د امریکا د کلتوري توپيرونو او اندونو پېژندنه

امریکایان د چارو د ترسره کولو لپاره خپل دودونه او لارې چارې لري. کېدای شي دا دود او دستور د نویو راغلو کسانو لپاره په فکري ډول ګډوډوونکي واوسي. د امريکايي ټولنې او کلتوري توپيرونو په هکله دا معلومات کېدای شي له تاسو سره د متحده ايالاتو په کلتور پېژندنه کې مرسته وکړي.
په دې اړه چې امریکایاننژادي مسائلو، مذهب، رخصتيو، جشنونواو پیسو ته په کوم نظر ګوري او خپلو میرمنو او انجونو او نورو موضوعاتو په اړه يې نظر څه دی، ډېر څه زده کړئ.


تاریخ

متحده ایالات یو وخت د انګلستان مستعمره وه. چې په ۱۷۷۶ کې د امریکایي انقلاب وروسته یو آزاد هېواد شو. بله لویه شخړه په ۱۸۶۰ مو کلونو کې د کورنۍ جګړې پر مهال رامنځته شوه. په کورنۍ جګړه کې امریکایانو د حقوقو لپاره مبارزه وکړه، چې په دې کې له افريقا څخه د راوستل شويو غلامانو د مالکيت حق هم شامل وو. غلامان آزاد شول، قوانین بدل شول، خو کلتوري توپیرونه پرځای پاتې شول.

د امريکايي تاريخ او کلتوري توپيرونو په هکله يو بل مهم شی چې بايد ځان ورباندی پوه کړئ دادی چې امريکايان له بېلابېلو شالیدونو څخه دې هېواد ته راغلي دي. یواځې اصلي امریکایان (چې هنديان هم ورته ویل کیږي) پلرونه او نيکونه يې د امريکا څخه دي. د نورو ټولو امریکایانو پلرونه او نيکونه د نورو لويو وچو څخه راغلي دي. چې ډېری یې د کډوالو په توګه راغلي دي.

نسل

د دې تاریخي پيښو له امله، په امریکایي کلتور کې نژادي مسئلې مهمي دي. اړونده قانون وايي چې ټول خلک یو ډول دي. خو په متحده ایالاتو کې یو له مهمو کلتوري توپیرونو څخه دا دی چې امریکایان ځانونه د نسل پر اساس سره وېشي. ډېری وخت افريقايي امريکايان د سپين پوستو په پرتله ډېر فرصونه نه لري. ډېری غیر سپین پوستي امریکایان د سپینو امریکایانو په پرتله غریبان دي.

باورونه

امریکایان په خپل هېواد ډېر ویاړي. د امریکا کلتور او ټولنه پر آزادۍ، مساوي حقوقو او دیموکراسۍ باندې ولاړه ده. امریکایان د بیان د آزادۍ مفکورې ته ارزښت ورکوي. د دې معنا داده چې دوی دا اجازه لري چې د ولسمشر په اړه هغه څه ووايي چې زړه يې غواړي. په هغه صورت کې چې دولت د دوی د خوښې خلاف کار وکړي، دوی ورباندې نیوکه کولی شي.

دین

قانون وايي دولت باید د هېڅ مذهب پيروي ونه کړي او خلک دا حق لري چې بېلابېل مذاهب او کلتورونه ولري. خو ډېری امریکایان عیسوي رخصتي لمانځي. شاوخوا ۸۰٪ امریکایان وايي چې دوی عیسویان دي، که څه هم تر ۴۰٪ لږ کسان کلیساوو ته ځي. د اسلام په څېر، عیسویت هم د یوه خدای پیروي کوي. او خپلو پیروانو ته وايي چې خپلو ګاونډیو سره مهربانه اوسئ او له نورو سره په درناوي چلند وکړئ.

که تاسو یو عبادت کوونکی مسلمان یاست، کولی شئ د خپل کاري مشر سره د خپلي عقيدې په اړه وغږیږئ او د ورځې په اوږدو کې د لمانځه لپاره د ځای غوښتنه ترې وکړئ. ډېری ښوونځي هم د زده کونکو لپاره د لمانځه وقفه لري.

