په متحده ایالاتو کې د پیسو کارولو او اداره کولو په لارو چارو باندې ځان پوه کړئ. په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو لپاره ګټورې لارښوونې. داچې څنګه بانکي حساب پرانیزئ، په نړیواله کچه پیسې څنګه ولېږئ، همداراز د کرېډېټ کارتونو او پورونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
په متحده ایالاتو کې د بانکدارۍ
په متحده ایالاتو کې د بانکدارۍ
د بانکي حساب کارول کولای شي ستاسو د پیسو خوندي ساتلو کې مرسته وکړي. د بانکونو د ډولونو په اړه مالومات ترلاسه کړئ او دا چې له دې بانکونو څخه کوم یو غوره کړئ او یو حساب خلاص کړئ. د چيکونو د لیکلو او د ډیبټ کارټ د کارولو په اړه لارښوونې ترلاسه کړئ.
کریډیټ کارتونه او پورونه
کریډیټ کارتونه او پورونه
په نړیواله کچه پیسې واستوئ
په نړیواله کچه پیسې واستوئ
ډیری کډوال بیرته خپل هیواد کې خپلو کورنیو ته پیسې لیږي ترڅو د دوی سره مرسته وکړي. دې ته “پیسې ورکول يا ريميټنس” ویل کیږي. په نړیواله کچه د پیسو لیږلو لپاره ډیری خوندي او چټکې لارې شته. په دې اړه د خپلو انتخابونو په اړه مالومات ترلاسه کړئ.