شریکول

په متحده ایالاتو کې د وړیا ژباړې مرسته ترلاسه کړئ

ایا تاسو د انګلیسي ليکلي يا شفاهي ژباړې لپاره مرستې ته اړتیا لرئ؟ د وړیا ژباړې د مرستې لپاره د خپلو حقونو په اړه مالومات ترلاسه کړئ او په دې ځان پوه کړئ چې څنګه ددې مرستي غوښتنه وکړئ. په خپله ژبه کې د وړیا ژباړې د ترلاسه کولو لارې چاري ومومئ.

په اساس دي جنوري 25, 2024

ترجمه کونکي او ژباړونکي څه دي؟

ژباړونکي له یوې ژبې څخه بلې ته پیغامونه رسوي. دوی د خلګو سره مرسته کوي چې په بېلابېلو ژبو ورسره خبري وکړي او د متنونو په پوهیدو کې ورسره مرسته کوي.

ژباړونکي خبري او اشارې ژباړي. ژباړونکي کولای شي په حضوري توګه، يا هم د تلیفون یا ویډیويي خبرواترو له لارې کار وکړي.

ژباړونکي لیکل شوی متن ژباړی. په دې کې اسنادونه، کتابونه او په ویډیوګانو کې شته متنونه شامل دي.

تاسو حق لرئ چې يو ژباړونکی ولرئ

تاسو حق لرئ چې د متحده ایالاتو په ټولو دولتي ادارو کې په وړيا توګه په خپله ژبه د ليکلي او شفاهي ژباړي مرسته ترلاسه کړئ. دا وړيا مرسته د هغو خلګو لپاره ده چې په انګلیسي ژبه کې يې مهارتونه محدود وي (LEP) چې دې ته د ژبې لاسرسی ویل کیږي.

 که تاسو په انګلیسي ژبه رواني خبرې نه شئ کولای، د مرستې غوښتنه وکړئ. دا دفترونه نه شي کولای ستاسو د ژبې له امله تاسو ته شته خدماتو د وړاندي کولو څخه انکار وکړي.

د ژبې په برخه کې د مرستي لپاره لارښوونې:

  • خپلي اړتيا ته په کتو د اړيکو لپاره د Tarjimly یا Google Translate په څیر یو اپلیکیشن وکاروئ .
  • پوښتنه وکړئ چې ایا د ژباړونکي یا ژباړې د غوښتني لپاره بايد کوم ګامونه واخيستل شي . د ځینو خدماتو د غوښتني لپاره ممکن تاسو آنلاین غوښتنليک وسپارئ. همدارنګه، دفترونه معمولا تاسو په دې مکلفوي چې د ملاقات وړاندي تاسو بايد یو ژباړونکی وټاکئ.
  • د خپلې خوښې ژبه یا لهجې په اړه معلومات شریک کړئ . د مثال په توګه، وواياست  “I speak Pashto. I need an interpreter”
  • نور انتخابونه شریک کړئ، لکه د ښځینه یا نارینه ژباړونکي لرل.
  • که تاسو خپل ژباړونکی راولئ، نو دا موضوع شريکه کړئ . دوی ممکن په دې اړه ځيني مقررات او قواعد ولري چې څوک ستاسو لپاره ژباړه کولای شي.
که چیرې تاسو کاڼه یاست، د اوریدلو ستونزه ولرئ، یا د خبرو کولو معلولیت ولرئ، په دې صورت کې هم تاسو کولای شئ د ژبې د ملاتړ غوښتنه وکړئ. په ټولو 50 ایالتونو او سیمو کې د تلیفون له لارې د وړیا مرستې لپاره 711 شمېرې ته زنګ ووهئ.

په دولتي ادارو کې د ژباړونکي خدمات:

یوه ستونزه راپور کړئ. که تاسو د ژبې خدماتو ته لاسرسی نه لرئ، تاسو کولای شئ په دې اړه يو شکایت درج کړئ. دا چې د شکايت درجولو پروسه څنګه ده، په اړه يې په هغه ځای کې پوښتنه وکړئ چې ستاسو سره مرسته کوي. په دې اړه دوی ځيني ګامونه لري چې وګوري څه پیښ شوي دي. تاسو کولای شئ د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت ته هم شکایت وکړئ .

د خپل ژباړونکي موندل

ځینې غيرحکومتي ادارې کېدای شي د ژباړي مرستي او خدمات وړاندي نه کړي. که تاسو غواړئ پخپله مرسته ترلاسه کړئ، تاسو کولای شئ:

  • د مرستې لپاره د کورنۍ یو باوري غړي یا ملګري ته ورشئ.
  • د ځايي کډوالو د بیا میشتیدنې ادارې څخه د وړیا مرستې غوښتنه وکړئ.
  • په خپل تلیفون کې وړیا اپلکېشنونه وکاروئ لکه Tarjimly او Google Translate.
  • د سازمانونو له لارې وړیا مرسته ترلاسه کړئ لکه Respond Crisis Translation.
  • یو آزاد ژباړونکی وټاکئ.

