پوهنتون او د لویانو زدکړه
په متحده ایالاتو کې د لویانو د زدکړې په اړه د انتخابونو، د کډوالو او مهاجرو لپاره د موجوده پروګرامونو په اړه ډېر څه ومومئ. د کار د روزنیز پروګرامونو او د کمپیوټر آنلاین ټولګیو په اړه معلومات ترلاسه کړئ. دا زده کړئ چې بهرني ټرانکسريپټونه څنګه تبديل کړئ او کالج يا پوهنتون ته د فيس ورکولو په برخه کې مرسته ترلاسه کړئ.
د کډوالو او مهاجرینو لپاره بورسونه
د کډوالو او مهاجرینو لپاره بورسونه
ایا تاسو د کډوالو او مهاجرینو لپاره د بورسونو په لټه کې یاست؟ په متحده ایالاتو کې د زکړو ډیر بورسونه شته، په ځانګړي توګه د کډوالو او مهاجرینو لپاره. په دې پاڼه کې به تاسو د ايالت، تابعیت او د زدکړې د موضوع پر اساس د بورسونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ. تاسو کولای شئ د دې بورسونو غوښتنه وکړئ ترڅو د زدکړې د فيسونو په تادیه کولو کې ستاسو مرسته وکړي.
نور معلومات ترلاسه کړئبهرني ټرانسکريپټونه – له بل هیواد څخه خپلي تعليمي نومرې لیږدول
بهرني ټرانسکريپټونه – له بل هیواد څخه خپلي تعليمي نومرې لیږدول
هر هیواد د ښوونځي مختلف سیسټم لري. بل ځای ته د کډه کېدو پر مهال کېدای شي تاسو ته هغه ډيپلوم کار ونه کړي چې په خپل هيواد کې مو ترلاسه کړی وي. دا زده کړئ چې تاسو څنګه کولای شئ خپل بهرنی ټرانسکريپ وارزوئ، ترڅو متحده ايالاتو ته د راتګ پر مهال وکولای شئ چې د بل هیواد د زدکړي پر اساس دلته د تعليم غوښتنه وکړئ.
نور معلومات ترلاسه کړئد لویانو زدکړه – څنګه بیرته ښوونځي ته ولاړ شئ
د لویانو زدکړه – څنګه بیرته ښوونځي ته ولاړ شئ
ایا تاسو غواړئ خپلي زدکړي پای ته ورسوئ؟ د نوي دندې لپاره روزنه ترلاسه کړئ یا خپل مهارتونه لا ښه کړئ؟ پوهنتون ته لاړ شئ یا انګلیسي زده کړئ؟ دا معلومه کړئ چې تاسو څنګه کولای شئ په آنلاین ډول یا په خپله ټولنه کې د لویانو لپاره د زدکړې پروګرام ته لاسرسی ولرئ.
نور معلومات ترلاسه کړئد کمپیوټر لومړني مهارتونه او د انټرنیټ خوندیتوب زده کړئ
د کمپیوټر لومړني مهارتونه او د انټرنیټ خوندیتوب زده کړئ
کمپیوټر کولای شي ستاسو سره د کار په موندلو او د انټرنیټ له لاري د ملګرو او کورنۍ سره د اړيکو په نيولو کې مرسته وکړي. له کمپيوټر څخه د کار اخيستلو په برخه کې د مرستې لپاره آنلاین ټولګي او ویډیوګانې ومومئ. دا زده کړئ چې څنګه خپل ماشوم ته د انټرنیټ د خوندیتوب په اړه ښوونه وکړئ.
نور معلومات ترلاسه کړئ