په متحده ایالاتو کې اړیکې

اړیکه دا ده چې څنګه موږ معلومات او نظریات له نورو خلکو سره شریکوو. دا کار موږ د خبرو کولو، لیکلو او حتی زموږ دلاسونو، مخ او بدنونو په کارولو سره ترسره کوو. په نوي هېواد کې، موږ اړتیا لرو څو د اړیکو د پاللو نوې لارې زده کړو. خپله ژبه وکاروئ، غیر شفاهي اړیکه، ستاسو په اړیکه کې دلایل، او طنز لپاره په متحده ایالاتو کې خبرو اترو کې د مرستې کولو لپاره دلته ځینې لارښوونې موجودې دي.


په متحده ایالاتو کې ستاسو د لومړیو میاشتو په جریان کې، ډیری وختونه به داسې وي چې تاسو خلک او حالات و نه پیژنئ. دا خورا ستونزمن کار دی، خو دا یو نورمال حالت هم دی. هڅه وکړئ چې مایوسه نه شئ! اړیکې به په وخت سره ښې شي. تاسو به له نوي کلتور سره عادت شئ او په ژبه پوهیدل به هم پیل کړئ.

ژبه په اړیکو کې

کله چې تاسو نوي هېواد ته راشئ، د ژبې نه پوهیدنه هرڅه ستونزمن کوي. دلته ځینې موارد شته چې له امریکایانو سره د خبرو اترو په اړه د پوهاوي لپاره ګټور دي.

ناسم پوهاوي

د لومړیو څو میاشتو په جریان کې چې تاسو په متحده ایالاتو کې یاست، تاسو به په ډيرو خبرو باندې ناسم پوه شوي یاست. دا عادي خبره ده او په دي کې تاسو ګرم نه يئ. د مثبت کېدو لپاره خپله هڅه وکړئ – که یو څوک بد اخلاقه یا ورته عادت لرونکی درته ښکاره شي، ځان ته ور یاد کړئ چې دا کېدای شي د کلتوري توپیر له امله وي. فکر مه کوئ چې هغه یو بد اخلاقه یا بد شخص دی.

که تاسو په هغه څه نه پوهیږئ چې تاسو ته ویل کیږي، له شخص څخه وغواړئ هغه څه تکرار کړي چې دوی ویلي. یا له هغوی وغواړئ چې دا بیا په ساده ډول ووایي. د پوښتنې له کولو څخه مه ویریږئ.

حساس موضوعات

ډېر امریکایان د ځینو موضوعاتو په اړه حساس دي. د بېلګې په توګه:

  • دوی کېدای شي “له سیاسي پلوه” سم وي. له سیاسي پلوه سم اوسیدل پدې معنا دي چې د داسې شیانو د نه ویلو هڅه کول چې د خلکو یوې ځانګړې ډلې ته زیان رسوي. د بېلګې په توګه، ډېر امریکایان نژاد پرست یا جنسیتي ټوکې نه شي زغملی. دا سموالی د ټول شموله ټولنې په جوړولو کې مرسته کوي. خو دا به د ستونزو لامل هم شي که نور یې بې احترامي وکړي.
  • ډیر امریکایان نه خوښوي د خپل وزن، عمر، یا څومره پیسو ګټلو په اړه وغږیږي. که تاسو د یو چا د وزن په اړه څه ووایاست، دوی څومره عمر لري، یا څومره مالداره یا غریب دی، دوی کېدای شي خفه وي.
  • خلک کېدای شي و نه غواړي تاسو ته ووایي چې دوی چیرې ځي یا چیرې اوسیږي. که تاسو له چا څخه پوښتنه وکړئچې، “تاسو چیرته ځئ؟” دوی کېدای شي فکر وکړي چې تاسو بد نیت لرئ.

