مرسته ترلاسه کړئ که تاسو په متحده ایالاتو کې ګواښل شوي وئ

دلته يوڅه معلومات شته چې د کډوالو او مهاجرینو سره د خوندي پاتې کېدو په برخه کې مرسته وکړي. په متحده ایالاتو کې، ډېری کډوال او د کډوالو ټولنې د ویرې او ګواښ احساس کوي. دا ځان ته معلومه کړئ چې که تاسو فکر کوئ په خطر کې یاست بايد څه وکړئ، څه وختچارواکو ته زنګ ووهئ، دنږدې خلکو څخه د مرستې غوښتنه وکړئ، د پیښې راپور څنګه ورکړئ او که تاسو د انلاین ګواښ او ځوروني سره مخ شوئ، څه بايد وکړئ.


serious older man

له نورو سره کرکه زموږ په ټولنه کې ځای نه لري. په هر حال، دا هغه حقیقت دی چې له مخې یې موږ ژوند کوو.

زموږ په بلاګ کې نور زده کړئ، موږ د آسیایی امریکایی ټولنې سره ولاړ یو.

کله چې تاسو احساس کوئ چې تاسو ګواښل کیږئ، دلته ۱۰ موارد دي چې تاسو یې کولی شئ.

۱) پولیسو ته زنګ ووهئ: ۹۱۱. پر تلیفون باندې منتظر پاتې شئ.

موږ پوهېږو چې ډیر پناه غوښتونکي او کډوالې ټولنې له پولیسو څخه وېره لري. په هر حال، که تاسو ګواښل کیږئ، ترټولو مهم شی چې تاسو یې کولی شئ پولیس ته د زنګ وهل دي. که تاسو د تلیفون کولو څخه ډېره وېره لرئ، تاسو کولی شئ له یوه نا اشنا کس څخه وغواړئ چې ستاسو لپاره پولیسو ته زنګ ووهي.

۲) په داسې حال کې چې تاسو لاهم د پولیسو سره پر تلیفون کې یاست، یو ملګري یا خپلوان ته لڼډ لیکلی پیغام واستوئ.

دوی ته د خپل ځای په اړه ووایاست او هم دا چې څه پیښیږي.

۳) هڅه وکړئ چې آرامه اوسئ. ورو ورو له هغه شخص یا خلکو لرې اوسئ چې تاسو ته ګواښ کوي.

هغې شخص ته مه وایاست چې آرامه اوسئ. دا کار اړونده حالات نور هم خرابوي.

۴) په یاد ولرئ، هغه خلک چې نژاد پرست یا تاوتریخوالی کوي منطقي نه دي. له دوی سره خبرې مه کوئ یا دوی ته هېڅ شی مه روښانه کوئ.

کېدای شي ځینې وختونه وي چې تاسو کولی شئ د یو نا اشنا سره خبرې وکړئ او د دوی د غلط فهمیو په اړه د هغوی په پوهېدو کې مرسته وکړئ. خو کله چې تاسو د وېرې یا ګواښ احساس کوئ، تاسو باید په خپل خوندیتوب باندې تمرکز وکړئ.

۵) که تاسو انګلیسي خبرې کولی شئ، نو له خپلو شاوخوا خلکو سره په انګلیسي خبرې وکړئ.

هغه خلک چې غیر منطقي وي او تاوتریخوالی کوونکي وي که تاسو په بله ژبه خبرې کوئ کېدای شي فکر وکړي چې تاسو د دوی په اړه خبرې کوئ.

۶) تاسو ته نږدې د بل چا څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.

د یو نوي راغلي په توګه، تاسو کېدای شي د مرستې غوښتنه کولو وېره محسوسه کړئ. څیړنې ښیې چې کوم خلک په ګروپونو شکل کي وي ځواب ورکوونکي نه ويي، خو که تاسو د یو چا څخه د مرستې غوښتنه وکړئ، دوی به له تاسو سره مرسته وکړي. هغوی ته ووایاست چې تاسو ویره لرئ او دوی ته نږدې ورشئ. د هغه چا په لټه کې شئ چې تاسو ته ګوري یا خاندي. که لومړی کس چې تاسو یې غوښتنه کوئ ځواب در نه کړي، له بل کس څخه پوښتنه وکړئ.

