د رواني روغتیا په اړه پوهیدل: د کډوالو لپاره لارښود
رواني روغتیا مهمه ده. د رواني روغتیا د شرایطو او نښو په اړه معلومات ترلاسه کړئ. د کډوالو لپاره معلومات ومومئ. د رواني روغتیا په اړه پوهیدل ددې ډاډ ترلاسه کوي چې تاسو او ستاسو دوستان هغه مرستې ترلاسه کوئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ.
رواني روغتیا څه شی ده؟
رواني روغتیا له دې څخه عبارت ده چې تاسو څنګه احساس کوئ، څنګه فکر کوئ او څه ډول عمل ترسره کوئ. دا ستاسو د عمومي روغتیا یوه مهمه برخه ده. دا آن کولای شي چې ستاسو پر فزیکي روغتیا هم اغیزه وکړي. ښه رواني يا ذهني روغتیا ستاسو سره د ورځني ژوند په چارو کې مرسته کوي، چې ښه انتخاب وکړئ او فشار کنټرول کړئ.
ډیری داسي عوامل شته چې کېدای شي ستاسو پر رواني روغتیا اغیزه وکړي:
- کورنۍ مخينه
- بیولوژیکي عوامل
- الکول او مخدره توکي
- طبي شرایط
- د ژوند تجربې
- صدمه او ناوړه ګټه اخیستنه
- یوازیتوب یا انزوا
د کډوالۍ اړوند رواني روغتیا
د یو کډوال په توګه، تاسو ممکن د مختلفو ننګونو سره مخ شئ چې کېدای شي ستاسو پر احساس اغیزه وکړي. په متحده ایالاتو کې د ژوند سره ځان سمول کېدای شي خورا ډیر فشار او د يواځيتوب احساس درکړي. کېدای شي تاسو د لاندي مواردو سره هم لاس و ګرېوان ياست:
- په خپل هیواد کې د تاوتریخوالي یا سخت شرایط تر شا پریښودل
- ستاسو د کډوالۍ د وضعیت یا د غوښتنلیکونو ناڅرګند حالت
- د توقیف یا شړل کیدو ویره
- د کورنۍ د غړو څخه جلا کیدل
- د خپل کلتور څخه د جلا کیدو احساس
- د نژاد پرستۍ او تبعیض سره مخ کېدل
دا ننګونې کېدای شي د لا ډېر خپګان، اضطراب او PTSD لامل شي. غیر مستند کډوال، ځوانان، معلولیت لرونکي کسان، او د +LGBTQ ټولني خلک کېدای شي د لا ډېرو ننګونو له امله د زیاتو خطرونو سره مخ شي. دا عادي خبره ده چې تاسو د فشار احساس وکړئ یا په داسې وختونو کې رواني روغتیايي ستونزې ولرئ.
په هرصورت، ډیری کډوال د رواني روغتیايي خدماتو په لټه کې وي. دا له دې امله چې په متحده ایالاتو کې خلک ستاسو د هیواد په پرتله د رواني روغتیا په اړه بېل نظرونه لري، یا دا چې ستاسو کلتور ممکن د رواني روغتیا په اړه و نه ږغېږي.
په یاد ولرئ، تاسو بايد د خپلو احساساتو په اړه د خجالت یا شرم احساس و نه کړئ. دا سمه ده چې د مرستې غوښتنه وکړئ، او په دې اړه سرچینې شته. تاسو کولای شئ د خدماتو د هغه چمتو کونکو څخه ملاتړ ترلاسه کړئ چې ستاسو په ژبه خبرې کوي او ستاسو په کلتور پوهیږي. داسي سرچینې دلته شته چې ستاسو سره د ښه احساس په رامينځته کولو او د نوي ژوند سره د ځان د سمون په چارو کې درسره مرسته وکړي.
رواني روغتیايي وضعيت
رواني ناروغي یا اختلال یو روغتیايي حالت ګڼل کیږي. دا د ورځنيو چارو په ترسره کولو لکه ښوونځي ته تلل، کار کول او د ملګرو یا کورنۍ سره وخت تېرولو کې ستونزي رامينځته کوي. رواني روغتیايي ستونزې کېدای شي لږ یا شدیدي وي او د وخت په تیریدو سره بدلون ومومي.
