متحده ایالاتو ته د کورنۍ کډوالي

که تاسو د متحده ایالاتو تبعه یاست یا دلته دایمي اوسیدونکی یاست، کولی شئ چې د خپلې کورنۍ د ځينو غړو لپاره د بلنې غوښتنه وکړئ ترڅو متحده ایالاتو ته راشي او له تاسو سره یوځای شي. د کورنۍ کډوالۍ دا پروسه د کورنۍ د بیا یوځای کېدو په نوم یادیږي. د کورنۍ د بیا یوځای کېدو په هکله او دا چې د کومي درجې دوستان رابللی شئ، د کورنۍ د کوموغړيو لپاره غوښتنه کولی شئ، د کډوالۍ د ویزو په هکله، او دا چې د کورنۍ د غړو د غوښتنلیک پروسه څنګه ده، د پروسې د پیلولو مراحل څه دي، د متحده ایالاتو د نظامي کسانو د کورنيو لپاره ځانګړي امتيازات څه دي، چېرې قانوني مرسته ترلاسه کولی شئ، او څنګه د تېر ایستنو مخه نيول کېدای شي او داسي نورو موضوعاتو په هکله لا ډېر څه زده کړئ.


کورنۍ کډوالي څه شی ده؟

ستاسو د کورنۍ غړي کېدای شي په دې وتوانیږي چې د کورنۍ د بیا یوځای کېدو د پروسې له مخې متحده ایالاتو ته راشي.

د کورنۍ بيا یوځای کېدل يوه تګلاره ده چې له مخې يې کورنۍ ته دا وړتيا ورکوي ترڅو سره يوځای شي او په ګډه يوځای واوسېږي.

د متحده ايالاتو د کډوالۍ د قانون له مخي، څلور ډوله کسان شته چې کولی شي د کډوالو په توګه متحده ايالاتو ته راشي، چې عبارت دي له:

  1. د کورنۍ بیا یوځای کېدل (کورنۍ کډوالي)
  2. د دندې پر اساس کډوالي
  3. بشري ملاتړ (لکه کډوالي او پناه)
  4. د توپیر پراساس کډوالي، چې د لاټرۍ ویزې په نوم هم پیژندل کیږي

په دې کې ترټولو لویه صنف بندي یې د کورنۍ یوځای کېدلو هغه ده. دا د متحده ایالاتو اتباعو او قانوني دایمي اوسیدونکو ته اجازه ورکوي چې د کورنۍ د ځینو غړو لپاره غوښتنه وکړي ترڅو په متحده ایالاتو کې له دوی سره یوځای شي.

د کورنۍ یوځای کېدل په دې معنا هم دي چې هغه کورنۍ بېرته سره یوځای کړي چې د کډوالۍ د قانون له مخي سره جلا شوي وي. د بېلګې په توګه:

  • هغه بې سرپرسته ماشومان چې متحده ایالاتو ته يواځي راغلي وي، په خپله کولی شي په مناسب وخت کې د خپلي کورنۍ له غړو سره يوځای شي.
  • هغه کورنۍ چې لا له وړاندې په متحده ايالاتو اوسیږي، پرته له دې چې د دوی د کډوالۍ ځانګړی وضعيت په پام کې ونيول شي کولی شي سره یو ځای شي.

پنځه مهم شيان چې د کورنۍ کډوالۍ (د کورنۍ د بيا یوځای کېدو) په اړه بايد ځان پرې پوه کړئ

د متحده ایالاتو د کډوالۍ او تابعیت 1965 قانون وګړو ته دا اجازه ورکوي چې د متحده ایالاتو د تبعه یا قانوني دایمي اوسیدونکي (LPR) سره د کورنۍ اړیکې پراساس متحده ایالاتو ته کډوال شي.

1. د کورنۍ د غړو د غوښتنې د صنف بندیو په اړه زده کړئ

د متحده ایالاتو دولت د کورنۍ کډوالۍ لپاره د کډوالۍ ویزې برابروي. متحده ايالاتو ته ستاسو د کورنۍ د راتګ او يا هم د هغه کورنيو د راتګ لپاره چې غواړي دلته خپل کورنی وضعيت برابر کړي که چېءې لا له وړاندي په متحده ايالاتو کې اوسېږي اړ دي چې د کډوالۍ وېزه ورسره وي.

