څرنګه د اوسېدو ځای پیداکړئ

ایا تاسو د يو استوګنځي په لټه کې یاست؟ په متحده ایالاتو کې عموما استوګنځايونه قېمته دي. کېدای شي په سختي سره په يو خوندي سيمه کې ښه استوګنځی پيدا کړئ. په دې پاڼه کې د استوګنځي د ډولونو، د ژوند کولو لپاره د ځای لټه، د کرايه دار په توګه ستاسو د حقوقو، د کرايه ليک د لاسليکولو، او د خپل ځای رانيولو په هکله معلومات وړاندې کېږي.


ستاسو کور یو مهم ځای دی. په متحده ایالاتو کې یو متل دی: “کور هلته وي چيري چې زړه وي.” دا په دې معنا چې زموږ فزیکي کورونه – هغه استوګنځايونه چې موږ پکې ژوند کوو – د خلکو او شیانو سره زموږ د ميني نښي او سمبولونه دي. د ژوند لپاره د خوندي او آرامه ځای درلودل به له تاسو سره مرسته وکړي چې په متحده ايالاتو کې د خپل هېواد احساس وکړئ. د هري کورنۍ لپاره د استوګنځي اړتیاوې توپیر کوي، خو دلته بېلابېل ډول کورونه شته چې خپله ټاکنه پکې کولی شئ.

د کورونو ډولونه

د اوسېدو لپاره ځای کرایه کول

په متحده ایالاتو کې کورونه کېدای شي اپارتمانونه (چې په يوې غټه ودانۍ کې ځان ته بېل کوچني کورونه) وي او یا هم د ځمکې د سر کورونه وي. د اوسېدو د ځای د کرایه کولو لپاره، تاسو باید هره میاشت څښتن ته پیسې ورکړئ. تاسو به يو کرايه ليک لاسلیکوئ، چې د همدې تړون له مخي به تاسو هره میاشت خپله کرایه او نور بیلونه تادیه کوئ.

د کور یا اپارتمان شریکول

ګډ کور په دې معنا دی چې تاسو یو داسي کور یا اپارتمان کرایه کړئ چې امریکایان يېد استوګنځي ملګريبولي- دا داسي استوګنځايونه دي چې ستاسو د کورنۍ سره يوځای نور خلک هم په همدې ودانۍ کې اوسېږي. عموماً دا ډول ځايونه د ځانګړي کور د کرايې په پرتله ارزان وي ځکه دلته تاسو کولی شئ چې د کرایې او د نورو اسانتياوو لکه د (برېښنا، کور ګرمولو او نورو) لګښتونه سره ووېشئ. زیاتره په داډول استوګنځايونو کې هرڅوک خپل د خوب خونه لري يواځي د اوسېدو خونه، پخلنځی او تشناب يې سره شریک وي.

د کور څښتنیت

په متحده ایالاتو کې د کور پېرودل قېمته دي. کله چې تاسو کور پیرئ، زیاتره دې ته اړتیا لرئ چې (د ټول کور د قېمت څو سلنه لګښت) د خپلې سپما او ساتل شويو پيسو څخه تاديه کړئ، بيا کولی شئ چې د کور د پاتي قېمت د تاديې لپاره نوري پیسې په پور واخلئ. هره میاشت به تاسو بانک ته د خپلو پور کړيو پيسو ټاکل شوې اندازه بېرته تاديه کوئ. د کور د پېرودلو په صورت کې نور لګښتونه، لکه بېمه، مالیات او د کور د ترميم لګښتونه هم پر تاسو راځي.

د اوسېدو د ځای لټون

د کرایې لپاره د ځای موندل سخت دي. د ارزانه کرايه ځای لپاره همېشه يوله بله سيالۍ روانی وي. که مو عايد لږ وي او د کرايې لپاره په يو مناسب ځای پسې ګرځئ، نو ستاسو لپاره دوه ډوله ځايونه شته:

ارزانه کور

په ډېرو لويو او ځينو کوچنيو ښارونو کې غیر انتفاعي سازمانونه او دولتي ادارې شته چې د ټیټ عاید لرونکو خلکو لپاره کورونه برابروي. له بده مرغه د ارزانه کور موندلو لپاره خلک زیاتره اوږد انتظار باسي. خو که ستاسو په سیمه کې ارزانه کور پيدا شي، نو ښه دا ده چې په انتظار لېست کې واوسئ. د استوګنې مشورتي اداره کولی شي تاسو ته د ارزانه کورونو په هکله خبر درکړي. تاسو کولی شئ په خپله سيمه کېد عامه استوګنې محلي نماينده ګۍ او مشورتي ادارې پیدا کړئ.