په متحده ایالاتو کې ډیری خلک د رواني روغتیايي وضعيت سره مخ دي. هر کال په هرو 5 لویانو کې 1 تن رواني ناروغي تجربه کوي. په ټوله نړۍ کې په هرو 8 کسانو کې 1 تن په رواني ناروغۍ اخته دی.
عمومي نښې
د رواني روغتیايي ستونزو عمومي نښې نښانې کېدای شي:
- د خپګان یا بې حسۍ یا نا امیدۍ احساس کول
- د وېرې، ترهي او غوسې احساس کول
- په ټولنیزو فعالیتونو کې د لېوالتيا له لاسه ورکول
- د ورځني کارونو د ترسره کولو توان نه لرل
- لږ انرژي یا هیڅ انرژي نه لرل
- ډیر زيات یا ډیر لږ خوراک
- په جدي توګه د وزن بايلل یا په جدي توګه د وزن ډېرېدل
- په تمرکز کولو یا ثابت پاتې کیدو کې ستونزه
- خپل ځان ته د زیان رسولو په اړه فکر کول
دا عادي خبره ده چې وخت پر وخت دا ډول نښې نښانې ولرئ. دا هغه وخت ډیره جدي ګڼل کېږي چې کله دا نښي په اوږدمهاله توګه رامينځته کېږي او تاسو ښه احساس نه کوئ.
د رواني روغتیا عمومي وضعيت
دلته د رواني روغتیايي وضعيت اړوند يو پیژندل شوی لیست دی. د دوه اړخيز يا دوه قطبي اختلال او شیزوفرینیا په څیر شرایط لږ عام دي.
اضطرابي اختلالات
هر څوک کله ناکله د خپګان يا اضطراب احساس کوي، مګر دا خپګان هغه مهال په یو اختلال بدلیږي چې نږدې هر وخت پیښیږي. خپګاني يا اضطرابي اختلالات هغه مهال پیښیږي چې کله یو څوک په میاشتو او کلونو دوامداره اندیښنه یا ویره ولري. د اضطراب په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
خپګان
ډیری خلک ممکن لږ خپګان ولري. لږ خپګان هغه مهال وي چې کله یو څوک د خوابدۍ احساس کوي یا يې د هيڅ کار ترسره کولو ته زړه نه غواړي. له دوو اونیو څخه زیات خپه کېدل لوی خپګان ګڼل کېږي. د خپګان په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
د صدماتو وروسته فشاري اختلال
د ټروما يا صدماتو وروسته فشاري اختلال د PTSD په نوم هم یادیږي. دا د یوې ناوړه، ټکان ورکونکي، یا فشار لرونکي پیښې پرمهال طبیعي احساساتي غبرګون دی. د کډوالۍ او مهاجرت د صدمو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
د ځان د سمون اختلال
د ځان عادت کولو يا د سمون اختلال هغه وخت رامينځته کېږي چې کله یو څوک د يو فشار لرونکي بدلون یا پیښې وروسته ورته د حالاتو سره د ځان عادت کول سخت وي. ځینې کډوال او مهاجر نوي هیواد ته له رسېدو وروسته د کلتوري صدمې سره مخ کېږي. د کلتوري صدمې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
د نشه يې توکو د پرېښودلو اختلال
د نشه يي توکو د نه استعمال يا پرېښودلو اختلال هغه وخت وي چې یو څوک نه شي کولای د الکولو، مخدره توکو او درملو کارول کنټرول کړي.
عصبي – وسواسي اختلال
عصبي وسواسي اختلال د OCD په نوم هم یادیږي. دا هغه مهال رامينځته کېږي چې کله یو څوک په تکراري توګه ناغوښتل (جنوني) فکرونه او (وسواسي) کړني ترسره کوي.
