شریکول

د مهاجرت وضعیت او د افغانانو لپاره ګټې

متحده ایالاتو ته اخراج شوي افغانان د کډوالۍ مختلف حالتونه لري. د SIV پروګرام، مشروطه ازادي، پناه او نورو حالتونو باندي ځان پوه کړئ. دا زده کړئ چې په متحده ایالاتو کې د دایمي پاتې کیدو لپاره بايد تاسي نور کوم ګامونه واخلئ. همدارنګه، د شته امتيازاتو او خدماتو يو ګټور لیست ومومئ.

په اساس دي دسمبر 1, 2023

د افغانانو اړوند د قانوني حالت ډولونه

د تخليې له لاري ايستل شوي افغانان کولای شي د مشروط بشردوستانه خونديتوب، د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV)، پناه غوښتني، د کډوالۍ وضعیت یا لنډمهاله خوندي حالت (TPS) ولري.په متحده ایالاتو کې افغانان د کډوالۍ بېلابېل قانوني دریځونه لري. له هېواده ډیری ايستل شوي افغانان باید د کډوالۍ د اضافي قانوني دریځ لپاره ځانونه ثبت کړي چې دا حیثیت دوی ته اجازه ورکوي چې په متحده ایالاتو کې د تل لپاره پاتې شي. 

د افغانانو لپاره د USCIS په معلوماتو کې رسمي لارښووني پیداکړئ. 

تاسو کولای شي په یو وخت کي تر یوه نه زیات د لوړ ذکر شوي قانوني حالتونو لپاره درخواست وکړئ. د پناه غوښتني او یا مؤقت خونديتوب درخواست به ستاسو د «SIV» پروسه د ځنډ سره مخ نه کړي. افغانانو ته سپارښتنه کیږي چې ژر تر ژره د کډوالۍ د اوږدمهاله دریځ لپاره خپل غوښتنلیکونه ورکړي.

حقوقي مرسته د  Project Afghan Legal Assistance افغان حقوقي مرستې پروژې (PALA) او  Immigration Legal Services for Afghan Arrivals د افغان راتګ لپاره د مهاجرت حقوقي خدماتو (ILSAA) لخوا هم وړاندیز کیږي.

بشردوستانه اقامه

که تاسو د یو بشردوستانه اقامې لرونکي یاست چې د SIV (د کډوالۍ ځانګړي وېزې) د برنامې لپاره پر شرايطو برابر نه یاست، نو ستاسو د کډوالۍ دریځ لنډمهاله دی. د کډوالۍ دغه حیثیت 2 کاله دوام کوي. تاسو کولی شئ د بیا پیرول لپاره غوښتنه وکړئ ترڅو په لنډمهاله توګه خپل محافظت وغځوي پداسې حال کې چې تاسو د بل حالت لپاره غوښتنه کوئ.

د بشردوستانه اقامې لرونکي کسان نه شي کولی چې ګرین کارټ ترلاسه کړي. د قانوني اوږمهاله استوګنې د ترلاسه کولو لپاره بايد تاسو د کډوالۍ په یوه بېل دریځ سره ومنل شئ. د هغو افغانانو لپاره چې د بشردوستانه اقامې لرونکي دي، ښه انتخاب دا کېدای شي چې د پناه غوښتنه وکړي.

د مشروط بشردوستانه خونديتوب لرونکي افغانان چې د بیا پیرول، پناه غوښتنې، یا د دوی د حالت اړوند د نورو سمونونو لپاره د پاتې غوښتنلیکونو سره سره اوس هم امتيازات ترلاسه کولای شي، آن که ستاسو د مشروط بشردوستانه خونديتوب اوسنۍ موده پای ته هم ورسیږي.

بیا پیرول د پروسه

که تاسو د Operation Allies Welcome د عملیاتو متحدینو ته ښه راغلاست  تاسو کولی شئ د بشردوستانه اقامې لپاره بیاځل غوښتنه وکړئ .له لارې بشردوستانه پیرول لرئ  نو تاسو به وکولی شئ دد بیا پیرول غوښتنه وکړئ کله چې ستاسو پارول پای ته ورسیږي. دا غوښتنې د قضیې په اساس په پام کې نیول کیږي. که ستاسو غوښتنه ومنل شي تاسو  کولی شئ په متحده ایالاتو کې د 2 نورو کلونو لپاره په قانوني توګه ژوند کولو او کار کولو ته دوام ورکړئ. تاسو به بیا هم د ORR خدماتو لپاره وړ یاست.