همداراز تاسو کولی شئ چې دFindHello په واسطه په خپله سيمه کې د يو محلي سازمان لټون وکړئ. خپله ژبه غوره کړئ، بیا خپل ښار وټاکئ. بیا “Housing & Food” وټاکئ. که په دې پاڼه کې ستاسو د سيمي لپاره کوم څه په لېست کې شتون و نه لري، بيا په انټرنېټ کې لټون وکړئ. “په [خپل د ښار نوم] خانه کې ارزانه کور .” ولیکئ

FindHello CTA map
FindHello

تاسو ته د نږدې مرستې او سرچینو د لټون لپاره فاینډ هېلو وکاروئ. په خپله ټولنه کې د دندې لپاره مشورې، وکیلان، روغتیايي پاملرنه، د انګلیسي ټولګي او نورو خدماتو لپاره لټون وکړئ.

خپل لټون پیل کړئ

ځانګړي کرایه ځايونه

ارزانه ځانګړی کرایه ځای چې هرڅومره ژر اعلانېږي هغومره ژر نيول کېږي. ستاسو لپاره دا مهمه ده چې په لېستونو کې غوره شوي استوګنځايونه هره ورځ چیک کړئ.

زیاتره د کرايي کورونو ليستونه په ځينو ويبپاڼو لکهCraigslist, Hotpads, nextdoor او د ټولنیزو رسنیو په بېلابېلو پاڼو کې موندل کېدای شي. د استوګنځايونو د لېست کولو ځینې پاڼي به د نويو اعلاناتو په هکله تاسو ته خبر درکوي. تاسو چې په انلاين شکل هره معامله کوئ، نو له هغه خلکو سره محتاط اوسئ چې تاسو تېر نه باسي; کېدای شي ځینې اعلانونه د درغلۍ لپاره وي. هېڅکله چاته په انلاین شکل پیسې یا شخصي معلومات مه لیږئ. ترڅو چې مو تړون نه وي کړئ هېڅکله مجبور نه ياست چې کرايه ورکړئ.

کېدای شي تاسو غواړئ خپل ځان ته ځای کرایه کړئ، په تېره بيا که تاسو له يوه نفر څخه زيات ياستۍ. خو ستاسو لپاره هغه وخت ښه فرصتونه شته چې تاسو د داسي کور يا اپارتمان په لټه کې ياست چې د نورو سره شريک وي. په ځانګړې توګه په لويو ښارونو کې چې هلته کرايې لوړي وي. د استوګنځي شریکول په دې معنا نه دي چې یواځې کرایه سره تقسيم شي، بلکه نور ټول لګښتونه د نورو مشترکو کسانو سره شریکېږي. که تاسو د مشترک ځای نيولو ته تيار ياست، کيدای شي بهتره ځای پيدا کړئ چې پراخه ساحه او انګړ ولري، ځکه د استوګنځي له ملګرو سره پراخه ځای موندلی شئ.

د اوسېدو د ځای کرایه کول: ستاسو حقوق

که يو کور په کرایه نیسئ، تاسو ځيني حقوق لرئ. تاسو حق لرئ په داسي ځای کې ژوند وکړئ چې هغه پاک وي، حشرات ونه لري، د تودوخي سیستم او اوبه ولري. په متحده ایالاتو کې یو قانون شته چې د کور څښتن نه شي کولی ستاسو سره تبعیضي چلند وکړي. دا په دې معنا دی چې د کور څښتن نه شي کولی ستاسو د نسل، توکم یا مذهب له امله کور په کرايه درنه کړي. په ځينو ایالتونو کې څه ځانګړي قوانین هم شته چې له مخې يې دا په ډاګه کیږي چې ستاسو په اپارتمان کې څومره خلک ژوند کولی شي او ستاسو د کور څښتن باید تاسو ته کوم خدمات چمتو کړي.

تاسو کولی شئ دمتحده ایالاتو د کور جوړولو او ښاري پراختیا په ویبپاڼه کې د خپل ایالت اړوند داستوګنځي د امتیاز او د کرایه دار د حقوقو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.

د کرايه لیک لاسلیکول

کرايه ليک یو لیکلی سند دی چې د اوسېدو لپاره د ځای د کرايه کولو پر مهال يې تاسو لاسلیک کوئ. کرايه ليک ستاسو او د کور د څښتن چې د کرايه شوي ځای خاوند بلل کېږي ترمنځ یو تړون دی. په کرايه ليک کې تاسو له دې سره موافقه کوئ چې هره میاشت به کرایه او بیلونه پر خپل وخت تادیه کوئ او د کور څښتن بيا دا موافقه کوي چې هغه به يو خوندي او حفظ الصحې (له حشراتو څخه پاک) کرایه ځای چمتو کوي.

