د بانک معلومات

کېدای شي تاسو مخکې هېڅکله بانکي حساب نه وي کارولی او په دې اړه پوښتنه درسره وي چې ولې کله چې تاسو په لومړي ځل متحده ایالاتو ته ورسیږئ، کېدای شي تاسو نه پوهیږئ چې د خپلو پیسو سره څه وکړئ یا په چا باور وکړئ. کېدای شي تاسو په بانک کې پردي شخص ته د پيسو په ورکولو کې زړه نا زړه واوسئ. کېدای شي تاسو مخکې هېڅکله بانکي حساب نه وي کارولی او په دې اړه پوښتنه درسره وي چې ولې تاسویوه بانکي حساب ته اړتیا لرئ . دا پاڼه به له تاسو سره د دوو خورا مشهورډوله بانکي حسابونو په پوهېدو کې مرسته وکړي. اود حساب د پرانېستو شرایط، فیسونه، او په خپل حساب کې د شته پیسو د مدیریت په اړه په پوهېدو کې به هم درسره مرسته وکړي.


bank account

په متحده ایالاتو کې بېلابېلي مالي مؤسسې شته لکه سوداګریز بانکونه، د سپما ادارې (د پيسو ساتلو او پورونو اتحادیې، د سپما بانکونه) او مالي اتحاديې. دا ادارې هره يوه بېل اصول او مقررات لري او د خپلو پیرودونکو لپاره بېلابېل وړاندیزونه لري.

یو له ډېرو مشهورو ټاکنو یې څخه سوداګریز بانکونه دي. سوداګریز بانکونه د فدرال ریزرو له لوري تنظیمیږي. که تاسو لږترلږه ۲۵۰۰۰۰ امريکايي ډالر ولرئ او ستاسو بانک د فدرالي زیرمو د بیمې په اتحاديه (FDIC) پورې اړه ولري، نو ستاسو پیسې خوندي دي.

تاسو ولې بانکي حساب ته اړتیا لرئ؟

ستاسو په کور یا اپارتمان یا د خپل ځان سره په لويه اندازه پيسې ساتل ښه فکر نه دی، ځکه د غلا کېدو يا ورکېدو اټکل ئې شته. ښه خبره داده چې تاسو د خپلو پیسو ډېره برخه بايد په بانک یا مالي اتحاديو کې وساتئ. په ملیونونو امریکایان له بانکونو څخه ګټه اخلي؛ د ځينو دلایلو له مخې بايد تاسو یو بانکي حساب پرانیزئ چې عبارت دي له:

  • ستاسو پیسې خوندي دي ځکه فدرالي قوانین ستاسو پیسې له غیر مجاز او غیر قانوني معاملو څخه ساتي.
  • تاسو کولی شئ په متحده ایالاتو کې خپل جاري حساب پرانیزئ.
  • تاسو کولی شئ په خوندي او اسانه توګه پيسې ولېږئ.
  • کولی شئ پر خپلو مالي چارو باندې له نږدې نظر وساتئ.
  • بانکې حساب ستاسو د کار ګمارونکي څخه د پیسو ترلاسه کول اسانه کوي.
  • همدارنګه په دې سره کولی شئ چې د څيزونو لپاره د پست يا په انلاين ډول پيسې تاديه کړئ.

د بانکي حساب پرانېستلو لپاره نور دلایل زده کړئ.

د حسابونو په اړه د بانک معلومات

تاسو کولی شئ جاري حساب یا د سپما حساب پرانیزئ.

جاري حساب تاسو ته دا اجازه درکوي چې خپلو پیسو ته هروخت لاسرسی ولرئ. د جاري حساب په لرلو سره تاسو کولی شئ يو چیک ولیکئ، د صرافۍ په اتومات ماشين (ATM) کې ډیبټ کارت وکاروئ او هم په انلاین ډول پيسې ولېږئ.

د سپما حسابونه ستاسو سره دا مرسته کوي چې د راتلونکي لپاره خپلي پیسې خوندي کړئ. تاسو کولی شئ په سپما حساب کې د پیسو په کېښودلو سره ګټه/سود ترلاسه کړئ. په هر حال، د سپما ډیری حسابونه داسي دي چې تاسو ته په مياشت کې يواځي د یو څو ځله پیسو ايستلو اجازه درکوي. که تاسو یو څه پيسې سپمولي وي یا غواړئ سپما پیل کړئ، کولی شئ جلا حساب پرانیزئ.

د بانکي حساب پرانیستل

د بانکي حساب د پرانېستلو لپاره به، تاسو لږ اندازه پيسو ته اړتیا ولرئ، چې زیاتره د ۲۵ او ۱۰۰ ډالرو ترمنځ وي.

مخکې له دې چې یو بانک وټاکئ، تاسو باید د بانک د وړاندیزونو لپاره د ملګرو او کورنۍ سره وغږیږئ، انلاین معلومات ولټوئ، نظرونه ولولئ او کله چې مو مناسب بانک غوره کړ، د شرایطو، ځانګړو فیسونو او د سود په اړه چې بانک ئې تاسو ته درکوي پوښتنې وکړئ.

که څه هم شرایط ستاسو له لوري په ټاکل شوي بانک پوري اړه لري، خو ځيني عمومي شرطونه چې د بانکي حساب د پرانېستلو پر مهال اړین دي دادي:

  • لږترلږه به ۱۸ کلن ياست.
  • د دولت له لوري صادر شوي دوې داسي پېژندپاڼي چې عکسونه ولري، د بېلګې په توګه ستاسو د موټر چلولو جواز یا پاسپورت.
  • د مالي تضمين عمومي شمېره یا د انفرادي مالیه ورکوونکي د پیژندنې شمېره.
  • د تاديې بیل، په دې سند کې بايد ستاسو اوسنۍ پته ليکل شوې وي.
  • د تلیفون شمېره او برېښنالیک پته.
  • که تاسو یو ګډ بانکی حساب (داسي حساب چې د بل چا سره په شریکه وي، د بېلګې په توګه ستاسو د مېرمنې/خاوند سره) پرانیزئ، نو دواړه کسان باید حاضر وي.