د متحده ایالاتو دولت دوه ډوله خلکو ته د کډوالۍ ویزې چمتو کوي. د ویزې ډول د غوښتنې اړوند شخص د کورنۍ د هغه غړي سره په خپلوۍ پوري اړه لري چې دی يې د رابللو غوښتنه کوي. دا په دوه ډوله وېشل کیږي:

  • د متحده ایالاتو د اتباعو نږدې خپلوان. د دې ډلې لپاره د کډوالۍ د ویزې د غوښتنلیکونو پر شمېر باندې هېڅ محدودیت نه شته. که تاسو د متحده ایالاتو تبعه یاست، تاسو کولی شئ د خپلو نږدې خپلوانو لپاره غوښتنه وکړئ، چې په دې کې ستاسو مېرمن يا خاوند، ناواده شوي ماشومان چې عمر يې د ۲۱ کالو څخه کم وي او والدین شاملیږي. يواځينی انتظار چې تاسو يې بايد وکړئ دا دی چې د غوښتنلیک پروسه څومره وخت نیسي. په دې صنف بندۍ کې د شاملېدو لپاره بايد لازمي شرایط پوره کړئ.
  • د کورنۍ لومړيتوب. د کورنۍ د لومړيتوب صنف بندي د متحده ایالاتو د اتباعو او د قانوني دایمي اوسیدونکو د کورنۍ د ځانګړو غړو لپاره ده.
    • د متحده ایالاتو د اتباعو لپاره د کورنۍ د لومړيتوب په صنف بندۍ کې نا واده شوي اولادونه چې ۲۱ کلن يا له دې څخه د لوړ عمر لرونکي وي، له ۲۱ کالو څخه د ټیټ عمر لرونکي واده شوي اولادونه، وروڼه او خویندې شاملي دي.
    • د قانوني دایمي اوسېدونکو لپاره، د کورنۍ د لومړيتوب په صنف بندیو کې خاوند يا مېرمن، ناواده شوي او واده شوي اولادونه شامل دي. که تاسو قانوني دایمي اوسیدونکی یاست او غواړئ د خپلو والدینو یا وروڼو او خویندو لپاره غوښتنليک ولېږئ، نو ستاسو لپاره لومړی دا اړينه ده چې بايد د متحده ایالاتو تبعه شئ.
    • د کورنۍ د غړو د لومړيتوب لپاره، دا یو محدودیت دی هر کال د دغې ډلې د وګړو لپاره څومره وېزې ورکول کیږي

2. پیدا کړئ چې تاسو د خپلي کورنۍ د کوموغړيو لپاره غوښتنه کولی شئ

یواځې د متحده ایالاتو اتباع او د دغې هېواد دایمي اوسېدونکي کولی شي د کورنۍ د غړو لپاره غوښتنه ورکړي. دا جدول له تاسو سره دا مرسته کوي چې معلوم کړئ تاسو د کورنۍ کوم غړي رابللی شئ:

د کورنۍ غړی
قانوني دایمي اوسیدونکی
د متحده ایالاتو تبعه
خاوند/مېرمن
همجنسباز خاوند او مېرمن چې واده یې په قانوني ډول په متحده ایالاتو یا بل هېواد کې منل شوی وي هم پکې شامل دي..
هو
صنف بندي ۲ اې
هو
نږدې خپلوان
له ۲۱ کالو څخه کم عمرلرونکي ناواده شوي اولادونهز
هو
د لومړیتوب صنف بندي ۲ اې
هو
نږدې خپلوان
له ۲۱ کالو څخه کښته واده شوي اولادونه
نه
هو
د لومړیتوب صنف بندي ۳
ناواده شوي اولادونه چې د ۲۱ کالو يا له دې څخه د لوړ عمر لرونکي وي
هو
د لومړيتوب صنف بندي ۲ بي
هو
د لومړيتوب صنف بندي ۱
واده شوي اولادونه چې د ۲۱ کالو يا له دې څخه لوړ عمر لرونکي وي
نه
هو
د لومړیتوب صنف بندي ۳
والدین
نه
هو
نږدې خپلوان
وروڼه او خويندې
نه
هو
د لومړيتوب صنف بندي ۴

