شریکول

د کډوالو سره د کورني تاوريخوالي په چارو کې مرسته

کورنی تاوتریخوالی یوه جدي ستونزه ده. په ځانګړې ډول د کډوالو لپاره دا کېدای شي سخته وي چې د ځانګړو ننګونو سره مخ وي. په دې ځان پوه کړئ چې کورنی تاوتریخوالی څه شی دی. په دې اړه معلومات ترلاسه کړئ چې ستاسو حقونه څه دي او څنګه مرسته ترلاسه کولای شئ.

په اساس دي اکتوبر 30, 2023

که غواړئ له دې پاڼي څخه ووځئ، په سره رنګ د وتلو (exit) تڼۍ کلیک کړئ. ستاسو سره د ناوړه چلند کونکی شخص ممکن دا وګوري چې تاسو په انټرنیټ کې کومو برخو ته تللي ياست، نو ډاډ ترلاسه کړئ چې په خپل براوزر کې کتل شوي سوابق ټول پاک کړئ.

آيا اوس د مرستې په لټه کې یاست؟ د مرستي اړوند مالوماتو ترلاسه کولو لپاره لاندي برخي ته مراجعه وکړئ.

کورنی تاوتریخوالی څه شی دی؟

کورنی تاوتریخوالی هغه مهال وي چې ستاسو په کورنۍ کې يو څوک هڅه کوي چې پر تاسو کنټرول ولري یا زیان درته ورسوي. دې ته د نږدې صميمي ملګري لخوا یا کورنی تاوتريخوالی هم ویل کیږي. 

دا کېدای شي د عمر، نژاد، جنسیت، جنسي تمایل، یا مذهب په پام کې نیولو پرته هرچا ته پیښ شي. پداسې حال کې چې دا ډول قضيې ډيري د ښځو په اړه راپور شوي دي، خو نارینه يې هم کېدای شي قرباني شي. کورنی تاوتریخوالی اکثرا د نږدې شریکانو تر منځ ناوړه چلند او تاوتريخوالي ته اشاره کوي، مګر کېدای شي لاندي اشخاص هم پکې ښکېل وي:

  • میړه یا ملګری
  • یو پخوانی ملګری
  • یو داسي څوک چې تاسو ورڅخه ماشوم لرئ
  • د کورنۍ غړي، لکه مور پلار، ماشوم، یا وروڼه
  • د کوټې ملګری یا هغه څوک چې تاسو ورسره ژوند کوئ 

د تاوتريخوالي ډولونه

د کورني تاوتریخوالي عمومي نښې عبارت دي له:

  • چې ستاسو بدن ته زیان ورسوي لکه وهل، په لغته وهل، ځورول، یا د شیانو غورځول. دې ته فزیکي تاوتريخوالی ويل کیږي.
  • په ناخوښۍ لمسول لکه په ناخوښه توګه ښکلول یا جنسي کړني ترسره کول یا د جنسي اړیکو لپاره پر تاسو فشار راوړل. دا کېدای شي آن د واده شويو جوړو ترمينځ هم تاوتريخوال وبلل شي.
  • ناوړه او ځورونکي کليمې کارول لکه تهدید، په بد نوم بلل، چیغې ورباندي وهل، یا د نورو په وړاندې تاسو شرمنده کول. دې ته اروايي تاوتریخوالی ويل کیږي.
  • ستاسو د پیسو کنټرول لکه ستاسو څخه د پيسو اخیستل، تاسو ته د لومړنیو اړتیاوو لپاره د پیسو نه درکول، یا ستاسو حسابونو ته د ستاسو لاسرسي محدودول.
  • ستاسو په استازيتوب پریکړې کول، تاسو داسي څه کولو ته مجبورول چې تاسو یې نه غواړئ او ستاسو د کنټرول لپاره نورې لارې چاري ترسره کول.
  • ستاسو د تلیفون او انټرنیټ پیغامونه کتل یا ستاسو شخصي شیان کتل او يا ددې غوښتنه کول چې دوی پوه شي تاسو په کوم مصروفيت خپل وخت تېروئ.
  • تاسو ته د خپلو ملګرو، کورنۍ او ټولنې سره د لیدو یا خبرو کولو اجازه نه درکول یا تاسو له خپلې کلتوري یا مذهبي ټولنې څخه جلا کول.
  • بې بلني راتګ، ستاسو تعقیبول، یا د ډیرو داسي پیغامونو لېږل یا تلیفونونو کول چې تاسو ورڅخه ویره احساسوئ. دا کیدای شي د تعقیب په توګه وګڼل شي.
  • ستاسو د ملګرو سپکاوی یا تهدیدول یا ستاسو د هغه ملکيت او شیانو ویجاړول چې ستاسو لپاره مهم وي.
  • د ډارولو لپاره د وسلو کارول لکه د چاقو، ټوپک یا په بېټ باندي ګواښونه کول.
  • تاسو ته د کار يا ښوونځي ته د تګ اجازه نه درکول.
  • ستاسو او ستاسو د ملګرو پر وړاندې ډېر حسد، یا تاسو په درغلۍ تورنول.

