کله او څنګه په متحده ایالاتو کې پولیسو ته زنګ ووهئ

دا غوره دي چې پوه شئ څه وکړئ کله چې بېړنی حالت وي. په دې اړه پوهېدل چې کوم وخت پولیسو ته زنګ وهل مهم دي. کله چې تاسو پولیسو ته زنګ ووهئ، تاسو کولی شئ د ځان په ساتنه کې مرسته وکړئ او د یو غوره تبعه په توګه رول ولوبوئ. تاسو کولی شئ د متحده ایالاتو په هر ځای کې له هر تلیفون څخه پولیسو ته د ۹۱۱ په کېکاږلو سره زنګ ووهئ . همدارنګه، زده کړئ چې څه وکړئ که تاسو په غلطۍ سره ۹۱۱ ته زنګ ووهئ، دغه پولیس څوک دي، او د دوی مسؤلیتونه څه دي .


د پیټر مارټین هال عکس

کله باید ۹۱۱ ته زنګ ووهئ

پولیس د دې لپاره شتون لري چې په بیړني حالت کې او د بلې پېښې لپاره ورته زنګ ووهي .

په لاندې ټولو بیړنیو حالاتو کې پولیسو ته زنګ ووهئ:

  • د یوه جرم پر مهال، لکه غلا یا لوټماري په ځانګړي توګه چې لاهم د جریان په حالت کې وي
  • د موټر ټکر، په ځانګړي توګه که یو څوک ټپي وي
  • د اور لګېدنې په صورت کې
  • یو روغتيايي بېړنی حالت، لکه د زړه حمله، له قابو کېدو وتلې وینه بهېدنه، یا حساسیتي عکس العمل
  • کورنی تاوتریخوالی یا له ماشوم څخه د چا بې خبري، فزیکي یا جنسي ځورونه
  • کوم بل څه چې د بیړني حالت په څېر ښکاري

له چې مشکوکه کړنه شتون ولري تاسو کولی شئ پولیسو ته هم زنګ ووهئ:

  • که یو څوک مو په ګاونډ کې د انګړونو شاوخوا ګرځي – دا د دې ښکارندويي کوي چې نوموړی کس هڅه کوي کور ته د ننه شي
  • که یو څوک د موټر د دروازې د خلاصولو هڅه کوي – دا د دې ښکارندويي کوي چې نوموړی کس هڅه کوي موټر غلا کړي

کله چې یو مشکوک څه پېښیږي داسې مه انګېرئ چې بل چا به لا د مخه پولیسو ته زنګ وهلی وي. خلک د خطر له وېرې یا د شرم د احساس له امله پولیسو ته په زنګ وهلو کې زړه نه ښه کوي. په هر حال، پولیس غواړي د جرمونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

کله چې ۹۱۱ ته زنګ ونه وهل شي نو:

که تاسو په غلطۍ سره ۹۱۱ کېکاږئ، اړیکه مه پرې کوئ ځکه چې دا کولی شي د ۹۱۱ چارواکي په اندېښنه کې کړي چې بېړنی حالت په رښتیا شتون لري. پرځای یې، یوازې هغه کس ته ووایاست چې تاسو په غلطۍ سره تلیفون کړی.

تاسو باید ۹۱۱ ته د ټوکې په توګه یا د غیر عاجل حالت لپاره زنګ مه وهئ، د بېلګې په توګه:

  • د عمومي معلوماتو د غوښتنې لپاره ۹۱۱ ته زنګ مه وهئ
  • د لارښوونې د مرستې غوښتنو لپاره ۹۱۱ ته زنګ مه وهئ
  • د خپل ټپي یا ورک شوي کورني حیوان لپاره د مرستې غوښتو په موخه ۹۱۱ ته زنګ مه وهئ
  • د پریښودل شويو موټرو د راپور ورکولو لپاره ۹۱۱ ته زنګ مه وهئ
  • د لارښوونو د غوښتو لپاره ۹۱۱ ته زنګ مه وهئ
  • د تمځای د ټیکټونو، د محکمې د نېټو په اړه د معلوماتو، او نورو په اړه د شکایت کولو لپاره ۹۱۱ ته زنګ مه وهئ.

د خپل ځایي ښار او دولتي خدماتو سره ځان بلد کړئ ترڅو چیرې چې تاسو اوسېږئ د اړونده ښار یا ایالت له لوري چمتو شوي غیر عاجل مرستې ته لاسرسی پیدا کړئ.

اړونده پولیسو ته د زنګ وهلو پرمهال باید څه وکړئ

پولیسو ته زنګ وهلو لپاره ۹۱۱ کېکاږئ. کله چې زنګ ووهئ په آرام اوسئ او خپل نوم، پته او د تلیفون شمېره ورکړئ. که تاسو ګرځنده تلیفون کاروئ، د اړونده ایالت او ښار په اړه هم معلومات ورکړئ چې تاسو ترې زنګ وهلی. بیا هغه کس ته ووایاست چې ولې تلیفون مو زنګ وهلی. ټولې هغه لارښوونې تعقیب کړئ چې تاسو ته درکول کیږي. د بېلګې په توګه، پیغام اخېستونکی کېدای شي ووایي، “په لیکه کې پاتې شه،” یا “له اړونده ودانۍ ووځه.”