تاسو اړتیا نه لرئ د لنډمهاله اقامې لپاره بیاځلي غوښتنه وکړئ که چېرې تاسو:

  • د پناه غوښتنې غوښتنلیک یا د کډوالۍ د دریځ غوښتنلیک یې تر کار لاندې وي
  • د پناه غوښتنې یا AOS لپاره مو مخکې له دې چې ستاسو لومړنۍ لنډمهاله اقامه پای ته ورسیږي، غوښتنلیک سپارلی وي

د بشردوستانه اقامې د بياځلي غوښتنليک د ثبتولو لپاره تاسو باید I-131 اصلاح شوې فورمه ډکه کړئ او اړونده ادارې ته يې وسپارئ. کولی شئ دا فورمه په انلاین یا د پوستي پتې له لارې ولېږئ. په I-131 فورمه کې به د بشردوستانه اقامې د بياځلي غوښتني او ستاسو د کار لپاره د اجازې د تمدید غوښتنه شوې وي. نورو فورمو ته اړتیا نه شته.

د فورمې د ډکولو لپاره کوم لګښت نه شته. دا وړیا ده.

د بشردوستانه اقامې د بياځلي غوښتني اړوند لارښوونې:

  • خپل EAD کارت (د دندې د جواز سند) وګورئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې معلومات يې له هغو سره سمون لري چې تاسو په اړونده فورمه کې ورکړي دي. په دې کې ستاسو د نوم املا، د زېږېدو نېټه، او A-number (د بهرنیو متحدینو د ثبت شمېره) شامله ده.
  • په انلاين بڼه د فورمې ډکول کولی شي د معمولو تېروتنو په مخنيوي کې مرسته وکړي. که تاسو غواړئ یاده فورمه په انلاین بڼه ډکه کړئ، نو بايد د myUSCIS حساب ولرئ. 
  • څومره ژر چې کېدای شي بايد فورمه ډکه کړئ ترڅو ستاسو د کډوالۍ په دریځ کې د تشې د رامنځته کېدو خطر له منځه ولاړ شي او همداراز امتيازاتو او خدماتو ته مو لاسرسی پرځای پاتي شي. 
  • که تاسو د کډوالۍ د بل دریځ لکه پناه غوښتني لپاره په متحده ايالاتو کې د پاتي کېدو غوښتنليک ترکار لاندې وي، بیا هم کولی شئ د بشردوستانه اقامې لپاره غوښتنه وکړئ.
  • دې پروسې ته د ځان چمتو کولو لپاره د اسنادو لېست وګورئ، چې په دې کې ستاسو د EAD (د دندې د جواز سند) او د I-94 یوه کاپي شامله ده. (دا لېست په دري / Dari او پښتو / Pashto ژبو هم شته )
  • دغو ډیری پوښتل شویو پوښتنو ته بیاکتنه وکړئ  
  • د USCIS لارښود پاڼه وګورئ

د کډوالۍ ځانګړې وېزه (SIV )

که تاسو په افغانستان کې لږ تر لږه د یو کال لپاره د متحده ایالاتو د دولت، د متحده ایالاتو د قراردادي یا هم اېتلافي ځواکونو له لوري په دنده ګمارل شوي یاست، نو کولی شئ د SIV (د کډوالۍ د ځانګړي وېزې) لپاره غوښتنه وکړئ. کله چې تاسو د I-360 SIV تاييد شوی سند ولرئ، نو کولی شئ د I-485 فورمې سره د ګرين کارټ لپاره غوښتنه وکړئ. 

هغه افغانان چې د SIV (کډوالۍ ځانګړي وېزه) لري د ګرين کارټ د غوښتني لپاره يې کوم فیس نه شته. همداراز به ستاسو د پروسې وخت هم چټک وي. دا پروسه به نږدې 6 میاشتي وخت ونیسي.

د پناه غوښتنه

که تاسو په افغانستان کې ځورول کېږئ او له دې څخه د خلاصون لپاره اړ شوي ياست چې افغانستان پرېږدئ او تاسو د SIV (د کډوالۍ ځانکړې وېزې) یا د کډوال دریځ نه لرئ، نو ښايي تاسو د پناه غوښتني لپاره وړ شخص یاست. پناه غوښتنه یوه اوږده پروسه ده خو دا په قانوني توګه په متحده ایالاتو کې د دایمي پاتې کېدو لپاره لار هواروي.