د ځینو موضوعاتو په اړه بیا غږېدل اسانه دي. په دې توګه په ګډو کلتورونو کې په خپله ماشومان او سپورتونه شاملیږي. که تاسو له یو چا سره په خبرو کولو کې سخت وخت لرئ، د دې موضوعاتو په اړه وغږیږئ!

لنډې خبرې

ډیری امریکایان به له تاسو سره “لنډې خبرې” وکړي. دوی به پوښتنه وکړي چې تاسو څنګه یاست یا به د هوا په اړه له تاسو سره وغږيږي. دا ډول شخص با ادبه ګڼل کیږي. که یو څوک ووایي، “تاسو څنګه یاست؟” بل مقابل شخص زیاتره وايي چې، “ښه،” “برابر،” یا “سم”، حتی که هغه غمجن یا ناروغ هم وي.

مهرباني وکړئ او له تاسو مننه

په متحده ایالاتو کې، خلک وايي “مهرباني وکړئ” کله چې دوی د یو څه غوښتنه کوي او “له تاسو مننه” کله چې دوی یو څه ترلاسه کوي یا څوک ورسره مرسته کوي. امریکایان حتی د کوچنيو شیانو لپاره هم له نورو څخه مننه کوي. که څوک ستاسو لپاره دروازه خلاصه ساتي، نو دا به یو ادبي کار وي چې تاسو ترې مننه وکړئ. که څوک تاسو ته ډالۍ درکړي، تاسو باید ووایاست چې له تاسو مننه.

انګلیسي د دویمې ژبې په توګه

د انګلیسي زده کول یو له خورا مهم شیانو څخه دی چې تاسو یې کولی شئ په متحده ایالاتو کې د ژوند سره په بلدتیا کې له تاسو سره مرسته وکړي. که تاسو ډیر انګلیسي نشئ ويلې، تاسو کولی شئ آنلاین او ستاسو په ټولنه کې وړیا ټولګي ومومئ.

د USAHello او کلوبل انګلش زده کړې سره د انګلیسي آنلاین زده کړې څرنګوالي زده کړئ.

FindHello CTA map
FindHello

تاسو ته د نږدې مرستې او سرچینو د لټون لپاره فاینډ هېلو وکاروئ. په خپله ټولنه کې د دندې لپاره مشورې، وکیلان، روغتیايي پاملرنه، د انګلیسي ټولګي او نورو خدماتو لپاره لټون وکړئ.

خپل لټون پیل کړئ

د نوې ژبې زده کولو یوه له غوره لارو څخه دا ده چې په هغې کې ځان ډوب کړئ او هغې ته ډېر غوږ ونیسئ. هڅه وکړئ څومره چې تاسو کولی شئ انګلیسي واورئ او تمرین یې کړئ. تلفظ، یا په سمه توګه د شیانو ویل، د نوې ژبې زده کړې یو له خورا ستونزمنو برخو څخه دی. ستاسو غږ او کوم ټکي چې تاسو پرې ټینګار کوئ هم په دې برخه کې مهم دي. تاسو شاید د مایوسۍ احساس وکړئ ځکه چې تاسو یو څه په سمه توګه وایئ، خو امریکایان نه شي کولی تاسو درک کړي. ټول امریکایان د بهرنيو تلفظونو سره بلدتیا نه لري.

غیر شفاهي اړیکه

کله چې موږ د نورو خلکو سره په خبرو کې یو، موږ په دوه مهمو لارو خبرې کوو: شفاهي (د کلمو کارول) او غیر شفاهي. غیر شفاهي اړیکې پدې معنا دي چې څنګه موږ خپل بدن د خبرو اترو لپاره کاروو. په دې کې لاندې موارد شاملیږي:

  • د مخ اړوند اشارې
  • د لاس اشارې
  • د سترګو اړیکه
  • د بدن حالت (څنګه موږ ولاړېږو یا کښېنو)
  • د غږ لهجه

ځینې خلک فکر کوي غیر شفاهي اړیکې له هغو اصلي ټکو څخه ډېر مهم دي چې موږ یې وایو. دا د خلکو سره د هغې پریکړې په اړه مرسته کوي چې ایا دوی خوښوي چې په نورو باور ولري.

