څنګه د متحده ایالاتو تبعه شئ
ایا تاسو غواړئ په دې اړه معلومات ترلاسه کړئ چې څنګه د متحده ایالاتو تبعه شئ؟ دا زده کړئ چې د تابعیت لپاره څنګه غوښتنه وکړئ او د تابعيت اړوند هغه فورمې ترلاسه کړئ چې تاسو د غوښتنليک لپاره ورته اړتيا لرئ. د تابعيت اخيستلو اړوند مرکې او د هغه پوښتنو په اړه چې تاسو یې باید ځواب کړئ ډېر څه زده کړئ.
د متحده ایالاتو د تابعیت اخيستلو شرايط
د متحده ایالاتو د تابعیت اخيستلو شرايط
ایا تاسو چمتو یاست چې د متحده ایالاتو تبعه شئ؟ لومړی، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو بايد د غوښتنلیک شرايط پوره کړي وي. د متحده ایالاتو د تابعیت د لومړنيو شرايطو په اړه معلومات ترلاسه کړئ. د خاوند/مېرمني او د کورنۍ د غړو لپاره د شرايطو په اړه توضیحات ترلاسه کړئ
نور ولولئد تابعیت لپاره څنګه غوښتنه وکړئ
د تابعیت لپاره څنګه غوښتنه وکړئ
ایا تاسو غواړئ دا زده کړئ چې څنګه د تابعیت لپاره غوښتنه وکړئ؟ مخکې له دې چې تاسو د تابعیت لپاره غوښتنه وکړئ، تاسو بايد په دې پوه شئ: ایا تاسو ددې وړ او واجد شرائط ياست چې د متحده ایالاتو تبعه شئ؟ دا معلومه کړئ چې ایا تاسو د غوښتنلیک مستحق یاست. بیا د هغه ګامونو او لارو چارو په اړه ځان پوه کړئ چې تاسو يې د تابعيت د غوښتنليک پر مهال بايد ترسره کړئ.
نور ولولئد تابعيت اړوند ازموینې مرکه څه شی ده؟
د تابعيت اړوند ازموینې مرکه څه شی ده؟
تابعيت اخيستل هغه پروسه ده چې له مخې يې تاسو د امريکا د متحده ایالاتو تبعه کېږئ. د تابعیت اخيستلو ازموینه، یا د تابعیت اړوند ازموینه يوه مرکه ده. له تاسو څخه به د تابعیت او کډوالۍ د خدماتي چارو د مدير لخوا پوښتني وشي. دا مرکه د متحده ایالاتو د تابعيت اخيستلو لپاره یو مهم ګام دی. د تابعيت اخيستني اړوند ازموینې او مرکې لپاره د ځان چمتو کولو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
نور ولولئ
USAHello وړیا آنلاین ټولګي لري ترڅو تاسو د تابعيت اخيستلو لپاره چمتو کړي.