړتیا ولري که ستاسو له دلایلو سره همغږي وي.

ښوونځی څنګه پریکړه کوي چې زما ماشوم د کوم ټولګي کچه اخېستلی شي؟

ګڼ شمېر دلایل شته چې له مخې یې اړونده ښوونځی د یوه زده کوونکي لپاره کچه ټاکي. لاندې یې معمولي دلایل دي:

  • زده کوونکی په انګلیسي یا د دوی ازموینې په نمرو باندې څومره اندازه پوهیږي
  • د والدینو/سرپرست وړاندیزونه
  • د معیاري ازموینې نمرې، لکه څنګه چې مناسبې وي
  • د ننګوونکو کورنیو دندو د بشپړولو وړتیا
  • د زده کوونکي علاقه او هڅېدنه
  • د ښوونکي یا سلاکار وړاندیز
  • د زده کوونکو د کار نمونې

ورته درجه، مختلفه کچه

منځني او عالي ښوونځي داسې ټولګي لري چې په ورته درجه کې په بېلابېلو کچو کې تدریس کیږي. ځینې یې ډېر سخت دي او ځینې یې ډېر اسانه دي. د کورسونو نومونه چې ځینې وختونه د سختۍ کچه څرګندوي. اړونده کلمې د ښوونځي په اړونده ناحیه پورې اړه لري.

د ټولګیو لپاره نومونه چې اسانه وي یا هم اسانه انګلیسي وکاروئ:

  • شمولیت
  • لومړني مهارتونه

د اړونده درجې لپاره په معمولي کچه د ټولګیو نومونه:

  • معمولي
  • غیر تخصصي

په لوړه یا پرمختللې کچه د ټولګیو نومونه:

  • تخصصي
  • GTE (ځانګړې وړتیا لرونکو زده کړه)
  • پرمختللی ځای پرځای کول (AP)
  • IB (نړیوال دوولسم)