رخصتۍ او جشنونه

خلک د خپلو کورنیو سره په یوځای کېدو او ګډ خوراک خوړلو سره رخصتي لمانځي. ترټولو لويي رخصتۍ د (دسمبر ۲۵) د کرسمس او د (د جولای ۴) د خپلواکۍ د ورځي رخصتۍ دي. د خپلواکۍ ورځ په اورلوبو او مېلمستياوو لمانځل کیږي. د نوي کال لومړۍ شپه د (دسمبر ۳۱) هم يو بل لوی جشن دی. خلک ترناوخته ويښ پاتېږي او دې ته شيبې شمارې چې ساعت د نيمي شپې زنګ ووهي. هالووین (د اکتوبر ۳۱) بيا د خندوونکو جامو اغوستلو او د ساتيري د ورځې په توګه لمانځل کیږي.

د زېږېدني ورځې/ کليزي هم ډېري مهمي دي. امریکایان دا ورځ د ډالۍ په ورکولو، کېک ماتولو او مېلمستاوو سره لمانځي. ډېری وختونه کورنۍ د خپلو تنکي ځوانانو سره يوځای مېلمستیاوې جوړوي چې ګاونډیانو، ټولګیوالو او ملګرو ته هم بلنه ورکوي ترڅو له دوی سره د زېږېدني د ورځي په لمانځلو کې برخه واخلي.

پیسې

د پانګوالۍ اقتصاد معنا دا ده چې خلک (پرته له دولته) خپل کاروبارونه او خدمات ولري. روغتیا پالنه یو لوی کاروبار دی. کرکېله هم مهمه ده. ډېری کروندې لويي وي او د يو سوداګريز شرکت ملکیت وي.

سوداګر اړ نه دي چې له ټولنې سره مرسته وکړي، خو ډېری یې د سيمه ايزو یا ملي خیریه ادارو سره مالي مرستي کوي. امریکایان خیریه موسسو ته ډېرې پیسې ورکوي. ډېری کلیساوي او ټولنېز سازمانونه د ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره خواړه، استوګنځي او اړین توکي چمتو کوي.

خو د امریکا کلتور ډېر انفرادي دی. یو له کلتوري توپیرونو څخه چې تاسو یې کېدای شي ووينئ دادی چې خلک زیاتره خپلې پیسې د دوی د لويو کورنيو سره نه شریکوي. کېدای شي دوی د خپلي کورنۍ غړو یا ملګرو ته بسپنه ورکول يا د هغوی سره مالي مرسته کول ښه وګڼي، خو تمه نه ترې کیږي.

نومونه

ډېری امریکایان درې نومونه لري: لومړی نوم، منځنی نوم، او کورنی نوم چې (وروستی نوم یا تخلص) هم ورته وايي. ډېری میرمنې د واده کولو وروسته د خپل میړه تخلص پرځان ږدي، که څه هم ځینې یې بيا خپل تخلص ساتي او يا هم دواړه تخلصونه ځان ته کاروي. که مو تخلص د خپل زوی له نوم سره توپير درلود، نو کېدای شي تاسو دې ته اړ شئ چې داسي ثبوت وړاندي کړئ چې وښيي دا ماشوم ستاسو ماشوم دی.

مشران

د مشرانو خلکو هغسي درناوی نه کېږي لکه څنګه چې ئې په ډېرو نورو هيوادونو کې کېږي. خلک د پوهنتون استادانو، تجربه لرونکو سوداګرو او بډایه خلکو ته ډېر درناوی کوي. کېدای شي د هغه مشرانو لپاره چې نوي راغلي وي له دې حالت سره ځان عادتول سخت وي.

وخت

د وخت مفهوم دقيق دی، او دا یو له هغه کلتوري توپیرونو څخه دی چې نوي راغلي کسان به ورسره لاس او ګرېوان وي. خلک د ډېرو ورځنيو پیښو لپاره وخت ټاکي. کېدای شي دوی له يو کار څخه د وخت مخکې ځان فارغ کړي ترڅو په دې ډاډه شي چې راتلونکی وعدې ته پر وخت ځان ورسوي. په کاري چاپېریال او ښوونځي کې وخت ځانګړی اهميت لري.

