په متحده ایالاتو کې د وړیا ژباړې خدمات

آایا تاسو د ژباړې وړیا مرستې ته اړتیا لرئ؟ آیا تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ؟ ډیری وړیا اپلکېشنونه او وېب پاڼې شته چې له تاسو سره مرسته کولی شي. دلته به تاسو دا زده کړئ چېد تحري او شفاهي ژباړې ترمنځ توپير څه دی، څنګه وړیا مرسته ترلاسه کړئ، د وړیا ژباړې لپاره آنلاین مرسته، او زموږ انګلیسي ته وده ورکولو لپاره زموږ د وړیا ®GED ټولګي کارولو څرنګوالی.


تحريري ژباړونکي او شفاهي ژباړونکي کوم دي؟

تحريري ژباړونکی لیکل شوي شيان له یوې ژبې څخه بلې ته اړوي. او یوشفاهي ژباړونکی بيا د يوچا خبري چې په يوه ژبه يې کوي و بل شخص ته د هغه په ژبه اړوي، چې په دې شکل دوی کولی شي له یو بل سره اړیکه ونیسي.

څنګه کولی شم چې د وړیا ژباړې مرسته ترلاسه کړم؟

دلته د وړيا تحريري او شفاهي ژباړو لپاره ځيني سرچینې شته چې تاس ترې ګټه اخېستلی شئ.

Tarjimly

Tarjimly د کډوالو، پناه غوښتونکو او د دوی په چوپړ کې د اخته کسانو لپاره د وړیا ژباړې عالي خدمات وړاندې کوي. که تاسو ژباړونکي ته اړتيا لرئ دا اپلکېشن ستاسو په وصلولو کې مرسته وکړي. کېدای شي تاسوغواړئ چې خپل ډاکټر یا د خپل ماشوم ښوونکي ته د یو څه په اړه وضاحت ورکوئ. یا غواړئ د کډوالۍ په دفتر کې یو سند ولولئ. يا حتی د پرچون په يوه پلورنځي کې ياست.

د دې اپلیکېشن کارول اسانه دي. تاسو کولی شئ په اوسط ډول په ۲ دقیقو کې تر ۶۰ څخه د زياتو ژبو د رضاکاره تحريري يا شفاهي ژباړونکو سره وصل شئ. د خبرو اترو په جریان کې تاسو کولی شئ ليکلی متن، غږيز پېغامونه او عکسونه واستوئ یا د همدې انټرنيټي لاري زنګ ووهئ. دا وړیا خدمات به تاسو سمدستي د Tarjimly له رضاکارو سره وصل کړي چې هغوی هم ستاسو په ژبه خبرې کوي او هم په انګليسي غږېدلی شي.

که غواړئ له دې خدماتو ګټه پورته کړئ نو په خپل ګرځنده تليفون کې له https://tarjimly.org/start څخه ياد اپلیکیشن راښکته کړئ او بیا په دېویډیو کې ښودل شوې طريقه تعقيب کړئ.

دا اپلیکیشن په انډرويد او آی فون دواړو کې شته. تاسو کولی شئ د برېښنالیک له لاري یا د خپل فېسبوک یا ايپل ای ډي له لاري ځان ثبت کړئ.

کولی شئ دا ویډیو وګورئ ترڅو زده کړئ چې څنګه په Tarjimly کې زنګ ووهئ چې د يو رضاکاره ژباړونکي سره وصل شئ ترڅو هغه ستاسو او هغه کس چې غواړئ خبري ورسره وکړئ ترمنځ خبرې وژباړي. په نورو ژبو کې د لارښوونو لپارهدلته کلېک وکړئ او د خپلې ژبې د موندلو لپاره پاڼه لاندې خواته یوسئ.

Respond: د بحراني ژباړونکو شبکه

Respond په روغتونونو او نورو بېړنيو حالاتو کې هر هغه اسناد چې د پناه غوښتنې د پروسې په جریان کې اړین او ګټور وي ژباړي. دوی د پناه غوښتونکو د مرکو لپاره شخصی ژباړونکي هم لري او هغوی له تاسو سره دا مرسته هم کوي چې د خپل وکيل سره وغږېږئ يا هم که په توقيف ځای کې ياست ستاسو سره په ژباړه کې مرسته کوي. د مرستې ترلاسه کولو لپاره، په وېب پاڼه کې د پېغام فورمه ډکه کړئ.

