په متحده ایالاتو کې د ګرين کارت پروسې په اړه معلومات ترلاسه کړئ

ګرين کارت چې (په رسمي ډول د دایمي اوسېدونکي د کارت په نوم یادیږي) تاسو ته دا اجازه درکوي چې په متحده ایالاتو کې په دایمي ډول ژوند او کار وکړئ. په دې پاڼه کې تاسو کولی شئ زده کړئ چې آياتاسو د ګرين کارت لپاره مستحق کس یاست، د ګرين کارت لپاره د غوښتنلیک مرحلې، د پرمخ وړلو وختونه، د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره ګرين کارتونه، د کډوالۍ اړوند درغلیو څخه مخنیوی او ستاسو د ګرين کارت په اړه نور ګټور معلومات ترلاسه کړئ.


خبرتیا: ۲۰۲۱ کال د اکتوبر له ۱ نېټې څخه، په متحده ایالاتو کې میشت هغه کسان چې د ګرين کارت غوښتونکي وي باید د طبي ازموینې پروسې د يوې برخې په توګه د کووېډ-۱۹ پر وړاندې د واکسین کولو ثبوت وښیې. د دغونویو شرایطو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

آيا زه د دې وړ يم چې د ګرين کارت لپاره غوښتنه وکړم؟

دلته څو ډوله خلک شته چې د ګرين کارت د غوښتني لپاره وړ او په شرایطو برابر وي. هره قضیه مختلفه وي نو مهمه داده چې د یوه منل شوي استازي یا د کډوالۍ د يو وکیل سره په دې موضوع کې کار وکړئ ترڅو هغوی ستاسو سره د ټولو شرایطو په پوهاوي کې مرسته وکړي.

  • د متحده ایالاتو اتباع د کورنۍ غړي او قانوني دایمي اوسیدونکي. که تاسو د متحده ایالاتو د يو تبعه مېرمن/خاوند، اولاد، والدین، کوژدن، يا بالغ ورور یاست یاهم تاسو د دایمي اوسیدونکي شخص مېرمن/خاوند یا ناواده شوی ماشوم یاست، کولی شئ د ګرين کارت غوښتنه وکړئ. د پرمخه بېولو مهالوېش د کورنۍ د غړي په ډول او اصلي هېواد ته په کتو توپیر کوي. له کورنۍ سره د بیا یوځای کېدو پروسې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
  • هغه کډوال یا پناه غوښتونکي چې لږترلږه یو کال په متحده ایالاتو کې د کډوال په توګه پاتې شوي وي، یا لږ تر لږه یو کال مخکې یې پناه اخیستې وي.
  • کډوال کارکوونکي. د کار پر اساس ګرين کارتونه کېدای شي د لومړۍ، دوهمې او دریمي درجې غوره کډوالو کارکوونکو لپاره شتون ولري.
  • د انساني قاچاق، جرم او ناوړه ګټه اخیستنې قربانیان. که تاسو د انساني قاچاق قرباني یاست (T وېزه)، د ځانګړي جدي جرم قرباني یاست (U وېزه)، د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي قانون (VAWA) له مخې د ناوړه ګټه اخیستنې قرباني ياست او یاهم ځانګړی مهاجر ځوان ياست، نو د ګرين کارت د غوښتني لپاره وړ کس ياست.
  • ځانګړي کډوال. د کډوالۍ ځینې ځانګړي کتګورۍ خلک، لکه د افغانستان او عراق څخه د کډوالۍ د ځانګړي وېزې (SIVs) له لاري راغلي کسان، مذهبي کارکوونکي او نور ورته کسان کېدای شي د ګرين کارت لپاره وړ او په شرایطو برابر وي.
  • نور. تاسو کولی شئ د بېلابېلو وېزو برنامه لکه (د لاټرۍ وېزه)، د کیوبا د تعديل قانون، یا هم د ثبت د برنامې له لاري چې تاسو به د ۱۹۷۲ د جنورۍ له ۱ راهیسې په متحده ایالاتو کې په دوامداره توګه ژوند کړی وي، د نورو مستحقو کټګوریو ترڅنګ د ګرين کارت د اخېستلو وړ کس واوسئ.

د ګرين کارت د کټګوريو اړوند په USCIS وېب پاڼه کې نور معلومات ترلاسه کړئ.

