کډوالي
متحده ایالاتو ته د کډوالۍ اړوند بېلابېلي لارې شته. د کډوالۍ د حقونو په اړه ډېر څه زده کړئ. د پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره معلومات ومومئ. د وېزو د بېلابېلو ډولونو په اړه او داچې د ګرين کارټ لپاره څنګه غوښتنه وکړئ په اړه يې معلومات ترلاسه کړئ. د کډوالۍ، بېځايه کېدلو او پناه غوښتنې اړوند وروستي معلومات ترلاسه کړئ.
ستاسو حقوق
ستاسو حقوق
ایا تاسو يو بېځايه شوی، کډوال یا پناه غوښتونکي یاست؟ ایا تاسو غواړئ په دې پوه شئ چې په متحده ایالاتو کې ستاسو حقونه څه دي؟ د خپلو حقونو په اړه معلومات ومومئ او له اړونده سرچینو سره وصل شئ. په دې ځان پوه کړئ چې څه وخت بايد تاسو قانوني مرسته ترلاسه کړئ. د کډوالۍ مسلکي حقوقي مشورې ترلاسه کړئ.
د متحده ایالاتو ویزې او استوګنه
د متحده ایالاتو ویزې او استوګنه
ایا تاسو غواړئ د متحده ایالاتو د ویزو او استوګنې په اړه معلومات ترلاسه کړئ؟ د ګرين کارټونو او د وېزو د بېلابېلو ډولونو په اړه ډېر څه زده کړئ. د ویزې د شرايطو او د متحده ایالاتو د تنوعي ویزې د لاټرۍ په اړه ډېر څه ولولئ. د کورنۍ د بیا یوځای کیدو او عمومي مسايلو په اړه معلومات ومومئ.
پناه او کډوال
پناه او کډوال
ایا تاسو په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتونکي یاست یا غواړئ متحده ایالاتو ته راشئ؟ ایا تاسو کډوال یاست یا تمه لرئ چې د يو کډوال په توګه متحده ایالاتو ته راشئ؟ د پناه غوښتنې په اړه معلومات ترلاسه کړئ. د کډوالو د بهیر په اړه ډېر څه ولولئ. د هغه کسانو اړوند چې د متحده ایالاتو په پولو کې ايسار شوي په اړه يې معلوماتي سرچينې ومومئ.
د DACA خبرونه او تازه معلومات
د DACA خبرونه او تازه معلومات
د ماشومانو لپاره تعويقي ميکانيزمي (DACA) پروګرام نږدې 800,000 تنکي ځوانانو ته دا اجازه ورکړې چې د ماشومانو په توګه په قانوني ډول په متحده ایالاتو کې پاتي شي. ستاسو سره د مرستي لپاره دلته د DACA پروګرام او د اړونده سرچینو په اړه تازه معلومات شته.
TPS او DED
TPS او DED
ایا ستاسو د TPS یا DED موده پای ته رسیږي؟ د ټولو TPS او DED برنامو لپاره وروستي تازه معلومات ولولئ. د خپل هیواد د TPS په اړه معلومات ترلاسه کړئ. د TPS پای ته رسیدو وروسته د خپلو انتخابونو په اړه ډېر څه زده کړئ.