د متحده ایالاتو مهم قوانین چې بايد و یې پېژنئ

کله چې تاسو په متحده ایالاتو کې د استوګنې لپاره راځئ، تاسو به ټولو قوانين و او مقرراتو څخه خبر شوي نه یاست. دلته په زرګونو قوانین شتون لري! هر ایالت خپل ځانګړي قوانین هم لري. دلته د متحده ایالاتو ځینې قوانین دي چې په اړه یې پوهېدل ګټور دي ترڅو تاسو په غلطۍ سره قانون مات نه کړئ. دا پاڼه د ماشومانو؛ موټر چلولو تبعیض؛مالیاتو؛رشوت؛واده، جنسي اړیکه او ناوړه چلند؛په عامه ځایونو کې چلند مخدره توکي او الکول څاروي او ښکار؛جګړه او تاوتریخوالی آنلاین کارول نور جرمونه سرغړونه پوځي انتخابي خدمت؛ اود متحده ایالاتو د استوګنې اړوند شواهد و قوانین تر پوښښ لاندې نیسي.


ماشومان

  • ستاسو له ۶ څخه تر ۱۶ کلنو پورې ماشومان باید ښوونځي ته ولاړ شي.
  • تاسو باید خپل ماشومان ونه وهئ، بي پروايي یا ناوړه چلند ورسره و نه کړئ.
  • ستاسو ماشومان باید په موټر کې د خوندیتوب سيټونه وکاروي.
  • ځینې ایالتونه داسې قوانین لري کوم چې تاسو ته وايي چي تاسو نه شئ کولی خپل ماشومان تر هغې مودې یواځې پرېږدئ څو چې دوی خپل ټاکلي عمر ته نه وي رسېدلي.
  • تاسو کولی شئ په متحده ایالاتو کې له ماشومانو سره د ناوړه چلند د قوانینو په اړه ولولئ.

موټر چلول

  • تاسو باید د خپل موټر لپاره د موټر بیمه او نوم لیکنه ترسره کړئ او په موټر کې یې له ځانه سره وساتئ.
  • هرڅوک باید د موټر چلونې لپاره جواز ولري.
  • کله چې د ودرېدو څراخ سور وي موټر چلوونکي کولی شي ښي اړخ ته تاو شي په هغه صورت کې چې دا کار خوندي وي او څوک له کوڅې څخه نه تېریږي، پرته له دې چې کومه نښه یا سور څراغ تاسو ته د نه تېرېدو اشاره درکړي.
  • تاسو باید په روان موټر کې د سیټ کمربند وتړئ (پرته له دې چې تاسو د یوه بالغ شخص په توګه په نوي هیمپشایر ایالت مېشت وئ ).
  • د ښوونځي له بس څخه په دواړو حالاتو یعنې اړخ بدلېدو او د سرو څراغونو د بلېدو په صورت کې مه تېرېږئ! تر هغه پورې ودریږئ چې بس خپل بلېدونکي څراغونه بند کړي.
  • یوې خواته شئ او بېړنیو موټرو ته د تېرېدو اجازه ورکړئ که چېرې دوی روښانه څراغونه یا د خطر زنګونه فعال کړي وي.
  • تا سو کولای شئ په متحده ایالاتو کې د موټر چلولو د څرنګوالي په اړه ولولئ.

تبعیض

  • تاسو کولی شئ هغه چا ته خدمت کول رد کړئ څوک چې سرغړوونکی وي خو تاسو نه شئ کولی خلکو ته د دوی د نژاد، جنس، مذهب یا د دې پر اساس چې هغوۍ له کوم ځای سره تړاو لري د هغوۍ له خدمت کولو څخه انکار وکړئ.
  • تاسو کولی شئ د تبعیض ضد قوانینو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ چې د LGBT وګړو،هیجړا وګړو، او کاري میرمنو ساتنه کوي.