3. د کډوالۍ ویزو د شتون په اړه ځان پوه کړئ

هغه کسان چې د خپلو لېري دوستانو لپاره د بلني غوښتنه کوي دهغوی لپاره هرکال محدود شمېر وېزې شته. له همدې امله متحده ايالاتو ته ستاسو د کورنۍ د غړي کډوالي ډېر وخت نيسي.

دلته د هرې کورنۍ د لومړيتوب لپاره هر کال اړونده محدودیتونه شته. تاسو کولی شئ د ویزې رسمي بیانیه وګورئ ترڅو دا معلومه کړئ چې دا مهال د کوم کال وېزې تر کار لاندې دي.

نسبي لومړیتوب
د شته ویزو شمېر
د متحده ایالاتو د اتباعونږدې خپلوان (خاوند/ مېرمن، د ۲۱ کالو څخه کم عمر لرونکي ناواده شوي اولادونه او والدین)
نا محدوده
۱
د متحده ایالاتو د اتباعو نا واده شوي بالغ اولادونه (۲۱ کلن يا له دې څخه پورته)
۲۳۴۰۰ وېزې (جمع هغه وېزې چې د څلورم لومړیتوب څخه پاتې شوي وي.)
۲ اې 
د LPRs خاوند/ مېرمن او نابالغ اولادونه (له ۲۱ کالو څخه ښکته)
۸۷۹۰۰ وېزې (جمع هغه وېزې چې د لومړۍ لومړیتوب څخه پاتې شوي وي.)
بي۲
د LPRs ناواده شوي بالغ اولادونه (۲۱ کلن يا له دې څخه پورته)
۲۶۳۰۰ وېزې (جمع هغه وېزې چې د لومړي لومړیتوب څخه پاتې شوي وي.)
۳
د متحده ایالاتو د اتباعو واده شوي بالغ اولادونه (۲۱ کلن يا له دې څخه پورته)
۲۳۴۰۰ وېزې (جمع هغه وېزې چې د لومړي او دوهم لومړیتوبونو څخه پاتي شوي وي)
۴
د متحده ایالاتو د اتباعو وروڼه او خویندي
۶۵۰۰۰ وېزې (جمع هغه وېزې چې د تېرو اړونده لومړیتوبونو څخه پاتې شوي وي)

4. د کورنۍ د غوښتني پروسه

دا چې تاسو غواړئ د خپلې کورنې د نږدې غړي لپاره د غوښتني پروسه پيل کړئ، موږ درته وړاندیز کوو چې تاسو د کډوالۍ د يو وکیل یا يوباوري استازي سره په دې هکله مشوره وکړئ.

تاسو کولی شئ د USCIS ویبپاڼي څخه لیدنه وکړئ او معلومه کړئ چې د خپلې کورنۍ دغړي لپارهڅرنګه د ګرين کارت غوښتنه کولی شئ.Boundless اوCitizenPath انلاين لارښوونې لري ترڅو په دې پروسه کې له تاسو سره مرسته وکړي.

هغه ځای ته په کتو چې ستاسو د کورنۍ غړي پکې اوسېږي، دوی د لاندنيو پروسو څخه یوه تر کار لاندې ونیسي:

