د کډوالو لپاره وړیا او ټیټ لګښت لرونکي قانوني مرسته پیداکړئ

ایا تاسو د کډوالۍ په غوښتنلیک یا د پناه غوښتنې په پروسه کې مرستې ته اړتیا لرئ؟ د مهاجرینو او کډوالو لپاره وړیا یا ټیټ لګښت لرونکې قانوني مرسته ومومئ. دا چېد قانوني مرستې د ترلاسه کولو ګټې څه دي، څوک کولی شي له تاسو سره د کډوالۍ په اسنادو کې مرسته وکړي، چېرته ارزانه قانوني خدمات موندلی شئ، څنګه له درغلیو څخه ځان خوندي کړئ او داسينورو سرچینو په اړه ډېر څه زده کړئ.


دوې میرمنې د خښتو د دېوال مخې ته پر یو میز باندې مشوره کوي
عکس : iStock / Fizkes

د کډوالۍ د قانوني مرستې ترلاسه کولو ګټې

کوم کسان چې د کډوالۍ غوښتنلیک وړاندې کوي، دوی کولی شي د فورمو د بشپړولو لپاره د کډوالۍ له قانوني مرستو څخه ګټه پورته کړي. د کډوالۍ ډیری فورمې اوږدې او پیچلي وي او دا مهمه ده چې تاسو بايد په بشپړ ډول په هره پوښتنه باندې پوه شئ او د بریالي کیدو لپاره دا زده کړئ چې دې پوښتني ته بايد څنګه ځواب ووایاست.

د يو وړ او منل شوي استازي یا د کډوالۍ له وکیل سره کار کول کولی شي چې:

  • له تاسو سره مرسته وکړي او دا معلومه کړي چې تاسو د کومو امتيازاتو مستحق یاست.
  • له تاسو سره د هرې پوښتنې په پوهیدو او دقیق ځواب ورکولو کې مرسته کوي.
  • د يو بريالي غوښتنليک په چمتو کولو کې درسره سره مرسته کوي.
  • ځان ډاډه کړئ چې، د هغه څه لپاره غوښتنلیک مه ثبتوئ چې تاسو یې وړ نه یاست داسې نه چې خپلې پیسې پکې له لاسه ورکړئ یا د کډوالۍ پروسه په پروسه کې پاتې راشئ.
  • ځان په دې ډاډه کړئ چې د غوښتنليک ثبتول تاسو له هېواده د ایستلو له خطر سره مخ نه کړي. په ځینو مواردو کې، د بېلګې په توګه که تاسو په متحده ایالاتو کې جرمي مخینه ولرئ، نوخوندي لاره دا کېدای شي چې د غوښتنلیک سپارلو څخه وړاندې تاسو يو څو کلونه انتظار وکړئ. د کډوالۍ له يوه کارپوه څخه مشوره وغواړئ.

څوک کولی شي چې زما سره د کډوالۍ په اسنادو کې مرسته وکړي؟

د کډوالۍ اړوند اسنادو کې د مرستي لپاره دلته دوه ډوله مسلکي کسان شته:

  • د عدليې وزارت DOJ له لوري منل شوی استازی
  • د کډوالۍ وکیل (چې د کډوالۍ حقوقي وکیل هم بلل کیږي)

د عدليې وزارت DOJ له لوري منل شوی استازی

د عدليې وزرات DOJ له لوري منل شوی استازی هغه څوک دی چې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت څخه یې د کډوالۍ قانون د عملي کولو لپاره تصديق ترلاسه کړی وي.

د دې تصدیق د ترلاسه کولو لپاره، یو شخص باید د غیر انتفاعي سازمان لپاره کار وکړي، د کډوالۍ قانون اوږدمهاله روزنه بشپړه کړي او د داسي چا تر نظارت لاندې يې کار کړی وي چې هغه په بشپړ ډول منل شوی/یو وکیل وي.

ټول منل شوي استازي د غیر انتفاعي سازمانونو له لارې خدمات وړاندې کوي او دوی نه شي کولی چې ډېر لوړ فیسونه واخلي.

تاسو کولی شئ دلته د باوري سازمانونو لېست ومومئ.

د کډوالۍ وکیل

د کډوالۍ وکیل هغه څوک دی چې د قانون پوهنځی يې لوستی وي او د حقوقو هغه ازموینه یې ورکړې وي چې د کار ساحه یې پر کډوالۍ متمرکزه وي.

دا ډول وکیل کېدای شي په غیر انتفاعي سازمان کې چې هلته فیسونه لږ وي کار وکړي، یا هم کېدای شي د شخصي سوداګرۍ په توګه کار کوي او لوړ فیسونه واخلي. ځینې وختونه کېدای شي دوی وړیا خدمات چې (د پرو بونو په نوم هم یادیږي) وړاندې کړي یا دوی کېدای شي ستاسو د عاید پر اساس له تاسو څخه په تدريجي توګه فيسونه واخلي.

یو څوک چې څارنوال وي خو د کډوالۍ په قانون کې تخصص و نه لري کېدای شي د کډوالۍ اړوند قوانین ونه پیژني، نو غوره به دا وي چې د دا ډول مرستې غوښتنه و نه کړئ.

چېرې کولی شم ارزانه قانوني خدمات ترلاسه کړم؟

تاسو کولی شئ د قانوني مرستې د موندلو لپاره لاندې سرچینې وکاروئ:

ځینې وختونه د قانوني خدماتو چمتو کوونکي ادارې ځانګړې برنامې او ورکشاپونه جوړوي ترڅو پر يوه وخت ډېرو خلکو ته د کډوالۍ د معمولي غوښتنلیکونو لکه تابعیت اړوند خدمات، وړاندې کړي. دا کېدای شي ستاسو لپاره د خپلو وړتيا وو او/یا غوښتنلیک د بشپړولو اړوند ترټولو کم لګښته يا وړيا لاره وي.

