د خپلې دندې لټون پیل کړئ

آیا چمتو یاست چې د دندې لټون پیل کړئ؟ مخکې له دې چې د يوې بريالۍ دندې لټون پيل کړئ کولی شئ د ځان چمتو کولو لپاره ځينې ګامونه پورته کړئ، لکه د هغې دندې په هکله پریکړه کول چې تاسو یې ترلاسه کول غواړئ، د معلوماتو راټولول، ستاسو مخکینۍ زده کړې، د مسلکي مراجعو ايجادول، او حتی د خپليشهادتنامي د ارزيابۍ په پام کې نیول. زده کړئ چې څنګه خپل معلومات چمتو کړئ او چیري د دندو لټون وکړئ.


لومړی کار چې تاسو یې باید ترسره کړئ د خپلو کاري مهارتونو په اړه فکر کول دي. کومي تجربې چې لرئ، هغه به له تاسو سره ستاسو د دندې لټون کې مرسته وکړي؟ هغه تصدیق پاڼې چې تاسو په بل هېواد کې ترلاسه کړي دي آیا په متحده ایالاتو کې ورڅخه ګټه اخېستل کېدای شي؟ کومې ورځې، ساعتونه او وختونه ستاسو لپاره مناسب دي چې کار پکې وکړئ؟ د دې شيانو په اړه مخکې له مخکې فکر کول به تاسو د خپلې دندې د لټون پیلولو ته چمتو کړي.

د خپلې دندې د لټون لپاره معلومات راټول کړئ

ټول هغه معلومات را يوځای کړئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ. له دې معلوماتو څخه به تاسو ددندي لپاره د کاغذي غوښتنلیکونو د ډکولو یاد آنلاین دندو لپاره د غوښتنليک جوړولو په موخه ګټه اخلئ. تاسو به د خپلېخلص سوانح اوغوښتنلیک ليکلو ته هم اړتيا ولرئ.

داهغه معلومات دي چې تاسو ئې را ټولولو ته اړتیا لرئ:

ستاسو کاري مخینه

تاسو مخکې کوم ډول کارونه کړي دي؟ ستاسو د دندې اړوند کوم مهارتونه لرئ؟ د دې پوښتنو ځوابونه به له تاسو سره دا مرسته وکړي څو پوه شئ چې په متحده ايالاتو کې تاسو د کوم ډول دندوغوښتنه کولی شئ. د بېلګې په توګه، که تاسو مخکې د يو مستري په توګه کار کاوه، کېدای شي بيا د مستري په توګه کار وکړئ. که تاسو په روغتیايي برخه کې کار کړی وي، کولی شئ معلومات وکړئ چې څرنګه یې تصدیق ترلاسه کړئ.

خپلې ټولې پخوانۍ دندې او هره کاري تجربه چې تاسو یې لرئ ولیکئ. هغه دندې چې تاسو ترسره کړي دي د معلوماتو لپاره يې يو لېست جوړ کړئ چې لاندې موارد پکې شامل وي:

  • د هغه ښار او هېواد نوم چې تاسو پکې کار کاوه
  • د شرکت نوم
  • د کار ډول چې تاسو ترسره کړی
  • په دنده کې ستاسو مسؤلیتونه
  • دنده مو کله پيل کړه او څه وخت مو پای ته ورسوله
  • تاسو ته څومره پیسې درکول کېدې
  • ولې تاسو هغه دنده پرېښوده

ستاسو کاري مهارتونه

ستاسو مهارتونه په خپله هر هغه څه دي چې د یو کار د ترسره کولو لپاره یې لرئ. که تاسو د خپلو کاريمهارتونو په هکله او د هغهدندو د ډولونو په اړه چې تاسو ترسره کړي فکر وکړئ، نو تاسو به پوه شئ چې د نوي دندې غوښتنه کولی شئ، خو په دې شرط چې تاسو سم مهارتونه ولرئ.

د خپلو مهارتونو په دوو برخو کې فکر وکړئ او ويې وليکئ:

 1. عمومي کاري مهارتونه چې په ډېرو دندو کې پلي کېږي، لکه

پر وخت راتلل، دوستانه چلند، د نورو خلکو سره د کار کولو وړتیا، په خوندي ډول د کار کولو وړتیا او ژر زده کول. دا ډول مهارتونو ته ځینې وخت “نرم مهارتونه” هم ويل کیږي.

2. د کار اړوند مهارتونه چې په دې کې د شاول چلول، دقیقه اندازه کول، د لارۍ چلول، قانوني اسناد چمتو کول، یا هم د کمپیوټري پوستکالیو کارول شامل دي. دا ډول مهارتونو ته ځینې وخت “سخت مهارتونه” هم ويل کیږي.

آیا تاسو کولی شئ په نورو برخو کې خپل مهارتونه عملي کړئ؟

د يوه مستري په اړه بيا فکر وکړئ: مستري دا مهارت لري چې په دقیقه توګه اندازه وکړي او په خوندي ډول سامان آلات وکاروي. دا د دندې داسي مهارتونه دي چې په نورو دندو کې هم ورته اړتیا ده. د بېلګې په توګه، تاسو کولی شئ دا کاري مهارتونه په ساختماني چارو او حتی پخلي کې هم وکاروئ.

