په متحده ایالاتو کې د ماشوم روزني او والدینو قوانین

په متحده ایالاتو کې د مور او پلار لپاره ډیر قوانین شته؛ دا د ماشوم ساتنې او هغوی ته د حقونو ورکولو قواعد دي. د مور پلار لپاره هم قوانین شته چې د مور پلار حقوق او مسؤلیتونه په ګوته کړي. د والدینو د مسؤلیتونو، په کور کې د ماشومانو په اړه د مقرراتو، د ښوونځي د حاضرۍ، د ماشومانو د کړو وړو او نورو ارزښتناکو معلوماتو په اړه زده کړه کړئ.


د مور پلار مسؤلیتونه او دندې

مور پلار ځيني اساسي قانوني دندې لري چې دوی یې بايد ترسره کړي، لکه د خپلو ماشومانو لپاره د زدکړو، خوړو، پوښاک، هستوګنځي، طبي پاملرنې ته لاسرسی، محافظت، او مالي ملاتړ برابرول. کله چې د ماشوم عمر (په ډېری ايالتونو کې 18 کلنۍ) ته ورسېږي، نور نو دده په اړه د مور پلار دا مسؤلیتونه پای ته رسیږي.

د خپلو ماشومانو لپاره د لومړنيو اړتیاوو په چمتو کولو کې پاتې راتلل کېدای شي تاسو د قانون ستونزې سره مخ کړي.

د طلاق په صورت کې به قانون دا مالوموي چې د خپلو ماشومانو د اړتياوو په پوره کولو کې به ستاسو مسؤوليت څه وي او څنګه به خپل قانوني مسؤلیتونه پوره کوئ. د مور پلار نوي شریکان نه شي کولای چې د ماشومانو په اړه پریکړې وکړي، آن که دا نوي شريکان د ‘مور پلار په درجه’ کې هم وي او یا د مور پلار په څیر چلند هم کوي.

تاسو مکلف ياست چې د والدینو په توګه خپل مسؤلیتونه پوره کړئ یا د مور او پلار په توګه د خپل حق د لغوه کېدو په خطراتو ځان پوه کړئ; په ځینو شرایطو کې د مور پلار په توګه ستاسو حقوق لغوه کېدای شي چې هغه عبارت دي له:

  • له ماشوم څخه په بېرحمانه توګه اوږدمهاله ناوړه ګټه اخیستنه یا غفلت.
  • جنسي ځورونه.
  • په کورنۍ کې د نورو ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه.
  • ماشوم پرېښودل.
  • د مور پلار اوږدمهاله رواني ناروغي.
  • په دوامداره توګه د والدينو الکول څيښل یا د مخدره توکو له امله د ناتوانه کېدل
  • د ماشوم په ملاتړ کې پاتې راتلل.

که ستاسو ماشومان ستاسو له کوره ایستل کیږي، لا هم تاسو ځيني مسؤلیتونه لرئ. په دې پاڼه کې د خپرو شوو مالوماتو په هکله نور مالومات له امريکايي وکيلانو ټولني څخه ترلاسه کړئ.

ایا زه کولای شم چې خپل ماشومان زما په نه شتون کې يواځي په کور یا اپارتمان کې پریږدم؟

په متحده ایالاتو کې، له بالغ شخص پرته تنکي او واړه ماشومان په يواځي کور کې نه شي پرېښودل کېدای. په ډیری ایالتونو کې دا اجازه شته چې له 12 کالو څخه د لوړ عمر لرونکي ماشومان کولای شي پر خپلو کوچنيو وروڼو یا خویندو پاملرنه وکړي.

که تاسو خپل ماشوم په خپل کور یا اپارتمان کې يواځې پریږدئ، کېدای شي د حکومت سره په ستونزه کې کښېوزئ.

که تاسو کار کوئ او کوچني ماشومان لرئ، نو مجبور ياست چې پالنځي يا د ماشوم روزني مرکز ته د ماشوم استولو لپاره پيسې ورکړئ. حکومت د ورځني پالنځايونو څخه ليدنه کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی ستاسو ماشومانو ته سمه پاملرنه کوي.

که تاسو د ماشوم پالنې یا ورځني روزنځای د فيس ورکولو لپاره کافي پیسې نه لرئ، کولای شئ د بلې کورنۍ سره په دې اړه يوه “معامله” وکړئ. مثلا څو ورځي تاسو ددوی د ماشومانو پالنه کوئ، او بله ورځ به هغه کورنۍ ستاسو د ماشومانو پالنه کوي. تاسو کولای شئ چې په خپله سيمه کې داسي مور يا پلار ومومئ چې ستاسو د ماشومانو پالنه وکړي.

دHeadStart په نوم ملي پروګرام د ټیټ عاید لرونکو کورنیو د ماشومانو لپاره د پالني او د ښوونځي وړاندي زدکړو زمينه برابروي.

که زما ماشومان ښوونځي ته نه ځي څه به پېښه شي؟

په ډیری ښوونځیو کې د هغه زدکونکو سره د چلند لپاره چې ښوونځي ته نه ځي یو سیسټم شته. معمولا، د هغه والدينو لپاره چې په مکرر ډول د قانون مخالفت کوي جريمه او قانوني سزاوي شته.

د 18 کالو (عمر کېدای شي د دولت لخوا بدل شي) څخه د کښته عمر لرونکو هغه ماشومانو – چې په منظم ډول ښوونځي ته نه ځي – مور پلارد ښوونځي او ځایی چارواکو لخوا د ستونزې سره مخ کیدای شي. خو له دې وړاندي ښوونځی یو لړ پروسیجرونه تعقیبوي چې په هغه کې د ولسوالۍ د مدير سره اړیکه نیول، د کورنۍ سره لیدنه کول او په لیکلي بڼه خبرتیاوې لیږل شاملي دي.