بېلابېأ کلتورونه د غیر شفاهي اړیکو بېلابېل ډولونه کاروي. دلته ځینې لارې شته چې له مخې یې امریکایان غیر شفاهي اړیکې کاروي:

د سترګو اړیکه

ډیری امریکایان د مهمو خبرو پرمهال د سترګو اړیکه نیسي. که تاسو د سترګو اړیکه و نه لرئ، خلک کېدای شي فکر وکړي چې تاسو دروغ وایئ یا یو څه غلط دي. هغه خلک چې مستقیم ستاسو سترګو ته ګوري اکثرا د ډیر باوري، هوښیار او مهربان په توګه ګڼل کیږي. که تاسو له داسې کلتور څخه راشئ چیرې چې خلک د یو بل سترګو ته نه ګوري، نو د دې کار ترسره کول کېدای شي ستاسو لپاره خورا سخت وي.

خندل

امریکایان ډیره مسکا کوي ترڅو متواضع وي او وښیې چې هرڅه سم دي. کله چې تاسو له کوم نوي کس سره وینئ، دوی تمه لري تاسو به ورته وخاندئ.

د بدن حالت

که تاسو مستقیم ودریږئ، خلک به تاسو ته ډیر درناوی وکړي.

لمس

ډیری امریکایان کله چې سره ګوري لاسونه سره ورکوي. ځینې وختونه خلک یو بل غیږ کې نیسي په هغه صورت کې چې دوی دمخه یو بل پیژني. که تاسو د لاسونو په ورکولو کې د نا آرامۍ احساس کوئ، نو تاسو ااړتیا نه لرئ چې چاته لاس ورکړئ.

واټن

په متحده ایالاتو کې، خلک ډېر “شخصي واټن” مراعتوي. د دې معنا دا ده چې که تاسو له چا سره خبرې کوئ، دوی به شاید لږترلږه له تاسو څخه یو فټ لیرې ولاړ وي.

دلایل

په متحده ایالاتو کې خلکو ته ښوول شوي وي چې د خپلو باورونو لپاره “ودریږي”. د دې معنا دا ده چې که څوک له تاسو سره موافق نه وي، دوی کېدای شي تاسو سره بحث وکړي ترڅو دوی ته د ټکي د ثابتولو هڅه وکړئ. دا خورا نا آرامه کیدای شي که تاسو د داسې کلتور څخه راشئ چې “د مخ خوندي کول” پکې ارزښت لري. په ځینو هېوادونو کې، یو دلیل ته رسیدل کېدای شي پدې معنا وي چې تاسو مخ له لاسه ورکړی.

امریکایان د قهر یا جګړې لپاره دلیل نه وړاندې کوي، مګر تاسو ته ښیې چې ولې دوی باور لري دوی سم دي. دلایلد عموما د خبرو اترو د یوې برخې په توګه منل کیږي، پرته له دې چې تاسو په لوړ غږ خبرې وکړئ (چیغې ووهئ) یا بده او بد اخلاقه ژبه وکاروئ. زده کونکو ته اجازه ورکول کیږي او حتی هڅول کیږي چې که له خپلو ښوونکو سره موافق نه وي. ماشومان کېدای شي د خپلو والدینو سره استدلال وکړي. کارکوونکي کولی شي د خپلو مالکینو سره موافق نه وي، خو دا کار باید په ادب سره وي. ځینې وختونه، په ځانګړي توګه په امریکایی سیاست کې، خلک دومره بحث کوي چې هیڅ شی نه شي ترسره کیدای!

