ماشوم پالنه او ورځنۍ پاملرنه

ځيني مهاجر او کډوال والدین هېڅکله هم په دې نه توانیږي چې د خپلو ماشومانو د پالنې لپاره بل څوک ولري. کېدای شي ورځني پالنځي ته د خپلو ماشومانو لېږل خواشینوونکي يا د فکري ګډوډۍ لامل شي؛ د ماشوم د پالنې په اړه د اختیاراتو، د اړونده تادیې د اختیاراتو، او دوړیا او ټيټ لګښت مسلکي پالنې په هکله د پوهېدو پر اساس کولی شئ چې ورځني پالنځي ته د خپلو ماشومانو د لېږلو په اړه د رضایت احساس وکړئ.


ډیرو مهاجرو او کډوالو میندو هیڅ وخت د کور بهر کار نه وي کړي او نه يې هم د ماشوم پالني خدمات ترلاسه کړي وي. په متحده ایالاتو کې، د کافي پيسو پيدا کولو لپاره کېدای شي دې ته مجبور شئ چې له کوره بهر کار وکړئ، په تېره بيا د هغه چا لپاره چې په کور کې يې يواځي مور يا پلار وي.

ایا د پالنځي پرته د ماشوم پالنه کولای شم؟

تاسو کولای شئ چې د مسلکي پالونکي پرته د ماشوم روزنه وکړئ.

د خپل خاوند سره په شريکه ماشوم پالنه

که تاسو واده کړی وي، کولای شئ تاسو او ستاسو خاوند/مېرمن په بېلابېلو ساعتونو کې کار وکړئ ترڅو خپل ماشومان د ورځې پالنځي ته ونه لیږئ; په دې سره تاسو کولای شئ چې پيسې بچت کړئ، خو دا په دې مانا هم ده چې کېدای شي تاسو يو بل ډېر وخت سره ونه وينئ. د ځينو کلتوري شاليدونو له مخي کېدای شي هغه نارينه وو ته چې ماشومان يې مخکې پالنځي ته نه وي لېږلي دا کار څه سخت وي.

د نورو کورنیو سره مشترک پالنځی

تاسو کولای شئ د بل ماشوم د موروپلار سره ووينئ ترڅو هغوی ستاسو سره د ماشوم پالنه “تبادله” کړي؛ د دې مانا دا ده چې تاسو به یوه ورځ د دوی د ماشومانو ليدو ته ورځئ، او بله ورځ به دوی ستاسو د ماشومانو ليدو ته راځي. که چيري تاسو داسي خپلوان، ګاونډیان، یا ملګري ولرئ چې هغوی ستاسو د ماشوم همزولی ماشوم ولري، نو د ماشوم پالني تبادله ښه نظر دی.

د پيسو په بدل کې ماشوم پالنه

د ورځې لخوا ماشوم پالنه

“ورځنۍ پالنه” په دې مانا ده چې ستاسو پرته ستاسو د ماشومانو پالنه د بل چا لخوا کېږي او عموما دا پالنه ستاسو له کور څخه بهر وي.

په ورځنۍ پالنه کې بېلابېل ډولونه شته. يو انتخاب دادی چې په يو کور کې د ماشوم پالنه وشي. دا په دې مانا ده چې تاسو خپل ماشوم د هغه چا کور ته لیږئ چې هغه د ماشومانو ساتنه کوي.

بل بيا د ورځي لخوا د پالني مرکز دی. دلته ماشومان په يو شخصي کور کې نه وي، بلکي دوی ډېر ماشومان ساتي.

په ډېرو ورځنيو پالنځايونو کې دا شرط وي چې تاسو به ثبت نام کوئ او مياشتنی فيس به ورکوئ. په ځینو ښارونو کې داسي پالنځي هم شته چې تاسو کولای شئ خپل ماشومان یواځې د يو څو ساعتونو لپاره هلته ولېږئ.

کورنيو او ورځنيو مرکزي پالنځيو ته ايالتي حکومتونه جواز ورکوي. د دې مانا دا ده چې دوی ګوري ايا ورځنې پالنځايونه خوندي دي که نه. ایالتي حکومت ورځنيو پالنځايونو ته يو لړ مقررات هم وضع کړي دي چې بايد هغوی يې پلي کړي.

تاسو ته زموږ وړانديز دادی چې داسي پالنځی انتخاب کړئ چې هغه جواز ولري.

ستاسو په سيمه کې د جواز لرونکي ورځني پالنځي موندلو لپاره په انټرنیټ کې لټون وکړئ. دلته وليکئ: ” [ستاسو ښار] کې جواز لرونکی ورځنی پالنځی.”

ماشوم روزنه

د خپل ماشوم روزني لپاره يواځي هغه څوک انتخابوئ چې تاسو يې پیژنئ او باوري وي یا هم هغه څوک چې تاسو ته د هغه خلکو لخوا معرفي شي چې تاسو يې پیژنئ او باور ورباندي لرئ. ښه به دا وي چې تاسو د ماشوم پالونکې څخه غوښتنه وکړئ چې دCPR (د قلبي ناروغيو رغولو) او د لومړنيو مرستو رسولو ټولګي واخلي.