(https://www.youtube.com/watch?v=bxm0LGFg1Mc&t=6s)

ستاسو مخکینۍ زده کړې

ستاسو لپاره اړينه ده چې د خپلو زده کړو د شالید، په دې کې د هغه ښوونځیو نومونه او موقعیتونه شامل دي چې تاسو پکې برخه اخیستې، همداراز د خپلو زده کړو د پیل او پای نیټې او که فارغ شوي ياست، د فارغېدو د نېټې په اړه هم معلومات ورکړئ.

کېدای شي ستاسو په هېواد کې د زده کړو سیستم له امریکایي سیستم سره توپیر ولري – د بېلګې په توګه، د لېسې د بشپړولو لپاره د ټولګیو د شمېر توپیر. د پوهنتون سیستم د هغه په پرتله چې تاسو به یې دلته پيدا کړئ، کېدای شي د لاسته راوړنې مختلفي کچې ولري. ځینې وخت تاسو باید خپل معلومات په هغه اسنادو کې “يوځای” کړئ چې د هېواد د اصلي-اوسېدونکو کارلټوونکو لپاره طرحه شوي وي.

کېدای شي تاسو يو داسي ښوونځي ته تللي ياست چې مشهور وي او يا يې داخله سخته وي. تاسو کولی شئ یو څه ووایاست، لکه “د فیلیپین د تکنالوژۍ انستیتیوت په دې هېواد کې یو له غوره ښوونځیو څخه شمېرل کیږي.” دا بايد تاسو په خپله خلص سوانح کې د ښوونځي تر نوم لاندې وليکئ.

ستاسو روزنیزې زده کړي

که تاسو له ښوونځي څخه فارغ شوي نه ياست او يا هم کالج ته نه یئ تللي، بیا هم باید د خپلو مخکنيو زده کړو د يادوني په صورت کې د داسې روزنیزې برنامې يادونه وکړئ چې تاسو پکې ګډون کړی وي. د بېلګې په توګه، ډیرو کډوالو په کمپونو یا میشتځايونو کې د مشرتوب يا د ټولنيزو روغتيايي چارو په روزنيزو کورسونو کې برخه اخیستي وي. تاسو باید هر هغه فعالیت ولیکئ چې تاسو پکې برخه اخیستي وي.

ستاسو ژبې

که تاسو له یوې څخه په ډیرو ژبو خبرې کوئ، دا د دندې لپاره ستاسو د لټون اساسي برخه ده. د انګليسي سربېره هره هغه ژبه ولیکئ چې تاسو ورباندې خبرې کولی شئ. انګلیسي مه لیکئ. ځکه کارګمارونکي ستاسو د خلص سوانح د لوستلو څخه پوهېږي چې تاسو په انګليسي خبري کوئ.

د سوانح ليکو لارښوونو په هکله ډېر څه ولولئ او دخلص سوانح نمونه را ښکته کړئ .

مسلکي مراجع

مسلکي مراجع عبارت له هغه خلکو څخه دي چې ستاسو په اړه دا نظر لري چې تاسو يو ښه کارکوونکی ياست. په لومړي ځل دلته په رارسېدو به ستاسو لپاره د مراجعو وړاندې کول ستونزمن وي. کېدای شي ستاسو د مخکینۍ دندي اړوند ډېر يا ټول مراجع په بل هېواد کې وي. که ستاسو مرجع کس او کارګمارونکی شخص په همدې ژبه خبري کوي، تاسو کولی شئ چې د همدې بهرنيو مراجعو څخه ګټه واخلئ.

که ستاسو مرجع شخص په انګليسي خبري کوي او کارګمارونکی مو په انګليسي خبري کوي، يا دواړه په صوماليايي ژبه خبري کوي، نو تاسو کولی شئ چې خپل بهرنی کارګمارونکی د مرجع په توګه وکاروئ.

تاسو کولی شئ د مسلکي مراجعو په اړه نور معلومات دلته ولولئ. تاسو کولی شئ د مسلکي مراجعو لېست لپاره یوه نمونه دلته وګورئ او راښکته یې کړئ.

ستاسو د اړیکې معلومات

ستاسو لپاره اړينه ده چې بايد خپل د اړيکي نيولو په ټولو معلوماتو خبر ياست، لکه په غوښتنلیکونو کې ستاسو لومړنی نوم، منځنی نوم او تخلص چې څنګه ليکل شوي دي، ستاسو د تلیفون شمېره، پته او بریښنالیک مو کوم دي. اړينه نه ده چې تاسو خپل شخصي معلومات، لکه د زیږېدني نیټه، عمر یا مدني حالت په خپلو خلص سوانحو کې وليکئ. کېدای شي په غوښتنليکونو کې له تاسو څخه دا معلومات وغوښتل شي.

د خلص سوانح د ليکلو لارښوونې دلته ولولئ او خلص سوانح نمونې دلته وګورئ.

