په متحده ایالاتو کې د دندې موندلو لپاره د خلص سوانح د ليکلو لس لارښوونې

آیا تاسو غواړئ ښه دنده ترلاسه کړئ؟ تاسو به یوې غوره خلص سوانح ته اړتیا ولرئ! په دې ځان پوه کړئ چېچې خلص سوانح څه شی ده،لارښوونې ترلاسه کړئ او یوه ویډیو وګورئ ترڅو له تاسو سره د امریکایي-ډوله خلص سوانح په ليکلو کې مرسته وکړي او که د لومړنۍ-کچې دندې يا نورو مسلکي دندېپه هکله ځان پوهول غواړئ، نو دلته یې زده کړئ. همداراز، د ځانګړې دندې لپاره د خلص سوانح د ليکلو لارښود.


Photo: iStock/People Images

خلص سوانح څه شی ده؟

خلص سوانح هغه سند دی چې تاسو یې خپله جوړوئ او ستاسو د اړیکې معلومات، هغه دنده چې تاسو یې غواړئ، ستاسو وړتیاوې، کاري تجربه، د زده کړې شالید او نور معلومات پکې روښانه شوي وي. دا سند کار ګومارونکي ته دا ښيي چې ولې تاسو د دې دندې لپاره وړ شخص یاست.

کله چې يو شرکت ستاسو سره د يوې دندني لپاره د مرکې کولو پرېکړه وکړي، نو لومړنی څه چې دوی به یې ستاسو په اړه ګوري هغه ستاسو خلص سوانح ده. شرکتونه په سلګونو خلص سوانح ترلاسه کوي. کله چې یو څوک ستاسو خلص سوانح ته ګوري، تاسو شاوخوا ۱۰ ثانیې وخت لرئ چې ياد کس د خپل ځان په اړه تر اغېز لاندې راولئ. په یاد ولرئ چې کار ګمارونکی غواړي يواځې تاسو وپېژني، نه ستاسو همکاران. بايد د “we” پرځای د “I” کلمه وکاروئ. کېدای شي تاسو د ځان په اړه له خبرو کولو سره بلد نه ياست. په هر حال، دا په متحده ایالاتو کې د دندې د لټون د پروسې لازمي برخه ده. ډیری کډوال او مهاجرين د پام وړ تجربه او مهارتونه لري خو غوره یوې غوره خلص سوانح ته اړتیا لري.

1. ستاسو له نوم سره يوځای ستاسو د خلص سوانح پورته برخه خورا مهمه ده!

خلص سوانح بايد اسانه ولوستل شي. خلص سوانح بولډ (څرګنده) کړئ او د خپل نوم لنډ شکل ليکلو ته پام کوئ، ترڅو د کار ګومارونکو لپاره یې لوستل اسانه وي. خپل منځنی نوم پکې مه شاملوئ، په تېره بيا که دغه نوم مو اوږد وي.

2.تاسو بايد د متحده ایالاتو د تلیفون شمېره او برېښنالیک پته وکاروئ

د واټساپ شمېره یا نړیواله شمېره مه کاروئ. د متحده ایالاتو د تلیفون شمېره وکاروئ او دا شمېره د متحده ایالاتو د معیاري بڼي سره سمه وليکئ، چې په قوسونو کې سيمه ايز کوډ وي، بیا لومړنۍ درې شمیرې، بیا د ډش علامه، او بیا لاندې څلور شمیرې: ۱۱۹۵-۵۴۴ (۵۰۳)

هغه برېښنالیک پته مه کاروئ چې د يو بهرني هېواد په نوم پای ته رسېدلې وي، لکه [email protected] پرځای یې، د متحده ایالاتو يو برېښنالیک پته وکاروئ چې لیکل يې اسانه وي. د بېلګې په توګه، [email protected] خپل برېښنالیک پته بايد وګورئ! دا ښه نظریه ده چې د يو داسي برېښنالیک پته ولرئ چې تاسو يې یواځې د دندو د غوښتنلیکونو لپاره کاروئ.

3. داسې طريقه وکاروئ چې په ګرندي ډول یې بیا کتنه اسانه وي

د دې معنا دا ده چې ځان په دې ډاډه کړئ چې ليکل شوي هرڅه د پوهېدو لپاره اسانه دي. د دې لپاره تاسو کولی شئ چې د هرې برخې لپاره يو ډول طريقه وکاروئ او ځان ډاډه کړئ چې څه مو پکې ځای پرځای کړي دي.