د ګرين کارت لپاره د غوښتنلیک مرحلې

کله چې تاسو د ګرين کارت لپاره غوښتنه ليکئ، نو ځيني مهم ګامونه شته چې تاسو يې بايد واخلئ. په یاد ولرئ چې، د ګرين کارت لپاره غوښتنه کول د هر شخص انفرادي حالت ته په کتو توپیر کوي.

1. لومړی بايد ځان په دې ډاډه کړئ چې تاسو د ګرين کارت لپاره په شرایطو برابر یاست. د ګرين کارت لپاره غوښتنه کول یوه پیچلې پروسه ده او که ستاسو غوښتنليک رد شي، نو په متحده ایالاتو کې ستاسو حالت کېدای شي په خطر کې شي.

دا مهمه ده، مخکې له دې چې تاسو د ګرين کارت لپاره غوښتنه وکړئ په دې اړه له يو وکيل يا د DOJ (د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت) د يو معتبر استازي سره خبرې وکړئ.ستاسو سره د مرستي لپاره په ټول هېواد کې وکیلان او غیر انتفاعي سازمانونه شته.

مهمه يادونه: که تاسو د نورو شرایطو له مخې وړ کس هم ياست، بيا هم ځینې داسي حالات شته لکه په جرمي فعاليتونو کې ښکېلېدل، چې ستاسو غوښتنليک په خطر کې اچولی شي. یو قانوني استازی کولی شي ستاسو سره د غوره اختیاراتو په ټاکلو کې مرسته وکړي.

2. د وېزې لپاره غوښتنه (که اړتیا وي). په ډیری مواردو کې، هغه څوک چې ستاسو ضمانت کوي (لکه د کورنۍ غړی یا کار ګومارونکی) ستاسو لپاره د وېزې غوښتنلیک بشپړوي، چې همدې ته غوښتنه ویل کیږي.

که تاسو کډوال یا پناه غوښتونکی یاست، یا تاسو لا له مخکې وېزه لرئ، کولی شئ چې دا مرحله پریږدئ او د ځان لپاره مستقیم د USCIS سره د ګرين کارت غوښتنلیک ثبت کړئ. د دې پروسې په اړه نور معلومات لاندې وګورئ .

3. غوښتنه وکړئ. وروسته له دې چې USCIS ستاسو غوښتنلیک ومني او ستاسو په کتګورۍ کې وېزه موجوده وي، نو تاسو به يا د USCIS سره د خپل حالت د بدلون لپاره غوښتنلیک وسپارئ او يا هم د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت څخه د کونسلي پروسې د اجرأتوغوښتنه وکړئ.

د خپل غوښتنليک د سپارلو پر مهال بايد تاسو د نوم لیکنې لپاره فيس ورکړئ یا هم کولی شئ د فیس د معاف کولو غوښتنه وکړئ. که ستاسو غوښتنلیک رد شي، دا فيس بېرته تاسو ته نه درکول کېږي، نو مهمه داده چې يواځي هغه مهال غوښتنليک وسپارئ چې تاسو ټاکل شوي شرایط پوره کړي وي. (یادونه – د مهاجرینو لپاره فیس معاف دی) .

4. د شواهدو لپاره غوښتنو ته ځواب ووایاست (که کومه یوه غوښتنه مو ترلاسه کړي وي) . وروسته له دې چې تاسو خپل غوښتنلیک وسپارئ له تاسو څخه به د اضافي اسنادو او توضیحاتو د وړاندې کولو غوښتنه هم وشي. ټولې غوښتنې داسي نه دي چې شواهد به پکې وړاندې کوئ.

5. بایومتریک. تاسو ته به د خپلو ګوتو د نښو (بایومتریک)، انځورونو او لاسلیک د وړاندې لپاره وخت درکړل شي.

6. مرکه. په پایله کې، په ډیری مواردو کې مخکې له دې چې ستاسو د قضیې په اړه وروستۍ پریکړه وشي تاسو به د کډوالو چارو د يو مدير یا د کونسلګرۍ د يو مسؤول چارواکي سره مرکه ولرئ.

د پر مخ وړلو وختونه

تاسو کولی شئ هر وخت د USCIS وېب پاڼه کېخپل حساب ته د ننوتو له لارې د خپلې قضیې حالت وګورئ.

د ګرين کارت او وېزې د غوښتنلیک د پر مخ وړلو وخت د غوښتنلیک ډول، اصلي هېواد او د ګټه اخېستونکي شخص عمر ته په کتو سره توپیر لري. کېدای شي د ځینو غوښتنليکونو پر مخ وړل له یو کال څخه لږ وخت ونیسي، په داسې حال کې چې د نورو – په ځانګړي توګه د کورنۍ د ليري غړو لپاره – څو کاله وخت نیسي.

