د مهمو لارښوونو په مرسته زده کړئ چې په متحده ایالاتو کې موټر څنګه وچلوئ.

په امریکا کې د موټر چلولو لپاره، لومړی بايد دا زده کړئ چې څنګه په خوندي توګه موټر چلول کېږي او د متحده ايالاتو د ترافيکي قوانينو د پوهېدو په ازموینه کې بريالي کېږئ. که تاسو د موټر چلولو پلان لرئ، نو په هر ایالت کې ستاسو څخه غوښتنه کېږي چې د موټر چلولو جواز ترلاسه کړئ. که تاسو کوم بل ایالت ته کډه کېږئ، اړ ياست چې په هغه ايالت کې به د موټر چلولو خپل پخوانی جواز په نوي جواز بدلوئ. د موټر د بيمې، ثبتولو، ترافيکي لارښوونو، د نشې پرمهال د موټرچلولو او موټر خرڅولو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.


seat belt

د موټر چلولو جواز ترلاسه کول

د موټر چلولو له جواز پرته موټر چلول غیر قانوني دي. په متحده ایالاتو کې هر ایالت د موټر چلولو بېلابېل قوانین لري. تاسو کولی شئ د متحده ایالاتو د چلوونکي لارښود چې په ډېرو ژبو ليکل شوی لوستلو سره ياد ترافيکي قوانين زده کړئ. ستاسو لپاره دا هم اړينه ده چېد خپل ايالت اړوند موټر چلوونکي لپاره لارښود ولولئ.

یوځل چې تاسو ترافيکي قوانین ولولئ او پرې پوه شئ، نو د خپل جواز د ترلاسه کولو لپاره تاسو مجبور ياست چې تحريري او د موټر چلولو دواړي ازمویني به ورکوئ. تاسو مجبور ياست چې دا ازموینه به پر وخت تنظیموئ. تاسو کولی شئ چې انلاين لټون وکړئ يا هم خپل کور ته نږدې د موټرو او وسایطو څانګې ته چې دDMV په نوم پېژندل کېږي زنګ ووهئ يا ورڅخه لیدنه وکړئ. د ازمويني او موټرچلولو جواز ترلاسه کولو لپاره بايد تاسو يوه اندازه فيس تاديه کړئ. ډیری ایالتونه تاسو ته دا اجازه درکوي چې ازموينه په خپله مورنۍ ژبه ورکړئ.

د موټر بیمه

د موټر په بیمه کې هغه لګښتونه نغښتي وي چې د يوې ترافيکي پیښې یا ټپي کېدو په صورت کې رامنځته کېږي. په هغه صورت کې چې چلوونکی یو څوک ټپي کوي یا د بل چا ملکیت ته زیان رسوي نو قانون د ټولو موټرانو لپاره اساسي بیمه اجباري کړې ده. تاسو هم کولی شئ چې موټر ته د زيان رسېدو يا غلا کېدو په صورت کې د لګښت په اندازه بیمه ترلاسه کړئ.

تاسو باید په قانوني ډول د موټر چلولو لپاره لږترلږه د موټر لومړنۍ بیمه ولرئ. حتی که تاسو د يو ملګري موټر چلوئ، هم ستاسو مسؤلیت دی چې ځان به په دې ډاډه کوئ چې کوم موټر چې تاسو یې چلوئ بیمه شوی دی. د بیمې سند باید په موټر کې وساتل شي ترڅو د پوليسو له لوري د درېدلو په صورت کې هغوی ته ښکاره شي.

د موټر ثبت

د موټر د ثبت لپاره يوه اندازه مالیه شته چې هر کال ایالت ته ورکول کیږي. په دې سره تاسو اجازه ترلاسه کوئ چې د موټر لپاره له سرک څخه استفاده وکړئ او دا ستاسو د موټر پليټونو د جواز ماليه هم ده. هغه موټر چې ثبت شوی نه وي، چلول يې غيرقانوني دي. د ثبت سند باید په موټر کې وساتل شي ترڅو د پوليسو له لوري د درېدلو په صورت کې هغوی ته ښکاره شي.