FindHello CTA map
FindHello

تاسو ته د نږدې مرستې او سرچینو د لټون لپاره فاینډ هېلو وکاروئ. په خپله ټولنه کې د دندې لپاره مشورې، وکیلان، روغتیايي پاملرنه، د انګلیسي ټولګي او نورو خدماتو لپاره لټون وکړئ.

خپل لټون پیل کړئ

۷) که تاسو یواځې یاست، هڅه وکړئ ژر تر ژره عامه ځای ته ولاړ شئ.

تر هغه چې تاسو د خوندیتوب احساس نه وي کړی هڅه وکړئ د نورو خلکو سره په یوه سیمه کې پاتې شئ.

۸) که چېرې یو څوک تاسو ته نږدې کیږي او تاسو د ویرې احساس کوئ، په لوړ غږ چیغې ووهئ.

هغوی ته ووایاست چې له تاسو لیرې واوسي.

۹) وروسته له دې چې تاسو خوندي شئ، د پیښې راپور ورکړئ.

دلته څو لارې شتون لري چې تاسو یې د هغه څه په اړه راپور کولی شئ چې پېښ شوي دي:

  • تاسو کولی شئ دا په خپل ایالت کې د پولیسو غیر-عاجلې برخې ته راپور کړئ. په ډېرو ایالتونو کې، دا شمیره ۳۱۱ ده.
  • تاسو کولی شئ دا د ساوترن پوورټي لا سنټر ته راپور کړئ.
  • که تاسو د پېښې پر مهال د سوداګرۍ په ځای کې یاست (د بېلګې په توګه پلورنځی) دا پېښه اړونده سوداګریز مرکز ته راپور کړئ.
  • که تاسو په بس یا فرعي لار یا اور ګاډي کې یاست، د ترانزیت شرکت ته یې راپور ورکړئ.
  • تاسو باید خپل محلي دولت یا د ښاروال دفتر ته هم راپور ورکړئ.
  • تاسو کولی شئ د پیښې راپور د تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) ته هم په 1.800.225.5324شمېره زنګ ووهئ یا دې پتې ته یو د نوم نه ښودلو په اساس یو خبر واستوئ. tips.fbi.gov

۱۰) د هغه څه په اړه چې پیښ شوي ستاسو په ټولنه کې مشرانو ته ووایاست.

دوی کولی شي د ځایی پولیسو او ځایی ټاکل شويو چارواکو سره د غونډو غوښتنه وکړي ترڅو دوی او خلک ستاسو په اړونده ټولنو کې له شته پېښو څخه خبر کړي.

دا هم مهم دي چې رسنیو، ښوونځیو او په ټولنه کې سازمانونو ته د دې پیښو په اړه ووایاست نو دوی کولی شي راپور ورکړي چې څه پیښیږي او په دې اړه پوهاوی رامنځته کوي.

آنلاین ګواښونه، ځورونې او تبعیض

که تاسو د ټولنیزو رسنیو یا آنلاین له لارې آنلاین ګواښونه، د ځورونې پیغامونه، او تبعیض لرونکي نظرونه ترلاسه کوئ، نو سپارښتنه کیږي چې تاسو دا ډول پیښې د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم سره ې تاسو یې کاروئ وپیژنئ او له ځایی چارواکو ترڅنګ یې اړونده ادارو ته راپور ورکړئ.

آنلاین تبعیض د توکمیز سپکاوي ، توکمیز/یوه قوم یا ډلې ته د ځانګړو بیانیو، ځورونو، توکمیزو ټوکو، د نفرت سمبولونو، د فزیکي زیان یا مرګ ګواښونو، ګرافیکي یا تاوتریخجنو انځورونو په شکل پېښېدلی شي. نور دلته زده کړئ.

دا معلومات د دې لپاره دي چې نويو راغلو کسانو ته روزنه ورکړي او د دوی سره د هغه چمتووالي په احساس کولو کې مرسته وکړي چې له امله یې دوی په متحده ایالاتو کې د ګواښ احساس کوي. دا باید په هېڅ ډول قانوني سلا مشوره و نه ګڼل شي. که تاسو قانوني سلا مشورې ته اړتیا لرئ، موږ کولی شو له تاسو سره د وړیا یا ټیټ لګښت وکیل په موندلو کې هم مرسته وکړو.