په ډیرو پیچلو قضیو کې د قانون د پلي کېدو غوښتنه کېږي. د مدني سرغړونو په تور، د ماشوم روزني ټولګي اخيستلو، مشورې ته د حاضرېدلو او يا هم د مالي جريمي په خاطر والدين محکمې ته بېول کېدای شي.
په یاد ولرئ ، تاسو – د یو بالغ شخص په توګه – ښونځي ته د خپلو ماشومانو د لېږلو مسؤل یاست .

ايا کولای شم چې د ناوړه کارونو پر سر خپل ماشومان ووهم؟

په متحده ایالاتو کې تاسو نه شئ کولای چې ماشومان ووهئ. که تاسو خپل ماشومان ووهئ، حکومت کولای شي ستاسو ماشومان له تاسو څخه واخلي. که ستاسو ماشومان قواعد نه تعقيبوي، تاسو مجبور ياست چې د هغوی د سمولو لپاره نوري لاري چاري په ور وښووئ.

کله چې مور او پلار یا يو بل څوک ماشوم وهي يا زیان ورته رسوي، دا په قانون کې د ماشوم څخه د ناوړه ګټه اخیستني په مانا دی. په متحده ایالاتو کې د ماشوم ساتنې قوانین شته، ترڅو ماشومانو ته د زیان رسولو څخه د خلکو مخه ونیسي.

د ماشوم څخه د ناوړي ګټي اخیستنې، د ماشوم ساتني، او د هغه مقرراتو په اړه ځان خبر کړئ چې مور پلار یې باید تعقیب کړي .

که زما ماشومان په افراطي شکل امریکایي کړني کوي، زه څه کولای شم؟

دا چې ستاسو ماشومان ډېر امريکايي طبيعته کېږي، نو په همدې خاطر کېدای شي تاسو شاید د خپګان احساس وکړئ. اکثرا د ماشومانو لپاره دا اسانه وي چې د امریکایی کلتور سره ځان عيار کړي، ځکه د دوی لپاره د انګلیسي زده کول اسانه وي. مګر یاد ولرئ چې تاسو غواړئ خپل ماشومان مو په امریکا کې بریالي وي، آن که تاسو د خپګان احساس هم کوئ، نو د دوی لپاره ښه دا ده چې په امریکا کې د ژوند سره ځان عيار کړي.

په متحده ایالاتو کې ډیری مور پلار او ښوونکي ماشومانو ته د هغوی د ښه کار په بدل کې هغوی تشويقوي او آفرين ورته وايي. که تاسو خپلو ماشومانو ته ووایاست چې تاسو له دوی څخه خوشاله یاست، دا به د خپلو ماشومانو سره ستاسو په ښو اړیکو ساتلو کې مرسته وکړي. ډیری کډوال او مهاجر ماشومان وايي چې دوی دا هیله لري که يې مور او پلار د يو ښه کار کولو په بدل کې دوی ته يوه ښه خبره وکړي.

د خپلو ماشومانو سره د خپل هیواد په اړه وغږیږئ. عکسونه شریک کړئ او د دوی سره د خپل هیواد څخه د خپلې خوښې د شیانو په اړه خبري وکړئ.

داسي يو شی پيدا کړئ چې هم يې تاسو او هم يې ستاسو ماشومان د امريکا په اړه خوښوي. دا فعالیت په ګډه ترسره کړئ. د مثال په توګه، کېدای شي تاسو دواړه بیسبال خوښ کړئ. د خپلو ماشومانو سره یوځای د بیسبال لوبو ته لاړشئ.

څنګه کولای شم چې خپلو ماشومانو ته زموږ ژبه ورزده کړم؟

تاسو کولای شئ د خپلو ماشومانو سره د انګلیسي او خپلي ژبي په زده کولو کې مرسته وکړئ. سره له دې چې ستاسو ماشومانو به په خپله ژبه هم خبري کوي او هغه به ياد ساتي، کولای شي چې انګليسي ژبه هم ژر زده کړي!

کله چې ستاسو ماشومان په کور کې وي، دوی ته اجازه ورکړئ چې په دواړو ژبو خبرې وکړي.

له هغوی وغواړئ چې په خپله ژبه کې کتابونه ولولي. فلمونه وګوري او په خپله ژبه کې موسيقي واوري.

زه د خپل زوی او لور په اړه اندیښمن یم چې مخدره توکي يا الکولي مشروبات به استعمال کړي.

که تاسو اندیښمن یاست چې ستاسو زوی یا لور الکولي مشروبات استعمالوي، تاسو کولای شئ له خپل ډاکټر یا ښوونکي سره په دې اړه خبرې وکړئ. په متحده ایالاتو کې ښوونکي له کورنیو سره مرسته کوي. د ښوونکو سره خبرې کول ډېر عام دي.

کېدای شي تاسو د شرم احساس وکړئ. کېدای شي تاسو نه غواړئ خلک پوه شي چې ستاسو ماشوم ستونزه لري. مګر که تاسو ستونزه پټه کړئ، نو دا به ډېره بده شي.

دا مالومات د لارښووني لپاره دي او د امکان تر حده تازه کیږي. یو اېس اې هېلو نه خپله قانوني مشوره ورکوي، او نه هم بايد زموږ مواد د قانوني مشورې په توګه وکارول شي. که تاسو قانوني سلا مشورې ته اړتیا لرئ، موږ کولی شو له تاسو سره د وړیا یا ټیټ لګښت وکیل په موندلو کې هم مرسته وکړو.