زما ماشوم په ښوونځي کې داخلول
مخکې له دې چې ستاسو ماشوم ښوونځي ته لاړ شي، تاسو بايد هغه په خپل سیمه ايز ښوونځي کې ثبت کړئ. دا زده کړئ چې څنګه معلومه کړئ چې ستاسو ماشوم بايد په کوم ښوونځي کې شامل شي. په دې ځان پوه کړئ چې کومو اسنادو ته اړتیا شته. په ښوونځي کې د شموليت د پروسې په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
ایا زما ماشوم مکلف دی چې بايد ښوونځي ته لاړ شي؟
هو. په متحده ایالاتو کې د 5 او 16 کلونو ترمنځ عمر لرونکو زده کونکو لپاره اړينه ده چې بايد په ښوونځي کې حاضري وي. په ځینو ایالتونو کې، دا عمرونه کېدای شي د 1 یا 2 کلونو په اندازه توپیر ولري.
څه وخت بايد زه خپل ماشوم په ښوونځي کې شامل کړم؟
په متحده ایالاتو کې ډیری ښوونځي د اوړي په پای یا د مني په پیل کې، د اګست یا سپتمبر په میاشت کې پیلیږي. ځینې ښوونځي دا اړینه ګڼي چې تاسو بايد د خپل ماشوم د نوملیکنې لپاره د ملاقات وخت ونيسئ.
که تاسو په اوړي کې متحده ایالاتو ته ورسیږئ، تاسو کولای شئ د جولای یا اګست په میاشت کې د خپل ماشوم ښوونځي ته لاړ شئ ترڅو دا معلومات ترلاسه کړئ چې څنګه نوملیکنه وکړئ.
که تاسو د ښوونيز کال په جریان کې متحده ایالاتو ته ورسیږئ، تاسو باید ژر تر ژره خپل ماشوم په ښوونځي کې شامل کړئ.
زما ماشوم به کوم ښوونځي ته ځي؟
ستاسو د ماشوم د زېږېدلو کال او ستاسو د اوسېدو ځای ته په کتو به دا معلومه شي چې ستاسو ماشوم به کوم ښوونځي ته ځي.
د خپلي پتي په ليکلو سره خپل سيمه ايز دولتي ښوونځی ومومئ. دا باید هغه ځای وښيي چې لومړني، منځني او عالي ښوونځي د هغه ځای پراساس وټاکل کېږي چې تاسو پکې اوسیږئ. دا د بېلابېلو ټولګيو لرونکی ښوونځي دي. ښه خبره داده چې ښوونځي ته تلیفون وکړئ یا هلته ورشئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې معلومات سم دي.
همداراز ستاسو ماشوم کولای شي شخصي ښوونځي ته لاړ شي یا په کور کې زده کړې وکړي.
زه بايد کوم اداري کارونه ترسره کړم؟
کله چې تاسو خپل ماشوم په ښوونځي کې شاملوئ هره تعليمي حوزه خپل د نوم لیکنې فورمه لري. تاسو کولای شئ دا فورمه د تعليمي حوزې په ویبپاڼه کې ومومئ. همداډول تاسو کولای شئ ښوونځي ته لاړ شئ او د ښوونځي د سکرټر سره خبرې وکړئ. په اړینو اداري کارونو کې کېدای شي دغه موارد شامل وي:
- د ښوونځي په ولسوالۍ کې د استوګنې ثبوت. دا پدې مانا ده چې تاسو باید ثابت کړئ چې تاسو په خپل کور یا اپارتمان کې ژوند کوئ. د استوګنې د ثبوت مثالونه د لاسلیک شوي اپارتمان اجاره، د بانک ستیتمنت، یا د پتې سره د یوټیلټي بل دي. دا د دې ښودلو لپاره دی چې تاسو ښوونځي ته نږدې په ګاونډ کې ژوند کوئ.
- د عمر ثبوت. د مثال په توګه، ستاسو د ماشوم د زیږون سند یا پاسپورټ.
- واکسین یا نور روغتیایی سندونه. دا اړتیاوې د ښوونځي ولسوالۍ له خوا توپیر کوي.
- ستاسو عاید. که تاسو یو ټاکلی اندازه پیسې و نه لرئ ستاسو ماشوم کولی شي وړیا یا په ټیټه بیه د غرمې ډوډۍ ترلاسه کړي.