په عمومي توګه باید تاسو خپل غوښتنلیک د امریکا متحده ایالاتو ته له رسېدو څخه وروسته د یوه کال په ترڅ کې وسپارئ. که تاسو د بشردوستانه اقامې له پای ته رسېدو وړاندې د پناه غوښتنه کوئ، نو ښايي تاسو یو کال وروسته د همدې غوښتني وړ اوسئ . 

دلته زده کړئ چي څنګه پناه اخیستلو ته درخواست وکړئ. تاسو باید آمریکا ته د راتګ د یو کال په دننه کي خپل غوښتنلیک و سپارئ. ښایی دغه یو کلني ضرب الاجل «ټاکلې مودې» څخه استثنا و اوسی په دې شرط چي د پیرول د ویزې د وخت د ختمیدو تر مخه درخواست وکړئ. 

(https://www.youtube.com/watch?v=GXL_oR1psVI&feature=youtu.be)

کډوال

کله چي تاسو متحده آیالتونو ته د کډوال په توګه داخل شي، تاسو کولای شي خپل د راتګ څخه یو کال وروسته و ګرین کارډ ته درخواست وکړئ. ستاسو د ځای پر ځای کولو سیمیزه اداره یا اجنسي کولای شي تاسو ته د قانوني مرستې او غوښتنلیک په برابرولو کي زمینه مسائیده کړي.

مؤقت خوندي حالت «TPS»

مؤقت خوندي حالت یا «TPS» تاسو ته د آمریکا په متحده آیالتونو کي د موقت وخت لپاره د پاته کیدو اجازه در کوي. تاسو کولای شي د مؤقت خوندي حالت د بل قانوني حالت تر څنګ ولري. که چيری تاسو یوازي مؤقت خوندي حالت ولرئ، تاسو نه شي کولای ګرین کارډ ته درخواست وکړئ. 

 د افغانستان لپاره د مؤقت خوندي حالت ته ددرخواست  په اړه معلومات. 

که چيری تاسو خپل ادرس تغیر کړي، باید د ۱۰ ورځو په جریان کي د آمریکا د مهاجرینو ادارې یا «USCIS» ته احوال ورکړئ. دا تغیر که د لنډ وخت د پاره هم وي. تاسو کولای شي د آدرس د تغیر لپاره د «USCIS Change Address form» څخه استفاده وکړئ.

د کار جواز

تاسو کولی شئ د کار جواز، یا د کار د اجازې د سند (EAD) لپاره غوښتنه وکړئ که چېرې تاسو د کډوالۍ یو وړ دریځ لرئ. په دې کې کډوال، پناه غوښتونکي، لنډمهاله خوندیتوب ترلاسه کوونکي، او د لنډمهاله اقامو یا پارول درلودونکي شامل دي. د غوښتنلیک د پروسې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

USCIS به د هغو افغان لنډمهاله اقامه یا پارول لرونکو لپاره د هغوۍ د اقامې او کار کولو د اجازې اسناد تمدید کړي چې:

  • د پناه غوښتنې غوښتنلیک یا د کډوالۍ د دریځ غوښتنلیک یې تر کار لاندې وي
  • د پناه غوښتنې یا AOS لپاره یې مخکې له دې چې لومړنۍ لنډمهاله اقامه یې پای ته ورسیږي، غوښتنلیک سپارلی وي

په امریکا کې له افغانانو سره مرسته

د  Virtual Resettlement Line VRL))د مجازی بیا میشتیدنې کرښه د هر هغه افغان لپاره سرچینه ده چې تر اوسه پورې د بیا میشتیدنې ادارې سره تړاو نلري یا څوک چې د ګټو یا سرچینو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. تاسو کولی شئ   212-551-3010ته زنګ ووهئ یا [email protected] ته بریښنالیک ولیږئ ترڅو د دري او پښتو ژبو کارمندانو سره اړیکه ونیسئ. 

USCIS په بیلابیلو ښارونو کې د  افغان ملاتړ مرکزونه Afghan Support Centers هم لري ترڅو تاسو سره ستاسو په آړشنونو پوهیدو او د مستقیم خدماتو غوښتنه کولو کې مرسته وکړي. 

عامه ګټې

که تاسو کډوال، پناه غوښتونکي، د مهاجرت ځانګړي وېزې (SIV) لرونکي ياست، یا د بشردوستانه وېزې لرونکی حالت لرئ، تاسو کولای شئ د بیا میشتیدنې خدمات او هغه عامه ګټې ترلاسه کړئ چې ستاسو سره ستاسو په نوې ټولنه کې د میشتېدو په چارو کې مرسته کوي.