تاسو کولی شئ د USCIS وېب پاڼه کې د پر مخ وړلو د وختونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره ګرين کارتونه

کډوال او پناه غوښتونکي

کډوال او پناه غوښتونکې د رارسیدو یا د پناه د غوښتنلیک منلو څخه یو کال وروسته کولی شي د I-485 فورمې په کارولو سره په خپله د ګرين کارت اخېستلو لپاره اقدام وکړي.

د غوښتنلیک سربیره، تاسو باید طبي معاینه هم بشپړه کړئ او د ډاکټر I-693 بشپړه فورمهولرئ. که تاسو د يو کډوال په توګه متحده ايالاتو ته راغلي ياست نو د I-485 فورمې د ډکولو لپاره د غوښتنلیک فیس نه شته.

د ګرين کارت د غوښتلو لپاره، تاسو باید لاندې شرایط پوره کړئ:

  • د کډوال په توګه د منل کېدو يا پناه اخېستلو څخه وروسته تاسو بايد لږترلږه يوکال په متحده ایالاتو کې په فزيکي شکل پاتي شوي ياست.
  • تاسو به په متحده ایالاتو کې خپل د کډوالۍ یا پناه غوښتونکي حالت ساتلی وي.
  • اوسمهال متحده ایالاتو ته د منلو وړ واوسئ. ډیر داسي دلایل شته چې ولې یو څوک متحده ایالاتو ته د منلو وړ نه وي . کېدای شي په ځینو مواردو کې معافیت هم شتون ولري. که تاسو متحده ایالاتو ته د رارسېدو وروسته په کوم جرم کې دخیل یاست، نو دا ډېره مهمه ده چې د خپل غوښتنلیک لپاره قانوني مرسته وغواړئ.

تاسو کولی شئ په USCIS وېب پاڼه کې د کډوالو یا پناه غوښتونکو لپاره د ګرين کارت د غوښتنلیک اړوند نور معلومات ترلاسه کړئ. همداراز تاسو کولی شئ د I-693 فورمې اړوند ډېر څه زده او راښکته کړئ.

څوک له ما سره مرسته کولی شي؟

د داسي چا له مرستي پرته چې هغه په قانون او پروسه پوهېږي د قانوني اسنادو د کارونو ترسره کول ډېر ستونزمن کېدای شي. مرستندويه شخص کېدای شي د کډوالۍ وکیل یا داسي قانوني استازی وي چې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت له لوري منل شوی وي.

که تاسو د بیا میشتېدو ادارې یا د کډوالۍ چارو مسلکي شخص ته لاسرسی نه لرئ چې در سره مرسته وکړي، نو مهرباني وکړئ مخکې له دې چې غوښتنيک وسپارئ قانوني مرسته ترلاسه کړئ.

یادونه: ټول وکیلان د کډوالۍ د چارو وکیلان نه دي. دا مهمه ده چې د داسي چا سره کار وکړئ چې هغه د کډوالۍ او تابعيت په قانون کې تصدیق اخېستی وي.

یو اېس اې هېلو ځيني اساسي معلومات چمتو کړي ترڅو له تاسو سره د دایمي اوسېدو د غوښتنليک د پروسې په پېژندلو کې مرسته وکړي. موږ قانوني کارپوهان نه یو او موږ نه شو کولی له تاسو سره ستاسو د غوښتنلیک په بشپړولو کې مرسته وکړو.

دا چې د I-485 فورمې په کارولو سره د ګرين کارت لپاره څنګه غوښتنه وکړئ، په اړه يې دا وېډیو وګورئ

(https://youtu.be/N7ctwUGk2Bs)

د کډوالۍ له درغلیو ځان وساتئ

له بده مرغه، ځینې کسان هڅه کوي چې له هغه خلکو څخه چې هغوی په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د امتيازاتو لپاره غوښتنه کوي پیسې یا شخصي معلومات واخلي. دا ډېره مهمه ده چې د مرستي غوښتلوپر مهال بايد تاسو خپله څېړنه او معلومات وکړئ او د قانوني مرستې غوښتنه وکړئ.