  • کونسلي پروسه . دا په دې معنا ده چې ياد غوښتنلیک به له هېواده د باندې د متحده ایالاتو د کونسلګرۍ یا سفارت له لوري وڅیړل شي دا پروسه د لاندینیو کسانو لپاره ده:
    • د کورنۍ يو غړی چې د متحده ایالاتو څخه د باندې ژوند کوي
    • د کورنۍ هغه غړی چې د يو بندر له لاري د ګمرک او پوله ساتو چارواکو له پلټنې پرته متحده ایالاتو ته داخل شوی وي.
      • د کورنۍ دا غړي بايد د معافیت (USCIS Form I-601A) فورمه ډکه کړي او دا ثابته کړي چې که د کډوالۍ وېزه يې رد شي نو په متحده ايالاتو کې د ده قانوني خپلوان لکه خاوند/ مېرمن، اولادونه یا والدین د سختو او بې سارو ستونزو سره مخ کېدای شي.
  • د حالت د برابرولو پروسه د کورنۍ غړي ته اجازه ورکوي چې په متحده ايالاتو کې د اوسېدو پر مهال پرته له دې چې خپل هيواد ته ستون شي، همدلته د قانوني دایمي استوګنې لپاره غوښتنه وکړي. تاسو دا پروسه د USCIS د ځایی دفتر سره را پیل کړئ. د وضعیت د برابرولو لپاره دلته د پام وړ ځينې مهم موارد شته چې عبارت دي له:
    • د دې پروسې د پرمخ وړلو لپاره بايد هم مهاله د کډوالۍ ویزه شتون ولري. دا چې د متحده ایالاتو اتباع د خپلو نږدې خپلوانو غوښتنه ورکوي، له همدې امله دا وېزې ډیرې کاريږي.
    • د حالت د سمونې ثبت د امریکايي اتباعو او LPRs له لوري کوم چې په متحده ايالاتو کې مېشت د خپلي کورنۍ د ځينو غړو غوښتنه کوي، ترسره کېدای شي.
      • د حالت سمون هغه مهال هم کارول کېدای شي چې کله رابلونکی شخص اوسمهال په پوځي خدمت بوخت وي او ټاکل شوي شرایط پوره کولی شي. په اړه یې لا ډېر څه په USCIS کې زده کړئ.

5. ستاسو د کډوالۍ حالت ته په کتو اړونده پروسه توپیر کوي

که تاسو کډوال یا پناه غوښتونکی یاست او غواړئ د خپلې کورنۍ د غړو لپاره غوښتنه ورکړئ، نو مهرباني وکړئ دکډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د کورنۍ د يوځای کېدو پاڼه وګورئ.

د خپلي کورنۍ د غوښتنلیک د پیلولو ګامونه

د کورنۍ کډوال د غوښتنلیک د پیلولو پروسه کېدای شي ډېره پېچلې واوسي. په دې برخه کې ځینې مهم اخېستونکي ګامونه په لاندې ډول دي. په یاد ولرئ چې، د کډوالۍ هره قضیه سره توپير لري. که مرستې ته اړتیا لرئ د کډوالۍ د يوه کارپوه سره د مشورې له لاري خپل ځان ډاډه کړئ.

  • په دې باندې ځان ډاډه کړئ چې ترڅو وکولی شئ د خپلې کورنۍ د غړي لپاره غوښتنه ورکړئ. د کورنۍ د هغه غړولېست وګورئ چې د متحده ايالاتو اتباع او قانوني دايمي اوسېدونکي يې رابللی شي.
  • د اړتيا وړ ټول اسناد مو سره راټول کړئ؛ دلته ځینې هغه اسناد ذکر کوو چې تاسو به ورته اړتیا ولرئ:
    • د هغه کس د قانوني حالت ثبوت چې غوښتنلیک لېږي لکه (ګرين کارت، د تابعيت سند، په متحده ایالاتو کې د زېږېدو سند، او داسي نور)
    • د غوښتونکي شخص او خپلوانو ترمنځ د کورنۍ اړیکې ثبوت لکه (د زیږون سند، طبي ثبتېدنې، پاسپورت، اوداسي نور.)
    • د مالي ملاتړ ثبوت
  • دې ته پام کوکړئ چې د کومي پروسې لاندې بايد خپله قضيه ثبت کړئ، د وضعیت د سمون پروسه یا کونسلي پروسه . زموږ وړاندیز دادی چې په دې اړه تاسو له قانوني استازي سره خبرې وکړئ ترڅو د غوره انتخاب په ټاکلو کې ستاسو مرسته وکړي.
  • کله چې ستاسو غوښتنليک ولېږل شي، خپلانلاين حساب هر وخت ګورئ ترڅو د خپلي قضيې حالت درته معلوم وي. بايد دا ډاډ ترلاسه کړئ چې په دې جريان کې مو خپله اوسنۍ پته له USCIS سره وساتئ. دا کار به د دې ډاډ رامنځته کړي چې پر ټاکلي وخت ستاسو پتې ته اړونده خبرتياوې در ورسېږي.