تاسو کولی شئزموږ له ويب پاڼي څخه د خلص سوانح بڼه/نمونه په وړيا ډول راښکته کړئ.

4. هغه کارونه چې تاسو په متحده ايالاتو کې کړي وي يا مو هم د رضاکار په توګه ترسره کړي وي د خلص سوانح په سر کې یې وليکئ

مهمه داده چې په متحده ایالاتو کې د کار کولو تجربه پکې شامله کړئ. که تاسو د متحده ایالاتو کومه کاري تجربه نه لرئ، نو له یوه امريکايي شرکت سره په رضاکاره توګه د کار کولو يا د کار زده کړې په اړه فکر وکړئ ترڅو د متحده ايالاتو تجربه ترلاسه کړئ. تاسو کولی شئ وړیا انلاین ټولګي هم واخلئ ترڅو خپلي وړتیاوې لوړي کړئ او بیايې په خپله خلص سوانح کې شاملي کړئ.

5. خپل د ژبې مهارتونه پکې شامل کړئ خو انګلیسي پکې مه شاملوئ

په کومو ژبو چې تاسو خبرې کولی شئ، د هغو يادونه پکې وکړئ، په دې کې هغه ژبي هم راځي چې يواځي خبرې يا ليکل ورباندې کولی شئ. انګلیسي پکې مه شاملوئ. که تاسو يوه ښه خلص سوانح ولرئ په هغه کې مو ښه ګرامر، ليکدود او جمله بندي کړې وي، دا به وښيې چې تاسو په انګليسي ژبه روانې خبرې کولی شئ.

6. بايد خپلې رضاکارانه تجربې پکې شاملي کړئ

ډیری کډوال او مهاجر هغه لارې چاري چې دوی له ټولني سره پکې مرسته کړې وي، نه شاملوي. د بېلګې په توګه، ډیری کډوال چې موږ پېژنو د ټولنې نورو غړو لپاره به د ژباړي خدمات کوي. دوی دا کار د مهربانۍ له مخې يا پر دې اساس کوي چې دوی د یادې ټولني يوه برخه ده. تاسو باید دا ډول رضاکارانه فعاليتونه په خپله خلص سوانح کې شامل کړئ. یواځینی شی چې تاسو یې باید ذکر نه کړئ هغه له خپلې کورنۍ سره ستاسو مرسته ده.

7. غټ توري او فعلونه وکاروئ

د غټو تورو له کارولو سره ډېر محتاط اوسئ. ځان په دې ډاډه کړئ چې ټول ځانګړي نومونه بايد په غټو تورو وليکئ. ځانګړي نومونه هغه لغاتونه دي لکه د اشخاصو نومونه، ښارونه، او شرکتونه. د خپل خلص سوانح بیا کتنه وکړئ او ځان په دې ډاډه کړئ چې تاسو د ټولو نومونو، ځایونو، شرکتونو د نومونو لپاره غټ توري کارولي دي. هره هغه جمله چې ستاسو تجربه بیانوي، باید په فعل (یوه کلمه چې د عمل تشریح کوي) سره پیل شي. په دې سره خلص سوانح د لوستلو لپاره ډېره په زړه پوري کېږي. او کارګومارونکي ته دا هم وايي چې ستاسو مسؤوليتونه پرله پسې وو.

8. ستاسو خلص سوانح بايد له دوو پاڼو څخه ډیره نه وي

ستاسو خلص سوانح باید یواځې په یوه پاراګراف کې وي او ټول باید په یوه یا دوو پاڼو کې ځای پرځای شي. کارګمارونکي هغه خلص سوانح چې له دې څخه اوږدې وي، نه لولي.

9. بايد د لیکنې بڼه مو د ټولې خلص سوانح لپاره يو ډول وي

یو کوچنی خو د پام وړ مهم شی چې تاسو يې بايد ترسره کړی دا دی، چې ستاسو په خلص سوانح کې ټول متن بايد د لیکنې په یو ډول بڼه کې وي. ډیری وختونه، کله چې تاسو خلص سوانح جوړوئ، په تېره بيا په هغه صورت کې که تاسو د خپل متن ځینې برخې له بل سند څخه کاپي کړئ، نو کېدای شي د لیکنې بڼه یې په ناڅاپي ډول بدله شي.

