پيسې
په متحده ایالاتو کې په پیسو پوهیدل مهم دي. دا معلومه کړئ چې څنګه یو بانکي حساب خلاص کړئ او پیسې واستوئ. د تادیاتو، مالیاتو، بودیجې جوړولو، او عامه ګټو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
بانکي معلومات
بانکي معلومات
کله چې تاسو په لومړي ځل متحده ایالاتو ته راشئ، کېدای شي تاسو په دې ونه پوهیږئ چې بايد د خپلو پیسو سره څه وکړئ یا پر چا باور وکړئ. ځینې نوي راغلي کسان له دې څخه وېره لري چې له بانکي سيسټم څخه استفاده وکړي. کېدای شي تاسو په بانک کې یو پردي شخص ته د خپلو پیسو د ورکولو په اړه اندیښنه ولرئ. کېدای شي تاسو له دې وړاندي هيڅکله له بانکي سيسټم څخه کار نه وي اخيستی او دې ته حیران یاست چې څنګه بانکي حساب خلاص کړئ. په دې پاڼه کې د بانک اړوند معلومات وي ترڅو د متحده ایالاتو د سیسټم په پوهیدو کې ستاسو مرسته وکړي.
نور معلومات ترلاسه کړئعامه ګټي څه شی دي؟ د کډوالو، پناه غوښتونکو او نورو نویو راغلو کسانو لپاره مرسته.
عامه ګټي څه شی دي؟ د کډوالو، پناه غوښتونکو او نورو نویو راغلو کسانو لپاره مرسته.
هغه امریکایي کورنۍ چې عايد يې لږ وي کولای شي د خپلو لګښتونو او مصارفو په برخه کې له حکومت څخه مرسته ترلاسه کړي. دې مرستې ته خير ښېګڼه، یا عامه ګټې ویل کیږي. متحده ایالاتو ته راغلي کډوال چې په لومړي ځل دلته راشي هم د عامه ګټو لپاره مستحق بلل کېږي.
نور معلومات ترلاسه کړئپه متحده ایالاتو کې د مالیاتو ورکولو څرنګوالی
په متحده ایالاتو کې د مالیاتو ورکولو څرنګوالی
مالیات هغه پیسې دي چې خلک يې د یو هیواد یا ټولنې په اداري لګښتونو کې د برخي اخيستلو په موخه ورکوي. د مثال په توګه، مالیه د ښوونځیو، روغتونونو او سړکونو لپاره ورکوي. کله چې د هيواد اتباع او د ګرين کارټ لرونکي اشخاص مالیه ورکوي، دوی اصلا د هغو پروګرامونو يوه برخه شريکوي چې دوی ته يې ګټه رسېږي.
نور معلومات ترلاسه کړئد پیسو د خوندي کولو لپاره د بودیجې جوړول
د پیسو د خوندي کولو لپاره د بودیجې جوړول
بودیجه یو اټکل دی تر څو معلومه کړي چې تاسو بايد هره میاشت څومره پیسې ولرئ او د کرایې، مصارفو، خوړو، ترانسپورت، جامو او نورو لګښتونو لپاره بايد څومره پيسې تادیه کړئ. دا به تاسو سره مرسته وکړي ترڅو ځان ته معلومه کړي چې مخکې له دې چې پيسې مو خلاصي شئ تاسو بايد څومره مصرف وکړئ. د بودیجې درلودل د پیسو په خوندي کولو کې هم مرسته کوي.
نور معلومات ترلاسه کړئ