څرنګه کولی شئ چې یوه نوي ولایت مرکز یا ښار ته کډه وکړئ

په متحده ایالاتو کې، خلک د ډېرو موخو لپاره نوي ښار ته کډه کول خوښوي. ټول نوي راغلي کسان دا ازادي لري چې هر وخت وغواړي کډه کولی شي.د ښې دندې موندل، خپلوانو او ملګرو ته نږدې کېدل او د زده کړې لپاره د ډېرو فرصتونو موندل له هغه عمده دلایلو څخه دي چې له امله یې خلک کډه کوي. دا ستاسو او ستاسو د کورنۍ لپاره لویه پریکړه ده.دا زده کړئ چې کومې پوښتني بايد دکډه کېدلو مخکې وکړئ. له یوه کور څخه بل کور ته د کډه کېدلو لپاره مهم ګامونهچې بايد واخیستل شي او ستاسو د راتلونکي حرکت لپاره لارښوونې


د آدم اواد عکس

نوي ښار ته د کډې کولو دمخه په ذهن کې ګرځېدونکې پوښتنې

ستاسو سره په پریکړه کولو کې د مرستې لپاره آیا کډه کول یو ښه نظر دی، په پام کې ولرئ چې ولې کډه کول غواړئ او کډه د دې لپاره کوئ چې تاسو به غوره فرصتونه پیداکړئ. دلته ځینې پوښتنې دي چې کولی شئ ستاسو له کډه کولو څخه مخکې یې په اړه فکر وکړئ:

د لېږد اړوند پوښتنې

  • آیا ستاسو په نوې ټولنه کې کورونه شتون لري؟
  • په نوي ښار کې به د اپارتمان یا کور لګښت څومره وي؟
  • آیا تاسو اړ یئ چې په خپل اوسني کور/اپارتمان کې فرنیچر او نور توکي وپلورئ؟
  • آیا دلته غیر انتفاعي سازمانونه شته چې په نوې ټولنه کې مهاجرو یا کډوالو ته خدمات وړاندې کوي؟ تاسو کولی شئ FindHello خپل نوي ښار کې د اړونده سازمانونو د موندلو لپاره وکاروئ.
  • ستاسو په نوې ټولنه کې به موسمي حالات څنګه وي؟ آیا تاسو د دې نوي چاپیریال لپاره جامې لرئ؟

د ځای اړوند پوښتنې

  • په هغه سیمه کې د جرم کچه څومره ده چې تاسو پکې د اوسېدو پلان لرئ؟
  • ایا دلته ځانګړي مالیات یا د ښار بېلابېل قوانین شتون لري چې تاسو ورته اړتیا لرئ څو پرې پوه شئ؟
  • آیا دلته عامه ترانسپورت شتون لري، یا تاسو به د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو ته اړتیا ولرئ؟
  • کار یا ښوونځي ته به ستاسو سفر د څومره وخت لپاره وي؟
  • که تاسو د ښار سره بلدتیا خوښوئ، د پېښو، فعالیتونو، او حتی د خپلې نوې ټولنې شاوخوا د شپې ژوند په اړه زده کړئ.

د کار اړوند پوښتنې

  • په نوي ښار کې څه ډول دندې شتون لري؟
  • که تاسو د دندې منلو پلان لرئ ځکه چې د دې تنخواه ډېره ده، نو آیا تاسو په دې نوي ښار کې د ژوند لګښت په پام کې نیولی؟
  • تاسو خپله اوسنۍ دنده څه ډول پریږدئ؟

د زده کړې اړوند پوښتنې

  • آیا ستاسو په نوې ټولنه کې د لویانو زده کړې او ESL کورسونه شتون لري؟
  • په نوې ټولنه کې د دولتي ښوونځیو کیفیت څه ډول دی؟

د کورنۍ او ملګرو اړوند پوښتنې

  • آیا تاسو په نوې ټولنه کې کورنۍ یا ملګري لرئ؟ آیا تاسو به وکولی شئ له دوی سره ووسېږئ؟
  • آیا تاسو په اړونده نوې سیمه کې بل څوک پیژنئ؟ تاسو به څرنګه له ملګرو سره لیدنه کوئ ترڅو له تاسو سره مرسته وکړي؟
  • آیا تاسو به په نوې ټولنه کې د ماشوم پاملرنه ترسره کړئ؟ دا به څومره لګښت ولري؟

مهم موارد چې د کډې پر مهال یې باید ترسره کړئ

که تاسو پریکړه وکړئ بل ځای ته لاړشئ او ډاډه نه یاست چې څرنګه کډه وکړئ، نو لاندې کارونه ترسره کړئ:

۱) که تاسو کډوال یاست، نو ډاډه اوسئ چې د خپلې قضیې کارکوونکي ته ووایاست چې تاسو غواړئ ولاړ شئ.

۲) که تاسو د اوسني اپارتمان لپاره کرایه لیک لرئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د کرایه لیک مقررات تعقیب کوئ. تاسو کېدای شي اړتیا ولرئ څو خپل د کور څښتن ته لږترلږه ۳۰ ورځې مخکې خبر ورکړئ ترڅو خپلې ضمانتي پیسې بېرته ترلاسه کړئ. د کاغذ په یوه ټوټه کې ولیکئ چې تاسو غواړئ ولاړ شئ او د خپل نوم او نېټې ترڅنګ به یې لاسلیک کړئ.