د درغلۍ ضد خبرداری

دا معلومات ولولئ ترڅو د هغه خلکو څخه ځان وژغورئ چې ریښتیني وکیلان نه دي!

دلته داسې خلک هم شته چې له تاسو څخه د پيسو د لاسته راوړلو لپاره تاسو ته د مرستې وړاندیز کوي. دا زده کړئ چې څنګه دا ډول خلک وپېژنئ او خپل ځان خوندي کړئ! د کډوالۍ د قانوني سرچینو د مرکز(ILRC) سره داسي معلومات شته چې له درغلیو څخه د ځان ساتني لپاره ستاسو مرسته کولی شي. تاسو کولی شئ دامعلومات په انګلیسي ولولئ او را ښکته یې کړئ. همداراز تاسو کولی شئ دامعلومات په هسپانوي ژبه کې ولولئ او راښکته یې کړئ .

نورې مرستندويه سرچینې

آیا تاسو په خپله ټولنه کې ټولنیز خدمات، د ESL ټولګي، د روغتیايي پاملرنې او نورو خدماتو ته اړتیا لرئ؟

FindHello

تاسو کولی شئ د یو اېس اې هېلو له لارې تاسو ته د نږدې مرستې په لټه کې شئ، دا داسي یو اپلیکیشن دی چې یو اېس اې هېلو له UNHCR سره په ګډه جوړ کړی دی. دې اپلکېشن ته هم په ویب کې لاسرسی درلودلی شئ او هم کولی شئ د ټولنیزو خدماتو د موندلو، د استوګنې او خوړو په برخه کې د مرستي، د انګلیسي ژبې د ټولګي، د کډوالۍ چارو کې د مرستنې او دا ډول نورو خدماتو لپاره يې د موبايل اپلیکیشن په بڼه راښکته کړئ. په ټول هېواد کې له ۵۰۰ څخه زياتو ټولنو کې له ۴۰۰۰ څخه ډېرې سيمه ییزې خدماتي سرچینې موجودي دي.

FindHello CTA map
FindHello

تاسو ته د نږدې مرستې او سرچینو د لټون لپاره فاینډ هېلو وکاروئ. په خپله ټولنه کې د دندې لپاره مشورې، وکیلان، روغتیايي پاملرنه، د انګلیسي ټولګي او نورو خدماتو لپاره لټون وکړئ.

خپل لټون پیل کړئ

آیا تاسو د انساني قاچاق اړوند مرستې ته اړتیا لرئ؟

د انساني قاچاق ملي سره کرښه

که تاسو خپله یا کوم بل څوک چې تاسو يې پیژنئ د انساني قاچاق قرباني یاست، تاسو کولی شئ:

  • په ویب پاڼه کې په ژوندۍ بڼه خبرې اترې وکړئ
  • ۱.۸۸۸.۳۷۳.۷۸۸۸ ته زنګ ووهئ
  • (۲۳۳۷۳۳) BeFree ته “HELP” یا “INFO” په لیکلي پیغام کې ولېږئ

زه په خپل کور کې خوندي نه یم

که تاسو په خپل کور کې د تاوتریخوالي (چې د کورني تاوتریخوالي په نوم یادیږي) قرباني یاست، کولی شئ مرسته ترلاسه کړئ.

د کورني تاوتریخوالي اړوند خدماتو برخه

  • په ویب پاڼه کې په ژوندۍ بڼه خبرې اترې وکړئ
  • د ورځي او شپې هر وخت کولی شئ ۷۲۳۳-۷۹۹-۸۰۰-۱ شمېرې ته زنګ ووهئ
  • ۸۸۷۸۸ ته “START” په لیکلي پیغام کې ولېږئ

وومېن کاینډ د ګڼو ژبو د خدماتو برخه

  • په ۱۸ آسیایی ژبو او هسپانوي ژبه کې د مرستې لپاره ۷۸۰۲-۸۸۸-۸۸۸-۱ شمېرې ته زنګ ووهئ
  • په انګلیسي یا چینايي ژبه انلاین خبرې وکړئ
  • ۱.۹۲۹.۲۰۷.۵۹۰۷ ته پیغام ولېږئ

که تاسو کډوال یاست او تاسو د کورني تاوتریخوالي قرباني یاست، تاسو کېدای شي د ځانګړي خوندیتوب د ترلاسه کولو مستحق واوسئ، حتی که ستاسو ملګری د متحده ایالاتو تبعه هم وي. نور زده کړئ .

زه په بل هېواد کې قانوني مرستې ته اړتیا لرم

د کډوالو د حقوقي مرستې په اړه معلومات

د جلاوطنۍ برنامې په ټوله نړۍ کې وړیا او د ټیټ لګښت قانوني خدمات وړاندې کوي. په خپل هېواد کې د وړیا قانوني خدماتو لپاره اړونده لېست وګورئ.

د دې پاڼې معلومات د ذکر شويو ډیرو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. دا معلومات د لارښوونې په توګه دي او د امکان ترحده وخت پر وخت نوي کیږي. یو اېس اې هېلو نه خپله قانوني مشوره ورکوي، او نه هم بايد زموږ مواد د قانوني مشورې په توګه وکارول شي. که تاسو د وړیا یا ټیټ لګښت لرونکي وکیل یا قانوني مرستې په لټه کې یاست، مهرباني وکړئ په دې پاڼه کې د خدماتو له څانګې سره اړیکه ونیسئ.