مالیات

رشوت

  • په متحده ایالاتو کې پولیسو او نورو چارواکو ته رشوت ورکول یا رشوت اخيستل غیر قانوني دي.
  • رشوت قبلول غير قانوني دي.

واده، جنسي اړیکه او ناوړه چلند

  • دا د قانون خلاف ده چې تاسو د کورنۍ له کوم غړي سره چې ستاسو مېرمن نه وي جنسي اړیکه ونیسئ.
  • تاسو اجازه نه لرئ چې په يو وخت کې له یو څخه د ډېرو کسانو سره واده وکړئ.
  • تاسو اجازه نه لرئ چې خپلې مېرمنې یا د کورنۍ بل غړي ته ډب ورکړئ یا یې ووهئ.
  • دا د قانون خلاف ده چې تاسو څوک د جنسي اړیکې د نیولو لپاره مجبور کړئ حتی که تاسو واده هم ورسره کړی وي.
  • هیڅوک هم، تر دې پوري چي ستاسو مور او پلار هم نشي کولی چې تاسو له یو چا سره واده کولو ته اړ کړي که تاسو نه غواړئ واده وکړئ.
  • تاسو کولی شئ له خپلې میرمنې/مېړه څخه طلاق واخلئ حتی که ستاسو مېرمن/ميړه موافق هم نه وي.
  • د متحده ایالاتو د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره له چا سره واده کول جرم دی. په دې توګه کېدای شي چې تاسو زنداني يا جريمه شئ.
  • دا د قانون خلاف نه ده چې څوک همجنس باز نارينه یا همجنس بازې ښځې وي، او له ورته جنسیت درلودونکي سره واده کول قانوني دي.

په عامه ځایونو کې چلند

  • تاسو کېدای شي پرته د پلي تګ له کرښو څخه د سړک څخه تېرېدو په صورت کې جریمه شئ!
  • تاسو ته اجازه نشته چې په عامه ځای کې فاضله توکي او پاتې شوني وغورځوئ.
  • د الکولي مشروباتو څښل او (په ځینو ځایونو کې) سګرېټ څکول په اړونده کوڅو کې د قانون خلاف دي.
  • ناروا چلند (د بربنډېدو، متيازو کولو، فاحشۍ کولو یا د فاحشې د ګمارلو په شمول ټول) غیر قانوني دي.

مخدره توکي او الکول

  • په متحده ایالاتو کې د الکولي مشروباتو د څښلو قانوني عمر ۲۱ دی.
    تاسو باید د ۲۱ کالو څخه کم عمره چا ته الکول ور نه کړئ یا اجازه ور نه کړئ چې ستاسو په شتون کې الکول وڅښي. (په ځینو ایالتونو کې د مور او پلار لپاره استثناوې شتون لري، څوک چې کېدای شي خپلو ماشومانو ته اجازه ورکړي چې د دوی په شتون کې یې هم وڅښي.)
    د مخدره توکو کارول یا پلورل یا د غیرقانوني نشه يي توکو چمتو کول غیر قانوني دي (کوم چې په قانون کې “کنترول شوي توکي” بلل کیږي).
  • په ځینو ایالتونو کې د ځینو شرایطو لاندې د چرسو کارول او پلور جواز لري.

حیوانات او ښکار

  • ښکاریان باید د وحشي حیواناتو د وژلو لپاره د ښکار جواز ولري.
  • تاسو کولی شئ یوازې په ځانګړو وختونو او ځینو ځانګړو وسلو سره وحشي حیوانات ښکار کړئ.
  • د خوړلو لپاره د پیشوګانو او سپيو وژنه غیر قانوني ده.
  • په ډېری ایالتونو کې، له څارویو سره ظلم یا له هغې غفلت د قانون خلاف دي. په دې کې پر هغوۍ له حده زیات کار کول، په حق کې یې غفلت کول، لوږه، د هغوۍ وهل یا ځورول شاملیږي. تاسو کولی شئ د ځنګلي حیواناتو، ښکار او کب نیولو او په متحده ایالاتو کې د حیوان او ساتونکو ځناورو د قوانینو په اړه نور ولولئ.