فزیکي اړیکه

زیاتره نارینه او ښځینه يوله بله سره لاسونه ورکوي. په هر حال، د یوې میرمنې لپاره دا سمه ده چې د لاس ستړې مشې و نه کړې یا يوه سړي ته لاس ورنه کړي. نارينه د لاس د ستړې مه شې يا کله کله د غاړي ورکولو پرته نور وخت يو تربله نه سره لمسوي. دا سهي ده چې نور نارینه لمس کړئ. ښځې زیاتره یو بل ته لاس ورکوي، خو د لومړي ځل ليدلو يا خدای په امانۍ پر مهال يوه بله په غېږ کې سره نيسي. د کورنۍ غړي زیاتره یو بل ته لاس سره ورکوي او په غېږ کې سره نيسي.

اړیکې

کېدای شي خلک سهار يواځي “سلام” ووایي یا موسکا وکړي، خو سهار مهال د کورنۍ د نورو غړو د روغبړ لپاره ډېر وخت نه ورکوي. تاسو کولی شئ کارځای ته د رسېدو پرمهال د خپلو همکارانو سره ستړې مشې وکړئ. خلک ډېر خاندي او “له تاسو مننه” ډېره کاروي.

لیکل د مهمي او رسمي اړيکي لپاره کارول کیږي. که تاسو يو کاغذ لاسلیک کړئ، خلک به دا کاغذ ډېر جدي ونیسي. قانوني تړونونه هغه لاسليک شوي لیکلي اسناد دي چې د محکمې له لوري پلي کیدای شي.

خوراک

د سانډويچ، همبرګر يا نورو بېړنيو خوراکونو پرته خلک ډېری وختونه په فلزي (کاچوغه، چاقو او پنجې) سره خوراک کوي. پرته له دې چې دوی څو خوراکونه په يوه بشقاب یا کاسه کې واچوي نور د هر خوراک لپاره ځانګړی بشقاب کاروي. که تاسو په خپل کور کې میلمه لرئ، کولی شئ هغوی ته په جلا بشقاب کې خواړه راواخلئ. که تاسو په دې ډاډه نه یاست چې آيا خواړه مشترک دي که د يوه شخص لپاره دي، کولی شئ پوښتنه وکړئ.

زده کړه

له ۵ څخه تر ۱۸ کلنۍ پورې ټول ماشومان باید ښوونځي ته ولاړ شي. ډېری ښوونکي ښځې دي، خو ډېر نارینه هم ماشومانو ته درس ورکوي. ښوونځي له والدینو څخه دا تمه لري چې د خپلو ماشومانو په زده کړه کې هغوی هم برخه واخلي. دا په دې معنا ده چې دوی بايد د ښوونځي په غونډو او برنامو کې ګډون وکړي. دا په دې معنا ده چې زده کونکو ته د کورني کار د بشپړولو وخت ورکړل شي او له هغوی سره په زده کړه کې مرسته وشي. امریکایی والدین د رضاکارانو په توګه په ښوونځي کې هم مرسته کوي.

ستاسو ماشومان به په ګروپونو او ډلو کې کار کول زده کړي. دوی به د دې لپاره زده کړه کوي چې پوهنتون ته د بريالي کېدو لپاره په ازموینو کې بریالي شي. په امریکایی ښوونځیو کې ماشومان دا زده کوي چې څرنګه دوی يو انتقادي فکر وکړي. انتقادي فکر کول په دې معنا دی چې له زده کونکي دا تمه وشي چې نظریې تر پوښتنې لاندې راولي. چې په پایله کې به يې کېدای شي زده کوونکی له خپلو والدینو څخه پوښتنې پیل کړي. دا د بې احترامۍ نښه نه ده. په دې سره څرګندیږي چې دوی په ښوونځي او کار کې د بریا لپاره یو مهم مهارت زده کړی دی.

روغتیا

ډېری خلک که څه هم ناروغه نه وي خو د کلني معایناتو لپاره ډاکټر ته مراجعه کوي. د ډاکټرانو ډېر درناوی کېږي.

که چیرې یو روغتیایی کارکونکی ستاسو سره ستاسو د کورنۍ د يو غړي د طبي پاملرنې په اړه ونه غږیږي، نو دا د يو بد چلند په توګه جدي مه ګڼئ. قانون وايي چې دوی ته اجازه نشته چې د نورو خلکو سره د ناروغ د روغتیا په اړه بحث وکړي، البته په هغه صورت کې کولی شي چې ناروغ د اجازې ورکولو فورمه لاسلیک کړي.

