د بې ځایه شویو افغانانو لپاره سرچینې چې مرستي ته اړتيا لري

دا پاڼه په دې هم ژباړل شوې ده:

دلته به تاسو د تخلیی د وضعیت پورې اړوند معلومات ومومئ، چی څرنګه د امريکی. کانګريس , د وتلو په مشوره, ډیجیټل هویت ساتنه, د ویزو د ويزو برنامي ډولونه چي شتون لري, او مدد امريکي ته په رسیدلو کی مرسته کولای شی. د امريکی د کډوالۍ کانګرس څخه مننه چی د دې پاڼي لپاره یی ارزښتمنی سرچینی شریکی کړیدی.

 


FindHello CTA map
FindHello

تاسو ته د نږدې مرستې او سرچینو د لټون لپاره فاینډ هېلو وکاروئ. په خپله ټولنه کې د دندې لپاره مشورې، وکیلان، روغتیايي پاملرنه، د انګلیسي ټولګي او نورو خدماتو لپاره لټون وکړئ.

خپل لټون پیل کړئ

د تخلیی وضعيت

امريکه او ملګري هیوادونو یی د زرګونو افغانانو ایستلو ته دوام ورکوي. د اګست 27، 2021 پورې، شاوخوا 105،000 افغانان ایستل شوي دي. د ایستلو هڅې به د اګست 31، 2021 تر نیټې پورې دوام ولري.

ډیر افغانيان چې امريکي ته رسیږی به د مشروط او ازادو بشری مرستو د ترلاسه کولو وضعیت ولري، کوم چې د لنډمهاله ساتنی وړاندیز کوي. د اوسني مقرراتو لاندې، که چيري تاسو د مشروط او آزاد بشري مرستو وضعيت لاندې راشئ تاسو به اړتیا ولرئ چي د پناه یا بل وضعيت لپاره غوښتنه وکړئ. تاسو باید ژر تر ژره پدې پروسې کی د مرستې موندلو لپاره قانوني مرستی په لټه کی شی. تاسو کولی شئ دلته د کډوالۍ وکیل په ImmigrationLawHelp.com يا په CLINIC قانوني لارښود کی ومومئ. تاسو کولای شئ اضافي حقوقي سرچینې په بیله بیا د انګلیسي ژبې ټولګي، ټولنیز خدمات او نور په خپله نوې ټولنه کې وګورئ، زموږ FindHello آپلیکیشن وکاروي چی آنلاین یا د ډاونلوډ لپاره شتون لري.

آيا د امريکا. کانګرس به په امریکا کې د افغانانو سره د مرستې لپاره قانون تصویب کړي؟

دا تمه کیږي چې کانګرس به څو بیلونه معرفي کړي ترڅو د افغانيانو لپاره چي امريکي تا راځي د وضعیت په تنظیمولو سره به یو مستقیم سیسټم رامینځته کړي. موږ به دا پاڼه تازه کړو کله چې نور معلومات شتون ولري.

سرچيني

پدې پاڼه کې سرچینې د امريکي د کډوالۍ شورا (RCUSA) لخوا راټول شوي دي او د USAHello لخوا ژباړل شوي دي. USAHello ویاړي چې د RCUSA د غیر انتفاعي سازمانونو ملي ایتلاف غړی دی دا د مهاجرینو، بی ځایه شوو، پناه غوښتونکو او نور په جبري توګه بې ځایه شوي نفوس ساتنې او هرکلي ته ښه راغلاست وایی او وده ورکوي.

د اشخاصو لپاره اضافي سرچینې چې غواړي د افغانانو سره ملاتړ وکړي،او په وکالت کې مشارکت او د ټاکل شوي چارواکو لپاره سرچینې په RCUSA’s ويب سائټ کی شتون لري.

په افغانستان کې مرسته

د وتلو مرسته

د ډیجیټلی پیژندنو ساتنه

حقوق بشر لومړی ستاسو د آنلاین پیژندنې ساتنې لپاره د ګامونو اخیستلو سرچینې وړاندیز کوي

که چيري تاسو د ویزې د برنامو څخه د یو لپاره هم وړ یاست پری پوه شی

امريکي ته د افغانيانو د راتګ لپاره ځینې ځانګړي برنامې شتون لري. مهرباني وکړئ د دی په اړه ځان لاندې پوهه کړي.

