زما ماشوم په ښوونځي کې ثبت کړئ

ددې لپاره چې په متحده ایالاتو کې مو ماشوم ښوونځی پیل کړي تاسو باید لومړی خپل ماشوم د یوه زده کوونکي په توګه ثبت کړئ. په دې معنی چې تاسو اړتیا لرئ ښوونځي ته مراجعه وکړئ او اړونده اسناد لاسلیک کړئ نو ښوونځی به وکولی شي ستاسو ماشوم ومني. دلته به تاسو زده کړئ چېستاسو ماشوم به کوم ښوونځي ته ځي، کوم ښوونځي ته تاسو اړتیا لرئ خپل ماشومان د ښوونځي لپاره پکې ثبت کړئ، کله چې ښوونځي ته خپل ماشومان ثبت کوئ، که اړینه وي چېستاسو ماشومان باید ښوونځي ولاړ شي او د ښوونځي د غیر حاضرۍ ډولونه، ستاسو ماشومان د ښوونځي لپاره څه ته اړتیا لري، ستاسو ماشومان به څنګه ښوونځي ته رسیدګي کوي، معافیتونه څه شی دي، او ستاسو ماشومان به په ښوونځي کې څه خوري.


د ښوونځی ملګری بهر
عکس: iStock/kate_sept2004

آیا تاسو په متحده ایالاتو کې نوي یاست؟ کېدای شي ستاسو سره دا پوښتني وي چې “زما ماشوم به چیرې ښوونځي ته لاړ شي؟ زه څنګه کولی شم چې خپل ماشوم په ښوونځي کې داخل کړم؟ “

زما ماشوم به کوم ښوونځي ته ځي؟

هغه کال چې ستاسو ماشوم پکې زېږېدلی او ستاسو د استوګنې ځای به دا ټاکي چې ستاسو ماشومان به کوم ښوونځي ته ځي. خپل ځايي دولتي ښوونځی ومومئ.

زه په ښوونځي کې د خپلو ماشومانو د نوم لیکنې لپاره کومو اسنادو ته اړتیا لرم؟

هغه اړین اسناد چې کېدای شي په دې کې شامل وي عبارت دي له:

  • د ښوونځي په ناحیه کې د استوګنې ثبوت. دا په دې معنی چې تاسو باید وښيئ چې تاسو په خپل کور یا اپارتمان کې ژوند کوئ. د استوګنې د یوه ثبوت لپاره بېلګې په خپله د اپارتمان قرارداد، یوه بانکي بیانیه یا په کور کې د مصرفوونکو موادو له بیلونو څخه عبارت دي چې اړونده پته ولري. دا د دې لپاره دي چې وښيي تاسو هغه ښوونځي ته څېرمه اوسېږئ کوم چې غواړي ستاسو ماشومان ومني.
  • د عمر ثبوت. د بېلګې په توګه، د زېږېدنې سند یا پاسپورت چې ستاسو د ماشوم د زېږېدنې نېټه پکې وي.
  • معافیتونه یا نورې روغتیایي ثبتېدنې.
  • د ښوونځي ناحیه کېدای شي په بشپړ ډول د زده کوونکي د نوم لیکنې لپاره د ښوونځي له مدیرانو سره یوې ناستې ته اړتیا ولري.
  • کله چې تاسو خپل ماشوم په ښوونځي کې ثبت کوئ د هر ښوونځي ناحیه کېدای شي خپله ځانګړې فورمه ولري . یاده فورمه د ښوونځي د ناحیې په ویب پاڼه کې پیداکړئ. تاسو کولی شئ ښوونځي ته لاړ شئ او د ښوونځي له مرستيال سره د خبرو کولو غوښتنه هم وکړئ.

زه خپل ماشوم کله په ښوونځي کې ثبت کړم؟

په متحده ایالاتو کې ډیری ښوونځي د اوړي په پای یا د مني په پیل کې، په اګست یا سپتمبر کې پیل کیږي. که تاسو په اوړي کې متحده ایالاتو ته راورسېږئ، نو کولی شئ په جولای یا اګست کې د خپل ماشوم له ښوونځي څخه لیدنه وکړئ ترڅو یې د نوم لیکنې څرنګوالی زده کړئ. که تاسو د ښوونیز کال په اوږدو کې متحده ایالاتو ته راورسېږئ، نو تاسو باید ژر تر ژره خپل ماشوم ثبت کړئ.

