د ماشومانو لپاره زدکړه
د متحده ایالاتو د ښوونځي سيسټم کېدای شي ستاسو د هيواد د تعليمي سيسټم سره توپير ولري. د ښوونځي د مختلفو کچو په اړه ډېر څه زده کړئ. دا معلومه کړئ چې څنګه خپل ماشوم په ښوونځي کې شامل کړئ. د خپل ماشوم حقونه درک کړئ. په ښوونځي کې د خپل ماشوم د ښه چلند کولو په اړه لارښوونې ترلاسه کړئ.
زما ماشوم په ښوونځي کې شامل کړئ
زما ماشوم په ښوونځي کې شامل کړئ
د دې لپاره چې ستاسو ماشوم په متحده ایالاتو کې ښوونځی راپیل کړي تاسو باید لومړی خپل ماشوم د يو زدکونکي په توګه ثبت کړئ. دا په دې مانا ده چې تاسو بايد ښوونځي ته لاړ شئ او ځيني کاغذونه لاسلیک کړئ ترڅو ښوونځی ستاسو ماشوم د يو زدکونکي په توګه ومني. په دې ځان پوه کړئ چې تاسو کومو اسنادو ته اړتیا لرئ او څنګه خپل ماشوم په ښوونځي کې ثبت کړئ. د ځای پرځای کولو او د ځانګړي ټولګیو په اړه ډېر څه ولولئ. په دې اړه مالومات ترلاسه کړئ چې که ستاسو ماشوم په ښوونځي کې غيرحاضر شي، نو دی څه شي ته اړتیا لري، څه باید وکړي او دا چې څنګه ښوونځي ته لاړ شي.
نورولولئد زدکړي قانون او حقوق
د زدکړي قانون او حقوق
ایا تاسو په متحده ایالاتو کې د ماشومانو لپاره د زدکړې قوانین او ستاسو د زدکړې حقوق پیژنئ؟ د زدکړي قانون وايي چې هر څوک د وړیا زدکړې حق لري. زدکوونکي دا حق لري چې حجاب واغوندي او لمونځ وکړي. تاسو دا حق لرئ چې کله د خپلو ماشومانو په اړه د ښوونځي سره خبري کوئ، نو د ژباړي لپاره د ژباړونکي غوښتنه وکړئ. د خپلو زدکړو د حقونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
نور معلومات ترلاسه کړئد متحده ایالاتو په تعلیمي سیسټم کې کومې درجې شته؟
د متحده ایالاتو په تعلیمي سیسټم کې کومې درجې شته؟
په متحده ایالاتو کې، دولتي ښوونځي چې د 4 او 6 کلونو ترمنځ پیل کیږي او د عمر له 16 کلنۍ څخه تر 18 کلنۍ پورې دوام کوي. تاسو کولای شئ خپل ماشومان په کم عمر کې د ښوونځي وړاندي پروګرامونو ته ولیږئ. په متحده ایالاتو کې د زدکړې د مختلفو درجو، د امریکا د تعلیمي سیسټم له مخې په ښوونځي کې د ځای پرځای کېدلو او په ورته ټولګي کې د بېلابېلو درجو په اړه ډېر څه زده کړئ.
نور ولولئپه ښوونځي کې د خپل ماشوم سره مرسته وکړئ
په ښوونځي کې د خپل ماشوم سره مرسته وکړئ
د ښوونځي پیلول هم په زړه پوري دي او هم سخت دي. تاسو بايد په ښوونځي کې د خپل ماشوم سره مرسته وکړئ. دا زده کړئ چې څنګه د خپلو ماشومانو سره د ښوونځي په چارو کې مرسته وکړئ او د دوی په بریالیتوب کې کومک وکړئ. د خپل ماشوم لپاره د ښوونې او روزنې په برخه کې د ملاتړ په اړه مالومات ترلاسه کړئ.
نورولولئ