لنډمهاله استوګنځی
که تاسو په يو لنډمهاله کور کې ژوند کوئ، تاسو کېدای شي د يو بې کوره شخص په توګه د McKinney-Vento قانون لپاره پر شرايطو برابر ياست دا قانون تاسو ته حق درکوي چې پرته له دې چې د استوګنې ثبوت یا نور اسناد وړاندي کړئ، خپل ماشوم په هغه ښوونځي کې شامل کړئ چې تاسو په هماغه سيمه کې اوسیږئ. په دې کې هغه خلک شامل دي چې د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر (ORR) له لارې په هوټلونو کې اوسېږي.
که تاسو مرستې ته اړتیا لرئ، د بې کوره کسانو د تعليمي مرستندويه برنامې ادارې سره په 2145-308-800 شمېره اړیکه ونیسئ.
د کډوالۍ وضعيت
ښوونځی باید ستاسو د کډوالۍ یا تابعیت د وضعیت په اړه پوښتنه ونه کړي. ستاسو د استوګنې د ثابتولو لپاره ستاسو د کډوالۍ حالت ته اړتیا نه شته.
په ښوونځي کې د ماشوم د ثبتولو لپاره ټولنیزي امنیتي شمیرې (SSN) ته اړتیا نه شته. کېدای شي ځینې ښوونځي د دې غوښتنه وکړي، مګر که تاسو نه غواړئ، نومکلف نه ياست چې خپله ټولنیزه امنیتي شمیره ورکړئ.
د ښوونځي لپاره زما ماشوم کومو شيانو ته اړتیا لري؟
ستاسو ماشوم به د ښوونځي اړوند تجهیزاتو ته اړتیا ولري. ځینې ښوونځي دا اړينه ګڼي چې زده کونکي ښوونځي ته د تګ لپاره یونیفورم واغوندي.
د ښوونځي توکي
د ښوونځي اړوند توکو ليست به د تعليمي حوزې په ویبپاڼه کې وي یا به يې ښوونکی درته په ګوته کړي. عموما بستۍ، کتابچې، قلمونه، پنسلونه او بېنرونه اړين توکي دي. ټولګي ته په کتو کېدای شي د توکو لیست توپیر ولري.
کېدای شي د ښوونځي اړوند توکي ګران وي. داسې سازمانونه شته چې په دې برخه کې مرستې کوي لکه Salvation Army، United Way، د امریکا د هلکانو او نجونو کلبونه (Boys & Girls Clubs of America) او داسي نور.
یونیفورم
ځینې دولتي او خصوصي ښوونځي د زده کونکو یونیفورم اړين ګڼي. د ښوونځي د ادارې سره وګورئ چې پوه شئ چې آیا ستاسو ماشوم بايد یونیفورم واغوندي که نه.
که زما ماشوم په انګلیسي خبرې نه شي کولای نو څه به کیږي؟
که ستاسو ماشوم غواړي انګلیسي زده کړي، په دې اړه د نوملیکنې په جریان کې خپل ښوونځي ته ووایاست.
ښوونځی به دا وپوښتي چې په کور کې کومې ژبې ویل کیږي. ښوونځی کېدای شي ستاسو ماشوم د دوه ژبو زده کړې پروګرام کې ځای پر ځای کړي. دا ډول پروګرام لنډمهاله او تر هغه وخته وي چې ستاسو ماشوم انګلیسي زده کوي. دا برنامه په ټولو ښوونځیو کې نه وړاندې کیږي.
په پوره جرآت د مرستي غوښتنه وکړئ. ډیری ښوونځي د هغو کورنیو سره د مرستې لپاره سرچینې لري چې په انګلیسي خبرې نه کوي.
زما ماشوم به څنګه ښوونځي ته ځي؟
ډيري تعليمي حوزې ښوونځي ته د تګ لپاره ترانسپورت لري. که تاسو ښوونځي ته نږدې اوسیږئ، کېای شي ښوونځی دا تمه ولري چې تاسو پر پښو يا بایسکل تللای شئ.
د تعليمي حوزې په ویبپاڼه کې به د بس او ترانسپورت په اړه معلومات وي. په دې معلوماتو کې به دا وي چې تاسو بايد په کوم ځای کې د بس لپاره انتظار وکړئ او څه وخت به بس په تمځای کې وي. د ترانسپورتي معلوماتو په اړه د ښوونځي د سکرتر سره اړیکه ونیسئ.