د خوندیتوب او موټر چلولو لارښوونې

کله چې تاسو موټر چلوئ متحده ایالات ستاسو د ساتنې لپاره قوانین لري. تاسو باید تل دا قوانین تعقیب کړئ. کېدای شي دا قوانین ستاسو د هېواد د قوانينو سره توپیر ولري. ستاسو لپاره اړينه ده چې د خپل ایالت اړوند ځانګړي قوانین زده کړئ. دلته د خوندیتوب ځینې مهم مقررات شته چې په ډېرو ايالتونو کې يې پلي کول لازمي دي:

  • د موټر سیټونه
    تی خواره ماشومان او کوچنيان بايد د موټر په داسي څوکۍ کې کښېنول شي چې د دوی په اندازه وي او په موټر کې په خوندي ډول کلک تړل شوې وي. ماشومان کولی شي چې د دوی عمر او ايالت ته په کتو په موټر کې د ماشوم څوکۍ کارول ودروي. که په دې اړه تاسو ډاډه نه یاست، د خپل سیمه ایز DMV دفتر سره اړیکه ونیسئ. هېڅکله د موټر چلولو يا په موټر کې د سپرېدو پر مهال ماشوم په غېږ کې مه نيسئ، دا کارونه خطرناک او غیر قانوني دي.
  • د سیټ پټې
    په متحده ايالاتو کې د موټر چلولو يا په موټر کې د سپرېدو پر مهال بايد ارو مرو پټۍ وتړئ. په موټر کې بايد هرڅوک هغه که موټر چلوي یا سورلۍ وي د سيټ پټۍ وتړي. دا په دې دليل چې د ټکر پر مهال کېدای شي سورلۍ د خپل سيټ څخه بلې خوا ته وغورځي، چې په دې سره به خپل ځان او نور کسان ژوبل کړي.
  • اوسپنيزه خولۍ
    که تاسو موټرسایکل چلوئ، مجبور ياست چې اوسپنيزه خولۍ (هېلمېټ) په سر کړئ. په متحده ایالاتو کې نږدې هر ایالت پر موټرسيکل چلوونکو دا جبري کړې ده چې اوسپنيزه خولۍ (هېلمېټ) په سر کړي.
  • الکول څښل
    تاسو اجازه نه لرئ چې د موټر چلولو وړاندې يا د موټر چلولو پرمهال الکولي مواد وڅښئ. دا ډېره مهمه او جدي موضوع ده، ځکه د موټر چلولو پر مهال د الکولي موادو په څښلو سره کېدای شي د موټر چلولو جواز له لاسه ورکړئ او کېدای شي دې ته مجبور شئ چې لويه جريمه پرې کړئ او آن دا چې زندان ته هم اچول کېدای شئ. که تاسو د موټر چلولو پر مهال الکول څښلي وي کېدای شي يو څوک سخت ژوبل کړئ او يا يې ووژنئ.
  • ګرځنده تلیفونونه او نور بوختوونکي څيزونه
