ډاکټران او درمل
ایا تاسو غواړئ د لومړي ځل لپاره دلته په متحده ایالاتو کې ډاکټر ته لاړ شئ؟ ایا ستاسو ماشومان طبي خدماتو ته اړتیا لري؟ دا زده کړئ چې څنګه ډاکټر ومومئ او درمل ترلاسه کړئ. د ماشومانو لپاره د واکسین په اړه معلومات ترلاسه کړئ. د خپل ډاکټر سره د لیدو لپاره چمتو اوسئ او په دې ځان پوه کړئ چې د ملاقات پر مهال بايد د څه شي تمه ولرئ.
د نسايي يا ښځينه وو ډاکټر سره د ليدني پر مهال بايد د څه تمه وکړئ
د نسايي يا ښځينه وو ډاکټر سره د ليدني پر مهال بايد د څه تمه وکړئ
دلته به تاسو په دې اړه معلومات درکړل شي چې د نسايي ډاکټر او د ښځينه وو د روغتيايي ملاقات پر مهال بايد د څه تمه ولرئ. تاسو به دلته په دې پوه شئ چې د میرمنو روغتیايي ملاقاتونه پر څو ډوله دي، هغه حقونه چې تاسو یې په طبي ملاقات کې لرئ کوم دي، د ډاکټر سره د ملاقات پرمهال څه کیږي او نور هغه موضوعات چې تاسو يې د میرمنو د روغتیايي ملاقات په وخت کې ورباندي بحث کولای شئ.
نور معلومات ترلاسه کړئطبي نسخې
طبي نسخې
کله چې تاسو ډاکټر ته لاړ شئ، هغه ممکن درته ووایي چې تاسو درملو ته اړتیا لرئ. په متحده ایالاتو کې درمل ځینې وختونه د دوا په نوم هم يادېږي. ډاکټران د درملو لپاره طبي نسخې لیکي ترڅو ستاسو د روغتيا په برخه کې مرسته وکړي. تاسو کولای شئ طبي نسخه خپل سيمه ايز درمل پلورنځي یا درملتون ته وروړئ.
نور معلومات ترلاسه کړئ