چې دا لوستلو پر مهال فکري ګډوډي رامنځته کوي. د دې لپاره چې ډاډه شئ چې آيا ستاسو د خلص سوانح د لیکنې بڼه سمه ده، خپل ټول متن وټاکئ. کله چې مو ټول متن وټاکې، بيا د لیکنې بڼه او د لیک اندازه ورته وټاکئ. د دې لپاره د لیکنې دوې ښې بڼې شته چې، يو Times New Roman او بل Arial دي. د خلص سوانح د اسانه لوستلو لپاره د لیکنې د بڼې ۱۰ يا ۱۲ اندازه وکاروئ.

10. خپله خلص سوانح د پي ډي اېف په بڼه خوندي کړئ!

که تاسو خپل خلص سوانح د مایکروسافټ ورډ یا بل ډاکومنټ په بڼه ولېږئ، کېدای شي بڼه يې بدله يا خرابه شي. ښه خبره داده چې دا د پي ډي اېف فایل په شکل ولیږئ ترڅو دقیقاً هغه بڼه وساتي چې تاسو یې غواړئ. خو ځان ډاډه کړئ څو يوه نسخه يې بايد د مايکروسافټ ورډ په بڼه هم درسره خوندي وي. تاسو کولی شئ د ورډ دا نسخه په خپله خلص سوانح کې د ادلون بدلون لپاره وکاروئ.

د خلص سوانح د جوړولو لپاره د لسو لارښوونو یوه ویډیو وګورئ

(https://youtu.be/-3vwQSn9-as)

د کډوالۍ آنلاین مرکز اوس یو اېس اې هېلو دی. موږ خپل نوم بدل کړ ترڅو ډاډه شو چې د بېلابېلو ټولنو څخه نوي راغلي ټول خلک زموږ په ويب پاڼه او زموږ په ټولګيو کې د هرکلي احساس وکړي.

د لومړنۍ-کچې د کاري دندو لپاره د خلص سوانح ليکلو نورې لارښوونې

زده کړې درسره دا مرسته درسره کولی شي چې تاسو د يو وړ کارکوونکي په توګه معرفي کړي. کېدای شي تاسو په ښوونځي کې داسي کورسونه اخيستي وي چې ستاسو په دنده کې کارېدونکې مهارتونه يې پياوړي کړي وي. که همداسې وي، نو ستاسو د زده کړې په لړ کې د خپلو یادو کورسونو نومونه ولیکئ. تاسو کولی شئ د اوږدو څېړنو او مهمو پروژو لپاره هم همدا لارښووني وکاروئ.

د ژوند د تجربې یادونه کول هم ګټوره ثابتېدای شي. حتی که تاسو په خپل کور یا شاوخوا کې کار کړی وي، هم کولی شئ هغه مهارتونه ذکر کړئ چې تاسو ورسره بلدتیا لرئ. د بېلګې په توګه، ځینې کورنۍ میندې کولی شي ووایي چې دوی د کورنۍ په بودیجه کې انډول رامنځته کړی دی.

په خپل خلص سوانح کې د ډیرو “نرمو مهارتونو” د يادولو څخه ډډه وکړئ، دا په دې معنا چې تاسو باید د خپل شخصیت پر ځانګړتیاوو باندې تمرکز و نه کړئ. پر ځای یې، پر هغو شیانو تمرکز وکړئ چې تاسو ترسره کړي یا هغه مهارتونه چې تاسو زده کړي دي. تاسو کولی شئ نرم مهارتونه يو څو ځله ذکر کړئ، خو له دې څخه ډیر نه. د بېلګې په توګه، د دې یادونه مه کوئ چې تاسو “دوستانه” یا “خوشاله شخصيت” یاست.

ستاسو د تجربې پراساس، په خپله خلص سوانح کې ځان ته يو لقب ورکړئ. د بېلګې په توګه، که تاسو په یوه ښوونځي کې کار کاوه او هلته مو ماشومانو ته پاملرنه او ښوونه کړې وي، تاسو به د “ښوونکي” یا “د ماشومانو د زده کړې مسلکي” کس لقب ځان ته وکاروئ.