    د متحده ایالاتو په ځینو ایالتونو کې د موټر چلولو پرمهال په تلیفون کې خبرې کول غیر قانوني دي. په نږدې ټولو ایالتونو کې د موټرچلولو پرمهال پېغام ليکل منع دي. ګرځنده تلیفون کولی شي تاسو له سرک څخه منحرف کړي. که تاسو غواړئ چې خپل تلیفون وکاروئ، نو باید موټر يوې څنډي ته ودروئ. د متحده ایالاتو په ډېری ښارونو کې نور بوختوونکي څيزونه لکه خوراک کول، قهوه څښل، یا د حيوانانو سره بوختېدل هم منع دي.
  • ماشومان په موټرو کې
    په عمومي توګه تاسو دا اجازه نه لرئ چې په داسې حالت کې په موټر کې خپل ماشومان پرېږدی چې تاسو هلته نه یاست. د بېلګې په توګه، که تاسو يو پلورنځي ته ځئ، باید خپل ماشومان له ځان سره بوځئ. که ماشومان يواځې پرېښودل شي، کېدای شي هغوی د راوتلو هڅه وکړي او ځان ژوبل کړي، برېک يا کلچ خوشی کړي، ډېره تودوخه يا ډېر يخ يې وشي، په موټر کې قلف شي او يا مو هلته په موټر کې هېر شي.
  • د ستړيا پر مهال موټر چلول
    که ستړي ياست نو موټر مه چلوئ. که په خپل موټر کې ياست او په ځان پوه شئ چې ډېر ستړي شوي یاست او نه شئ کولی چې نور موټر وچلوئ، اشاره ولګوئ او په داسي يو خوندي ځای کې موټر ودروئ چې د ترافيکي تګ راتګ مخه و نه نيول شي او تاسو هم په خطر کې نه واست. په لويو لارو کې د استراحت لپاره ځانګړي ځايونه ټاکل شوي دي. د ویده کېدو پرمهال تل خپلې دروازې وتړئ.
  • هارن وهل او نور شور ماشور
    د اړتيا پرته ترخپله وسه کوښښ وکړئ چې هارن ونه وهئ. په ځینو سیمو کې، بې موجبه يا په ځانګړو وختونو کې د هارن وهل غيرقانوني دي. په ځینو سیمو کې د راډيو آواز اوچتول هم ښه نه ګڼل کېږي او غيرقانوني کړنه ده.
  • قلف او کیلي
    په ځينو سيمو کې د موټرانو او له موټرانو څخه غلا یوه ستونزه ده. دا مهمه ده چې بايد د خپل موټر دروازې بندې کړئ، آن که تاسو په موټر کې ناست هم ياست او کله چې له موټر څخه وځئ خپلې کیلۍ د ځان سره اخلئ. قیمتي توکي د خلکو له سترګو څخه ليرې کړئ.
  • په موټر کې کورني حيوانات
    که چیرې هوا ډیره ګرمه یا ډیره سړه وي، په ځانګړي ډول له ۷۰ فارنهایټ څخه پورته یا له ۴۰ فارنهایټ څخه کښته وي، نو دا غوره نه ده چې په موټر کې حیوانات پرېښودل شي آن که يې کړکۍ خلاصي هم وي، ځکه کېدای شي چې هغوی مړه شي. داسي پېښېږي چې کورني حيوانات موټرچلوونکی موټر ته نه پرېږدي، نو همېشه کيلي له ځان سره ساتئ.

