شریکول

مسلکي مراجع

که تاسو د دندې په لټه کې یاست، نو باید د مسلکي مراجع ترلاسه کولو ته پام وکړئ. تاسو کولی شئ د هغه خلکو لېست جوړ کړئ څوک چې ستاسو مسلکي وړتیا، پوهه او ارزښتونه پیژني دا مراجع اړینې دي چې د دندې یا حتی ګمارل کېدو لپاره هم په پام کې ونیول شي. په دې پاڼه کې به، تاسو په دې اړه زده کړئ چې څوک باید مسلکي مراجع ولري، څرنګه مراجع ترلاسه کولی شئ. په دې سند کې د شاملولو لپاره د معلوماتو په اړه زده کړئ اود خپلو مسلکي مراجعو لپاره یوه جوړه شوې نمونه راښکته کړئ.


د مسلکي مراجعو لېست څه شی دی؟

د مسلکي مراجعو لېست یو سند دی چې یو کارګمارونکی به یې د دندې د مرکې پروسې پای ته د نږدې کېدو پرمهال غوښتنه وکړي. دا د پخوانیو کار ګمارونکو، مدیرانو، یا همکارانو او د دوی د اړیکو معلوماتو لېست دی. مسلکي مراجع باید هغه خلک وي چې کولی شي په صادقانه ډول ستاسو د کار اجراء تشریح کړي.

که څوک له تاسو څخه ستاسو د مراجعو غوښتنه کوي، دا یوه ښه نښه ده. دا په دې معنا ده چې اوس تاسو د ګمارلو ښه چانس لرئ. کارګمارونکی به ستاسو مراجعو ته زنګ ووهي ترڅو ستاسو په اړه ترې پوښتنې وکړي. هغه به له دوی وپوښتي چې ستاسو سره کار کول څه ډول وو او کوم ډول کار مو ترسره کړی. دوی کېدای شي وپوښتي چې ستاسو وړتیاوې او نیمګړیاوې څه دي او که هغه شخص وغواړي څو تاسو ورسره بیا ځل کار وکړئ.

څوک کولی شي مسلکي مرجع شي؟

هغه خلک غوره کړئ چې تاسو ورسره مل یاست او ستاسو په اړه مثبت څه ووايي. که تاسو کولی شئ نه یواځې همکاران بلکه، غوره به وي چې له مدیرانو سره هم اړیکه ونیسئن. دا غوره ده چې د هغه خلکو لېست جوړ کړئ چې تاسو ورسره په متحده ایالاتو کې کار کړی وي. دا به لا غوره وي که تاسو د بشپړ وخت کار څخه اړونده مراجع ولرئ. که تاسو رضاکارانه کار یا د نیم وخت کار کړی وي، هغه خلک چې تاسو ورسره کار کړی وي هم مراجع کیدای شي. د ملګرو یا کورنۍ لېست مه جوړوئ پرته له دې چې تاسو ورته اړتیا ولرئ.

که تاسو هېڅکله په متحده ایالاتو کې کار نه وي کړی، دا هم سمه ده چې د بل هېواد څخه د مراجعو لېست تیار کړئ. په دې قضیو کې، تاسو کولی شئ ولیکئ چې کوم وخت به مرجع شخص د خبرو کولو لپاره شتون ولري. (دا د وخت توپیرونو له امله مهم دی.) تاسو دا هم ویلی شئ چې ستاسو له مرجع سره باید د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیول شي. دا به د کار ګمارونکي او ستاسو مرجع دواړو لپاره اسانه وي.

څرنګه کولی شم مسلکي مراجع لاسته راوړم؟

لومړی، خپل پخواني کارګمارونکو یا همکارانو ته زنګ ووهئ او ورته ووايئ چې تاسو د دندې په لټه کې یاست. له دوی څخه وپوښتئ که چېرې کوم مشکل نه لري نو تاسو به د دوی د اړیکې معلومات له نورو سره شریک کړئ. که دوی د دې پروسې په اړه نه وي اوریدلي، ورته یې تشریح یې کړئ. هغوی ته ووایاست چې تاسو کوم ډول دندې لپاره مرکه کوئ نور دوی پوهیږي چې ستاسو په اړه څه ووایي. د بېلګې په توګه، که تاسو د بانک د صراف په توګه د دندې لپاره مرکه کوئ، دوی باید ووایي چې تاسو د ریاضي او د پیرودونکو د خدماتو ښه مهارتونه لرئ.

کله چې دوه یا درې کسانو موافقه وکړه، تاسو چمتو یاست د دوی نومونو او اړیکې د معلوماتو لېست جوړ کړئ. دا ډېره د هوښیارۍ خبره ده چې د دندې له لټون سره سم څومره ژر چې کېدای شي د مسلکي مراجعو لېست جوړ کړئ.

په مسلکي مراجعو کې د شمولیت معلومات

ستاسو په لېست کې، د هر مرجع شخص نوم، دنده، د تلیفون شمېره، بریښنالیک، او د شرکت نوم ځای کړئ. د اړونده کارځای بشپړه پته ولیکئ. همدارنګه، که ستاسو او ستاسو د مرجع ترمنځ اړیکې بیان کړئ – د بېلګې په توګه، آیا تاسو دواړه په ورته مقام باندې واست که هغه ستاسو آمر و؟

د خپلو مراجعو د لېست جوړولو لپاره نمونه راښکته کړئ

(https://youtu.be/_1ZckaONZDA)

زموږ موخه داده چې د پوهاوي لپاره اسانه معلومات وړاندې کړو چې په منظم ډول تازه کیږي. دا معلومات قانوني مشوره نه ده.

شریکول