د خوړو اختلالات
د خوړو اختلالات هغه وخت وي چې کله یو څوک د خوړو، غذا او د بدن د شکل پر وړاندي ددوی چلند ته په کتو د خوړو په برخه کې جدي ستونزې ولري. دوی ممکن ډیر زيات یا ډیر لږ خواړه وخوري او په وزن کې يې خورا ډیر بدلونونو رامينځته کېږي.
دوه قطبي اختلال
دوه قطبي اختلال هغه وخت رامينځته کې.ي چې یو څوک په خپل مزاج او انرژي کې غیر معمولي بدلونونه ولري. خلک ممکن خورا لوړي (جنوني) یا خورا ښکته (خپګاني) پیښې ولري.
شیزوفرینیا
شیزوفرینیا نادره ناروغي ده او د نړۍ په اړه د يو شخص پر تفکر او نړۍ ته د هغه د ليد پر زاويې اغېز کوی. د شیزوفرینیا لرونکي خلک ممکن پر ځينو داسي شیانو باور وکړي چې ریښتیني نه وي، هغه شیان ګوري یا يې اوري چې شتون نه لري او په روښانه ډول فکر کول ورته سخت وي.
ایا تاسو غواړئ د دې او نورو رواني روغتیايي وضعيت په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ؟ د نورو معلوماتو لپاره دا ویډیوګانې وګورئ . |
مرسته ومومئ
که تاسو داسې احساس کوئ چې تاسو رواني روغتیايي ستونزه لرئ، دا مهمه ده چې په اړه يې د یو چا سره خبرې وکړئ. کله چې تاسو په ستونزه کې ياست، ښه خبره داده چې د مرستې لپاره لاړ شئ. د ملاتړ ترلاسه کولو کې هیڅ شرم نه شته. د خپل احساس د څرنګوالي په اړه خبرې کول د ښه احساس د رامينځته کولو لپاره یو زړور ګام دی.
تاسو کولای شئ د کورنۍ د يو باوري غړي یا نږدې ملګري سره په دې اړه خبرې پیل کړئ. همداډول تاسو کولای شئ د یو داسي ښوونکي، مشاور، روزونکي یا د ټولنې د يو داسي مشر سره خبرې وکړئ چې تاسو ورباندي باور لرئ. دا ورسره شریکه کړئ چې تاسو څنګه احساس کوئ او کوم ډول ملاتړ ته اړتیا لرئ.
د رواني روغتیايي خدماتو چمتو کونکي کولای شي ستاسو سره د درملنې لکه تداوي او درملو په برخه کې مرسته وکړي. هرڅوک، پرته له دې چې د دوی د کډوالۍ وضعیت په پام کې ونيول شي، مرسته ترلاسه کولای شي.
که ستاسو نښې بهتره نه شي، یا ستاسو حالت بدتر وي، نو دا مهمه ده چې د مسلکي مرستې غوښتنه وکړئ:
★ داچې د کډوالو لپاره د رواني روغتیا اړوند سرچینې څنګه ومومئ په اړه زموږ پاڼه وګورئ.
★ که تاسو په احساساتي اضطراب يا خپګان کې یاست یا خپل ځان ته د زیان رسولو په اړه فکر لرئ، نو د بحراني حالاتو اړوند روزل شوي کارکونکي سره د خبرو کولو لپاره 988 ته زنګ ووهئ یا پیغام ورته ولېږئ.
★ که تاسو په سمدستي خطر کې یاست، د بیړنۍ مرستې لپاره 911 ته زنګ ووهئ.
که تاسو د خپګان یا اضطراب احساس کوئ، تاسو یواځي نه یاست. د رواني روغتیا په اړه او دا چې څنګه مرسته وغواړئ په اړه يې معلومات ترلاسه کړئ. په دې اړه معلومات ولرئ چې چېري د کډوالو لپاره خدمات او ملاتړ ترلاسه کړئ.
ددې پاڼي معلومات له NAMI نورو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. زموږ موخه داده چې د پوهاوي لپاره اسانه معلومات وړاندې کړو چې په منظم ډول تازه کیږي. دا معلومات قانوني مشوره نه ده.