څه به وشي کله چې تاسو پولیسو ته زنګ ووهئ

د امریکایي پولیسو ډیری څانګې د اړیکې مرکز لري. د اړیکې د مرکز کارکوونکي په خپلو موټرو کې د شته راډیو له لارې د پولیسو افسرانو ته خبر رسوي. د پولیسو انفرادي افسران د هیډفونونو په څیر ګوشکۍ هم لري. د پولیسو موټر یو کمپیوټر لري چې له شبکې سره تړلی دی. کمپیوټر دوی ته لاره هواروي څو د موټرو معلومات، جرمي ثبتېدنې، او نور حساس معلومات وګوري.

د پولیسو مسؤلیتونه

د قانون پلي کوونکو افسرانو، یا پولیسو افسرانو ته ځینې واکونه ورکړل شوي ترڅو دوی وکولی شي خپل کار ترسره کړي. دوی پراخ مسؤلیتونه لري.

د شکمنو مجرمینو نیول

کله چې د دې دلیل شتون ولري چې یو چا جدي جرم کړی وي، یو افسر کولی شي هغه ولچک کړي او یو کس ونیسي. د قانون د پلي کولو واکونه عموماً یواځې په هغه قضیو کې پلي کیږي چیرې چې قانون مات شوی وي او یو شکمن باید وپیژندل شي او بیا ونیول شي. په جرمونو کې لوټماري، د مخدره توکو قاچاق، وژنه او غلا شامل دي. نیول شوی کس به د ضمانت په اساس د پولیسو مرکز یا زندان ته واچول شي.

د نظم ساتل

کله چې د پولیسو افسران د پولیسو له ټولي څخه بهر وي، د دوی اصلي هدف د نظم ساتل دي. د دوی دنده د سولې ساتنه او د هغو کړو وړو مخنیوی دی چې کېدای شي نورو ته سرخوږی جوړ کړي. یاد مخنیوی یې په جګړه کې له مداخلې څخه د لوړ میوزیک غږولو تر مخنیوي پورې په بر کې نیسي. پدې قضیو کې وضعیت د جرم په توګه نه بلکه په امتیاز سره اداره کیږي. په هر حال، کېدای شي داسې بېلګې شتون ولري چې دا شرایط له قانون څخه د سرغړونې سبب شي.

دوی د خلکو لپاره لومړنۍ مرستې، د وسایطو مرسته، د ګرځندویانو معلومات، او دولتي زده کړو شرایط برابروي.

د پولیسو ادارې د ټول کال په اوږدو کې، په ورځ کې ۲۴ ساعته کار کوي، نو ښاریان نه یواځې د ستونزو په وخت کې بلکه کله چې په نا آرامه شرایطو کې هم وي د پولیسو څانګې ته زنګ وهلی شي. د پایلې په توګه، د پولیسو خدمات د جرم سره د مبارزې کولو څخه ور هاخوا د موټرو په خرابېدو کې مرستې، د نورو ادارو په اړه معلومات په ورکولو، او د ورکو شويو څارویو یا ملکیت موندلو کې د مرستو په څېر په ټولو برخو کې دي.

پولیس څوک دي؟

د قانون پلي کول د متحده ایالاتو د جنایي عدالت د سیستم له دریو برخو څخه یوه ده. نورې برخې یې د اړونده قوانینو محکمې او سمونې ادارې (د مجازاتو ادارې او بندیخانې) دي. د قانون پلي کول د ډیری دولتي ادارو له لوري پرمخ وړل کیږي. په دې برخه کې بیلابیلې ادارې په ګډه کار کوي ترڅو د جرمونو مخه ونیسي. دلته درې ډوله بېلابېلې ادارې شتون لري چې عبارت دي له:

د فدرالي قانون پلي کول

فدرال په دې معنا چې په ټول هېواد کې د پلي کېدو وړ وي، او فدرالي ادارې واک لري څو متحده ایالاتو په هر ګوټ کې قانون پلي کړي. د عدلیې ریاست په فدرالي کچه د قانون مسوولیت لري. په نورو ادارو کې د تحقیقاتو فدرالي اداره (FBI)، د مخدره توکو د قانون پلي کوونکې اداره (DEA)، د متحده ایالاتو مارشال خدمت، او د نورو په منځ کې د زندانونو فدرالي اداره شامل دي.

د ایالتي قانون پلي کول

ایالتي ادارې په خپل ایالت کې د قانون د پلي کولو خدمات وړاندې کوي. د دوی په دندو کې پلټنې او دولتي ګزمې شاملې دي – دا کېدای شي د ایالت پولیس یا د لویې لارې د ګزمې په نوم هم وبلل شي. د کیپټول پولیس، د ښوونیزو مرکزونو پولیس، او د روغتون پولیس نورې هغه څانګې دي چې د دولتي ادارې لاندې فعالیت کوي.

د ښاروالۍ د قانون پلي کول

ښارګوټي او ښارونه د پولیسو خپلې څانګې لري. دوی د امنیت د پلي کولو لپاره د دولت قانون پلي کوونکو سره کار کوي. لوی ښارونه کېدای شي د زرګونو پولیسو افسرانو سره د پولیسو خورا لویې څانګې ولري. کوچني ښارونه کېدای شي یواځې یو څو افسران ولري.

اړونده معلومات د لارښود لپاره دي او د امکان تر حده تازه کیږي. یو اېس اې هېلو نه خپله قانوني مشوره ورکوي، او نه هم بايد زموږ مواد د قانوني مشورې په توګه وکارول شي. که تاسو د وړیا یا ټیټ لګښت لرونکي وکیل یا قانوني مرستې په لټه کې یاست، موږ کولی شو له تاسو سره دوړیا او ټیټ لګښت قانوني خدماتو په موندلو کې مرسته وکړو.