۳) د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو سره د پتې د اړونده فورمې په چاپولو او د USCIS ته یې په لېږلو سره د پتې بدلون ثبت کړئ. تاسو کولی شئ فورمه آنلاین هم ډکه کړئ.

۴) تاسو اړتیا لرئ د متحده ایالاتو پوستي دفتر سره هم خپله پته بدله کړئ. دا به غوره وي که تاسو دا کارونه ترسره کړئ ترڅو ځان ډاډه کړئ چې تاسو کوم مهم اسناد یا لیکونه په ډاډ سره ورسیږي. تاسو کولی شئ آنلاین فورمه وکاروئ یا ځایی پوستي دفتر ته ولاړ شئ او فورمه ډکه کړئ. که تاسو دا کار آنلاین ترسره کوئ، نو تاسو څخه به د کرېډېټ یا ډېبېټ کارت په کارولو سره د خپلې آی دي د ثابتولو لپاره ۱ ډالر اخېستل کیږي. که تاسو دا په پوستي دفتر کې ترسره کوئ، نو تاسو به اړتیا ولرئ چې له ځانه سره آی ډي راوړئ، لکه د موټر چلوونکي جواز، خو په دې حالت کې به هېڅ لګښت شتون و نه لري.

۵) که تاسو فرنیچر لرئ تاسو نه شئ کولی چې له ځانه سره یې راوړئ، بلکه د پلورلو هڅه یې وکړئ. تاسو کولی شئ د لیلام پلور ولرئ. که تاسو مسلکي کډه کوونکو ته اړتیا لرئ، ډاډ ترلاسه کړئ څو د خپلو اړتیاوو سره سم د وړ کس لپاره لټون وکړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې د کډه کوونکو سره تړون ولولئ او د اړونده سند په شرایطو ځان پوه کړئ.

۶) هر هغه ملګرو ته ووایاست چې تاسو یې لرئ که کوم ځینې یې غواړي له تاسو سره ولاړ شي. دوی کېدای شي په نوي ښار کې یو څوک وپیژني څوک چې وکولی شي له تاسو سره مرسته وکړي. ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو دوی ته د خپل تلیفون شمېره او بریښنالیک پته ورکړئ او له دوی څخه یې هم وغواړئ د دې لپاره چې که چېرې تاسو له کډې کولو وروسته کوم مرستې ته اړتیا پیدا کړئ.

۷) که ممکنه وي، مخکې له دې چې تاسو کډه وکړئ په خپل نوي ښار کې د استوګنې لپاره ځای پیداکړئ. تاسو کولی شئ ځایونه په آنلاین ډول وګورئ. خو، د کومې ویب پاڼې له لارې هېچا ته پیسې مه ورکوئ. تر هغه پورې انتظار وباسئ چې ترڅو تاسو اپارتمان په خپله وګورئ.

۸) که تاسو مرستې ته اړتیا لرئ یا ډاډه نه یاست چې څه وکړئ، تاسو کولی شئ موږ ته برېښنالیک ولېږئ، او موږ به هڅه وکړو چې ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایو.

۹) که تاسو د خپل ایالت څخه کومې ګټې ترلاسه کوئ (لکه نغدي پیسې، د خوړو ټاپې، یا روغتیايي پاملرنې)، نو تاسو باید د دې ټولو ګټو لپاره بیا غوښتنه وکړئ کله چې تاسو نوي ایالت ته ځئ. دا به په نوي ایالت پورې اړه ولري چې پریکړه وکړي چې تاسو به کومې ګټې لاسته راوړلی شئ.

۱۰) د اپارتمان، کور یا د کرایې په تړون پورې اړه لري، تاسو کېدای شي اړتیا ولرئ د بریښنا او کیبل شرکتونو ته زنګ ووهئ ترڅو دوی ستاسو د کډې خبر شي، له هغوۍ د خدماتو د ځنډولو غوښتنه وکړئ، او خپل حساب خپلې نوې پتې ته ولېږدوئ.

د کډې لپاره لارښوونې

  • ډاډ ترلاسه کړئ چې د لګښتونو لېست مو تیار کړی دی.
  • د کډه کوونکي شرکت په اړه پلټنه وکړئ (که تاسو کوم یو ته اړتیا لرئ). د بیمې په اړه زده کړئ دا چې د زیانونو یا ورکو شويو توکو په صورت کې به دوی کوم خدمات وړاندې کوي.
  • تیاری مخکې له مخکې ونیسئ؛ وروستۍ ورځې ته انتظار مه کوئ. کډه کول کېدای شي ستاسو د توقع څخه ډېر وخت ونیسي.
  • مهرباني وکړئ دا ټول پخپله مه کوئ؛ لپاره یې مرسته وغواړئ.
  • د خپلو توکو د لېږدولو لپاره د ورکړل شوي بکسونو یا د بیا کارونې وړ کڅوړو په کارولو سره لګښتونه راکم کړئ.
  • ډاډ ترلاسه کړئ چې کوم ځای ته چې تاسو ځئ هغه ځای ته د کډې او کډه کولو د مقرراتو او ستاسو د نوي کرایې څخه باخبره اوسئ.