که تاسو په یو دلیل کې د نا راحتي احساس کوئ، نو سمه ده چې تشریح یې کړئ چې تاسو د استدلال کولو کې آرامي نه احساس کوئ. په هر حال، تاسو کېدای شي دې ته اړتیا ولرئ چې خلکو ته ووایاست چې تاسو د دوی سره موافق نه یاست یا دوی کېدای شي فکر وکړي تاسو د هغه څه سره موافق یاست چې دوی یې وایی.

په اړیکه کې خوش طبعي

د اړیکې یوه برخه چې خورا سخته کیدای شي داده چې کله تاسو د داسې یوه نوي کلتور سره د سمون په هڅه کې یاست چې خوش طبعي وي. تاسو کېدای شي یوه داسې ټوکه وکړئ چې شاوخوا خلک یې درک نه کړای شي. یا یو څوک کېدای شي یوه ټوکه وکړي چې تاسو یې درک نه کړئ. څرنګه چې خوش طبعی خپله کلتوري مورد دی، ځینې وختونه حتی که تاسو په ټوکه پوهیږئ، تاسو شاید فکر و نه کړئ چې دا مسخره ده.

ټوکې

ډیری امریکایان د ټوکو ویل خوښوي. ځینې وختونه، ټوکې مسخرې کیدای شي چې هرڅوک ورته خاندي. ځینې وختونه، ټوکې کولی شي ځورونکې هم وي. د بېلګې په توګه، یو څوک کېدای شي د نژاد یا جنس پراساس یوه ټوکه ووایي. دا خلک او ټوکې له سیاسي پلوه سمې نه دي! که څوک یوه داسې ټوکه ووایي چې تاسو ته زیان رسوي، تاسو کولی شئ په نرمۍ سره ووایاست چې دا تاسو ته سپکاوی یا بې ادبې ده او له هغوی څخه وغواړئ چې تاسو ته د دې ډول کومې ټوکې و نه وايي.

ملنډې

د بیان آزادي د متحده ایالاتو د اساسي قانون له لوري خوندي شوې. له دې له امله، امریکایي رسنۍ کولی شي د هغه شیانو په اړه ټوکې وکړي چې د نورو هېوادونو خلک یې په اړه ټوکې نه شي کولی. د بېلګې په توګه ، د متحده ایالاتو ځینې ورځپاڼې شتون لري چې د “ټوکو” ورځپاڼې دي – دوی هغه خبرونه لیکي چې طنزي یا مسخره يي وي، خو ریښتیني نه وي. د بېلګې په توګه، د متحده ایالاتو طنزي ورځپاڼې کاغذ چې پیاز نومیږي د شمالي کوریا ولسمشر په اړه یوه کیسه لیکلې. دوی وویل چې هغه په نړۍ کې ترټولو ښکلی سړی وبلل شو. په شمالي کوریا او چین کې ځینې خلکو فکر کاوه چې کیسه رښتیا ده. خو کیسه یواځې یوه ټوکه وه.

ډرامې

په متحده ایالاتو کې، ځینې خلک خوښوي چې په تلویزیون کې ډرامې وګوري. دوی کېدای شي په تلویزیون یا تیاترونو او کلبونو کې د مسلکي کومیدینو لیدل هم خوښ کړي. ځینې وختونه، امریکایي ډرامې او کومیدین برید کوونکي کیدای شي.

شوخۍ

ځینې امریکایان د یو بل سره چل کول خوښوي. په امریکا کې، د اپریل فولز ورځې په نوم رخصتي شتون لري. دا د اپریل په لومړۍ ورځ ده. پدې ورځ، ډیری خلک خوښوي چې د چلونو د لوبولو هڅه وکړي. د بېلګې په توګه، په کار کې یو څوک کېدای شي تاسو پرې باور وکړئ چې یو څه ریښتیا دي په داسې حال کې چې داسې نه وي. خلک دې ټوکو ته “شوخۍ” یا “ستاسو له پښو څخه نیول” یادوي.