تعليمي حوزه ترانسپورت د زده کونکي يو امتیاز ګڼي، نه د زده کونکي حق. که چیرې زده کونکي سم چلند ونه کړي کېدای شي دا امتیازات له لاسه ورکړي. د ښوونځي په بس کې سپرېدل هغه ډول چلند اړين ګڼي لکه څنګه چې په ښوونځي کې وي.
ایا زما ماشوم باید هره ورځ ښوونځي ته لاړ شي؟
منظمه حاضري هم خورا مهمه ده. ښوونځي هره هغه ورځ تعقیبوي چې ستاسو ماشوم هلته وي. که ستاسو ماشوم څو تعليمي ورځي غيرحاضر شي، نو په اړه به يې ښوونځی تاسو ته خبرداری درکړي. کېدای شي تاسو د قانوني ستونزو سره مخ شئ.
غیر حاضري
غيرحاضري دې ته وايي چې ستاسو ماشوم په ښوونځي کې نه وي. په ډیرو ښوونځيو کې دوه ډوله غیر حاضري وي: عذر لرونکې غيرحاضري او بې عذره غیر حاضري.
عذر لرونکې غيرحاضري هغه وي چې د يو دليل له مخي ښوونځي ستاسو ماشوم ته د نه حاضرېدو اجازه ورکړي.
- ناروغۍ
- دینی رخصتي
- د ډاکټر ملاقات
- د هوا خطرناک حالات چیرې چې تاسو نشئ کولی ښوونځي ته په خوندي توګه ورشئ
- د مجاز ټرانسپورټ نشتوالی (د مثال په توګه، که بس نه ښودل کيږي)
- په کورنۍ کې د چا مړینه
- کار، مګر یوازې په هغه صورت کې چې د تصویب شوي کوپراتیف تعلیمي پروګرام برخه وي
- د ښوونځي سپورت ټیم لوبه یا سیالي
- د ښوونځي لخوا تمویل شوي کلب یا د فعالیت ځانګړې واقعه
- تعلیق (د یو زده کونکي په وړاندې یو انضباطي اقدام چې د نه منلو وړ چلند ښیې)
بې عذره غيرحاضري هغه ده چې ښوونځي ستاسو ماشوم ته د غیر حاضرۍ اجازه نه ورکوي.
- خوب
- د کور په کارونو کې د مرستي لپاره، لکه د یو ماشوم ورور يا خور پالنه
- پرته له دې چې ښوونځي ته مخکې له مخکې خبر ورکړي، له ښوونځي څخه غيرحاضر شي.
- نه غوښتل چې ټولګي ته لاړ شي (دې ته “د ټولګي پرېښودل” هم ويل کیږي)
زده کوونکی تل د ټولو هغه کارونو د بېرته ترلاسه کولو مسؤولیت لري چې ده له لاسه ورکړي وي.
ښوونځي ته ناوخته راتلل
که چېري ډېری وختونه ښوونځي ته ناوخته راځي، دا هم کېدای شي ستونزه جوړه کړي. ناوخته کېدل هم ځنډ بلل کېږي. ځنډ هم کیدای شي عذر لرونکی او بې عذره وي. عذر لرونکی ځنډ د عذر لرونکي غیر حاضرۍ په څیر دی.
د ښوونځي کارمندانو سره خبرې وکړئ
تاسو مسؤول یاست چې ښوونځي ته د غیر حاضرۍ لامل ووایاست. دفتر ته زنګ ووهئ یا ښوونکي، سکرټر یا مدیر ته يو لاسلیک شوی یادداښت ولیکئ.
که تاسو فکر کوئ چې ماشوم مو بايد له وخت مخکې له ښوونځي څخه رخصت شي، په اړه يې ښوونځي ته ووایاست. ځینې وختونه غیر حاضري غیر متوقع وي. دا مشکل نه لري. په اړه يې سهار یا په راتلونکې ورځ ښوونځي ته زنګ ووهئ.
که تاسو ښوونځي ته د خپل ماشوم په رسولو کې ستونزه لرئ، په اړه يې د ښوونځي ادارې ته خبر ورکړئ. کېدای شي دوی د مرستې وړاندیز وکړي.
زموږ موخه داده چې د پوهاوي لپاره اسانه معلومات وړاندې کړو چې په منظم ډول تازه کیږي. دا معلومات قانوني مشوره نه ده.