چېکونه او ډېبېټ کارتونه

کله چې مو په بانک کې د سپما يا جاري حساب پرانیسته، کېدای شي ډېبېټ کارت او چېکونه ترلاسه کړئ. کله چې تاسو خپل ډېبېټ کارت یا چېک کاروئ، پیسې ورته ستاسو له بانکي حساب څخه راځي.

ډېبېټ کارت یو پلاستیکي کارت دی چې تاسو یې له ATM ماشينونو څخه د نغدو پیسو د ترلاسه کولو لپاره کاروئ. دا ماشینونه زیاتره له بانک څخه بهر وي. کولی شئ دا ماشينونه په ډیری پلورنځیو او عامه ځایونو کې هم ووينئ ځینې ATM ماشينونه ستاسو په بانک پورې اړه نه لري او کېدای شي د نغدو پیسو د ترلاسه کولو لپاره فیس ورکړئ.

تاسو کولی شئ خپل ډېبېټ کارت په پلورنځیو، انلاین او تلیفوني سوداوو کې د پيسو د تادیه کولو لپاره هم وکاروئ. د خپل ډېبېټ کارت په انلاین کارولو کې محتاط اوسئ.

د انلاين سودا خېستو په هکله ډېر څه زده کړئ.

د خپل هویت د خوندیتوب په موخه، تاسو باید د خپل کارت د کارولو لپاره PIN (شخصي پیژندنې شمېره) ولرئ. هرکله چې تاسو له ATM څخه پیسې وباسئ یا یو څه اخلئ هر ځل به خپل PIN داخلوئ. که ستاسو کارت ورک یا غلا شئ، هېڅوک نه شي کولی چې د PIN کوډ پرته يې وکاروي.

چېکونه هغه فورمې دي چې تاسو ئې د پيسو د تاديې لپاره ډکې او لاسلیکوئ. کوم شخص ته چې تاسو چېک ورکوئ دا د هغوی په بانک کې زېرمه کېږي او بانک ستاسو له حساب څخه هغوی ته پیسې تاديه کوي. تاسو کولی شئ د کور د کرايې يا نورو خدماتي بیلونو د تاديه کولو لپاره له چېک څخه ګټه پورته کړئ. ځایی پلورنځي هم کېدای شي ستاسو چېکونه ومني، په دې شرط چې هغوی تاسو وپېژني.

د فیس په اړه د بانک معلومات

که تاسو د سپما یا جاري حساب غوره کړئ، نو پوښتنه وکړئ چې آیا تاسو د وړیا بانکي حساب لپاره پر شرایطو برابر یاست. دا ښه خبره ده چې پرته له فيس څخه تاسو په بانک کې پيسې جمع کړئ (په خپل بانکي حساب کې پیسې واچوئ) او پیسې واخلئ (له بانک څخه پیسې وباسئ) .

د بانک کارکوونکي باید ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایي او تاسو ته د بانکي کړنو او فيسونو په اړه معلومات درکړي.

ځینې بانکونه په هغه صورت کې چې تاسو د نورو بانکونو د ATM ماشينونو څخه ګټه پورته کوئ او غواړئ چې په خپل جاري حساب کې د شته پيسو په پرتله ډېري پيسې وباسئ له تاسو څخه فيس اخلي. که تاسو د خپل سپما حساب څخه ډیر ځلې پيسې وباسئ، کېدای شي له اضافي فیسونو سره مخ شئ.

ډیری بانکونه څو ډوله وړيا جاري حسابونه لري، چې تاسو پکې فیس ورکولو ته اړتيا نه لرئ. تاسو کېدای شي په مالي اتحاديو کې غوره نرخونه ترلاسه کړئ، دا یو ډول بانک دی چې د اتحاديې د غړو ملکیت وي.

د خپل بانکي حساب اداره کول

کله چې تاسو بانکي حساب ولرئ، بايد ډېر محتاط اوسئ چې یواځې دومره پیسې مصرف کړئ څومره چې ئې تاسو په خپل بانکي حساب کې لرئ. که تاسو په بانک کې کافي پيسې ونه لرئ او یو چېک ولیکئ، له تاسو څخه به ۵۰ ډالر یا له دې څخه زيات د اضافي فیس په توګه واخیستل شي. که تاسو کومه تېروتنه وکړئ، کولی شئ بانک ته زنګ ووهئ او دا ورته واضح کړئ چې دا په رښتیا سره يوه تېروتنه وه او په مهربانۍ سره له بانک څخه غوښتنه وکړئ چې فیس بېرته درکړي، خو د دې امکان هم شته چې هغوی فيس بېرته درنه کړي.

د تېروتنو څخه د مخنیوي لپاره کولی شئ چې په بانک، ATM ماشين يا هم انلاين بڼه معلومه کړئ چې تاسو په سپما يا جاري حساب کې څومره پيسې لرئ. هغه پيسې چې تاسو یې لرئ ستاسو د “بانکي بیلانس” په نوم یادیږي. اضافه فیس ډېرې پیسې مصرفوي، نو دا به یوه هوښیاري وي چې تاسو خپل بانکي بېلانس ته پام کوئ!