جګړه کول او تاوتریخوالی

  • د بل چا سره تاوتریخوالی د قانون خلاف دی.
  • ځینې جګړو ته “ګډوډ چلند” یا “متقابله جګړه” ویل کیږي. د جنګ نور ډولونه یا چا برید کول “يرغل” بلل کیږي. تردې پورې چې یو څوک ډارول هم یو برید کیدای شي، کوم چې یو جدي جرم دی.

آنلاین کارول

  • د موادو راښکته کول او کارول (لکه میوزیک، فلمونه، کتابونه) پرته له اجازې څخه غیر قانوني دي او کېدای شي دفکري ملکیت د غلا په توګه په پام کې ونیول شي.
  • د ماشومانو د فحش فلمونو تولید، ساتل، راښکته کول او لیدل جرم دی.
  • له کوچني سره د مخامخ ناستې برابرول غیر قانوني دي.
  • غولونه جرم دی. غولونه هغه مورد دی چې کله یو څوک د یوې بوختیا رول اجراء کوي یا د یو شخص د شخصي معلوماتو ترلاسه کولو هڅه کوي.
  • سایبري غلا او آنلاین غلا کول جرمونه دي.
  • په آنلاین بڼه د مخدره توکو قاچاق، د درملو پېر او پلور غیر قانوني دي.
  • د آنلاین حسابونو غلا کول، شخصي معلوماتو ته لاسرسی، بریښنالیکونو، او د ټولنیزو رسنیو حسابونو ته پرته له اجازې ننوتل کولی شي په زیات احتمال سره تاسو زندان ته ورسوي.

نور جرمونه

  • دا هم یو جرم چې خلک وغولوئ، له هغوۍ او له پلورنځیو څخه غلا وکړئ
  • د غیر قانوني درملو یا توپکو پلورل یو جرم دی.

سرغړونه

امریکایان د خپلو کورونو او ملکیتونو ډیر ساتونکي دي. تاسو نه شئ کولی چې د چا په ملکیت د دوی له اجازې پرته واک ولرئ.

پوځي انتخابي خدمت

که تاسو د ۱۸ او ۲۶ کلونو ترمنځ نارینه یاست او په متحده ایالاتو کې ژوند کوئ، تاسو باید په وسله والو ځواکونو کې د انتخابي خدمت لپاره نوم لیکنه وکړئ.

په متحده ایالاتو کې د اوسېدو ثبوت

  • که تاسو یواځې استوګن یا دایمي اوسیدونکي یاست خو یو تبعه نه یاست، تاسو باید د خپلې استوګنې د حالت ثبوت له ځان سره ولرئ (ستاسو اسناد یا ګرین کارت).
  • همدارنګه تاسو باید د خپلې پتې د بدلولو په صورت کې USCIS خبر کړئ.

په امریکا کې ډېری قوانین شتون لري، خو د دې ترڅنګ تاسو هم ګڼ شمېر حقوق لرئ! د اوسیدونکي یا تبعه په توګه ستاسو د حقوقو په اړه د معلوماتو د موندلو لپاره زموږ له سرچینو کار واخلئ.

پدې پاڼه کې شته معلومات د متحده ایالاتو دولت او نورو باوري سرچینو څخه لاسته راځي. دا د لارښوونې لپاره په پام کې نیول شوی دی او په وار وار سره د امکان تر حده نوی کیږي. یو اېس اې هېلو په خپله نه قانوني مشوره ورکوي، او نه هم زموږ کوم مواد باید د قانوني مشورې په توګه په پام کې ونیول شي. که تاسو د وړیا یا ټیټ لګښت لرونکي وکیل یا قانوني مرستې په لټه کې یاست، موږ کولی شو له تاسو سره دوړیا او ټیټ لګښت قانوني خدماتو په موندلو کې مرسته وکړو.