سلا مشوره

مشاورینو ته ډېر درناوی کیږي. په امريکايانو کې دا ډېره عامه ده چې د کورنۍ د يو غړي د مرګ پر مهال يا نورو غمجنو پېښو پر وخت يو مشاور پيدا کړي تر څو له دوی سره د غم په کمولو کې مرسته وکړي. نږدې هر ښوونځی داسي یو مشاور لري چې د زده کونکو سره د اهدافو په ترلاسه کولو کې د هغوی مرسته وکړي، لکه پوهنتون ته د تګ لپاره مشوره ورکول. که ستاسو زده کوونکی يو مشاور ته اړتیا ولري، دا ستاسو د کورنۍ لپاره لویه مرسته کیدای شي او ستاسو د کورنۍ لپاره هېڅ منفي ټکی نه لري.

واده او طلاق

په متحده ایالاتو کې تاسو یواځې له یو کس سره واده کولی شئ. په يوه وخت كې له څو ښځو يا څو ميړونو سره واده کول د قانون خلاف دي. په متحده ايالاتو کې طلاق عام او يو منل شوی څيز دی.

کورنۍ

ډېری خلک یواځې د خپلې کورنۍ د نږدې غړو – والدینو او ماشومانو سره او ځینې وختونه له لمسیانو سره ژوند کوي. د ټولني یواځې یوه کوچنۍ سلنه کورنۍ د ليرو خپلوانو سره ژوند کوي. له دودیزو ټولنو څخه د نویو راغلو کسانو لپاره دا د پام وړ لوی کلتوري توپیر دی.

د کورنۍ لپاره نارینه او ښځینه دواړه مهم دي. ډېری نارینه د کور په کارونو لکه پخلی کول کور پاکول او ماشوم پالنه کې مرسته کوي. هغه نارینه چې دا کارونه کوي لاهم د خپلو کورونو د مسؤولينو په سترګه ورته کتل کېږي.

ډېری کورنۍ دوه ماشومان لري. ډېری خلک پالنځايونو ته د خپلو ماشومانو د لېږلو لپاره پیسې ورکوي. د څارونکي پرته په کور کې د ماشوم يواځي پرېښودل د قانون خلاف کار دی. د ماشومانو وهل او فزيکي سزا ورکول هم د قانون خلاف کړنه ده.

ښځې او نجونې

په متحده ایالاتو کې نارینه او ښځینه یوځای ژوند کوي، کار کوي او ښوونځي ته ځي. دا د ځینو نوي راغلو کسانو لپاره ترټولو لوی کلتوري توپیر دی او ځان ورسره عادت کول به ورته ستونزمن وي. نارینه او ښځینه په ټولنيزو مناسباتو کې هم سره يوځای وي. خو تاسو کولی شئ چې د خپل جنس سره د سم ډاکټر غوښتنه وکړې.

نجونې د هلکانو په څیر خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. امریکایي هلکان او انجونې دواړه د کور په کارونو کې مرسته کوي. د امریکایی انجونو څخه تر هغه وخته چې لوياني کېږي يا واده کوي د کور چلولو غوښتنه نه کېږي.

په متحده ایالاتو کي کېدای شي میرمنې او انجونې د مياشتنۍ ناروغۍ پرمهال هم کار وکړي او هم ښوونځي ته ولاړي شي.

ښځې زیاتره د نارینه وو په څیر له کوره بهر کار کوي. ډېری میرمنې د یوې یا دوو اونیو وروسته په خپله د خپلو ماشومانو پالنه کوي. ډېری کار ګمارونکي ښځو ته د څو اونیو لپاره د (د مورکېدو د رخصتۍ) تنخواه هم ورکوي، له دې مودې وروسته هغوی غواړي چې ښځې بیرته کار ته راشي.

کار

ځینې نوي راغلي کسان وايي چې دوی د امریکایی کاري ځواک لپاره هېڅ مهارت نه لري. دا رښتیا نه ده. ډېری نوي راغلي کسان له يوې څخه په زياتو ژبو خبرې کوي. دوی قوي دي ځکه دوی له ډېرو ستونزو څخه روغ راوتلي دي. ډېری نوي زده کوونکي زده کړې ته ارزښت ورکوي. دوی دې ته چمتو وي چې هم زده کړې وکړي او هم سخت کار وکړي. نوي راغلي کسان په مهمو کارونو کې برخه اخلي. مهرباني وکړئ دکار موندلو او په کار کې د بریالي کېدو لپاره زموږ له کاري سرچینو څخه ګټه واخلئ.