له لاسليک کولو وړاندې

مخکې له دې چې کرايه ليک لاسليک کړئ، لومړی د استوګنځي له خاوند سره يوځای کرايه ځای وګورئ. که چیرې هلته شیان مات شوي وي، یا که چیرې ځای چټل وي، د کور له څښتن څخه وغواړئ چې دا هرڅه په کرايه لیک کې ولیکي. په دې سره به وروسته تاسو دا شواهد ولرئ چې داشيان تاسو نه مات کړي او نه مو چټل کړي دي.

د ضمانتي مبلغ تادیه کول

کله چې تاسو په لومړي ځل استوګنځي ته ځئ، کېدای شي ستاسو څخه د ضمانت په توګه د يوڅه مبلغ د تاديې غوښتنه وشي. دا پیسې د کور څښتن له لوري تر هغه وخته ساتل کیږي ترڅو چې تاسو دا استوګنځی پرېږدئ، په هغه صورت کې که تاسو خپله کرایه نه وي ورکړې يا مو د کرايې ځای ډېر چټل کړئ وي، نو د ځای د صفايي لپاره به د همدغه تضمين شوي مبلغ څخه مصرف اخيستل کېږي. کله چې تاسو دا اپارتمان پرېږدئ، خپله کرایه مو ورکړې وي او ځای مو پاک ساتلی وي، نو تاسو به په ضمانت کې ورکړې خپلي پیسې بېرته ترلاسه کړئ. په ځينو کرايه ليکونو کې دا ليکل شوي وي چې په ضمانت کې د ورکړل شوي مبلغ د بېرته اخيستلو لپاره اړينه ده باید د استوګنځي فرشونه هم پاک کړئ. کله چې تاسو استوګنځي ته داخلېږئ په دې ځان مطمئين کړئ چې فرشونه به يې پاک وي. که فرشونه پاک نه وي، د کور د څښتن څخه غوښتنه کولی شئ چې په کرايه ليک کې دا وليکي چې تاسو مجبور نه ياست چې بیا غالۍ پاکي کړئ. که غواړئ چې غالۍ پاکي کړئ، د دې پرځای چې شرکت ته د غالۍ وینځلو لپاره ډیری پیسې ورکړئ تاسو کولی شئ په ارزانه بيه د وینځلو يو ماشین کرایه کړئ .

د کرايه ليک موده

کرايه ليک د ټاکلو مياشتو لپاره لاسليک کېږي. ډیری کرايه ليکونه د شپږو میاشتو یا د یو کال لپاره وي. تاسو دا هم کولی شئ چې مياشت په مياشت کرايه ليک لاسليک کړئ. دا په دې معنا ده چې تاسو هروخت چې وغواړئ کولی شئ دا استوګنځی پرېږدئ. په هر حال، تاسو په عادي ډول بايد یوه میاشت وړاندی د کور څښتن ته خبر ورکړئ چې نور تاسو دا استوګنځی پرېږدئ او تاسو باید د خپل تړون د پای ته رسېدو سره سمه کرایه ورکړئ.

د خبرتیا شرایط

په ډېرو کرايه ليکونو کې د هغه ورځو شمېر ذکر شوی وي چې تاسو يې بايد د ځای پرېښودلو وړاندې د کور څښتن ته خبر ورکړئ. که تاسو غواړئ چې کرايه شوی ځای نور پرېږدئ، خپل کرايه ليک وګورئ او ځان په دې ډاډه کړئ چې هلته تاسو د ځای پرېښودلو څخه څو ورځي وړاندي اجازه لرئ چې څښتن ته یې بايد خبر ورکړئ.

پوسټي صندوق او بیلونه

کله چې تاسو د استوګنې ځای پيدا کړئ، نو مجبور ياست چې بیلونه به پر خپل وخت تادیه کوئ. کېدای شي تاسو د برېښنا او نورو اسانتياوو بيلونه د برېښناليک له لارې ترلاسه کړئ.

کرایه

کرایه زیاتره د میاشتې له لومړۍ ورځي څخه او یا هم له هغي ورځي څخه چې تاسو استوګنځي ته ورکډه شئ پيلېږي. هڅه وکړئ خپله کرايه تل د نغدو پيسو پرځای د چيک له لاري تاديه کړئ. تل د رسید غوښتنه کوئ ځکه دا به ستاسو لپاره د کرايې د تاديې يو ثبوت وي.