ترافيکي پېښې

که تاسو د موټر چلولو پرمهال په ترافيکي پېښه کې راشئ، باید موټر ودروئ. د موټر درولو پرته د ترافیکي پیښې له ځای څخه مه وځئ. که ستاسو موټر لاهم حرکت کوي، هڅه وکړئ د سرک څنډي ته يې کړئ. که څوک ژوبل شوی وي، تاسو باید سمدستي ۹۱۱ ته زنګ ووهئ.

که چیرې چا ته زیان نه وي رسېدلی، تاسو باید د هغه چا چې تاسو ټکر ورسره کړی دی او يا ده ټکر درسره کړی وي نوم، د تلیفون شمېره، پته، د موټر چلولو جواز شمېره، د پلېټ نمبر، او د بيمې معلومات وليکئ. که هلته داسي کسان وي چې د پیښې شاهدان وي (پېښه يې ليدلې وي)، تاسو باید د هغوی نومونه او د تلیفون شمیرې هم راټولي کړئ. که تاسو کامره ولرئ، کولی شئ چې د هر زیانمن شوي ځای عکسونه واخلئ. تاسو باید د پیښې موقعیت هم ولیکئ او د پېښي د ځای عکسونه هم واخلئ.

له پېښي وروسته، تاسو باید سمدستي د خپلي بیمې شرکت ته د پیښې راپور ورکړئ.

د نشې (الکولو څښلو) په حال کې موټر چلول

د موټر چلولو پرمهال الکول مه څښئ. د موټر چلولو پرمهال مخدره توکي او نشه يي مواد مه کاروئ د شراب څښلو پر مهال يا هم د الکولو او مخدره توکو د نشې په حال کې موټر چلول یو جدي جرم دی، په ډیری ایالتونو کې دا د DUI په نوم پیژندل کیږي، چې د نشې په حالت کې د موټرچلولو په معنا دي. دې ته DWI (د نشې پرمهال موټر چلول) هم ويل کېږي.

ډیر داسي دارو او درمل شته چې د موټر چلولو پر مهال ستاسو پر توازن اغېز کولی شي، د الکولو او درملو ترکيب هم کولی شي پر تاسو همداسي اغېز وکړي.

د هر ایالت قانون ته په کتو کېدای شي جریمې توپیر ولري، خو ځینې موټر چلوونکي چې د DUI له لوري مجرم وپېژندل شي لږترلږه د ۱۸۰ ورځو لپاره يې جواز لغوه کېږي. هغه موټر چلوونکي چې د DUI په تور مجرم وپېژندل شي کېدای شي تر ۵۰۰۰ ډالرو پورې جرمانه شي او د نورو جریمو لکه تعقيب، بند او د څو لسیزو لپاره ستاسو په ثبت کې د DUI جرم له ثبتېدو سره هم مخ کېدای شي.

د نورو معلوماتو لپاره د لويو لارو د ترافیکي خوندیتوب ادارې (NHTSA) وېب پاڼي ته ورشئ.

په خراب موسم کې موټر چلول

په متحده ايالاتو کې ستاسو د هستوګني سيمي ته په کتو، کېدای شي د دې ځای هوا ستاسو د اصلي ټاټوبي د آب و هوا سره ډېر توپير ولري. کېدای شي دا ستاسو لومړی ځل وي چې په سختو شرایطو کې موټر چلوئ.

  • که چيري سرک يخ شوی وي او يا واوره ورباندي شوې وي، تاسو بايد د موټر له چلولو ډډه وکړئ. که بیا هم مجبور ياست چې موټر وچلوئ، نو ورو ورو لاړشئ او د واورې ټايرونه یا پر ټايرونو باندي ځنځیرونه/چينونه وکاروئ. دا ډول ټايرونه کولی شي له تاسو سره مرسته وکړي چې په یخ یا واوره کې خپل موټر په سم ډول کنترول کړئ.
  • په خپل موټر کې بېړني سامان آلات چې د ځان ساتني توکي لکه د لومړنۍ مرستې بکس، اضافي ګرمې جامې، اوبه، ځنځیرونه، د واورې بېلچه او لاسي څراغ پکې شاملیږي، ځای پرځای کړئ.

د سرک غصه

د سرک غصه یوه اصطلاح ده چې د موټر چلولو پرمهال د خلکو غصه تشريح کوي. که خلک ستاسو د موټر چلولو په اړه ناراضه وي نو کېدای شي په تاسو چیغې ووهي یا غږ وکړي که موټر یې تاسو ته ډېر نږدې وي. که تاسو پوه شئ چې د موټر چلولو پر مهال مو کومه تېروتنه وکړه، کولی شئ د هغه کس څخه د لاس په اشارې سره بخښنه وغواړئ. که يو څوک پر سرک غصه وي او تاسو ته لوړه خبره وکړي، ځواب مه ورکوئ. هڅه وکړئ د امکان تر حده په آرامه توګه موټر چلولو ته ادامه ورکړئ او د دوی له لارې څخه ليرې شئ. د قهرجن موټر چلوونکي سره مه مخامخ کېږئ او مه یې ننګوئ، او کله چې تاسو خپله په غصه يا خپه یاست نو موټر مه چلوئ. موټر چلول ډیر تمرکز او حوصله غواړي.

