د کډوالو لپاره د واکسین اړوند معلومات
د ډاکټرانو لخوا د وړاندیز شويو واکسینونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ او دا چې څنګه دا واکسينونه ترلاسه کړئ. د کډوالو لپاره د واکسینونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
واکسین څه شی دی؟
واکسینونه عموما هغه ډوزونه دي چې ستاسو سره مرسته کوي چې بدن مو د ناروغۍ پر وړاندي مبارزې ته چمتووالی ونيسي، چې تاسو ناروغ نه شئ. واکسین ستاسو سره د ساري ناروغیو لکه کويډ-19 او زکام په ساتنه کې مرسته کوي.
که چيري هر څوک واکسین شي، نو بيا د ناروغیو خپریدل سخت او ګران وي. دې ته عمومي معافیت ویل کیږي. آن که تاسو ناروغ هم شئ، واکسین مو د جدي ناروغۍ مخه نیسي.
واکسین د یو ځانګړي وایرس، باکتریا، یا دې ته د ورته انټيجنونو ضعیفي یا غیر فعالي برخې لري چې د بدن معافیتي سيسټم غبرګون ته هڅوي. ټول واکسینونه ازمویل شوي دي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دوی خوندي او اغیزمن دي.
ځینې واکسینونه کېدای شي لږ جانبي عوارض رامینځته کړي. په دې عوارضو کې کېدای شي د انجیکشن يا ستني لګولو په ځای کې درد یا پاړسوب او د ټیټي درجې تبه راشي. دا عوارض په درملو باندي تداوي کېږي او په څو ورځو کې له مينځه ځي. واکسینونه په څو اونۍ وخت نیسي چې کار پيل کړي.
تقويتي ډوز څه شی دی؟
بوسټر يا تقويتي ډز د واکسین اضافي ډوزونه دي چې تاسو يې د خپل لومړني واکسین د بشپړولو وروسته ترلاسه کوئ. ځینې واکسینونه بوسټر يا تقويتي ډوز ته اړتیا لري ترڅو تاسو د اوږدې مودې لپاره خوندي پاتي شئ. تازه واکسینونه او بوسټرونه اخيستل ستاسو سره مرسته کوي چې روغ پاتې شي او د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیول شي.
واکسینونه ولې مهم دي
واکسین تاسو د ناروغۍ څخه ساتي او د ښوونځي یا کار څخه د پاتي کېدو مخه نيسي. دوی ستاسو کورنۍ او ملګرو ته د ناروغۍ د خپریدو مخه نیسي. واکسینونه په ځانګړې توګه د هغو خلګو لپاره مهم دي چې د جدي اختلاطاتو د پراختیا خطر يې لوړ وي. واکسین د جدي ناروغۍ او په روغتون کې د بستري کیدو خطر کموي.
واکسين بايد څه وخت ولګول شي
دا سپارښتنه کېږي چې د ژوند په هر پړاو کې بايد واکسین ولګول شي. ځيني واکسينونه هغه مهال خورا اغېزمن وي چې کله تاسو ځوان یاست او ځيني نور بيا کله چې ستاسو عمر ډېر شي. تاسو ممکن د خپلي روغتیا، ژوند، دندې یا سفر ته په کتو نورو واکسینونو ته اړتیا ولرئ.
دا چې ستاسو د عمر پراساس ستاسو لپاره کوم واکسین یا تقويتي ډوزونه وړاندیز کیږي، په اړه به يې ستاسو ډاکټر تاسو ته ووايي. ډاکټران د ماشومانو د واکسینولو لپاره یو ځانګړی مهالویش لري. دا چې ستاسو د ماشوم راتلونکي واکسین څه وخت دی، په اړه به يې ستاسو د ماشوم ډاکټر تاسو ته خبر درکړي.
د واکسین ډولونه
د دولتي قوانینو سره سم د ښوونځي، ورځنۍ پاملرنې او روغتیايي پاملرنې د کارمندانو لپاره ځینې واکسینونه اړین دي. دا معمولا د دغه مواردو لپاره وي:
- نيوموکوکل او مينينگوکوکل (يو ډول ميکروب)
- ډیپتیریا، تیتانوس او توره ټوخله
- هیموفیلس انفلونزا b ډول (يو ډول ميکروب چې د زکام رامينځته کېدو لامل کېږي)
- شری، د ناړو د غدې التهاب يا غونډوربوزی (ممپس) او روبیلا (جرمنی شری)
- ویروسیلا (د چرګانو والګی)
- تور او زيړ ژړی ( د ينې التهاب)
- روټا (د کولمو وایرس)
- پولیو
دا سپارښتنه کیږي چې لویان او ماشومان دواړه بايد په منظمه توګه ځینې واکسینونه ترلاسه کړي، چې په دې کې لاندي واکسينونه هم شامل دي:
- د کويډ-19 واکسین: هر څوک چې د 6 میاشتو څخه ډیر عمر لري سپارښتنه کیږي چې کويډ-19 نوی واکسین ترلاسه کړي. د کويډ-19 په اړه د معلوماتو لپاره ښه ځای د CDC ویبپاڼه ده.
- د انفلونزا (فلو) واکسین: وړانديز کېږي چې د 6 میاشتو او يا له دې څخه د لوړ عمر لرونکي کسان هرکال د انفلوزا واکسين واخلي. سپتمبر او اکتوبر عموما د انفلونزا پر وړاندې د واکسین کولو لپاره ښه وختونه دي. د انفلونزا واکسين اړوند نور معلومات دلته وګورئد Td یا Tdap واکسین: تنکي ځوانان او لویان باید په هرو 10 کلونو کې یو ځل دا واکسين واخلي ترڅو د دوی معافیت لوړ کړي. د ډیپتیریا، تیتانوس، او توري ټوخلي په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.