پوسټي صندوق

د خپل کور له څښتن څخه دا وپوښتئ چې ستاسو پوسټي صندوق چيري دی او په منظمه توګه خپل پوسټونه چېک کوئ. کله چې تاسې کډه کوئ ستاسو لپاره اړينه ده چې په پوستي دفتر کې یوه فورمه ډکه کړئ . کله چې تاسو دا فورمه ډکه کړئ، ستاسو پوسټونه به تاسو ته پر نوي پته لېږل کېږي.

اسانتیاوې

تاسو باید د خپلو د وړاندې شويو خدماتو لکه بریښنا، طبیعي ګاز یا تېلو، اوبو، تلویزیون/انټرنیټ، تلیفون، کثافاتو، فاضله موادو، او نورو اسانتياوو لپاره پيسې تاديه کوئ. ځيني وختونه يوه برخه یا ټولې اسانتیاوې ستاسو په کرایه کې شاملې وي، خو ډیری وخت تاسو باید د پورتنيو اسانتياوو لپاره دوی ته جلا پیسې ورکړئ. تاسو کولی شئ په استوګنځي کې د تودوخې سیستم په لږ کارولو او په کور کې د ګرمو جامو اغوستلو سره، د بې ضرورته وسایلو په او د هغه بریښنايي آلاتو چې اړتيا ورته نه وي په بندولو سره لګښتونه را کم او پيسې سپما کړئ.

د کور پېرودل

د کور پېرودل کېدای شي ستاسو لپاره ترټولو ستره سوداګريزه معامله وي. ستاسو، د بانک او د هغه چا لپاره چې کور پلوري ډیری قانوني ستونزې مخي ته راځي. د متحده ایالاتو د کور جوړولو او ښاري پراختیا څانګه د لومړي کور پېرودلو او د لومړي ځل او ټیټ عاید لرونکو کسانو د کور پیرودونکو لپاره يو ټاکلی پروګرام او ډېر ښه معلومات لري.

تاسو کولی شئد کور پېرودلو دپروګرام موندلو په لټه کې شئ ترڅو په خپل ښار یا ایالت کې ستاسو سره د کور په اخېستو کې مرسته وکړي.

ګاونډیان

دا هر وخت ډېره مهمه ده چې هر چیرې چې اوسئ، بايد د خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولرئ. خو کېدای شي دا اړیکې ستاسو په هېواد کې د اړيکو سره توپیر ولري. د بېلګې په توګه، ستاسو په هېواد کې کېدای شي تاسو د ورځې په هر وخت کې د خپل ګاونډي سره لیدنه وکړئ. په متحده ایالاتو کې خلک زیاتره وخت د ملګري یا ګاونډي سره د ليدلو وړاندي لومړی هغه ته تلیفون کوي. تاسو باید هڅه وکړئ چې د خپلو ګاونډيانو درناوی وکړئ. ډیری امریکایان دا باور لري چې جايداد د دوی شخصي حريم دی. کېدای شي دوی دا ښه ونه ګڼي چې تاسو ئې د کور په انګړ کې ګرځئ يا يې د کور مخي ته ودرېږئ.

تاسو باید خپل زوږ او شورماشور ته هم پاملرنه وکړئ. هڅه وکړئ د ماښام له ۸ څخه د سهار تر ۸ بجو پورې چې زیاتره په متحده ایالاتو کې دا د استراحت وخت دی نو په دې موده کې آرامه اوسئ.

که تاسو د خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې جوړي کړئ، دا به ستاسو د کورنۍ لپاره هم ښه وي. کله چې نوي ګاونډیان ستاسو کور ته راځي، تاسو کولی شئ خپل ځان ورته ور وپېژنئ او دوی ته د خوراک لپاره يوشی راوړئ.

که تاسو د خپل یو ګاونډي سره ستونزه لرئ، هڅه وکړئ له هغوی سره خبرې وکړئ او وضعیت ورته تشریح کړئ. د بېلګې په توګه، که يو څوک د شپې خپل آواز لوړوي، له هغوی څخه په نرمه ژبه غوښتنه وکړئ چې بايد آواز کرار کړي ځکه چې ستاسو ماشومان ويده دي. که تاسو نوري مرستې ته اړتیا ولرئ، کولی شئ د خپل کور د څښتن سره د يادې ستونزي په هکله وغږېږئ او له هغه څخه وغواړئ چې ستاسو د ګاونډي سره په دې اړه خبرې وکړي.