آیا زما ماشومان مجبور دي چې ښوونځي ته ولاړ شي؟

په متحده ایالاتو کې د شپږو او ۱۶ کلونو ترمنځ زده کوونکو لپاره په ښوونځي کې شمولیت اړین دی. په ځینو ایالتونو کې، یاد عمرونه ممکن د یو یا دوه کلونو پورې توپیر ولري. تاسو کولی شئ په خپل ایالت کې یاد عمرونه او د کلونو شمیر پیداکړئ.

ښوونځي ته منظم تګ ستاسو د زده کونکي لپاره خورا مهم دی. ښوونځي هم د زده کوونکو حاضري تر نظارت لاندې نیسي. که ستاسو زده کوونکی ډیرې ورځې ښوونځي ته له تګ څخه پاتې شي نو د قانون له مخې تاسو ته ستونزه پېښېدلی شي. که ستاسو زده کونکی ډیرې ورځې له ښوونځي پاتې شي نو تاسو ته به ګڼ شمېر خبرداري درکړل شي. د دغو خبرداریو دقیق شمېر د ښوونیو د ناحیو پر اساس یو له بله توپیر لري.

غیرحاضري هغه حالت دی چې کله تاسو له ښوونځي څخه پاتې کېږئ. ډیری ښوونځي ۲ ډوله غیرحاضرۍ لري. یاد دوه ډولونه یې په خپله له عذر لرونکي او غیر عذر لرونکي غیرحاضرۍ څخه عبارت دي.

د عذر لرونکې غیر حاضرۍ بېلګې

  • ناروغي
  • ديني رخصتي
  • تعلیق، د یوه زده کوونکي پر وړاندې ترسره شوې تنظیمي کړنه چې د نه منلو وړ چلند ښيي
  • له خطره ډک موسمي شرایط چې تاسو نه شئ کولی په خوندي ډول ښوونځي ته ځان ورسوئ
  • د باوري ترانسپورت نشتوالی (د بېلګې په توګه، که بس شتون و نه لري)
  • په نږدې کورنۍ کې مړینه
  • له مدیر څخه اجازه
  • د یوه کالج له ځای څخه لیدنه کول
  • کار کول، که د منل شوي مرستندوىه زده کړې د برنامې یوه برخه وي
  • په لنډ مهاله یا منظمه دنده کې برخه اخېستل
  • د ښوونځي د سپورتي ډلې لوبه یا سیالي
  • د ښوونځي لخوا د تمویل شوي کلب یا د فعالیت ځانګړې پیښه

د غیرعذر لرونکې غیر حاضرۍ بېلګې

  • ښوونځي ته د مخکې له مخکې خبر ورکولو پرته د ښوونځي پرېښودل
  • د یوه ټولګي پرېښودل (یا نه ورتلل)
  • ښوونځي ته ناوخته راتلل. ناوخته راتلل په خپله لټي هم بلل کیږي. لټۍ کېدای عذر وشمېرل شي یا عذر و نه ګڼل شي. عذر لرونکي لټۍ د عذر لرونکي غیرحاضرۍ سره په ورته لېست کې شاملیږي.

زده کوونکی تل د هغو ټولو کارونو مسوول ګڼل کیږي چې هغه یا هغې له لاسه ورکړی وي. تاسو، یا والدین یا سرپرست، مسؤلیت لرئ چې له اړونده ښوونځي څخه د غیر حاضرۍ دلیل ووایاست. ښوونځی د دفتر یا حاضرۍ مسوول ته د زنګ وهلو له لارې خبر کړئ، یا اړونده ښوونکي، استازي، یا مدیر ته د یوه لاسلیک شوي یاداشت په لیکلو سره خبر ورکړئ. که تاسو پوهیږئ چې ستاسو ماشوم به د ټاکلي وخت څخه مخکې ښوونځی پرېږدي، نو غوره به دا وي چې ښوونځي ته مخکې خبر ورکړئ. ځینې وختونه، غیر حاضري له توقع څخه بهر وي. په داسې حالت کې پروا نه کوي. سهار یا راتلونکې ورځ ښوونځي ته زنګ ووهئ.

زما ماشومان د ښوونځي لپاره څه ته اړتیا لري؟

زده کوونکي معمولا باید له خپل ځان سره ښوونځي ته اړین وسایل، یا سامان راوړي. د یادو توکو په اړه به د اړونده ښوونځي د ناحیې وېبپاڼه، د ښوونځي وېبپاڼه، یا د ټولګي ښوونکی له ځانه سره یو لېست ولري. یاد لېست به د بېلابېلو ټولګیو پر اساس سره توپیر ولري.

کاغذي کتابچه او پنسل یا قلم معمولي اړین توکي دي. د کاغذونو د ساتلو لپاره د درې حلقو دوسیه یا نیوونکی هم ګټور دی.