دا چې څنګه د کډوالۍ له درغليو ځان وساتئ، په دې اړه مو دلته د فدرالي سوداګرۍ کمیسیون (FTC) له لوري ځيني سپارښتنې را اخېستي دي:

  • د قانوني یا کډوالۍ اړوند مرستې لپاره داسي شخص چې تصديق و نه لري يا وړ کس نه وي، په کار مه ګمارئ. تاسو بایدد منل شوي استازي یا د کډوالۍ وکیل څخه مرسته وغواړئ.
  • خالي فورمې يا د ځان په اړه د غلطو معلوماتو فورمې او اسناد مه لاسلیکوئ. که تاسو په فورمه نه پوهیږئ، بايد له یو باوري کس څخه وغواړئ چې د اسنادو په ژباړلو کې له تاسو سره مرسته وکړي.
  • د کډوالۍ د فورمو د ترلاسه کولو لپاره پیسې مه ورکوئ – دا فورمې د هرچا لپاره وړیا دي.
  • په یاد ولرئ چې د غوښتنلیک فیس په مستقیم ډول USCIS ته ورکول کیږي.
  • که تاسو د توپیري لاټرۍ په وېزه کې برخه اخلئ، نو د خپل حالت ( د وېزې) معلومولو لپاره يواځینۍ لار داده چې دغه وېب پاڼې ته ورشئ: dvlottery.state.gov.

ستاسو د ګرين کارت په اړه ګټور معلومات

زه باید کله خپل ګرین کارت نوی یا تبدیل کړم؟

تاسو باید خپل ګرين کارت په هغه صورت کې نوی کړی چې:

  • تاسو ته د ۱۰ کلونو لپاره اعتبار لرونکی صادر شوی کارت یا ختم شوی وي یا په ۶ میاشتو کې يې د اعتبار موده پای ته رسیږي.
  • ستاسو کارت ورک شوی، غلا شوی یا زیانمن شوی وي.
  • ستاسو په کارت کې معلومات غلط یا بدل شوي وي.

د خپل د ګرين کارت د بدلولو لپاره نور دلایل وګورئ.

څرنګه کولی شم خپل ګرین کارت نوی کړم؟

د ګرين کارت د نوي کولو یا خپل ګرين کارت د بدلولو لپاره تاسو اړ ياست چې I-90 فورمه (د دایمي اوسیدونکي کارت بدلولو غوښتنلیک) د پلي کېدونکي فیس سره يوځای ډکه کړئ.

آیا کولی شم په هغه صورت کې چې ګرین کارت مې د پر مخ وړلو په حالت وي سفر وکړم؟

دا مهمه ده چې له سفر وړاندې د USCIS څخه اجازه ترلاسه کړئ.

که تاسو په داسي حالت کې چې ګرين کارت مو د پرمخ وړلو په حال کې وي له هېواد څخه ووځئ او تاسو ته د وتلو اجازه هم نه وي درکړل شوې، په دې صورت کې دا امکان شته چې ستاسو د غوښتنليک کار پرېښودل شي. د نورو معلوماتو لپاره په USCIS پاڼه کې د I-131 فورم د سفري اسنادو د غوښتنلیک څخه لیدنه وکړئ.

زما د پروسې د جريان په صورت کې که زه خپله پته بدله کړم، څه به پېښ شي؟

که تاسو بل ځای ته کډه شوئ، باید په ۱۰ ورځو کې USCIS ته په دې اړه خبر ورکړئ، ترڅو ستاسو په قضيه کې د بدلون اړوند خبرتيا ترلاسه کړئ.

د متحده ایالاتو په پوستي خدماتو کې ستاسو د پتې بدلون په USCIS کې ستاسو معلومات نه تازه کوي. تاسو کولی شئ خپله پته په USCIS کې د خپل انلاین حساب په کارولو سره یا د دوی دپتې د بدلولو د پاڼې له لاري تبدیل کړئ.

د دې پاڼې معلومات دUSCIS او نورو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. دا معلومات د لارښوونې په توګه دي او د امکان ترحده وخت پر وخت نوي کیږي. یو اېس اې هېلو نه خپله قانوني مشوره ورکوي، او نه هم بايد زموږ مواد د قانوني مشورې په توګه وکارول شي. که تاسو د وړیا، یا ټيټ لګښت اخېستونکي وکیل، یا قانوني مرستې په لټه کې یاست، موږ کولی شو دوړیا او ټيټ لګښت د قانوني خدماتو په موندلو کې له تاسو سره مرسته وکړو.