د مهاجر ځانګړي ویزه (SIV)

د SIV د ویزې برنامه د هغو افغان اتباعو لپاره شتون لري څوک چې په افغانستان کې د امريکا د حکومت یا د هغه د کومی برنامی لخوا استخدام شویوی.

دا برنامه د دې لپاره ده چې هغه کسانو ته اجازه ورکوي چې وړ دي، او د دوی د کورنۍ مستقیم غړي، چی د مستقیم میشت کیدو لپاره امريکي ته غوښتنه وکړي. دوی اړتیا نلري د UNHCR راجع کولو ته انتظار وکړي.

وروسته لدې چې د دوی قضیې تصویب شې، SIVs د ځایی میشته کیدو دفتر څخه میشت کیدو خدمات ترلاسه کوي.

نور زده کړي:

لومړیتوب 2 د (P2) برنامه

P2 د افغانستان د مشخصو اتباعو لپاره نوی نوم دی. د P2 نومول پدې معنی دي چې دا د امريکا حکومت لپاره د “ځانګړې توجو” یوه ډله ده.

د P2 لقب په افغانستان کی هر هغه څوک چې د SIV برنامې لاندې نه راځي لپاره دی. P2 کې د افغانستان ملتونه شامل دي کوم:

  • چي د SIV د خدمت-لږترلږه-وخت اړتیا نه پوره کوئ، او
  • هغه چا چې په افغانستان د امريکي لپاره په دسنیو یا غیر-دولتي ادارو کې کار کړی وي دی.

وروسته لدې چې د دوی قضیې تصویب شې، P2s د ځای میشته کیدو دفتر څخه د بیا میشته کیدو خدمات ترلاسه کوي.

نور زده کړي:

بشردوستانه مشروطه آزادی

د ډیری افغانيانو لپاره چې امريکي ته راځي، دوی به احتمالا په پیل کې د خواخوږي په لټه کې وي.

بشردوستانه مشروطه آزادی یو لنډمهاله حالت دی چې غوښتونکی ته اجازه ورکوي په امريکه کې تر 365 ورځو پورې پاتې شي پداسې حال کې چې د اوږدې مودې د حل لپاره غوښتنه کوي.

د اوسني قانون له مخې، آزادی غوښتونکي یوازې د کاري واک لپاره غوښتنه کولی شي، دوی کولی شي یوازې د کډوالو د بیا میشته کیدو خدماتو یا ګټو ته لاسرسی ومومي خو کله چې دوی ته جلا حیثیت ورکړل شي (لکه پناه غوښتونکي کس، SIV، او نور).

نور زده کړي:

پناه

تاسو کولی شئ په امريکه کې د پناه غوښتنه وکړئ یا امريکی ته د ننوتلو په بندر کې.

یو کس کولی شي په امريکه کې د پناه غوښتنه وکړي که چیرې دوی د کډوال د تعریف معیار پوره کړی. نور زده کړی ددی په اړه چې کډوال څوک دی.

پناه غوښتونکي کولی شي د کار اجازه وغواړي پداسې حال کې چې د خپلی قضیې په اړه وروستۍ پریکړې ته انتظار کوي. یوځل چې دوی د پناه غوښتنه منظور شي، دوی کولی شي د ځایی میشته کیدو دفتر څخه خدمات ترلاسه کړي.

دا په یاد ولرئ، تاسو کولی شئ چی د کډوالۍ وکیل په لټی سره د يوي برنامې لپاره د غوښتني کولو قانوني مرستې ومومئ پهImmigrationLawHelp.com یا د باور وړ غیر انتفاعي اداري په CLINIC قانوني لارښود.

هغه افغانان چې د بريتانيا لپاره يي کار کړي دي

ريتانيا کي ميشتیدو پروګرام په اړه نور معلومات برلاسه کړی .

امريکه تا په رسيدلو سره

د هوائي ډګر مرسته

د سرچينو ټولګه

*دا پاڼه به تازه شي که چيري نور معلومات شتون ولري.