که تاسو د ناروغۍ احساس کوئ، ښه خبره داده چې د فلو یا کويډ-19 لپاره معاینه وکړئ. که تاسو د یو داسي چا په شاوخوا کې یاست چې د هغه معاينه مثبته راختلې وي، هم بايد تاسو ځان معاینه کړئ. |
د وړاندیز شويو واکسینونو په اړه نور معلومات په CDC.gov کې ومومئ:
- د ماشومانو لپاره وړاندیز شوی واکسین
- د لویانو لپاره وړاندیز شوی واکسین
- د مسافرو لپاره وړاندیز شوی واکسین
د کډوالو لپاره د واکسین اړتیاوې
CDC د ماشومانو په ګډون ټول پناه غوښتني کډوال په دې مکلفوي چې طبي معاینه وکړي. که تاسو لاندي مورادو ته غوښتنليک سپارئ، نو باید دا ثبوت وړاندي کړئ چې تاسو اړین واکسینونه ترلاسه کړي:
- د کډوالۍ ویزه
- قانوني دايمي استوګنه (ګرين کارټ)
که تاسو د اړتیا وړ واکسینونو ثبوت نه لرئ، مدني معالج به تاسو ته په ازموینه کې دا واکسين درکړي. د I-693 فورمه ډکه کړئ او خپلي طبي معاینې ته یې له ځان سره یوسئ. د واکسین کولو د ټولو ریکارډونو یوه کاپي د ځانه سره راوړئ.
هغه کډوال چې په بل هیواد کې یې طبي معاینه کړې وي د امریکا متحده ایالاتو ته د رسیدو په صورت کې به بیا واکسین ترلاسه کولو ته اړتیا ونلري.
د کډوالو لپاره د واکسین د شرايطو په اړه د USCIS څخه نور معلومات ترلاسه کړئ.
که تاسو په دې وروستیو کې متحده ایالاتو ته رسیدلي یاست، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو وړاندیز شوي تازه واکسینونو بشپړ کړي دي. د لومړني پاملرنې ډاکټر سره د لیدو وخت تنظیم کړئ. دوی کولای شي ستاسو د واکسین ریکارډونه وګوري او که تاسو کوم مهم واکسینونه له لاسه ورکړي وي، په اړه به يې تاسو ته خبر درکړي. |
د ماشومانو لپاره د واکسین اړتیاوې
د ماشومانو لپاره د واکسین اړتیاوې د دولتي او خصوصي ښوونځیو او فعالیتونو لکه سپورت لپاره معیاري دي. کله چې تاسو خپل ماشوم شاملوئ، تاسو باید د دوی د واکسین کولو ثبوت وړاندي کړئ. ځینې ایالتونه ممکن د مذهبي دلايلونو له مخي له واکسين څخه معافیت ولري.
دا اړتیاوې او ملکفيتونه د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره دي او ددې لپاره دي چې ډاډ ترلاسه شي چې ستاسو ماشوم په خوندي چاپیریال کې زده کړه کوي. دا مهمه ده چې ستاسو د دولت او ښوونځي د قوانينو په اړه معلومات ولرئ.
چیري بايد واکسین شي
واکسین پرته له دې چې د يو چا د کډوالۍ یا روغتیايي بیمې حالت په پام کې ونیول شي د هرچا لپاره شته. د کويډ-19 واکسین په وړيا توګه د هرچا لپاره شته. د بیمې په ډيرو پلانونونو کې د انفلوينزا واکسین لپاره پیسې ورکوي.
تاسو کولای شئ د خپل ډاکټر په دفتر کې واکسین ترلاسه کړئ. په ښوونځي، کار ځایونو او مذهبي مرکزونو کې ممکن وړيا واکسین ولګول شي. تاسو کولای شئ په ډیرو درملتونونو او د بیړنۍ پاملرنې په مرکزونو کې هم واکسین ترلاسه کړئ.
که تاسو روغتیايي بیمه نه لرئ، تاسو کولای شئ په ټولنېز روغتیايي مرکز یا د عامې روغتیا په ریاست کې په وړیا ډول یا په ټیټ لګښت د انلفويزنا واکسين ترلاسه کړئ.
تاسو ته نږدې د واکسین موقعيت موندلو لپاره:
- vaccines.gov وپلټئ
- -800-232-02331 ته زنګ ووهئ
- خپل زيپ کوډ 438829 ته واستوئ
د واکسین کولو وروسته د خوندي پاتې کیدو لپاره لارښوونې
- ماسک واغوندئ او په مکرر ډول خپل لاسونه ومینځئ ترڅو د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیول شي.
- د عادي واکسینونو لپاره د خپل لومړني پاملرنې چمتو کونکي سره وګورئ.
- که تاسو د ناروغۍ احساس کوئ یا د داسي چا په شاوخوا کې یاست چې د انفلويزا یا کويډ-19 معاينه يې مثبته وي، نو تاسو هم ځان معاینه کړئ.
ددې پاڼي معلومات له CDC.gov, USCIS, نورو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. زموږ موخه داده چې د پوهاوي لپاره اسانه معلومات وړاندې کړو چې په منظم ډول تازه کیږي. دا معلومات قانوني مشوره نه ده.