تاسو باید د دې ګټو او امتيازاتو د وړتیا لپاره د 2021 د جولای د 31 او 2023 کال د سپټمبر د 30 ترمینځ متحده ایالاتو ته د بشردوستانه وېزې لپاره منل شوي یاست. که تاسو د سپتمبر 30، 2023 وروسته پارول شوي یاست، یوازې لاندې خلک کولی شي عامه ګټې ترلاسه کړي:

که تاسو د 2023 کال د اکتوبر له 1 څخه وروسته متحده ایالاتو ته د بشردوستانه وېزې لپاره منل شوي یاست، تاسو باید د لاندې حالاتو څخه په یوه کې ياست:

  • د هغه افغان شخص میړه یا ښځه او يا هم ماشوم چې هغه بشردوستانه وېزه ولري
  • د هغه ماشوم مور يا پلار او یا هم قانوني سرپرست چې د بشردوستانه وېزې حالت ولري او بې ملګری وي

نور ټول هغه افغانان چې د 2023 کال د اکټوبر له 1 نیټې وروسته په متحده ایالاتو کې د بشردوستانه وېزې حالت ولري د بیا میشتیدنې خدماتو او عامه ګټو لپاره وړ نه دي. دا ګټې د لنډمهال خونديتوب حالت TPS لرونکو کسانو ته نه وړاندې کیږي.

په دې ډله کې لاندې امتیازات شامل دي:

د فامیل سره یو ځای کیدل

تاسو کولائ شي د خپل میرمن/خاوند یا ماشوم چي عمر یې تر ۲۱ کلونو کم وي، امریکا ته د راوستو لپاره درخواست وکړي. نور معلومات دلته زده کړئ. 

  • د ګرین کارډ لرونکي د «Form I-130» فورمه ډکوي
  • کډوال او پناه غوښتونکي «Form I-730» فورمه ډکوي
  • د SIV کرین کارت لرونکي د I-824 فورمې فایل کې
  • پیرولي «DS-4317» فورمه ډکوي

اساسي اړتیاو مرسته 

کله چي تاسو د لوموړي ځل لپاره را ورسیږي، ستاسو سره د کور، خوړو، او د آمریکا متحده آیالتونو د کلتور سره د اشنایي، او نورو اساسي اړتیاوو په برخه کي مرسته کیږي. د لومړی ۳۰-۹۰ ورځو پوری دغه مرستي د کډوالو د ځای پر ځای کولو ادارو لخوا د «ښه راغلاست او ځای پر ځای کولو خدماتو» یا «R&P» او د افغانانو د بشردوستانه پيرول مرستندویه پروګرام «APA» له لارې وړاندي کیږي.

د بیا مېشتېدنې اړوند مرسته د یوې کډوالې ادارې یا اجنسي لخوا وړاندي سي او یا هم د ټولني د رضا کارانو له خو.

(https://youtu.be/zEedmFY78xs)

ټولنیز خدمات 

د کډوالو د ځای پر ځای کولو اداره یا «ORR» د وظیفو په موندلو، د کیسونو په تنظیم، د انګلیسي ژبې د زده کړي په برخه کي د کډوالو د ځای پر ځای کولو ادارو او اجنسیانو او یا هم ټولنیز انجوګانو له لارې دوامداره مرسته وړاندي کوي.

دا اوږد مهاله خدمات ځای تر ځایه فرق کوی.  

عامه نغدي مرستې

د لوموړي ځل د راتګ سره ښایي تاسو نغدي مرسته تر لاسه کړئ. د نغدي مرستئي اندازه او دا چي د څومره وخت لپاره به یې تر لاسه کوی هغه ستاسو د فامیل د غړو د شمېر، عمر، او په هغه سیمه پوره اړه لري چيری چي تاسو اوسیږئ. کله چي تاسو وظیفه تر لاسه کړي د دغو نغدو پیسو اندازه یا هم کمیږي او یا هم قطع کیږئ. 

