د انګلیسي وړیا انلاين ټولګي

آیا اړتیا لرئ چې انګلیسي زده کړئ؟ تاسو کولی شئ د USAHello او لرنشيپ سره په انلاين بڼه انګلیسي زده کړئ. تاسو کولی شئ وړیا کورسونه واخلئ. دا پاڼه ستاسو سره مرسته کوي چې په تجارتي او عمومي انګلیسي کې کومه يوه غوره کړئ، کومي ژبي شته چې کورس پکې واخلئ او څرنګه کولی شئ چې پیل یې کړئ.


د لرنشیپ کورسونه په ټوله نړۍ کې انګلیسي ژبه تدریسوي. دوی په خپل انلاين ټولګي کې ۴ ميلیونه زده کوونکو ته درس ورکوې. دوی غواړي د نویو راغلو کسانو سره د انګلیسي په زده کړه کې مرسته وکړي، نو له همدې امله دوی هر کال د ۱۰۰۰ زده کوونکو لپاره یو اېس اې هېلو او آیټالیا هېلو ته وړیا کورسونه ورکوي.

تاسو کولی شئ په کور کې انلاين انګلیسي زده کړئ او کله چې تاسو د یو اېس اې هېلو له لارې نوم لیکنه وکړئ، ستاسو لپاره ټولګي وړیا دي. زیاتره دوی د یوه کال لپاره ۸۴۰ ډالره لګښت کوي!

لرنشيپ د هرې کچې لپاره ټولګي لري. له نوم ليکنې وروسته به له تاسو څخه یوه ازموینه واخېستل شي ترڅو معلومه شي چې ستاسو لپاره کومه کچه / ټولګی مناسب دی. بيا د خپلي انګليسي د پرمختګ لپاره مو ټولګی پیل کړئ! په درسونو کې ویډیوګانې، ازموینې، د اوریدلو او د ویلو تمرینونه شامل دي. تاسو به ګرامر او نوي لغاتونه زده کړئ. په انګلیسي پوهېدل، ویل او لیکل به له تاسو سره په دنده او ورځني ژوند کې مرسته وکړي.

تجارتي انګلیسي که عمومي انګلیسي؟

له لرنشيپ سره تاسو کولی شئ ورځنۍ عمومي انګلیسي زده کړئ، یا هم کولی شئ د تجارتي انګلیسي کورس واخلئ. د “تجارتي انګلیسي” څخه هدف هغه انګليسي ده چې تاسو به یې په کارځای کې کاروئ.

د ټولګي ژبې

تاسو کولی شئ په لاندي ژبو کې د لرنشيپ ټولګي واخلئ:

  • انګلیسي
  • هسپانوي (لاتینه امریکا)
  • هسپانوي (هسپانیه)
  • پرتګالي (برازیل)
  • فرانسوي
  • ایټالوي
  • جرمني
  • چینایي (عصري)
  • چینایي (دودیزه)
  • جاپاني
  • چکسلواکي
  • کوریایي
  • روسي
  • ترکي
  • پولنډي

څنګه ئې پیل کړئ

تاسو کولی شئ په ۲۰۲۱ کې هر وخت نوم ليکنه وکړئ او ستاسو غړیتوب به د یوه کال لپاره دوام وکړي. دلته درته ښيو چې څنګه په وړيا ټولګيو کې نوم ليکنه وکړئ:

  • مهرباني وکړئ موږ ته پر [email protected] بریښنالیک ولېږئ.
  • موږ ته دا ووایاست چې تاسو غواړئعمومي انګلیسي یا تجارتي انګلیسي زده کړئ. په دې دواړو کې بايد تاسو يو يا بل غوره کړئ، ترڅو موږ تاسو په يو مناسب ټولګي کې داخل کړو.
  • موږ به ستاسو د نوم ليکني لپاره ستاسو برېښنالیک پته وکاروو.
  • ستاسو بریښنالیک به ستاسو د غړيتوب نوم (یوزر نېم) هم وي.
  • کله چې تاسو ثبت شئ، کولی شئ خپل پاسورډ جوړ کړئ.