وړیا او د لږ مصرف لرونکي مسلکي ماشوم پالنه

د وړکتون پروګرام

تاسو کولای شئ خپل ماشومان د دوه کلنۍ شاوخوا عمر کې د ښوونځي مخکې وړکتون ته ولیږئ. د ښوونځي مخکې پروګرام د ښوونځي لپاره د ماشومانو په چمتو کولو کې مرسته کوي.

متحده ایالات د HeadStart په نوم يو ملي پروګرام لري، چې د ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره د ښوونځي مخکې يا د وړکتون وړيا پروګرام رامنځ ته کوي. تاسو کولای شئ دHeadStart locator.په لټون سره خپلي سيمي ته نږدې د HeadStart پروګرام ومومئ.

د اوړي کمپونه

د اوړي په موسم کې هم تاسو کولای شئ چې د ماشوم پالني ورځنې کمپونه پيدا کړئ ترڅو خپل ماشوم هلته ولیږئ. په متحده ایالاتو کې کمپونه د کډوالو د مېشتځايونو په مانا نه دي.

ماشومان د ورځي ځي او عموما ځيني مشخص فعاليتونه ترسره کوي. د مثال په توګه، تاسو کولای شئ سپورټي کمپونه، هنري کمپونه، د ډرامې کمپونه، د کلیسا کیمپونه، او داسي نور کمپونه پيدا کړئ. تقريبا ټول ورځني کمپونه د ټيټ عايد لرونکو کورنيو لپاره په فيس کې تخفيف کوي. په ښوونځي یا ټولنېز مرکز کې د دوبنيو کمپونو په اړه پوښتنه وکړئ.

دلته د هستوګنې کمپونه هم شته، چې ماشومان د یوې اونۍ لپاره پکې پاتېږي. دا ډول کمپونه کېدای شي د سپورټ لپاره وي او يا هم د نورو عمومي تجربو لاسته راوړلو لپاره. ځینې یې بيا د مطالعې لپاره دي – د مثال په توګه د کمپیوټري مهارتونو زدکړي لپاره. ډېری دوبني هستوګنيز کمپونه د ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره لږ فیس اخلي.

FindHello CTA map
FindHello

تاسو ته د نږدې مرستې او سرچینو د لټون لپاره فاینډ هېلو وکاروئ. په خپله ټولنه کې د دندې لپاره مشورې، وکیلان، روغتیايي پاملرنه، د انګلیسي ټولګي او نورو خدماتو لپاره لټون وکړئ.

خپل لټون پیل کړئ

د ښوونځي پروګرامونه

که تاسو د ښوونځي وړاندي او وروسته ماشوم پالنې ته اړتیا لرئ، باید د ښوونځي پروګرامونه وګورئ. دا پروګرامونه ستاسو د ماشومانو سره دا مرسته کوي چې د نوي ښوونځي سره څنګه ځان عادت کړي، ملګري پیدا کړي، او همداډول د کورني کار په ترسره کولو کې ورسره مرسته کوي.

ډېری ښوونځي د ماشومانو لپاره کم مصرفه او يا هم په وړيا ډول د ښوونځي پروګرامونه برابروي. آن کېدای شي چې يواځي د کډوالو ځوانانو لپاره ځانګړي پروګرامونه ولري.

  • ستاسو د ماشوم لپاره به دا ډېره ښه وي چې د هغه په ښوونځي کې دا پوښتنه وکړئ چې ایا دوی له دې وروسته د ښوونځي بل کوم پروګرام لري که څنګه.
  • د هلکانو او انجونو امریکايي کلب ټوله امریکا کې کلبونه لري. YMCA د ښوونځي اړوند پروګرامونه لري همداډول د ماشومانو د پاملرنې او Headstart برنامې هم وړاندي کوي.
  • تاسو کولای شئ په FindHello کې د يو سيمه ايز سازمان لټون وکړئ. خپله ژبه غوره کړئ، بیا خپل ښار وټاکئ. بیا “Children & Teens” انتخاب کړئ.
  • په خپله سيمه کې د ښوونځي برنامو موندلو لپاره په انټرنیټ کې لټون وکړئ. وليکئ “[ستاسو د ښار نوم] کې د ښوونځي پروګرامونه.”

ددې پاڼي مالومات د باوري سرچينو څخه په لاس راځي. له دې څخه هدف خلکو ته د لارښوونو برابرول دي چې تر ممکنه حده يې مالومات تازه کېږي. USAHello نه خپله قانوني مشوره ورکوي، او نه هم بايد زموږ مواد د قانوني مشورې په توګه استفاده شي. که غواړئ د ماشوم پالني اړوند نور مالومات ترلاسه کړئ، نو کولای شئ چې د ماشومانو او کورنيو لپاره د متحده ایالاتو د روغتیا او بشري خدماتو د څانګي څخه ليدنه وکړئ.