رواني روغتیايي خدمات او مرستې څنګه موندل کېږي

په متحده ایالاتو کې، د خلکو لپاره دا خورا عامه خبره ده چې د رواني روغتیايي خدماتو له مرکزونو او کارپوهانو څخه مرسته او درملنه ترلاسه کړي. هېڅوک باید د ځان یا د کورنۍ د غړي لپاره د درملنې په لټه کې شرم یا ویره ونه لري. ډاکټران او نور روغتيايي کارپوهان د رواني روغتیا په برخه کې ډول ډول خدمات وړاندې کوي. د بېلابېلو رواني روغتیايي کارپوهانو په اړه ډېر څه زده کړئ،تاسو ته نږدې رواني روغتیايي خدمات څنګه موندلی شئ،انلاین او د تلیفون له لارې اروايي روغتيايي خدماتو ته لاسرسی او د کډوالو د ځای پرځای کېدو او له شکنجې څخه د خلاص شويو کسانو سره د مرستي خدمات څنګه ترلاسه کولی شئ.


سړی آرامه کیږي

د رواني روغتیا خدمات او کارپوهان

که تاسو په خپل ژوند کې د ستونزو سره مخ ياست، ستاسو لپاره د رواني روغتيا خدمات شته.

روغتيايي کارپوهان کولی شي مشورې درکړي، د درملو او نورې تداوۍ په برخه کې درسره مرسته وکړي. ددې ګټه داده چې تاسو د بېلابېلو روغتيايي کارپوهانو په کارونو باندې ځان پوه کړئ، ترڅو دخپلي اړتيا سره سم اروايي روغتيايي خدماتو ته لاسرسی پيدا کړئ.

اروايي ډاکټران

اروايي ډاکټران هغه ډاکټران دي چې په رواني ناروغۍ کې تخصص ولري. يو اروايي ډاکټر کولی شي د رواني ناروغۍ د درملني لپاره د عمومي پاملرنې ترڅنګ ناروغ ته د درملو سپارښتنه هم وکړي. ډيری وخت اروايي ډاکټران د رواني ناروغيو خورا جدي قضیې ترنظر لاندي نيسي.

ارواپوهان

اروا پوهان روغتيايي ډاکټران نه دي. دوی د رواني ناروغيو تشخیص او درملنه کوي، خو ناروغ ته درمل نه لیکي. تشخیص د يوې ناروغۍ په اړه معلوم روغتيايي تعریف ته ويل کېږي. که چیرې یو ارواپوه دا فکر وکړي چې ستاسو تشخیص يو اروايي ډاکټر ته اړتیا لري، دوی به په دې اړه تاسو ته ووايي.

د اروايي او عصبي روغتیا نرسان

د اروايي او عصبي روغتیا نرسان په عقلي روغتیايي برخه کې تخصص لري او د ناروغانو درملنه کوي. دوی کېدای شي يا په خپلو روغتيايي دفترونو کې کار کوي یا د يو رواني ډاکټر سره يوځای کار کوي. دوی کولی شي د اروايي ناروغانو لپاره درمل وړاندیز کړي.

نور کارپوهان

دلته نور جواز لرونکي مسلکي کسان هم شته چې د اروايي روغتیايي ستونزو درملنه کوي. په دې کې سلاکاران، علاج کوونکي او ټولنیز کارکوونکي شامل دي. په دوی کې ځینې کېدای شي پر يوه ساحه تمرکز ولري، لکه واده، کورنۍ ستونزې، د مخدره توکو څخه ناوړه ګټه اخیستنه یا صدمه.

FindHello CTA map
FindHello

تاسو ته د نږدې مرستې او سرچینو د لټون لپاره فاینډ هېلو وکاروئ. په خپله ټولنه کې د دندې لپاره مشورې، وکیلان، روغتیايي پاملرنه، د انګلیسي ټولګي او نورو خدماتو لپاره لټون وکړئ.

خپل لټون پیل کړئ

تاسو ته نږدې رواني روغتیايي خدمات چېرته موندلی شئ

د اروايي روغتيايي خدماتو چمتو کوونکي په روغتونونو، کلینیکونو، او شخصي روغتيايي کارځايونو کې کار کوي.

که تاسو یا ستاسو په کورنۍ کې بل څوک په رواني روغتیايي ستونزو کې مرستې ته اړتیا ولري، له خپل ډاکټر څخه پوښتنه وکړئ. کېدای شي ستاسو د ډاکټر په دفتر کې د اروايي روغتیا يو مسلکي شخص شتون ولري.

که تاسو خپل ډاکټر نه لرئ، کولی شئ د قضیې له مدیر یا نورو کارکوونکو څخه چې له تاسو سره په متحده ایالاتو کې د میشتېدو په برخه کې مرسته کوي، پوښتنه وکړئ.

کولی شئ د FindHello په مرسته هم تاسو ته نږدې اروايي روغتیايي خدمات پیداکړئ. خپله پته یا د ښار نوم ولیکئ او بیا “healthcare and mental health” وټاکئ.

د تلیفون له لاري او په انلاین بڼه د رواني روغتیا خدمات

که تاسو د رواني روغتیايي خدماتو نږدې مرکز ته نه شئ ورتلی، بیا هم مرسته ترلاسه کولی شئ. دلته ځينې ادارې شته چې په متحده ايالاتو کې هرځای مرستي برابروي:

د ځای پرځای کېدونکو کډوالو او شکنجه شويو کسانو لپاره اروايي روغتیايي خدمات

د بیا ځای پرځای کېدونکو کډوالو رواني روغتیايي اړتیاوې کېدای شي د نورو خلکو له هغو څخه توپیر ولري. د جګړې، ناورین، شکنجې، یا د بیا ځای پرځای کیدو د پروسې پخوانۍ ترخې تجربې کېدای شي اروايي روغتيايي ستونزي رامنځته کړي. دلته د ځای پرځای شويو هغه کډوالو لپاره چې مخکې یې شکنجې ليدلي وي د اروايي روغتيايي خدماتو مرکزونه هم شته:

  • ستاسو کولی شئ د ځای پر ځای کېدو له ادارې یا روغتیايي مرکز څخه غوښتنه وکړئ چې تاسو له دغو خدماتو سره یو ځای کړي.
  • تاسو کولی شئ د شکنجې د قربانيانو مرکز په ویب پاڼه کې انلاین سرچینې ومومئ .
  • کولی شئ چې په FindHello کې تاسو ته نږدې د کډوالو لپاره روغتیايي او رواني خدمات ومومئ. خپله پته یا د ښار نوم ولیکئ او بیا “healthcare and mental health” وټاکئ.

د رواني روغتیا کارکوونکي به له تاسو څخه ستاسو د تېر ژوند په اړه پوښتنې وکړي. په دې سره دوی غواړي ستاسو وضعیت ښه درک کړي او دا معلومه کړي چې ستاسو سره څنګه مرسته وکړي. د يو کډوال په توګه ستاسو د تجربو په اړه خبرې کول کېدای شي خفه کوونکي یا ستونزمني وي، خو په دې بايد پوه شئ چې ستاسو د اروايي روغتیا د سمولو لپاره مسلکي کسان شته ترڅو له تاسو سره ستاسو د روغتيا په ښه کولو کې مرسته وکړي. هغوی تاسو دې ته نه اړ کوي چې دوی ته بايد يوڅه وواياست. که غواړئ په لومړيو کې د خپل ژوند په اړه لږ ډېر معلومات ورسره شريک کړئ، هم سمه ده.

که مو ژوند سخت وي، د رواني روغتیايي ملاتړ موندل له تاسو سره مرسته کولی شي.