په عامه نغدي پروګرام کي لاندي موارد شامیل دی:

  • د «ORR» د کډوالو د نغدي مرسته «د هغو بالغ کسانو لپاره چي ماشومان نه لري»
  • د اړینو کورنیو لپاره موقتي مرسته یا «TANF» چي د هغو کورنیو لپاره ده چي ماشومان لري
  • ضمیميې امنیتی عاید «Supplemental Security Income» د لوړ سین لرونکو، ړندو او معیوبینو لپاره

روغتیايي پاملرنه او روغیتايي بیمه

د آمریکا په متحده آیالتونو کي، ډیر خلک د خپل روغتیایي اړتیاوو لپاره د روغتیايي بیمې له لارې تادیه کوي. د روغتیايي بیمې ډول بیل وی او هغه ستاسو د استوګني په آیالت او حالاتو پورې اړه لري. کله چي تاسو کار پیل کړئ، ښايې روغتیايي بیمه تاسو ته ستاسو د کاری ځاي لخوا تنظیم شي. افغانان ښايي  government help with healthcare د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د حکومت مرسته

هر څوک کولی شي د ټولنې روغتیایی کلینیک له لارې پاملرنې ته لاسرسی ومومي. که تاسو خپګان یا د تشویش احساس کوئ، زده کړئ چې څنګه د رواني روغتیا مرستې ومومئ.

میاشتنۍ غذايي مرسته

د تغذې ضمیميي مرستندویه پروګرام یا «The Supplemental Nutritional Assistance Program – SNAP» یو دولتي پروګرام دی چي د لارې يې د هغو خلکو د غدايي موادو د رانیولو په برخه کي مرسته کیږي چي په کافی اندازه پیسې نه لري. د کډوالو د ځای پر ځای کولو اجنسی یا اداره کولای شي ستاسو سره و دغه پروګرام ته د درخواست کولو په برخه کي مرسته وکړي.

د دې پروګرام د لارې به تاسو ته د بانک ډیبیټ کارډ ته ورته یو کارډ درکړل شي چي د غذايي موادو په مارکیټونو او دوکانونو کي خوراکي توکي په رانیولای شي. په دغه کارډ کي د پیسو اندازه ستاسو د استوګني په ایالت او ستاسو د فامیل د غړو په شمېر پوری اړه لری. کله چي تاسو وظیفه شروع کړي ښايي د پیسو اندازه را ټیټه شي او یا هم پر مخ بنده شي.

د هغو کورنیو سره مرسته چي ماشومان لري

که تاسو ماشومان لرئ، تاسو کولی شئ د کار کولو په وخت کې د ماشوم پاملرنې لپاره پیسې ترلاسه کړئ.

ښایي تاسو د ماشومانو په نورو چارو لکه مخکنۍ ښوونځی «Preschool»، د کور لیدلو پروګرام، او د غذايي موادو په برخه کي د لاندي پروګرامونو له لاري مرسته وړاندي شي: 

  • هیډ سټارټ «Head Start»
  • مورنۍ، ماشوم، او د ماشومانو د کور لیدني پروګرام «Maternal, Infant, and Early Childhood Home Visiting Program »
  • ځانګړی تغذیوی پروګرام د ښځو او ماشومانو لپاره «WIC»

د وظیفې موندلو په برخه کي مرسته

داسي پروګرامونه شته چي ستاسو سره د وظیفې په موندلو، د ریزومي یا سی وی «resume» په جوړولو، د انګلیسي ژبي زده کړه او د وظیفې لپاره د روزني په برخه کي مرسته کوي. تاسو کولای شي چي خپل د سیمیز کډوالو دفتر یا اجنسۍ، یا سیمیز پروګرامونو لکه د کاری خدماتو د ریاست څخه مرسته تر لاسه کړي.

د کار د اجازه لیک د تر لاسه کولو او کاري فرصتونو ته د ثبت نام کولو په اړه نور معلومات دلته کتلای شئ. 

د کور/اپارتمان نیولو په برخه کي مرسته

که چيری ستاسو عاید لږ وي، کیدای شي ستاسو سره د دولت لخوا مرسته وشي او ستاسو د کور پیسې د «HUD» یا عامه کورنو د مرستندویه پروګرامونو له خوا در کول کیږي. دغه پروګرامونه خورا اوږده د انتظار لیستونه لري او په هر موقیعت کي بیل وي.

د کورنو په اړه نور معلومات دلته کتلای شئ. 

دا مهمه ده چې بايد پوه شئ چې ښايي په متحده ايالاتو کې اړوند خدمات له یو ځای څخه بل ځای ته په کتو توپیر ولري.

ددې پاڼي معلومات له DHS, USCIS, IRAP, CLINIC, MPI, نورو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. زموږ موخه داده چې د پوهاوي لپاره اسانه معلومات وړاندې کړو چې په منظم ډول تازه کیږي. دا معلومات قانوني مشوره نه ده.

شریکول