د وړیا ژباړې انلاین مرسته

دلته يه انلاين ډول هم د ژباړې ځینې وړیا خدمات شته.

تاسو کولی شئ د خپلي ژبي يوه کلمه پکې د ننه کړئ او هغه به يې بلې ژبي ته چې تاسو ټاکلي وي وژباړي. یا کولی شئ د انګلیسي هغه کلمه چې تاسو پرې نه پوهیږئ پکې ولیکئ او پروګرام به يې ستاسو په ژبه درته وژباړي.

دا خدمات تاسو ته دا اجازه هم درکوي چې د ژباړې لپاره یو سند ور پورته کړئ.

په انلاين ډول د وړيا ژباړې خدمات څه ډول کار کوي

  • Freetranslation.com يا Google Translate ته ور شئ
  • په “translate from (له کومې ژبي څخه)” او “translate to (کومې ژبي ته)” ژبې وټاکئ
  • هغه متن چې تاسو ئې ژباړل غواړئ وليکئ یا ئې کاپي پېسټ کړئ
  • دا خدمات تاسو ته دا اجازه هم درکوي چې د ژباړې لپاره یو سند ور پورته کړئ

ژباړه همېشه دقيقه او بشپړه نه وي، او کیفیت ئې د ژبو ترمنځ توپیر لري. خو دا خورا ګټورې وسیلې دي.

د غږ ژباړونکی اپلیکېشن

که تاسو ځيرک تلیفون لرئ، کولی شئ د ګوګل ژباړن اپلکېشن د خبرو کولو له لاري وکاروئ! په خپله ژبه یو څه ووایاست، او اپلکېشن به په انګلیسي یا نورو ژبو بېرته هماغه خبرې درته وکړي.

یادونه: ټولي ژبي د خبرو له اساسه د ژباړې اسانتياوي نه لري، خو د متن ليکلو خدمات به ستاسو پر شیشه را څرګندېږي، حتی که ستاسو په ژبه کې د خبرو له اساسه د ژباړي اسانتياوي هم نه وي ځای پرځای شوي.

څرنګه کولی شئ غږ ژباړونکی اپلیکېشن وکاروئ

  • اپلیکیشن راښکته او پرانیزئ
  • په “translate from (له کومې ژبي څخه)” او “translate to (کومې ژبي ته)” ژبې وټاکئ
  • د کوچني مایکروفون نښه کېکاږئ
  • یوه جمله ووایاست او انتظار وکړئ چې هغه بېرته تاسو ته خبره راغبرګه کړي

اپلیکېشن تاسو ته اجازه درکوي چې په خپلو ګوتو سره متن ولیکئ، او ورته داخل ئې کړئ، یا حتی د دې متن عکس واخلئ او ويې لېږئ.

له ځینو ژبو سره، تاسو کولی شئ خپلې اړونده وسیلې ته د ژباړې فایل راښکته کړئ. که تاسوحتی له انټرنېټ سره هم وصل نه یاست بیا کولی شئ دا اپلکېشن وکاروئ.

يوه وېډيو وګورئ چې تاسو ته دا وښيي چې ګوګل ژباړن اپلکېشن څه ډول کار کوي.

(https://youtu.be/sRxs7s9zvB0)

زموږ وړیا ټولګي له تاسو سره د انګلیسي په وده کې مرسته کوي

یو اېس اې هېلو په څو ژبووړیا ®GED ټولګی وړاندې کوي. د دې معنا دا ده چې تاسو کولی شئ په دواړو ژبو انګلیسي او خپله ژبه کې مواد مطالعه کړئ. آن که تاسو دې ته اړتیا هم نه لرئ د ®GED د ديپلوم لپاره زده کړې وکړئ، بیا هم دا د انګلیسي د مطالعې یوه ښه لار ده. موږ دا معلومه کړې ده، چې کوم کسان په دوو ژبو مطالعه کوي د هغوی انګليسي ورسره وده کوي.