هغه ثبوت چې وښيي تاسو د کار کولو اجازه لرئ

تاسو بايد دا ثابته کړئ چې په متحده ایالاتو کې په قانوني ډول د کار کولو اجازه لرئ. تاسو باید خپل کارګمارونکي ته خپل د ټولنیز امنیت شمېره ورکړئ. کېدای شي تاسو مجبور شئ چې خپله سابقه بشپړه کړئ او دا ثابته کړئ چې مخکې مو کوم جرم نه دی کړی.

د دندې په لټون کې وروسته څه راځي؟

کله چې مو خپل معلومات راټول کړل، ځيني نور شیان هم شته چې ستاسو د دندې په لټون کې در سره مرسته کولی شي.

د دندې د لټون لپاره اړیکې جوړول

ښه به دا وي چې تاسو يوه مسلکي شبکه جوړه کړئ، ددې معنا داده چې له هغو خلکو سره یو ځای شئ چې ستاسو لپاره د يو مرجع په توګه کار کوي او يا هم د دندي په موندلو کې ستاسو مرسته کوي. د بېلګې په توګه، په خپله لومړۍ دنده کې د هغه خلکو پیژندل چې له تاسو سره کار کوي. دوی کولی شي په راتلونکي کې مسلکي مراجع شي.

تاسو کولی شئ په خپله ټولنه کې په کاري نندراتونونو کې برخه واخلئ. ډیری وخت شرکتونه داسي برنامې لري ترڅو تاسو خبر کړي چې دوی کوم کاري فرصتونه لري، د څه ډول کارمند په لټه کې دي او دا چې تاسو څنګه د دندې غوښتنه کولی شئ. کله چې کاري نندارتون ته ځئ، د خپل خلص سوانح يوه کاپي له ځان سره يوسئ. د خپلي خوښي شرکتونو استازو ته ځان ور وپېژنئ، دا ورته واضح کړئ چې د کوم ډول دندې په لټه کې یاست او دوی ته خپل معلومات ورکړئ.

تاسو کولی شئ دفېسبوک، يا دLinkedIn له لارې په خپله سيمه کې د ټولنيزو کاري پېښو او فرصتونو په هکله معلومات ترلاسه کړئ، يا هم د تازه معلوماتو لپاره پهEventbrite اوMeetup کې ګډون وکړئ. تاسو کولی شئ د ټولنيزو پیښو په اړه نور دلته ولولئ.

د آنلاین دندې د لټون لپاره د ګډون وسایل

په هغه وېب پاڼو کې چې دندې پکې لټول کېږي خپل پروفایل جوړ کړئ او په انلاین توګه خپل مسلکي حضور وساتئ. د دندو د لټون لپاره ځینې ډېرې مشهورې ويب پاڼې شته لکه Upwork, Glassdoor, LinkedIn, Indeed, SimplyHired, ZipRecruiter, USJobs او داسي نور. داچېپه متحده ایالاتو کې د دندې فرصتونه څنګه موندل کېږي په اړه يې ډېر څه ولولئ.

په رضاکارانه کارونو کې ګډون وکړئ

کله چې تاسو وخت ولرئ، په يو سيمه ايز سازمان کې د رضاکار په توګه کار وکړئ، په دې سره به تاسو وکولی شئ چې خپل مهارتونه وکاروئ او د نورو سره د مرستي کولو له لاري به نوي مهارتونه ترلاسه کړئ. هغه مهارتونه چې تاسو یې ترلاسه کوئ ستاسو د مسلک په لټون کې به ګټه درته وکړي او تاسو به دا فرصت ولرئ چې د امریکایي کلتور په اړه ډېر څه زده کړئ. په دې کې به تاسو د داسي خلکو سره هم اړیکې پيدا کړئ چې کېدای شي هغوی ستا لپاره د کاري مرجع په توګه تاسو ته ګټه ورسوي او ستاسو په هکله ښه معلومات وړاندې کړي.

د رضاکاره او کار زده کړې د دندو په اړه نور ولولئ.

خپل تحصیلي سند ارزیابي کړئ

کېدای شي تاسو د خپلو تحصیلي اسناد د ارزولو په اړه غور وکړئ. ددې کار لپاره، تاسو خپل اسناد د اسنادونو د ارزونې يو شرکت ته وسپارئ. شرکت به ستاسو تیرو زده کړو ته په کتو دا درته ووايي چې آيا ستاسو تحصیلي اسناد یا تصدیق نامه په متحده ایالاتو کې د کارولو وړ ده یا نه. ځيني وختونه دا ډول خدمات قېمته تمامېږي.

ډیری کارګمارونکي به د تحصیلي اسنادو د ارزونې غوښتنه و نه کړي. خو ښه خبره داده چې تاسو انتظار وکړئ ترڅو دا معلومه شي چې آيا ستاسو د غوښتونکې دندو لپاره د تحصیلي اسنادو ارزول شرط دي که نه. دا چېستاسو د بهرنيو اسنادو ارزونه څنګه ترسره کېږي په اړه يې نور معلومات ولولئ.