د موټر پېرودل

ایا دا ستاسو لومړی ځل دی چې په متحده ایالاتو کې موټر اخلئ؟ د موټر اخیستل یوه جدي موضوع ده. موږ درته توصيه کوو چې تاسو بايد یو امریکایی ملګری یا لارښود ولرئ تر څو په لومړی ځل د موټر په پیرلو کې له تاسو سره مرسته وکړي. ځینې وخت تاسو کولی شئ د موټر پېرلو لپاره له اړونده بانک یا يوې اتحاديې څخه پور ترلاسه کړئ. البته که تاسو پور ترلاسه کړئ، تاسو به هره میاشت پردې باندې سود ورکوئ چې په دې سره به د موټر لګښت د هغه په پرتله چې تاسو پيسې سپما کړئ او په نغدو يې رانيسئ ډېر شي.

کله چې تاسو د خپل موټر لپاره ټولي پيسې ورکړئ یا هم خپل پور په بشپړ ډول تادیه کړئ، نو تاسو به د موټر کاغذونه – هغه رسمي سند چې ستاسو مالکيت ثابتوي ترلاسه کړئ .

موټر څنګه رانيول کېږي

د نوي موټر په پرتله د مستعمل موټر رانيول عموماً ارزانه وي. تاسو کولی شئ یو مستعمل موټر له څښتن یا د موټر پلورنځي څخه وپیرئ. تاسو کولی شئ د موټر په نرخ ورسره وغږېږئ. که تاسو یو مستعمل موټر اخلئ، نو مخکې له دې چې موټر واخلئ ښه خبره داده چې یو مستري يې وګوري ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې په موټر کې هېڅ ستونزه نشته. تاسو به د موټر د ازمویلو غوښتنه هم وکړئ. په دې معنا چې مخکې له دې چې تاسو موټر واخلئ، لومړی يې بايد تاسو د چلولو لپاره وازمایئ او سم يې وګورئ تر څو ډاډ ترلاسه کړئ چې د موټر هرڅه سم کار کوي.

کله چې تاسو یو مستعمل موټر اخلئ، مهمه ده چې تاسو بايد ډاډ ترلاسه کړئ چې د موټر کاغذونه (هغه سند چې دا ثابتوي چې له چا څخه تاسو موټر اخېستی همدا موټر د همدغه شخص دی) باید پاک وي. تاسو بايد د موټر باوري (په رسمي ډول لاسلیک شوي) کاغذونه ترلاسه کړئ او ځان په دې ډاډه کړئ چې د موټر د څښتن څخه يو رسيد واخلئ، آن که دا رسيد په لاس هم ليکل شوی وي.

د موټر پېرلو او ملکیت شرایط

  • د موټر پېرلو لپاره تاسو د موټر چلولو جواز ته اړتيا لرئ.
  • تاسو باید موټر په خپل ایالت کې د موټري وسایطو له څانګې سره ثبت کړئ ترڅو پلېټونه ترلاسه کړئ، کوم چې د موټر لپاره اړین دي.
  • همداراز به تاسو د موټر چلولو لپاره د بېمې، ګاز او ساتنې مياشتنی فيس هم ورکوئ.

دا ټول یواځې هغه وړاندیزونه دي چې له تاسو سره په متحده ایالاتو کې د موټرچلولو د قوانينو په ښه پوهېدو کې مرسته کوي. له دغو معلوماتو څخه د قانوني مشورې په توګه هېڅ کار نه اخيستل کېږي. د موټر چلولو اړوند پوښتنې باید د DMV ایالتي څانګویا سيمه ايزو پولیسوته واستول شي.