کورنی تاوتریخوالی بېلابېلي بڼي لري او تل په فزیکي بڼه نه وي. دا نښې کېدای شي د اړيکو ساتلو تر ډېري مودې پوري ښکاره نه شي او يا کېدای شي په بېلابېلو وختونو کې ښکاره شي.

د کورني تاوتریخوالي ډیری قربانيان د تاوتريخوالي پړه پر ځان اچوي. په یاد ولرئ، کورنی تاوتریخوالی هیڅکله ستاسو ګناه نه ده.

کډوال او تاوتريخوالی

هغه کډوال چې د تاوتريخوالي سره مخ دي، کېدای شي دوی د کډوالۍ د وضعیت له امله د ځانګړو ننګونو سره مخ شي. تاسي ممکن د خپلې ټولنې څخه د جلا کیدو احساس وکړئ او ملاتړ ته محدود لاسرسی ولرئ. تاسو ممکن په متحده ایالاتو کې د کورني تاوتریخوالي د قوانینو او حقونو په اړه نه پوهیږئ.

پر تاسو تاوتريخوالی ممکن ستاسو د کډوالۍ د حالت له امله وي، ترڅو تاسو کنټرول کړي یا ستاسو د مرستې د ترلاسه کولو مخه ونیسي. ستاسو سره تاوتريخوالی ممکن ستاسو د اخراج له ویري څخه په استفاده ترسره شي ترڅو پر تاسو د شوي تاوتريخوالي د راپور ورکولو مخه ونیسي. 

په عمومي توګه د تاوتريخوالي ځيني مثالونه کیدای شي په لاندي ډول وي:

  • ستاسو د کډوالۍ اسناد ستاسو څخه بند کړي
  • د هويت اسنادو ته ستاسو د لاسرسي مخه ونیسي
  • قانوني اسناد لکه د موټر چلولو جواز او پاسپورټونه له منځه یوسي
  • ستاسو د کډوالۍ د غوښتنلیک د دوسیه بندۍ مخه ونیسي
  • ستاسو په استازیتوب د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د دوسیه بندۍ څخه انکار وکړي
  • تاسو یا ستاسو دوستان د اخراج سره په مخ کېدو ګواښي
  • تاسو د انګلیسي ژبي د زده کړې څخه محروم وساتي  

د کډوالۍ مرستې په لټه کې

په متحده ایالاتو کې، د هغو کډوالو لپاره مرستې شته چې د کورني تاوتریخوالي قربانیان دي. تاسو ښايي وکولای شئ چې:

  • که پر تاسو د تاوتريخوالي ترسره کونکی شخص د متحده ایالاتو تبعه یا دایمي اوسیدونکی وي، نو د ښځو سره د تاوتریخوالي د قانون (VAWA) له لارې د کډوالۍ ځانګړی دریځ ترلاسه کړئ.
  • د U ویزې لپاره غوښتنه وکړئ چې د مهاجرینو قربانیانو ته اجازه ورکوي چې په متحده ایالاتو کې پاتې شي، په قانوني توګه کار وکړي او عمومي امتيازات ترلاسه کړئ.
کله چې تاسو خپل انتخابونه په پام کې نیسئ، دا مهمه ده چې قانوني مشوره ترلاسه کړئ. یو وکیل یا منل شوی استازی کولای شي ستاسو سره مرسته وکړي چې مالومه کړي چې تاسو وړتیا لرئ او خپل غوښتنلیک بشپړ کړئ. ډیری سازمانونه او وکیلان شته چې وړیا یا د ټیټ لګښت قانوني مرستو وړاندیز کوي.

خپل حقوق وپیژنئ

دا مهمه ده چې په متحده ایالاتو کې خپل حقونه او قوانین وپیژنئ. تاسو د کډوالۍ د وضعیت په پام کې نیولو پرته د خوندیتوب او ملاتړ حق لرئ.