تړونونه او موافقې

په متحده ایالاتو کې، لیکلي تړونونه او شفاهي موافقې مهمې دي.

موافقې

موافقې عموماً شفاهي وي. د بېلګې په توګه، یو څوک کېدای شي له تاسو څخه وغواړي چې یو څه وکړي او تاسو هو یا نه ووایاست. دا یوه موافقه ده. په امریکا کې، شفاهي موافقعې عموماً خورا جدي ګڼل کیږي. ځینې وختونه، کله چې تاسو شفاهي موافقه کوئ، تاسو کېدای شي مقابل لوري ته لاس هم ورکړئ. دلاس ورکول یو داسې سمبول دی چې تاسو دواړه د اړونده تړون د سرته رسولو پر لور ځئ.

له شفاهي موافقو سره یوه ستونزه دا ده چې ځینې وختونه خلک غلط برداشت وکړي. د بېلګې په توګه، تاسو کېدای شي د چا سره شفاهي تړون وکړئ چې تاسو به د نن ورځې په ۵ بجو له دوی سره وینئ. خو، کېدای شي دوی غلط پوه شوي وي او فکر یې کړی وي چې ستاسو هدف راتلونکې ورځ ده.

که تاسو له کوم شي سره موافق یاست، نو امریکایانو ته دا مهمه ده چې تاسو یا دا موافقه پوره کړئ یا دا چې تاسو دوی ته خبر ورکړئ تاسو نشئ کولی موافقه بشپړه کړئ. دا کار حتی د یوه کوچني څه لپاره هم د صدق وړ دی. د بېلګې په توګه، که څوک له تاسو وغواړي چې ډوډۍ وخورئ او تاسو هو ووایاست تاسو باید یا د غرمې ډوډۍ ته لاړشئ یا تاسو باید دوی ته زنګ ووهئ او ورته ووایاست مخکې له دې چې د غرمې وخت راشي او تاسو و نه شئ کولی چې ورشئ.

تړونونه

تړونونه بیا لیکلي موافقې دي چې پکې ویل شوي چې دوه (یا ډېر) خلک په خپل منځ کې سره موافق دي. کله چې تاسو یوه اپارتمان ته کډه کېږئ تاسو یوه اجاره لاسلیک کوئ. کله چې تاسو دنده پیل کوئ، تاسو کېدای شي د کارموندنې تړون ترلاسه کړئ. که تاسو په ګټې سره موټر اخلئ، تاسو کېدای شي د پور یو تړون لاسلیک کړئ. دا ټول تړونونه دي.

که تاسو یو تړون لاسلیک کوئ، تاسو شاید د دې تړون د سرته رسولو لپاره قانوني مسؤلیت ولرئ. نو دا خورا مهم دي چې تاسو یې په دقت سره ولولئ. که تړون په انګلیسي وي، تاسو کېدای شي د دې ژباړې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړئ. د یو ساده تړون لپاره، تاسو کولی شئ له یو ملګري څخه پوښتنه وکړئ یا تاسو موږ ته برېښنالیک کولی شئ او موږ به هڅه وکړو چې تاسو سره د تړون په پوهېدو کې مرسته وکړو. که دا د پیسو، کار یا قانوني خدماتو په اړه وي، تاسو کېدای شي د مسلکي ژباړونکي څخه کار واخلئ یا د خپل قضیې له کارکوونکي څخه د مشورې غوښتنه وکړئ.

دا د امریکایی کلتور په اړه عمومي موارد دي – خو حقایق نه دي، یواځې نظریې دي چې تاسو سره د دې په ښه پوهیدو کې مرسته کوي چې ولې یو امریکایی کېدای شي داسې چلند وکړي چې د هغه څه سره توپیر لري چې تاسو یې غوره ګڼئ. امریکایی لارې او کلتور د نورو له هغو څخه غوره یا بدې نه دي – بلکه یوازې ورسره توپير لري.