ستاسو د اولادونو لپاره د متحده ایالاتو تابعیت

د متحده ايالاتو تبعه ماشوم کولی شي د زیږون له وخت څخه نيولې بيا تر ۱۸ کلنۍ پوري د تابعيت اخېستو لپاره وړ بلل کیږي.

د تابعیت ترلاسه کولو لپاره، په متحده ايالاتو کې د مېشت امريکايي تبعه شخص اولاد چې له هېواده د باندې زېږېدلی وي لاندي مواردو ته اړتيا لري:

  • لږترلږه يې مور یا پلار (د زېږېدو یا نړۍ ته د راتګ) له مخې د متحده ايالاتو تبعه وي.
  • د متحده ایالاتو اوسیدونکی به وي.
  • د ۱۸ کالو څخه به کم عمر لري.
  • په متحده ایالاتو کې به د هغو والدينو تر قانوني سرپرستۍ لاندې ژوند کوي چې د متحده ایالاتو تبعه وي.

د هغه ماشوم د تابعیت د اخېستو لپاره چې د باندې زېږېدلی وي او والدین يې امريکايي تبعه وي او له هېواده د باندې اوسېږي باید:

  • لږترلږه يې مور یا پلار (د زېږېدو یا نړۍ ته د راتګ) له مخې د متحده ايالاتو تبعه وي.
  • داسي مور يا پلار به لري چې د فزیکي حضور شرایط پوره کوي.
  • د ۱۸ کالو څخه به کم عمر لري.
  • د متحده ایالاتو څخه د باندې به د امريکايي تبعه لرونکو والدینو تر قانوني او فزیکي سرپرستۍ لاندې ژوند کوي.
  • په قانوني ډول به منل شوي وي او په متحده ایالاتو کې به يې قانوني حالت ساتل شوی وي.

کله چې تاسو د متحده ایالاتو تبعه شئ، تاسو کولی شئ د خپل مستحق ماشوم لپاره د متحده ایالاتو د پاسپورت غوښتنه وکړئ.

د امريکايي تبعه والدينو له لاري د تابعيت اخيستلو په هکله نور ډېر څه پهدغه پاڼه کې وګورئ.

پوځي غړي

نظامي مېرمني/ خاوند او د کورنۍ نور مستحق غړي هم بايد د کډوالۍ همدا پروسه پر مخ یوسي کومه چې د نورو ټولو کسانو لپاره ده. په هر حال، ځینې امتيازات یې شته. د متحده ایالاتو د يو نظامي شخص د کورنۍ غړي کولی شي چې د حالت د سمون پروسه پرته له دې چې د متحده ايالاتو څخه ووځي په چټکۍ سره پر مخه یوسي.

د ۲۰۰۴ کال د ملي دفاع د صلاحیت د قانون د هغه امريکايي نظاميانو لپاره چې د زخمو يا د جګړې له امله د ناروغۍ څخه مړه شوي وي د هغوی د پاتي شويو خپلوانو خاوند/مېرمني، والدینو او ناواده شويو اولادونو لپاره يې د کډوالۍ ځانګړي امتيازات وضع کړل.

دا قانون د “ځان لپاره د غوښتنې” پروسه رامنځته کوي چې له مخې يې د کورنۍ نږدې غړي ته دا اجازه ورکوي چې د کورنۍ له اساسه د کورنۍ غړی ثبت کړي یا یې اړونده پروسې ته دوام ورکړي. د کورنۍ غړي باید د امريکايي نظامي خپلوانو د مړینې وروسته د دوو کلونو په موده کې خپل غوښتنليکونه ثبت کړي. هغه کسان چې ژوندي پاتي شوي وي او د کډوالۍ د امتيازاتو په لټه کې وي د دوی د دايمي استوګنې د غوښتنليک د پروسې پر مهال به ورته ځانګړې پاملرنه کېږي.