هر هغه څوک چې د کورني تاوتریخوالي سره مخ وي حق لري:

  • د قانون پلي کونکو څخه مرسته وغواړي
  • د تاوتريخوالي د ترسره کونکي جرمي تعقیب 
  • د بیړني سرپناه غوښتنه وکړي 
  • د بېړنۍ طبي پاملرني غوښتنه وکړي
  • د لنډمهاله هستوګنځی وغواړي
  • د بحراني حالت په اړه مشوره وغواړي 
  • ټولنيز خدمات وغواړي
  • د محافظتي احکامو غوښتنه وکړي
  • د ماشوم پالنه او ملاتړ يې وشي
  • ستاسو د خاوند/ښځي له رضایت پرته په قانوني توګه سره جلا کول یا طلاق

د کډوالو لپاره، دا هم مهمه ده چې بايد پوه شي:

مرسته ترلاسه کړئ

ډیري خدماتي ادارې شته چې غواړي ستاسو سره مرسته وکړي. تاسو ممکن هغه مرسته هم ترلاسه کړئ چې په ځانګړې توګه ستاسو د هیوادوالو يا هغه کسانو لپاره وي چې ستاسو په ژبه خبري کوي.

تاسو کولای شئ دا لومړني ګامونه پورته کړئ: 

  • بحراني حالت ته د ځان چمتو کولو لپاره د خوندیتوب پلان جوړ کړئ. په دې کې د تاوتريخوالي د پریښودو وړاندي او وروسته حالت شامل دی.
  • ستاسو سره د شوي تاوتريخوالي پېښه مستند کړئ. د خپلو ټپونو عکسونه او د ګواښونکي شخص د پیغامونو سکرین شاټونه واخلئ.
  • د هغو خلګو سره خبرې وکړئ چې تاسو ورباندي باور لرئ. دا شخص کیدای شي یو ملګری، کورنۍ، ښوونکی، د ښوونځي مشاور، ګاونډی یا يو ټولنيز مشر وي.
  • د وړیا او بې نومه مرستې لپاره مرستندويه تليفوني شمېرې ته زنګ ووهئ یا متني پېغام ورته ولېږئ. مرستندويه تليفوني خدمات د روزل شویو مسلکي کارمندانو لخوا وړاندي کېږي چې کولای شي لارښوونې او ملاتړ درته چمتو کړي.
  • د مرستې لپاره ټولنيز سازمان ته ورشئ. دوی کولای شي بېلابېلي مرستې وړاندې کړي، چې په دې کې د مشورې ورکولو، سرپناه، او قانوني سرچینو ته لاسرسی شامل دی.
  • د کډوالۍ چارو د وکیل سره خبرې وکړئ. د خپلو حقونو او قانوني خوندیتوب لپاره د انتخابونو په اړه مشوره ترلاسه کړئ.
  • د خپلي ذهني هوساینې لپاره مرسته ومومئ. تاوتريخوالی کېدای شي ستاسو پر خوښۍ او روغتیا اغیزه وکړي. رواني روغتیا خدماتو ته د لاسرسي لاري چاري زده کړئ.
که تاسو اندیښنه لرئ چې يو څوک ستاسو د انټرنیټ کارول څاري، خپل د لټون اړوند سابقه پاکه کړئ او شخصي حالت ته يې واړوئ. تاسو د اضافي خوندیتوب لپاره دا هم کولی شئ چې د ملګري وسیله یا د کتابتون کمپیوټر وکاروئ.

د کورني تاوتریخوالي په اړه راپور ورکول

کورنی تاوتریخوالی د قانون خلاف عمل دی. تاسو کولی شئ هر وخت د تاوتريخوالي په اړه پولیسو ته خبر ورکړئ. 

دلته هغه څه دي چې تاسو یې ترسره کولای شئ:

  • که تاسو طبي مرستې ته اړتیا لرئ د پولیسو مرکز یا روغتون ته لاړ شئ. تاسو کولای شئ هلته پولیسو ته راپور ورکړئ.
  • که د بیړنی حالت سره مخ ياست، د مرستي لپاره د اړوند پولیسو د افسر سره خبرې وکړئ. آرام اوسئ او ریښتیا ووایاست.
  • که ستاسو ملګري ټوپک، نورې وسلې، یو ګواښ، یا د دوی په وړاندې د مخنیوي امر ولري، پولیسو ته يې په اړه خبر ورکړئ.
  • که چیرې پولیس ستاسو کور ته راشي، تاسو کولای شئ د دوی سره د خبرو کولو غوښتنه وکړئ. تاسو مکلف نه یاست هغه کاغذونه لاسلیک کړئ چې تاسو یې نه شئ لوستلای او يا نه ورباندي پوهېږئ.
  • دا وګورئ چې آیا د سیمه ایز بحران مرکز یا سرپناه کولای شي ستاسو سره د راپور په جوړولو کې مرسته وکړي.
  • پولیسو ته د راپور ورکولو لپاره نوري لارښوونې ولولئ.