د ښوونځي لپاره اړین توکي کېدای شي ګرانبیه وي. تر ټولو ساده کاغذ، پنسل او قلم هم کار ورکوي. تاسو اړتیا نه لرئ چې خورا مشهور یا ښکلي توکي وپېرئ. ځینې وختونه، ښوونکي یا ښوونځي په خپله اضافي توکي لري او کولی شي چې د اړتیا پر مهال یې ستاسو په واک کې در کړي. ښوونځي یا ټولنې یا دیني سازمانونه ځینې وختونه د ښوونځي اړین توکي برابروي. د ښوونځي له پیل څخه څو اوونۍ مخکې د ښوونځي د اړینو توکو په اړه لټون له تاسو سره مرسته کولی شي. ډیری اړونده ډالۍ به هم د ښوونیز کال له پیل کېدو د مخه مناسبې وي.

زما ماشومان به څنګه ښوونځي ته ځي؟

د ښوونځي ډیری ناحیې ښوونځي ته د تګ راتګ لپاره د ترانسپورت اسانتیا برابروي. که تاسو ښوونځي ته نږدې اوسېږئ، ښوونځی کېدای فکر وکړي چې تاسو د پلي تګ یه د بایسکل له لارې ځان رسولی شئ. د ښوونځي د ناحیې ویبپاڼه به د بس او ترانسپورت په اړه معلومات ولري. دا به تاسو ته ووایي چې د بس لپاره باید چېرته په تمه شئ او بس به کوم وخت په تمځای کې موجود وي. د ترانسپورت په اړه د معلوماتو لپاره د ښوونځي له استازي سره اړیکه ونیسئ.

د ښوونځي ناحیې ترانسپورت د زده کوونکي د حق په توګه نه، بلکه هغې ته د امتیاز په توګه په پام کې نیسي. دغه امتیاز کېدای په هغه صورت کې له منځه ولاړ شي چې د زده کوونکي چلند مناسب نه وي. د ښوونځي په بس کې تګ ورته چلند ته اړتیا لري لکه څنګه چې زده کوونکی باید په ښوونځي کې ولري.

معافیتونه څه شی دي؟

معافیتونه هغه ستنې دي چې معمولاً په متحده ایالاتو کې د ماشومانو لپاره ښوونځي ته د تګ په موخه اړینې دي. دا شرایط یې د ښوونځي د ناحیې پر اساس سره توپیر لري. دوی ځینې وختونه د ایالتي قوانینو له لوري اداره کیږي. ستاسو ماشوم اړتیا لري ټول اړین معافیتونه ولري یا د معافیت څخه د استثنی ثابته کړي چې ولې یې نه دي درلودلي. د معافیتونو د ثبتېدنو لپاره زیاتره د یوه زده کوونکي د نوم لیکنې یا د ښوونځي د پیل مواردو ته اړتیا لیدل کیږي.

زما ماشومان به په ښوونځي کې څه شی خوري؟

دولتي او خصوصي ښوونځي ماشومانو ته هره ښوونیزه ورځ په ډېر کم لګښت یا هم وړیا ډول د غرمې ډوډۍ برابروي. دا د فدرال له لوري تمویل شوې برنامه ده چې د ملي ښوونځي د ډوډۍ برنامې په نوم یادیږي. د پیسو اندازه چې یوه کورنۍ یې لاسته راوړي ټاکي چې آیا یو زده کوونکی د دې وړ دی چې هغې ته د غرمۍ ډوډۍ وړیا، په ډېر لږ قېمت، یا هم هېڅ ور نه کړل شي. د ښوونځيو ځینې ناحیې د دولتي ښوونځي د ډوډۍ برنامې په اړه کورونو ته هم معلومات لېږي. د نورو معلوماتو لپاره د ښوونځي له استازي څخه پوښتنه وکړئ.

ځینې ښوونځي د دې برنامې د یوې برخې په توګه ماشومانو ته سبنارى هم برابروي. ځینې ښوونځي د ټیټ عاید لرونکو کورنیو زده کونکو ته په اوونیزو رخصتیو، تفریحي دمو، یا د اوړي په رخصتیو کې هم خواړه په واک کې ورکوي. د ښوونځي استازی کولی شي له تاسو سره د وړیا او لږ لګښت لرونکي ډوډۍ په اړه خبرې وکړي. یا، د ښوونځي استازی به له تاسو سره د هغه شخص په موندلو کې مرسته وکړي چې ستاسو سره مرسته کولی شي.