د مسلکي دندو لپاره د خلص سوانح جوړولو نورې لارښوونې

ستاسو خلص سوانح باید له دوو پاڼو څخه اوږده نه وي، حتی که تاسو د اوږدې مودې لپاره کار هم کړی وي. یواځې ستاسو د کاري تجربې وروستي ۱۵ کاله پکې شامل کړئ.

خپلې لاسته راوړنې او همداراز خپل کارونه پکې ياد کړئ. که تاسو په یوه ځانګړې پروژه کې کار کړی وي، په اړه يې لږ وضاحت ورکړئ. لکه داسي يوه پروژه چې تاسو پکې کار کړی وي خورا ګران بيه وي او تاسو پکې مجبور شوي ياست چې ډېری کسان په کې اداره کړئ.

که تاسو يو مشهور ښوونځی لوستی وي يا داسي ښوونځي ته تللي ياست چې پکې داخلېدل له ننګونو سره وي، بايد دا ستاسو د خلص سوانح د “زده کړې” په برخه کې اضافه کړئ.

د خلص سوانح د برابرولو لارښوونې: څنګه کولی شئ د اړونده دندې لپاره ځانګړې خلص سوانح جوړه کړئ

شرکتونه د دندې د غوښتنلیکونو د چاڼولو لپاره د خلص سوانح د کتنې سیستمونه کاروي. د ډیری دندو لپاره، ستاسو خلص سوانح د يو انسان له لوري نه لوستل کیږي. پرځای یې، یو کمپیوټر په دې پسې ګوري چې ستاسو په خلص سوانح کې داسي ټکې پيدا کړي چې د دندې له محتوا سره سمون خوري. یوې اعلان شوې دندې ته زیاتره په سلګونو غوښتنلیکونه لېږل کېږي.

کېدای شي ستاسو خلص سوانح د يو کمپيوټر له لوري وکتل شي. د دې معنا دا ده چې تاسو باید ځان په دې ډاډه کړئ د اړونده دندې لپاره مو ځانګړې خلص سوانح جوړه کړې ده. هرځل چې غوښتنليک لېږئ، بايد د دندې معلومات وګورئ او خپله خلص سوانح له هغو سره برابره کړئ. مهمه نه ده چې د دندې لپاره په ځانګړي خلص سوانح کې دې د دندې د محتوا هره کلمه شامله شي. کليدي کلمې ترې پیداکړئ. کلیدي ټکي او عبارتونه هغه کلمې دي چې ډیرې کارول کیږي. ډیری کلیدي ټکي د “اړینو مهارتونو” په برخه کې ذکر شوي وي. د بېلګې په توګه، که تاسو د اداري مرستیالۍ دندې لپاره غوښتنه کوئ، نو تاسو به په هغه کلمو پسې ګورئ چې ډېري کارېږي، لکه “د فایلونو تنظيمول” “د ملاقاتونو وختونه برابرول” او “مهالویش”.

د دندې په ځانګړي خلص سوانح کې کېدای شي داسي کليمې وليکل شي چې د نورو کلمو سره يې معنا ډېره ورته وي. د بېلګې په توګه، تاسو کېدای شي د داسي دندې لپاره غوښتنه وکړئ چې “د محتویاتو لیکوال” غواړي. کېدای شي تاسو مخکې د “محتویاتو د جوړوونکي” په توګه کار کړی وي. بله بېلګې کېدای شي د ” نويو کارګرو په لټه کې” عتبارت د ” ګمارل شويو کاروونکو” په عبارت بدل شي.

دا پروسه وخت او تمرین ته اړتیا لري. د پیلولو ترټولو اسانه لار داده چې د دندې محتوا چاپ شي. یو څه وخت ورکړئ او هغه ټکي چې ستاسو په فکر مهم وي په ګوته کړئ او لاندې ترې ليکه وکاږئ. بیا یې په خپله خلص سوانح کې اضافه کړئ. په یاد ولرئ چې صداقت مهم دی. هغه مهارتونه چې تاسو یې نه لرئ هيڅ یې پکې مه شاملوئ .

یوه اړونده نمونه وکاروئ

زموږ د خلص سوانح د بېلګو په پاڼه کې تاسو کولی شئ د ېوې ساده خلص سوانح لپاره يوه ساده نمونه پیداکړئ. تاسو به يې د مایکروسافټ ورډ په بڼه راښکته کړئ او د خپل غوښتنلیک سره سم به پکې تغيرات راولئ.