د قانوني مرستې موندل

د هرې کورنۍ د غوښتني قضیه سره توپير لري. کېدای شي تاسو غواړئ د کډوالۍ چارو د يو وکيل يا يو باوري استازي سره مشوره وکړئ تر څو ستاسو قضيه وڅېړي.

يو باوري استازی هغه غيرحقوقي وکيل دی چې عدلیې وزارت ته د دې لپاره ور پېژندل شوی وي چې هغوی د کډوالۍ په قانون کې د زده کړې او تجربې له مخې د کډوالۍ په برخه کې قانوني خدمات وړاندې کړي. باوري استازي باید د یوې غیر انتفاعي موسسې لپاره کار وکړي چې د کښته عاید لرونکو کسانو لپاره د کډوالۍ قانوني خدمات په واک کې ورکوي.

تاسو کولی شئ قانوني سرچینې دلته ومومئ:

  1. په ImmigrationLawHelp.com کې د لږ لګښت اخيستونکي وکیل لپاره پلټنه وکړئ يا هم د CLINIC قانوني لړۍ کې ورپسې وګورئ.
  2. په عدليې وزارت کې د یوه باوري استازي لپاره لټون وکړئ.
  3. زموږ په FindHello اپلیکېشن کې تاسو ته نږدې سیمو کې قانوني مرستې پيدا کړئ.

پوښتنې وکړئ

کېدای شي تاسو لا له وړاندې د کورنۍ د رابللو پروسې اړوند ډېرې پوښتنې له ځان سره ولرئ. دا مهمه ده چې اړونده پوښتنې وليکئ او د خپل قانوني استازي څخه يې و پوښتئ. که د خپل قانوني استازي له لوري د درکړل شوي ځواب څخه راضي نه یاست، تاسو کولی شئ بیا پوښتنه وکړئ یا يو بل قانوني نظر په لټه کې شئ.

مهمه دا ده چې تاسو په ځواب باندې ډاډه شئ او دا ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو تر ممکنه حده د غوره قانوني مرستې څخه برخمن ياست.

د غوښتنلیکونکو او تېر ایستنو په هکله با خبره اوسئ

د کډوالۍ پروسه اوږده، پیچلې او ګرانبیه تمامېدای شي. ځان ډاډه کړئ څو هغه قانوني مرسته چې تاسو یې ترلاسه کوئ باید د کډوالۍ چارو د يوه جواز لرونکي کارپوه له لوري وي.

په لاتین امریکا کې “غوښتنليکونکي” روزل شوي مسلکي کسان دي چې حقوقي مهارتونه لري. په متحده ایالاتو کې دا ډول نه دي. په متحده ایالاتو کې “غوښتنلیکونکي” هغه اشخاص دي چې د دولتي چارواکو سره ثبت وي ترڅو د رسمي اسنادو د لاسلیکولو پر مهال شاهدان واوسي. دا اشخاص ممکن ځان د کډوالۍ چارو د کارپوه یا مشاور په توګه در وپېژني، خو په متحده ایالاتو کې دوی ته د قانوني وکالت اجازه نه ده ورکړل شوې.

په کډوالۍ کې تېر ایستنه یوه عامه پدېده ده. تاسو کولی شئ دFederal Trade Commission پاڼي په لیدلو سره د خوندي پاتې کېدو لاري چاري زده کړئ.

د دې پاڼي معلومات د Proyecto Inmigrante ICS., Inc.، دمتحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، USCIS، دامریکا د کډوالۍ شورا او نورو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. دا د لارښوونې په توګه په پام کې نیول شوی دی او په وار وار سره د امکان تر حده نوی کیږي. یو اېس اې هېلو په خپله نه قانوني مشوره ورکوي، او نه هم زموږ کوم مواد باید د قانوني مشورې په توګه په پام کې ونیول شي. که تاسو د وړیا یا ټیټ لګښت لرونکي وکیل یا قانوني مرستې په لټه کې یاست، موږ کولی شو له تاسو سره دوړیا او ټیټ لګښت قانوني خدماتو په موندلو کې مرسته وکړو.