ډاکټران او درمل
ایا تاسو غواړئ د لومړي ځل لپاره دلته په متحده ایالاتو کې ډاکټر ته لاړ شئ؟ ایا ستاسو ماشومان طبي خدماتو ته اړتیا لري؟ دا زده کړئ چې څنګه ډاکټر ومومئ او درمل ترلاسه کړئ. د ماشومانو لپاره د واکسین په اړه معلومات ترلاسه کړئ. د خپل ډاکټر سره د لیدو لپاره چمتو اوسئ او په دې ځان پوه کړئ چې د ملاقات پر مهال بايد د څه شي تمه ولرئ.
ډاکټر ته به څنګه لاړ شئ
ډاکټر ته به څنګه لاړ شئ
دا مهمه ده چې د طبي مرستې لپاره ډاکټر ته لاړ شئ. دا زده کړئ چې څنګه تاسو ته نږدې سيمه کې ډاکټر ومومئ او څنګه د ډاکټر سره ملاقات مهالویش کړئ. په دې ځان پوه کړئ چې د ډاکټر سره په ملاقات کې د څه شي تمه کېږي. دا چې په بیړني حالت کې بايد څه وشي، په اړه يې مالومات ترلاسه کړئ.
نور معلومات ترلاسه کړئله ډاکټر سره د مېرمنو لیدنه
له ډاکټر سره د مېرمنو لیدنه
ښځې په منظم ډول په متحده ایالاتو کې د خپلي روغتیايي معاینې لپاره ډاکټر ته مراجعه کوي. د ښځو روغتیايي ملاقاتونه د نورو معایناتو په پرتله توپیر لري. په دې ځان پوه کړئ چې دلته د څه شي تمه کېږي او خپل حقونه درک کړئ. دا زده کړئ چې څنګه ځان چمتو کړئ او پر کومو شیانو تاسو بحث کولای شئ.
نور معلومات ترلاسه کړئ