تاسو کولی شئ د محافظت د حکم لپاره د دوسیه بندۍ اړوند هم فکر وکړئ چې ستاسو د تاوتريخوالي په فزیکي توګه تاسو ته د نږدې کیدو یا تاسو او نورو سره ناوړه چلند مخه نیسي. تاسو باید په د محکمې په استماعيه غونډه کې شاهدي ورکړئ. یو محافظتي حکم کولای شي څو کاله دوام وکړي او دا ممکن نوري مودې ته وغځول شي. 

هر ایالت د کورني تاوتریخوالي اړوند ځانګړي قوانین لري. په خپل ایالت کې د تقييدي امرونو، طلاق، توقیف او د ماشوم ملاتړ په اړه مالومات ترلاسه کړئ.

مرستندويه تليفوني مرکزونه او نورې مرستې

د تليفون مرستندويه مرکزونه او سازمانونه د کورني تاوتریخوالي ژغورونکو ته وړیا او خصوصي ملاتړ خدمات وړاندي کوي. دوی کولای شي ستاسو سره د خوندیتوب په پلان کې مرسته وکړي، د تګ لپاره یو خوندي ځای ومومي، او د رواني روغتیا ملاتړ او قانوني مشوره وړاندې کړي.

دوی به ستاسو د وضعیت په اړه د مالوماتو غوښتنه وکړي ترڅو ستاسو سره مرسته وکړي ترڅو مالومه کړئ چې کوم انتخابونه شته. تاسو مکلف نه ياست چې هغه توضیحات وړاندي کړئ چې تاسو نه غواړئ شريک يې کړئ. دوی به ستاسو له اجازې پرته ستاسو مالومات له نورو سره نه شریکوي یا ستاسو د تاوتريخوالي په اړه به راپور نه ورکوي.

د سازمان
وړانديزونه
د کورني تاوتریخوالي تليفوني ملي مرستندويه مرکز
800-799-7233
TTY 800-787-3224
88788 شمېرې ته ليکلی پېغام ولېږئ
تر 200 زياتو ژبو کې 24-ساعته تليفوني خدمات شته. دوی سيمه ايز خدمات هم وړاندي کوي.
 
د جنسي تیري اړوند 24 ساعته تلیفوني خدماتي مرکز. همداراز په هسپانوي ژبه.
د جرمي پېښو د قربانیانو لپاره د تليوفني اړيکي مرکز.
مینه درناوی دی
866-331-9474
TTY 800-787-3224
د تنکیو ځوانانو او لویانو د مرستي لپاره 24-ساعت تلیفوني مرستي. همداراز په هسپانوي ژبه.
24 ساعته تليفوني اړيکي مرکز. دا خدمات همدارنګه په هسپانوي او 18 اسیایي ژبو کې شته.
پر ماشومانو د شوي تاوتريخوالي اړوند لارښوونو د ترلاسه کولو لپاره 24 ساعته تلیفوني مرکز. دا د راپور ورکولو تليفوني کرښه نه ده.
قانوني مالومات او د بریښنالیک له لاري د تماس نيولو مرکز.
د کډوالۍ په چارو کې د ژوندي پاتې شويو لپاره قانوني مرسته.
تاسو ته نږدې د سرپناه او کورني تاوتریخوالي برنامو لټون وکړئ.
د هغو سازمانونو لیست وپلټئ چې د جنسي تیري د قربانيانو سره مرسته کوي.
تاسو ته نږدې یو مرکز ومومئ.
د هغو سازمانونو لیست وپلټئ چې د اسلامي ټولنو سره مرسته کوي.
د لویانو سره د تاوتريخوالي اړوند سرچینې.
د افغان پناه غوښتنونکو لپاره مرستندويه تليفوني شمېره
888-991-0852
یو عمومي مرستندويه تليفوني کرښه چې کولای شي په دري او پښتو ژبه مرستندويه خدمات وړاندې کړي.

ددې پاڼي معلومات له National Domestic Violence Hotline, USCIS, Esperanza United, نورو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. زموږ موخه داده چې د پوهاوي لپاره اسانه معلومات وړاندې کړو چې په منظم ډول تازه کیږي. دا معلومات قانوني مشوره نه ده.

شریکول