Tarjimly اپلکېشن

Tarjimly په 121 ژبو کې کډوالو، پناه غوښتونکو او مرستندویه کارمندانو ته د وړیا ژباړې ملاتړي خدمات وړاندې کوي. په Tarjimly اپلکېشن کې، تاسو کولای شئ د رضاکار ژباړونکي سره اړیکه ونیسئ او خبرې اترې پیل کړئ. تاسو کولای شئ ليکلي پیغامونه، غږیز پیغامونه، عکسونه واستوئ، یا هم تلیفون وکړئ.

(https://youtu.be/JHG17Y5vR6M?si=Jt2xLZdV1DwBypSA)

 Google Translate

Google ژباړن (Google Translate)  د ماشیني وسيلي ژباړې ده. دا ستاسو په براوزر کې یا د ګرځنده تليفون اپلکېشن له لاري په 100 ژبو کې متني او ږغيز پېغامونه ژباړي.

د ګوګل ژباړې سره تاسو کولای شئ:

  • په اپلیکیشن کې خبرې وکړئ او هغه به تاسو لپاره دا خبري وژباړي.
  • خبرې اترې په مستقيم ډول وژباړئ.
  • په لاس لیکل شوی یا ټايپ شوی متن وژباړئ.
  • د متن ژباړلو لپاره خپله کامره وکاروئ.
  • يا په بشپړه توګه ټوله ویب پاڼه وژباړئ.
(https://www.youtube.com/watch?v=XaBrwzPQbhM)
د ګوګل ژباړه اکثرا 100٪ سمه نه وي. د ژباړې کیفیت ممکن د ژباړې په ژبه پورې اړه ولري.

د ژباړې نور خدمات

Respond Crisis ژباړه (Respond Crisis Translation)  په 105 ژبو کې د ليکلي او شفاهي ژباړې ملاتړي خدمات وړاندې کوي.
د کډوالو د ژباړې پروژه (Refugee Translation Project)  په 16 ژبو کې کډوالو او پناه غوښتونکو ته د ژباړې ملاتړي خدمات وړاندې کوي.

ليکلې او شفاهي ژباړه څنګه کار کوي

مسلکي ژباړونکي باید ځینې مقررات تعقیب کړي.

اوږدوالی
کليمه په کليمه ژباړه مسلکي ژباړه نه ده. ستاسو له ژبي څخه انګليسي ته او يا هم برعکس ژباړه ممکن ډیري یا لږ کليمې او وخت ونیسي.

بڼه
ژباړونکي کولای شي په دوو لارو کار وکړي. دوی کولای شي (په ورته وخت کې) هغه څه وژباړي چې سمدستي ویل کېږي، یا دوی کولای شي انتظار وکړي او د څو جملو ويلو وروسته (پرله پسې) خبري وژباړي.

دقت
ژباړونکي باید د معنی بدلولو پرته په سمه توګه خبرې وژباړي یا يې ولیکلي. د دقيقي ژباړي د ترلاسه کولو لپاره دوی نه شي کولای نور مالومات اضافه یا حذف کړي.

ژباړونکي ممکن ستاسو څخه وغواړي چې یوه ځانګړې کليمه یا جمله واضح کړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی ستاسو په خبره پوهیږي.

محرمیت
د قانون له مخې، مسلکي ژباړونکي باید ستاسو ټول مالومات پټ وساتي. دوی نه شي کولای ستاسو له اجازې پرته ستاسو مالومات له بل چا سره شریک کړي.

د ژباړونکي سره د خبرو اترو لپاره لارښوونې

  • د خدماتو د چمتو کونکي سره خبرې وکړئ، نه د ژباړونکي سره.
  • پر یوه وخت د 1-2 جملو سره د لنډو بیانونو په کارولو سره په واضح ډول او ورو ورو خبرې وکړئ.
  • د دوام ورکولو څخه مخکې دې ته انتظار وکړئ چې ژباړونکي خبري پای ته ورسوي.
  • که تاسو په یو څه پوهه نه شئ، دوی ته وواياست. 
  • له هغوی څخه وغواړئ چې دا خبري درته تکرار یا تشریح کړي.
تاسو ته نږدې مرسته ومومئ

قانوني مرسته، د انګلیسي ټولګي، روغتیایی کلینیکونه، د هستوګني ملاتړي خدمات او داسي نور ومومئ. د FindHello اپلیکیشن سره په متحده ایالاتو کې د کډوالو لپاره سیمه ایزه نقشه او د خدماتو لیست وپلټئ.

خپل لټون پیل کړئ

ددې پاڼي معلومات له our partner Tarjimly, USCIS, LawHelp.org, نورو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. زموږ موخه داده چې د پوهاوي لپاره اسانه معلومات وړاندې کړو چې په منظم ډول تازه کیږي. دا معلومات قانوني مشوره نه ده.

شریکول